د یوريکا پاڅون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د یوريکا پاڅون
د یوريکا پاڅون
د یوريکا پاڅون

د شخص معلومات
عملي ژوند

د یوریکا بغاوت د هغو پېښو یوه ټولګه او مجموعه وه، چې د سرو زرو کان کیندونکي پکې شامل و، او د ویکتوریا اړوند سرو زرو د هجوم په لړ کې یې د بریتانیا حکومت په ضد بغاوت او پاڅون وکړ. کله چې د ۱۸۵۴ ز کال د دسمبر میاشتې په ۳یمه نېټه په بالارات کې د استرالیایي یرغلګرو پوځونو او دې بغاوت کوونکو ترمنځ د یوریکا ستاکېد Eureka Stockade جګړه رامنځته شوه، نو د بغاوت کوونکو دا جګړه خپل اوج او لوړې کچې ته ورسېده. د جګړې په لړ کې په رسمي توګه ټولټال ۲۷ تنه ووژل شول او د دواړو لورو ګڼ شمېر نور ټپیان شول، چې په دې برخه کې زیاتره تلفات د بغاوت کوونکو له ډلې څخه و. له ۱۸۵۱ ز کاله څخه مخکې دوره کې د ویکتوریا د سرو زرو په میدانونو کې سوله ییز لاریونونه او مدني نافرمانۍ پیل شوې. کان کیندونکو به بېلابېل شکایتونه لرل، چې تر ډېره د هغوی شکایتونه به د کانونو د استخراج اړوند جوازونو د لوړ لګښت او د سیستم د رسمي ترسره کولو طریقې په هکله و.[۱][۲][۳]

له بغاوت کوونکو څخه د خلکو پراخ ولسي ملاتړ د دې لامل شو، چې په ملبورن ښار کې ۱۳ تنه اسیر شوي بغاوت کوونکي برائت ترلاسه کړي او خوشې شي. پیتر لالور د بغاوت کوونکو مشر و، چې پارلمان ته بریالی شو او وروسته بیا د ویکتوریا د قانون جوړوونې یا مقننه قوې اړوند مجلس د ویاند په توګه یې خدمت ترسره کړ. ورو ورو هغه بېلابېل اصلاحات چې بغاوت کوونکو غوښتل پلي او تطبیق شول، لکه هغه قوانین چې د مققنه قوې اړوند مجلس ریاست لپاره د ډېر عمر لرونکو نارینه وو د عمومي رایې ورکولو حق او د مقننې قوې اړوند غړو ته د مالکیت اړوند شرایطو د ختمولو زمینه برابروي. په آسترالیا کې د یوریکا بغاوت او پاڅون په یاد هېواد کې د دموکراسۍ رامنځته کېدو سره په پراخه کچه پېژندل کېده او د زیاتره خلکو په وسیله د یو سیاسي بغاوت په توګه ارزول کېږي. د Eufeka Stockade مموریل په پارک کې یو تفسیري مرکز موجود دی، چې د یوریکا بیرغ یې په مرکزي برخه کې ده. کان کیندونکو د هغه تفسیري مرکز په وسیله د ژمنتیا او وفادرۍ قسم وکړ او د جګړې په لړ کې یې پرواز وکړ.[۴][۵][۶][۷]

موقعیت[سمول]

R.S رید په ۱۹۳۱ ز کال کې داسې ادعا وکړه، چې «هامفري واټ ته نېږدې د ویکتوریا واټ په سویلي برخه کې د یوې لرغونې غټې ونې کنده یا ډډ پروت ده، چې ډېره تاریخي ونه ده، مخکیني کان کیندونکي له اورکا استوکېد څخه مخکې په دې برخه کې راټول شوي و، ترڅو د هغه وخت چارواکو په تړاو د خپلې نارضایتۍ په هکله خبرې وکړي». رید د دې ونې اړوندې کندې یا ډډ د ساتنې او د یادې سیمې د ښکلي کولو لپاره د ښاریانو د یوې کمیټې د جوړېدو غوښتنه وکړه، چې لالور د لوړې د مراسمو په ترڅ کې راټولو شویو بغاوت کوونکو یا پاڅونوالو ته وویل. دغه راز داسې هم ویل شوي، چې د یادې ونې دا کنده یا ډډ په خوندي توګه پوښل شوې ده او په پام کې ده، چې شاوخوا سیمه یې د ګلانو او ګل لرونکو ونو په وسیله ښکلې شي. دا سیمه د اورکا سیمې په یوه څنډه کې ده، چې په یوه اندازه له لرګيو سره د مبارزې له امله او دغه راز د دې واقعیت لپاره چې د ښه راغلاست اړوند قطعې په نامه شهرت لري، له همدې امله په (۱۰۵۰۰ پونده قیمت سره وپلورل شوه) په ۱۸۵۸ ز کال کې د دې ونې اړوند ځای ته نېږدې واټن کې دا وموندل شوه، چې هغه راپور چې په ۲۰۱۵ ز کال کې د بالارات ښار په وسیله چمتو شو، دا یې په ډاګه کړه چې د مستندو شواهدو او دغه راز د هغو د ارتفاع او لوړوالي په پام کې نیولو سره د لوړې د مراسمو لپاره تر ټولو احتمالي ځای د سنت پاول ۲۹ شمېره واټ د هېل نانوايي ده. د ۲۰۱۶ ز کال راهیسې دا سیمه د موټرونو د پارکینګ یوه سیمه وه، چې د استوګنې د پراختیا په تمه وه.[۸][۹][۱۰][۱۱]

د یوریکا ستاکېډ ریښتینی او کره ځای و نه پېژندل شو. د ذخیرې جوړولو اړوند مواد په چټکۍ سره راټول شول، ترڅو د کانونو لپاره وکارول شي او په ټوله شاوخوا سیمه کې هومره کار شوی و، چې اصلي لیدلوری له پېژندلو ووت او د ذخیرې اړوند لرغوني او تاریخي ځای پیژندل تر ډېره ناشوني شول. ویلیام ویترز، په بالارت سیمه کې زېږېدلي تاریخپوه و، او په ۱۸۷۰ ز کال کې یې داسې ادعا وکړه چې:[۱۲][۱۳][۱۴]

«د دې برخې شاوخوا سیمه تقریباً یو جریب ساحه وه، په ډېرې بېرحمۍ سره په ډبرینو تختو باندې پوښل شوې او په داسې یوه برخه کې موقعیت لري، چې د یورېکا سرب د ملبورن لرغوني واټ یا سړک ترڅنګ کوږ او راټولېده، چې اوسمهال د یوریکا سرک یا واټ په نامه یادېږي... سایت برخه ... تقریباً د لارې په منځ کې وه یعنې د هغه څه تر منځ، چې اوسمهال په ختیځ او لوېدیځ کې د ستاول او کویین سړکونو یا واټونه دي او دغه راز په سویل کې د اورکا واټ ته نېږدې برخه ده.» [۱۵]

مخینه[سمول]

په ۱۸۵۱ ز کال کې د جولای میاشتې په لومړۍ نېټه له نیوسات وېلز څخه د ویکتوریا له جلا کېدو وروسته د طلا یا سرو زرو لټونکو لپاره د (۲۰۰ ګینو) وړاندیز وشو، ترڅو د میلبورن په (۳۲۰ کیلومترۍ یا ۲۰۰ مایلي) سیمه کې خپلې څېړنې او اکتشافات وکړي. د ۱۸۵۱ ز کال په اګست میاشت کې دا خبر په ټوله نړۍ کې خپور شو، چې د څو مخکنیو اکتشافاتو او موندنو سربېره توماس هیسکوک د بیونېنیونګ لوېدیځې برخې په ۳ کلیومترۍ (۱.۹ مایلي) برخه کې لا ډېرې زېرمې او ذخیرې موندلي دي. دا هرڅه د دې لامل شول، چې د سرو زرو تبه خپره شي، ځکه چې په ۱۸۵۱ ز کال کې ۷۷۰۰۰ مستعمره شوی نفوس په ۱۸۵۳ ز کال کې ۱۹۸،۴۹۶ تنو ته لوړ شو او په درې کلونو کې ټول هغه خلک چې د ویکتوریا د سرو زرو اړوند سیمه او د دې سیمې شاوخوا یې ژوند کاوه د هغوی شمېر په منځنۍ توګه د ۱۲ میاشتو په لړ کې ۱۰۰،۳۵۱ تنو ته ورسېد. په دې ډله کې «د مخکینیو محکومینو، قماربازانو، غلو، سرکشانو او بېلابېلو لنډغرو ډلې» وې. سیمه ییزو چارواکو ډېر ژر ځانونه د ساتونکو یا پولیسو له کمښت او دغه راز د کانونو اړوند صنعت د پراختیا لپاره ځان له هر ډول زېربناوو څخه خالي ولید. د دولتي مامورینو، فابریکو او بېلابېلو مزرعو د کارمندانو ګڼ شمېر ډلې به د خپلې برخې اړوند شتمنۍ او سرو زرو لټون لپآره د طلاوو اړوند میدانونو ته ورتلل، چې دا هرڅه د کاري قوې د پراخ کمښت لامل شو، چې باید حل شوی وای.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

په ګلد فیلد یا د سرو زرو اړوند ساحه کې لاریونونه ۱۸۵۱ – ۱۸۵۴ ز کلونه[سمول]

لا تروب La Trobe د لاریونونو پیل کېدو په توګه د کانونو میاشتنی تکس یا مالیه معرفي کوي[سمول]

د هیسکوک له نېکمرغه اعتصاب څخه څو ورځې وروسته د ۱۸۵۱ ز کال د اګست میاشتې په ۱۶مه نېټه د چارلز لاتروب قومندان دوهم بریدمن دوه اعلامیې خپرې کړې، چې د عامه یا دولتي ځمکو اړوند ټول حقوق یې د سرو زرو اړوندو ډګرونو لپاره خوندي کول او په میاشت کې ۳۰ شیلینګه مالیه یې وضع کړه، چې د سپتمبر میاشتې له لومړۍ نېټې څخه پلي شوه. د کانونو د استخراج اړوند نړیوال مالیات د وخت په اساس پاتې شوي و، نه دا چې د عادلانه برخې په توګه بلل کېدل. د صادراتي محصولاتو مالیات یواځې د ترلاسه شويو یا موندل شویو سروزرو څخه اخیستل کېدل، یعنې په دې معنی چې تل داسې تنظیم شوي و، چې د زیاتره کان لټونکو یا کان پیژندونکو لپاره یې ژوند بې ګټې کړي.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د وسله وال بغاوت او پاڅون اړوندو کلونو په ترڅ کې، د بېلابېلو کان کیندونکو څو لویې او عمومي ناستې ترسره شوې. تر ټولو لومړنۍ ناسته د ۱۸۵۱ ز کال د اګست میاشتې په ۲۶مه نېټه د بونینیانګ په ګالي هیسکوک کې ترسره شوه او د کانونو اړوند نویو مقرراتو په وړاندې شاوخوا ۴۰ تر ۵۰ تنه معترضین یې راټول کړل او په دې هکله څلور پرېکړه لیکونه لاسلیک او تصویب شول. له همغه لومړیو وختونو د «اخلاقي ځواک» اړوند ډلې د فعالینو او د «فزيکي زور» اړوند ډلې ترمنځ فکري او نظري اختلافات موجود و، چې اخلاقي ځواک د سوله ییز او دیموکراتیک ځواک څخه ملاتړ کاوه. همدارنګه یو د یادې ناستې یو شمېر ګډونوالو داسې وړاندیز  وکړ، چې کان کیندونکي د دوهم بریدمن د معاون په وړاندې د بې احترامۍ په توګه د یو شځینه پاپوش یا پا پر پوش په توګه ګڼل کېږي. دا هغه لومړنۍ ناسته وه، چې د ټولو ښارونو د معدني ښارګټو په هره برخه کې د مستعمیرې او ښکېلاک په توګه ولیدل شو.[۲۵][۲۶]

د سرو زرو لومړنی کمیشنر چې د لاتروب په وسیله ټاکل شوی و، د ۱۸۵۱ ز کال د سمپتمبر میاشتې په نیمایي کې بالارات ته ورسېد. کله چې د دسمبر میاشتې په لومړیو کې داسې اعلان وشو، چې د جوازونو لګښت د میاشتې ۳ پونده زیاتېږي، چې د ۱۸۵۲ ز کال د جنوري میاشتې له لومړۍ نېټې به عملي کېږي، نو له دې سره سم په دې برخه کې ډېرې نارضایتۍ موجودې وې. په بالارات کې یو شمېر کان کیندونکي دومره ډېر ناراضه او ورخطا شول، چې د وسلو راټولول یې پیل کړل او د دسمبر میاشتې په ۸مه نېټه دې بغاوت او پاڅون د کانونو ضد یو مالیاتي بیرغ سره خپل حرکت او خوځښت ته دوام ورکړ، چې دا بیرغ یې په فارست کریک کې نندارې ته وړاندې شو. د ۱۸۵۱ ز کال د دسمبر میاشتې په ۱۵ نېټه د الکساندر په غره کې د ګریک ځنګل اړوند پراخه ناسته Forest Creek Monster Meeting دایر شوه. د یوریکا د خوځښت او بغاوت لومړنی ډله ییز لاریون او پاڅون د لوړې ډلې اړوند اټکلونو له مخې شاوخوا تر ۲۰،۰۰۰ کان کیندونکي پکې راټول او د کانونو اړوند مالیاتو د لغوه کېدو غوښتنه یې وکړه. دوه ورځې وروسته داسې اعلان وشو، چې لاتروب د کانونو د مالیې په برخه کې پلان شوی سل فیصدي زیاتوالی بېرته سم او راګرځولی دی.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

سرچينې[سمول]

  1. Withers 1999، صص. 63–64.
  2. Broome 1984، ص. 92.
  3. Corfield او نور 2004، ص. ix-xv.
  4. کينډۍ:Cite act
  5. کينډۍ:Cite act
  6. Blainey 1963، صص. 56-57.
  7. Historical Studies: Eureka Supplement 1965، صص. 125–126.
  8. (په 9 June 1931 باندې). HISTORIC TREE STUMP: Where Eureka Stockaders Discussed Grievances. The Herald.
  9. (په 13 July 1931 باندې). News of the Day. North Western Courier.
  10. "Archived copy" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۵ اپرېل ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  11. Wilson, Amber (1 May 2016). "Bakery Hill development gets green light". The Courier. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Harvey, J.T., 'Locating the Eureka Stockade: Use of Geographical Information Systems (GIS) in a Historiographical Research Context: Computers and the Humanities', Vol. 37, No. 2, May 2003.
  13. Harvey 1994.
  14. Corfield، Wickham او Gervasoni 2004، ص. 190.
  15. Withers 1999، ص. 105.
  16. (په 12 August 1851 باندې). MORE GOLD. Geelong Advertiser.
  17. The Defence of the Eureka Stockade 1970، ص. 6.
  18. Barnard 1962، ص. 255.
  19. Anderson 1978، ص. 102.
  20. Barnard 1962، صص. 254-255.
  21. Victorian Government Gazette, No. 8, 27 August 1851, 307.
  22. Supplement to the Victorian Government Gazette, No 6, 13 August 1851, 209.
  23. Blainey 1983، ص. 158.
  24. Barnard 1962، ص. 261.
  25. (په 30 August 1851 باندې). GOLD..
  26. Clark 1987، ص. 14.
  27. Victorian Government Gazette, No 22, 3 December 1851, 825.
  28. Victorian Government Gazette, No 25, 24 December 1851, 871.
  29. MacFarlane 1995، صص. 10-11.
  30. Bate 1978، صص. 32-34.
  31. Hocking 2004، ص. 51.
  32. Bate 1978، ص. 67.
  33. Hocking 2004، صص. 56-57.
  34. MacFarlane 1995، ص. 187.