Jump to content

د یمن تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
يمن تاريخ
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
هېواد
 يمن ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخه د

د یمن تاریخ په نږدې ختیځ کې د تمدن له یو تر ټولو زړو تمدن کلتورونه، پېښې او خلک بیانوي. په دغه هېواد کې حاصلخیزه لرونکې ځمکه او په کافي اندازه باران په دې مرطوبه سیمه کې د وګړو د پرله پسې ساتنې سره مرسته کړې ده، دغه ځانګړنه د لرغوني یونان د جغرافیه پېژندونکي بطلیموس له خوا د (خوش چانسه عرب) یا (نېکمرغه عرب) په نوم هم بیان شوی دی. یمنیانو د سویلي عربي الفبا توري له میلاد څخه له ۱۲ تر ۸ پېړۍ پورې مخکې رامنځته کړل، چې له همدې امله زیاتره مورخینو د لرغوني یمن پاچاهیو ذکر کړی دی.[۱]

له میلاد څخه ۱۲ پېړۍ وړاندې او بیا له میلاد څخه شپږ پېړۍ را وروسته، پر یمن باندې شپږو تمدنونو په پرله پسې ډول سره واکمني درلوده چې د یوه بل سیالان یا متحد و او له ګټې ډک د درملو سوداګرۍ یې کنټرولوله چې دا تمدنونه عبارت دي له: معین، قطبان، حضرموت، عوسان، سبا او هیمیار. یمن ته اسلام په ۶۳۰ میلادي کال را ورسېد او په دې توګه سره یمن تر اسلامي حاکمیت لاندې راغی.[۲]

لرغونی تاریخ

[سمول]

له پخوانیو تمدنونو سره د خپلې پراخې سمندري پولې په لرلو سره، یمن د ټولو تمدنونو تر منځ پر څلورلاره پروت هېواد دی، چې د سوداګرۍ له اړخه د عرب ټاپووزمې په لویدیځ کې ستراتیژيک موقعیت لري. په لرغوني یمن کې د یمن په شمالي غرونو کې تر میلاد ۵۰۰۰ کاله وړاندې په پراخه کچه خلک مېشت وو. د یمن د لرغوني تاریخ په اړه ډېر کم معلومات شته او دا چې دا هېواد څرنګه د برونزو د عصر له تمدنونو څخه پر سوداګرۍ را ټول د کاروانونو پر پاچاهیو بدل شوی دی.[۳]

د سباییان یا سبایانو پاچاهي له میلاد څخه ۱۱ پېړۍ وړاندې رامنځته شوې وه. هغه مهال په سویلي عربستان کې څلور سترې پاچاهۍ یا قومی کنفډراسیونونه موجود وو چې عبارت و له: سبا، حضرموت، قطبان او معین. باور پر دې دی چې سبا د شیبا سپیڅلی کتاب دی او هغه یو برجسته فدراسیون و. د سبا د پاچاهۍ حاکمانو د مکرب لقب غوره کړی و چې د «یوموټي کوونکي» یا «د کاهنانو پاچا» په معنی و. د مکرب رول دا و تر څو بېلابېلې قبیلې تر یوې پاچاهۍ لاندې راولي او پر ټولو باندې حاکمیت وساتي. سبایانو له میلاد څخه ۹۴۰ کاله وړاندې د مارب ستر د اوبو بند هم جوړ کړی دی. دا بند د هغو موسمي بارانونو د درولو په خاطر جوړ شو چې ناګهانه به په دې دره باندې سیلابونه راتلل.[۴][۵][۶][۷][۸][۹]

له میلاد څخه له ۷۰۰ او ۶۸۰ کلونو تر منځ، د اوسان پاچاهي پر عدن او د هغه په شاوخوا سیمو باندې حاکمیت درلود. د سبایانو یوه پاچا، مکرب کریب الوتار ۱ خپل د حاکمیت لقب په پاچا باندې بدل کړ او د اوسان ټوله سیمه یې تر خپلې ولکې لاندې راوستله، چې په دې سره یې د سبایانو د قلمرو د سویلي عربستان زیاترو سیمو ته وغځاوه. په عرب ټاپووزمه کې د اوبو کمښت د دې لامل شو چې سبایان ونشي کړای د دې ټاپوزمې ټولې قبیلې سره یو موټي کړي. د دې پر ځای، هغوی بېلابېلې مستعمرې رامنځته کړي تر څو وکولای شي سوداګریزې لارې کنټرول کړای شي. په اریتره او د ایټوپيا په شمال کې د سبایانو اغېز موندل شوی دی، چې هغه د سویلي عربستان د دین او پانټون الفبا او د سویلي عربستان د هنرونو او معماري ډول په کې وړاندې شوی دی. سبایانو د خپل مذهب له لارې خپل هویت رامنځته کړی و. هغوی المقاه ته عبادت کاوه او ځانونه یې د هغه زامن بلل. سبایانو په پېړیو پیړیو په ټول باب المندب کې بهرنۍ سوداګرۍ کنټرولوله، دا هغه سیمه ده چې د عربستان ټاپووزمه د افریقا له ښکر او سره بحیره له هند سمندرګي څخه بېلوي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

له میلاد څخه وړاندې په درېیمه پېړۍ کې، قطبان، حضرموت او معین له سبا پاچاهۍ څخه خپلواک شول او خپل ځانونه یې د یمن په سیمه کې تثبیت کړل. د میناین واکمني تر ډیډن پورې غځیدلې وه چې براقیش یې پلازمېنه وه. سبایانو له میلاد څخه ۵۰ کاله وړاندې کله چې قطبان له منځه ولاړل پر معین باندې یې واکمني ومونده. له میلاد څخه ۲۵ کاله وړاندې عربستان ته د رومیانو د لشکرکشي پر مهال، سبایان یو ځل بیا د عربستان په سویل کې یو بشپړ ځواک و. ایلیوس ګالوس ته امر وشو تر څو پر سبایانو باندې د روم د واکمني د تثبت په خاطر پوځي لشکرکشي وکړي. رومیانو د عربستان یا یمن په اړه ګډوډ او متناقض جغرافیايي معلومات درلودل. د کاسیوس ډیو او ستر پليني په وینا، د رومیانو لس زره کسیز پوځ مارب ته ورسېدل، خو ویې نه شوای کولای چې دا ښار ونیسي. له ایلیوس ګالوس سره د سټرابون نږدې اړیکه هغه دې ته وهڅاوه چې په خپلو لیکنو کې دا ماتې توجیه کړي. مارب ته د رومیانو سفر شپږ میاشتې وخت ونیو او کله چې له مارب څخه مصر ته ستانه شول نو په ۶۰ ورځو کې ورسېدل. رومیانو پر خپل نبطي لارښود تور پورې کړ او هغه یې د خیانت په تور اعدام کړ. د سبایانو په کتیبو کې د رومیانو د برید په اړه هېڅ کومه مستقیمه اشاره نه ده شوي.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د رومیانو له لشکرکشي وروسته – شاید سمدلاسه – هېواد په ګډوډیو واوښت او دوو قبیلو، چې نومونه یې همدان او هیمیار و، د پاچاهۍ دعوه وکړه او ځانونو ته یې د سبا د پاچا او ذو ریدان نومونه ورکړل. ذو ریدان (یعنې هیمیاریانو) په ایټوپیا کې له اکسوم سره د سبایانو پر وړاندې متحد شول. د بکیل مشر او د سبا پاچا او ذو ریدان، ال شریح یحذیب د هیمیاریانو او حبشات (یعنې اکسوم) پر وړاندې بریالۍ لشکرکشي وکړه. ال شریح پر خپلو دې بریدونو باندې ویاړ وکړ او ځان ته یې د یحذیب لقت ورکړ چې د سرځپوونکي په معنی ده. هغه به خپل دښمنان په ټوټه ټوټه کېدو سره وژل. د هغه د سلطنت پر مهال، صنعا د غمدان ماڼۍ په جوړولو سره چې هغه به پکې ژوند کاوه، شهرت وموند.[۲۶][۲۷][۲۸]

هیمیاریانو له همدان څخه له میلاد نه ۱۰۰ کاله وروسته صنعا ونیوه. خو د حشدي قبایلو د هغوی پر وړاندې پاڅون وکړ او د ۱۸۰ کال شاوخوا یې صنعا بیرته ترې ونیوله. تر هغه چې په ۲۷۵ کال کې شمر یحریش وکولای شول چې حضرموت او نجران او تیهاما فتحه کړي او په ترڅ کې یې یمن یوموټی او د هیمیاریانو واکمني یې مضبوطه کړه. هیمیاریانو شرک رد کړ او ځانونه یې د رحمانیت په نوم یو ډول ټولنیز توحید لارویان وګرځول. په ۳۵۴ کال کې، د روم سترواک، دویم کنسټانټیوس د هندي تیوفیلوس په ریاست سره یو پلاوی دوی ته ور ولیږه تر څو هیمیاریان د مسیحت دین ته راوبولي. د فیلوستورګیوس په وینا، سیمه ییزو یهودانو د دې پلاوي پر وړاندې مقاومت وکړ. په عبراني او سبايي ژبو باندې ګڼ شمېر کتیبې موندل شوي دي چې له حاکمې ډلې څخه یې د اسراییلو د خلکو د پیاوړتیا او ورسره د مرستې په برخه کې ستاینه کړې ده.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

د اسلامي روایاتو له مخې، د یثرب له یهودانو څخه د ملاتړ لپاره شاه اسعد کامل پوځي لشکرکشي وکړه. لکه څنګه چې له کتیبو څخه معلومیږي، ابوکریب اسعد، مرکزي عربستان یا نجد ته لشکرکشي وکړه تر څو د لخمیان پر وړاندې له خپل لاسپوڅي کېنډا څخه ملاتړ وکړي. خو بیا هم، د هغه له اوږده سلطنت څخه داسې هېڅ کومه مستقیمه اشاره یهودیت یا یثرب ته نه ده شوي. ابوکریب اسعد په ۴۴۵ کال کې په داسې حال کې چې شاوخوا ۵۰ کاله یې پاچاهي وکړه ومړ. په ۵۱۵ کال کې، هیمیار په زیاتیدونکې توګه سره په مذهبي ډلو سره ووېشل شو او د بېلابېلو ډلو تر منځ سختو جګړو د اکسومیټ مداخلې ته لاره هواره کړه. د هیمیارانو وروستی پاچا، مودي کراب یافیر د اکسوم له خوا د خپلو یهودي سیالانو پر وړاندې ملاتړ کېده. مودي کراب مسیحي و او د بیزانس سترواکۍ د نورو عرب ملګرو په مرسته یې د عراق په سویل کې لخمیانو پر وړاندې جګړه پیل کړه. لخمیان د فارس لپاره یو سنګر و چې د یوه نوي رامنځته شوي دین یعنې مسیحیت پر وړاندې سخت بې حوصلې و.[۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]

سرچينې

[سمول]
  1. "Arabian Peninsula, 1000 B.C.–1 A.D. | Timeline of Art History | The Metropolitan Museum of Art". Archived from the original on 2008-07-24. نه اخيستل شوی 2008-01-20.
  2. "Arabian Peninsula, 2000–1000 B.C. | Timeline of Art History | The Metropolitan Museum of Art". Archived from the original on 2007-11-03. نه اخيستل شوی 2008-01-20.
  3. Daniel McLaughlin Yemen: The Bradt Travel Guide p. 4
  4. Kenneth Anderson Kitchen (2003). On the Reliability of the Old Testament. Wm. B. Eerdmans Publishing. p. 594. ISBN 0802849601.
  5. Geoffrey W. Bromiley (1979). The International Standard Bible Encyclopedia. Vol. 4. Wm. B. Eerdmans. p. 254. ISBN 0802837840.
  6. Nicholas Clapp (2002). Sheba: Through the Desert in Search of the Legendary Queen. Houghton Mifflin Harcourt. p. 204. ISBN 0618219269.
  7. P. M. Holt; Peter Malcolm Holt; Ann K. S. Lambton; Bernard Lewis (21 April 1977). The Cambridge History of Islam. Cambridge University Press. p. 7.
  8. Daniel McLaughlin. (2007). Yemen: The Bradt Travel Guide p. 5
  9. Daniel McLaughlin. (2007). Yemen: The Bradt Travel Guide p. 5
  10. Werner Daum (1987). Yemen: 3000 Years of Art and Civilization in Arabia Felix. Pinguin-Verlag. p. 73. ISBN 3701622922.
  11. "The kingdoms of ancient South Arabia". British Museum. Archived from the original on 2013-12-03. نه اخيستل شوی 7 February 2014.
  12. Jawād ʻAlī (1968) [Digitized 17 February 2007]. المفصّل في تاريخ العرب قبل الإسلام [Detailed history of Arabs before Islam] (په عربي). Vol. 2. Dār al-ʻIlm lil-Malāyīn. p. 19.
  13. George Hatke (2013). Aksum and Nubia: Warfare, Commerce, and Political Fictions in Ancient Northeast Africa. NYU Press. p. 19. ISBN 978-0814762837.
  14. Teshale Tibebu (1995). The making of modern Ethiopia: 1896–1974. Lawrenceville, NJ: Red Sea Press. p. xvii. ISBN 1569020019.
  15. Peter R. Schmidt (2006). Historical Archaeology in Africa: Representation, Social Memory, and Oral Traditions. Rowman Altamira. p. 281. ISBN 0759114153.
  16. Ali Aldosari (2007). Middle East, Western Asia, and Northern Africa. Marshall Cavendish. p. 24. ISBN 978-0761475712.
  17. D. T. Potts (2012). A Companion to the Archaeology of the Ancient Near East. John Wiley & Sons. p. 1047. ISBN 978-1405189880.
  18. Avraham Negev; Shimon Gibson (2005). Archaeological Encyclopedia of the Holy Land. Continuum. p. 137. ISBN 0826485715.
  19. Lionel Casson (2012). The Periplus Maris Erythraei: Text with Introduction, Translation, and Commentary. Princeton University Press. p. 150. ISBN 978-1400843206.
  20. Peter Richardson (1999). Herod: King of the Jews and Friend of the Romans. Continuum. p. 230. ISBN 0567086755.
  21. Cassius Dio LIII, 29
  22. Pliny the Elder, Nat. Hist. vi. 32.
  23. See also Charles Merivale, History of the Romans under the Empire, ch. 4; H. Krüger, Der Feidzug des Aelius Gallus nach dem glucklichen Arabien unter Kaiser Augustus, 1862.
  24. Hârun Yahya (1999). Perished Nations. Global Yayincilik. p. 115. ISBN 1897940874.
  25. Jan Retso (2013). The Arabs in Antiquity: Their History from the Assyrians to the Umayyads. Routledge. p. 402. ISBN 978-1136872822.
  26. Clifford Edmund Bosworth (1989). The Encyclopedia of Islam. Vol. 6. Brill Archive. p. 561. ISBN 9004090827.
  27. Stuart Munro-Hay (2002). Ethiopia, the Unknown Land: A Cultural and Historical Guide. I.B.Tauris. p. 236. ISBN 1860647448.
  28. G. Johannes Botterweck; Helmer Ringgren (1979). Theological Dictionary of the Old Testament. Vol. 3. Wm. B. Eerdmans Publishing. p. 448. ISBN 0802823270.
  29. Jawād ʻAlī (1968) [Digitized 17 February 2007]. الـمـفـصـّل في تـاريـخ العـرب قبـل الإسـلام [Detailed history of Arabs before Islam] (په عربي). Vol. 2. Dār al-ʻIlm lil-Malāyīn. p. 482.
  30. Albert Jamme (1962). Inscriptions From Mahram Bilqis (Marib). Baltimore. p. 392.
  31. Dieter Vogel; Susan James (1990). Yemen. APA Publications. p. 34.
  32. Klaus Schippmann (2001). Ancient South Arabia: from the Queen of Sheba to the advent of Islam. Markus Wiener Publishers. pp. 52–53. ISBN 1558762361.
  33. Francis E. Peters (1994). Muhammad and the Origins of Islam. SUNY Press. p. 48. ISBN 0791418758.
  34. Scott Johnson (1 November 2012). The Oxford Handbook of Late Antiquity. Oxford University Press. p. 265. ISBN 978-0195336931.
  35. Shlomo Sand (2010). The Invention of the Jewish People. Verso. p. 193. ISBN 9781844676231.
  36. Y. M. Abdallah (1987). The Inscription CIH 543: A New Reading Based on the Newly-Found Original in C. Robin & M. Bafaqih (Eds.) Sayhadica: Recherches Sur Les Inscriptions De l'Arabie Préislamiques Offertes Par Ses Collègues Au Professeur A.F.L. Beeston. Paris: Librairie Orientaliste Paul Geuthner S.A. pp. 4–5.
  37. Raphael Patai; Jennifer Patai (1989). The Myth of the Jewish Race. Wayne State University Press. p. 63. ISBN 0814319483.
  38. Uwidah Metaireek Al-Juhany (2002). Najd before the Salafi reform movement: social, political and religious conditions during the three centuries preceding the rise of the Saudi state. Ithaca Press. p. 171. ISBN 0863724019.
  39. Scott Johnson (1 November 2012). The Oxford Handbook of Late Antiquity. Oxford University Press. p. 266. ISBN 978-0195336931.
  40. Irfan Shahîd (1989). Byzantium and the Arabs in the Fifth Century. Dumbarton Oaks. p. 65. ISBN 0884021521.
  41. Scott Johnson (1 November 2012). The Oxford Handbook of Late Antiquity. Oxford University Press. p. 282. ISBN 978-0195336931.