د یونان تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

د یونان تاریخ، د یونان د عصري ملي دولت د حاکمیت تاریخ او دغه راز د یونان د خلکو او هغو سیمو تاریخ پورې تړاو لري، چې هلته یې ژوند کاوه او په تاریخي توګه یې په هغو حکومت کاوه. د یونانیانو د استوګنې او حاکمیت سیمې، د بېلابېلو زمانو په لړ کې توپیر لري او په پایله کې د یونان تاریخ، د همغه وخت له شرایطو سره سم بدلون موندلی دی. په ټولیزه توګه د یونان تاریخ په لاندې دورو وېشل کېږي:

  • د یونان لرغونې دوره (Paleolithic) چې ۳.۳ میلیونه کاله مخکې له میلاده پیل او په ۱۳۰۰۰ کاله مخکې له میلاده پای ته رسېدلې ده. په عصري یوناني سیمه کې د پام وړ جیومورفولوژیکي او اقلیمي بدلونونه ولیدل شول، چې د ژویو او نباتاتو او په سیمه کې د هومو سیپینز د بقا لپاره ټاکل شوي و.
  • د یونان منځنۍ دوره (Mesolithic)، چې له ۱۳۰۰۰ کاله مخکې له میلاده پیل او ۷۰۰۰ کاله مخکې له میلاده پای ته ورسېده، دا دوره د «لومړنیو ټولنو» یا لومړنیو انساني ټولنو د اوږده او ورو پرمختګ دوره وه.
  • د یونان نوې دوره (Neolithic)، هغه دوره پوښي، چې په ۷۰۰۰ مخکې له میلاد کال کې د کرهنیزو ټولنو له تاسیس سره پیل شوې او په ۱۳۹۰ ز کال کې پای ته رسېږي. ۳۲۰۰ مخکې له میلاد تر ۳۱۰۰ مخکې له میلاد کلونه، د یونان د لومړني تاریخ یوه حیاتي برخه وه، ځکه چې دا د برونزو د دورې اړوندو تمدنونو بنسټ و. په دې دوره کې لومړنیو منظمو ټولنو وده وکړه او بنسټیز هنر ډیر پرمختللی شو.

لرغونی یونان معمولاً د یونان لرغونې دوره رانغاړي، په داسې حال کې چې د سیمې د وروستي تاریخ برخه (د برونز دورې وروستي وختونه) هم د هغې یوه برخه ګڼل کېږي:

  • د برونزو دوره (د سیکلادیک، مینوسي او هیلادیک کلتور) کرونولوژي هغه دوره پوښي، چې په ۳۲۰۰ تر ۳۱۰۰ مخکې له میلاد کال کې د یوترزیس کلتور او کوراکو کلتور په لړ کې د فلز پر بنسټ ولاړ اقتصاد ته له لیږد سره پیل کیږي، د سایکلادیک کلتور، له خپلو ځانګړو مجسمو سره د اروپا لومړی ریښتینی تمدن (د مینوي تمدن)، د تیرین کلتور، د یوناني میسیني ماڼیو ظهور او سقوط کابو پنځه پېړۍ وخت (۱۱۰۰ – ۱۶۰۰ م.ز کال) نیسي، چې د برونز دورې په وروستیو کې له منځه تللي.
  • د یونان تیاره دوره (یا د اوسپنې دوره، د هومریک زمانه) ۱۱۰۰ – ۸۰۰ مخکې له میلاد کلونه.
  • لرغونې دوره، ۸۰۰ – ۴۹۰ مخکې له میلاد.
  • کلاسیکه دوره، ۴۹۰ – ۳۲۳ مخکې له میلاد.
  • هېلنیستي دوره، ۳۲۳ ـ ۱۴۶ مخکې له میلاد.
  • د رومي یونان دوره، په ۱۴۶ مخکې له میلاد کال کې د رومیانو په وسیله د یونان له فتحې څخه تر ۳۲۴ ز کاله پورې اړوند دوره ده.
  • د یونان بیزانس دوره، په ۳۲۴ ز کال کې د بیزانس، قسطنطنیه د پلازمېنې له تاسیس څخه تر ۱۴۵۳ ز کاله  پورې د قسطنطنیې تر سقوط پورې اړوند دوره پوښي.
  • یوناني - فرانسوي / لاتین دوره، (د ونیزي متصرفاتو په شمول) د څلورمې صلیبي جګړې دوره ۱۲۰۴ ز څخه تر ۱۷۹۷ ز کاله پورې اړوند دوره پوښي، چې د ونیزي جمهوریت د شیندل کېدو کال دی.
  • عثماني یونان، له ۱۴۵۳ ز کال څخه تر ۱۸۲۱ ز کاله یعنې د یونان تر انقلاب پورې اړوند دوره را نغاړي.
  • عصري یونان؛ له ۱۸۲۱ ز کال څخه تر نن ورځې پورې اړوند موده را نغاړي.

یوناني تمدن په خپل کلتوري او جغرافيايي اوج کې له مصر څخه د افغانستان تر هندوکش غرونو پورې خپور شو. له هغه وخت راهیسې یوناني اقلیتونه، په پخوانیو یوناني سیمو (لکه: ترکیه، البانیا، ایټالیا، لیبیا، پخوانی شام، ارمنستان او ګرجستان) کې پاتې دي او یوناني کډوال د نړۍ په بېلابېلو ټولنو (لکه شمالي امریکا، ااسترالیا، شمالي اروپا او سویلي افریقا) کې یوځای شوي دي. اوس مهال ډېری یونانیان، د یونان په عصري دولتونو (چې له ۱۸۲۱ ز څخه خپلواک) او قبرس کې ژوند کوي.

له تاریخ مخکې یونان.[سمول]

له لرغوني یونان څخه مخکې دوره (Pre-Paleolithic).[سمول]

له انسان څخه د مخکې موجوداتو لومړني فوسیلونه (Ouranopithecus macedoniensis، ۹.۶ تر ۸.۷ میلیونه کاله وړاندې) او د ټولو انسانانو پخواني مستقیم نیکونه (Graecopithecus، ۷.۲ میلیونه کاله وړاندې) په یونان کې وموندل شوو. سربېره پر دې د یونان په کریت ټاپو کې د ۵.۷ میلیونه کلونو پخوانیو پېښو نښان وموندل شو، چې ښایي د اوسنیو فرضیو برعکس له افریقا څخه بهر د هومینین د تکامل او ارتقاء ښودونکي وي. [۱][۲][۳][۴]

د یونان لرغونې دوره (کابو۳.۳ میلیونه کاله م.ز څخه تر ۱۳۰۰۰ م.ز کاله پورې)[سمول]

د لرغوني یونان دوره، په عمومي توګه یونان کې نه مطالعه کېږي، ځکه چې څیړنې په دودیز ډول له تاریخ څخه مخکې په وروستیو برخو (د ډبرو نوې دوره، د برونزو دوره) او کلاسیک وختونو باندې متمرکزه شوې دي. پر دې سربېره په تېرو کلونو کې د پام وړ پرمختګونه ترلاسه شوي او ریکارد له نویو موادو سره بډایه شوی دی، چې تر ډېره د سیمه ییزو سروې ګانو په چوکاټ کې او دغه راز د سیستماتیکو یا ژغورونکو کیندنو له لارې هم راټول شوي دي. نه یوازې نوې سمڅې او ډبرین پټنځایونه په دې وروستیو کې کشف شوي، بلکې مهم پرانیستې ځایونه هم اوس کیندل کیږي. د سویلي یونان په ماني کې د اپیدیما سمڅه له افریقا نه بهر له اناتومي پلوه د عصري انسانانو تر ټولو زړې پاتې شوني لري چې د ۲۱۰.۰۰۰ کاله مخکې پورې تړاو لري. د انسان پېژندنې او لرغون پېژندنې تر دې دمه پیژندل شوې موندنې دا اجازه ورکوي چې د یونان په سیمې کې د لرغوني یونان (پیالیولوژیکي) وېش په ښکته (۳۵۰.۰۰۰ – ۱۰۰.۰۰۰ م.ز)، منځنۍ (۱۰۰.۰۰۰ ـ ۳۵.۰۰۰ م.ز) او پورتنۍ (۳۵.۰۰۰ ـ ۱۱.۰۰۰ م.ز) برخو سره د انسان استوګنه په سمڅو، ډبرینو پټنځایونو او خلاصو ځایونو کې موندل شوې ده. تر نن نیټې پورې د ټیټ پیلیولیتیک یا لرغونې برخې لږ ځایونه شتون لري، حال دا چې د منځني او پورتنۍ پیالیویتیک یا لرغونې برخې ډیرې موجود دي. دا ټول یو څه د یونان په یوه سیمه کې د ځمکې جوړېدو د سخت فعالیت او د اژه سیند د ظهور او سقوط له امله دي، چې په ځینو جغرافیایي سیمو کې د استوګنې هر ډول نښې له یې له منځه یوړې. [۵][۶][۷][۸][۹]

په یونان کې د لرغونې دورې یا پیلیولیټیک موندنې د لومړي ځل لپاره په ۱۸۶۷ز کال کې راپور شوې، په داسې حال کې چې د لرغوني دورې یا پیلیولیټیک اړوندو سیمو په اړه لومړنۍ منظمې څېړنې د ۱۹۲۷ او ۱۹۳۱ز کلونو تر منځ د ادالبرت ماکوویتس په نامه اطریشي لرغونپوه په وسیله ترسره شوې. د لرغونې دورې یا Palaeolithic اړوند سیمې لومړۍ کیندنه په ۱۹۴۲ز کال کې د رودولف ستامفوس په نامه د الماني لرغونپوه په وسیله د بویوتیا په سیدي سمڅ کې ترسره شوه. په دې توګه په یونان کې لا منظمې او سیسټماتیکې څیړنې د ۶۰مې لسیزې په لړ کې په ایپیروس، مقدونیه، تیسالي او پلوپونز کې د انګلیسي، امریکایي او الماني څیړنیزو ډلو په وسیله ترسره شوې.[۹]

د یونان منځنۍ دوره (۱۳۰۰۰ ـ ۷۰۰۰ مخکې له میلاد)[سمول]

په یونان کې د میسولیتیک دوره د پورتنۍ لرغونې یا پیلیولیتیک دورې نه وروسته پیل شوه او دا په یونان کې د ډبرې منځنۍ دورې پورې اړوند برخه ده، چې د نیولیتیک یا ډبرو نوې دورې له رامنځته کېدو مخکې ده. په یونان کې د میسولیتیک برخې محدودې وې او ډېری یې سمندر ته نږدې واقع شوې دي. د فرانچتي او تیوپیترا سمڅې په یونان او سویل ختیځې اروپا کې تر ټولو مهم میسولیتیک ساحې او برخې دي. [۱۰][۱۱]

د یونان د ډبرو نوې دوره د برونز تر زمانې پورې (۷۰۰۰ م.ز ـ ۱۱۰۰ م.ز)[سمول]

په ۷۰۰۰ مخکې له میلاد ـ ۶۵۰۰ مخکې له میلاد کلونو کې د نوولیټیک انقلاب اروپا ته ورسېد، یعنې کله چې د نږدې ختیځ بزګران له اناتولیا نه د یونان شبه جزیرې ته د اژه سمندز له لارې ننوتل. په اروپا کې له پرمختللي کرنیز اقتصاد سره د نوې ډبرې یا نوې دورې تر ټولو لرغونې سیمې، له ۸۵۰۰ تر ۹۰۰۰ کلونو لرغونتیا سره په یونان کې موندل کېږي. لومړني یوناني قبایل چې د میسني ژبې څخه مخکې کلیوالې ژبې باندې یې خبرې کولې، یو وخت د ډبرو نوې دورې یا د لومړنیو برونزو په زمانه کې (تقریباً ۳۲۰۰ مخکې له میلاد) د یونان اصلي خاورې ته ننوتل.[۱۲][۱۳][۱۴]

له میسني څخه مخکې د هلادیک دوره

د نوولیتیک یا د ډبرو نوې دوره، د زمانې وروستۍ دورې له پای ته رسیدو وروسته، د هلادیک لومړنۍ او منځنۍ دوره په یونان کې رامنځته شوه. لومړی د اوترزیس په کلتور سره د وروستۍ د ډبرو نوې دورې څخه ورو ورو لېږد ترسره شو. د هغه وخت کرهڼیزو ټولنو پیړیو پیړیو ته اړتیا درلوده، ترڅو خپل ډبرين وسایل په فلزي وسایلو بدل کړي. د مادي بدلونونو په تعقیب، ډیر پیاوړي کوچني دولتونه او په راتلونکي کې د میکني هلاديک وروستي تمدن بنسټ رامنځته شو. د برونزو د لومړۍ دورې استوګنځي د درېیم هلادیک یا تیرینس کلتور په لړ کې او د منځني هیلادیک دوره د میسني له دورې څخه مخکې ډېر پرمختګ وکړ.[۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. "Possible hominin footprints from the late Miocene (c. 5.7 Ma) of Crete?" (in en). Proceedings of the Geologists' Association 128 (5-6): 697–710. 2017-10-01. doi:10.1016/j.pgeola.2017.07.006. ISSN 0016-7878. https://www.sciencedirect.com/science/article/pii/S001678781730113X. 
  2. "Footprints on Greek island are 5.7 million years old" (in en). Nature 549 (7670): 8–8. 2017-09-02. doi:10.1038/d41586-017-03029-9. https://www.nature.com/articles/d41586-017-03029-9. 
  3. Fuss, Jochen; Spassov, Nikolai; Begun, David R.; Böhme, Madelaine (2017-05-22). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Potential hominin affinities of Graecopithecus from the Late Miocene of Europe"]. PLOS ONE 12 (5): e0177127. doi:10.1371/journal.pone.0177127. ISSN 1932-6203. PMID 28531170. Bibcode2017PLoSO..1277127F. 
  4. Merceron, G. (2005-12-01). "A New Method of Dental Microwear Analysis: Application to Extant Primates and Ouranopithecus macedoniensis (Late Miocene of Greece)" (in en). PALAIOS 20 (6): 551–561. doi:10.2110/palo.2004.p04-17. Bibcode2005Palai..20..551M. https://pubs.geoscienceworld.org/palaios/article/20/6/551-561/145784. 
  5. Tourloukis, Vangelis; Harvati, Katerina (2017). "The Palaeolithic record of Greece: A synthesis of the evidence and a research agenda for the future". ResearchGate (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Harvati, Katerina; Röding, Carolin; Bosman, Abel M.; Karakostis, Fotios A.; Grün, Rainer; Stringer, Chris; Karkanas, Panagiotis; Thompson, Nicholas C. et al. (2019). "Apidima Cave fossils provide earliest evidence of Homo sapiens in Eurasia" (in en). Nature 571 (7766): 500–504. doi:10.1038/s41586-019-1376-z. ISSN 0028-0836. PMID 31292546. http://www.nature.com/articles/s41586-019-1376-z. 
  7. (په 2019 باندې). A Skull Bone Discovered in Greece May Alter the Story of Human Prehistory. The New York Times.
  8. "'Oldest remains' outside Africa reset human migration clock". phys.org (په انګلیسي ژبه کي). 2019-07-10. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ "Paleolithic habitation in Greece". Foundation of the Hellenic World (Ίδρυμα Μείζονος Ελληνισμού). د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Perles, Catherine (2003). The Mesolithic at Franchth. The British school at Athens. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Palaeolithic habitation in Greece". Foundation of the Hellenic World (Ίδρυμα Μείζονος Ελληνισμού). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Pashou, Drineas & Yannaki 2014, p. 5: "The earliest Neolithic sites with developed agricultural economies in Europe dated 8500–9000 BPE are found in Greece. The general features of the material culture of the Greek Neolithic and the genetic features of the preserved crops and associated weeds of the earliest Greek Neolithic sites point to Near Eastern origins. How these Near Eastern migrants reached Greece is a matter of speculation...Our data support the Anatolian rather than the Levantine route because they consistently show the Aegean islands to be connected to the Near East through Anatolia. Archaeological evidence from Greek and Near Eastern and Anatolian Neolithic sites suggest that multiple waves of Neolithic migrants reached Greece and Southern Europe. Most likely multiple routes were used in these migrations but, as our data show, the maritime route and island hopping was prominent."
  13. A comprehensive overview in J.T. Hooker's Mycenaean Greece (Hooker 1976, Chapter 2: "Before the Mycenaean Age", pp. 11–33 and passim); for a different hypothesis excluding massive migrations and favoring an autochthonous scenario, see Colin Renfrew's "Problems in the General Correlation of Archaeological and Linguistic Strata in Prehistoric Greece: The Model of Autochthonous Origin" (Renfrew 1973, pp. 263–276, especially p. 267) in Bronze Age Migrations by R.A. Crossland and A. Birchall, eds. (1973).
  14. Coleman 2000, pp. 101–153.
  15. Waldman & Mason 2006, "Minoans", pp. 521–526.