د ګوګل تاریخچه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ګوګل شرکت (Google Inc.) په رسمي ډول په ۱۹۹۸ز کې د لېري پېج(Larry Page) او سرګي برېن(Sergey Brin) له خوا د ګوګل لټون لپاره د بازار موندلو په موخه په لاره واچول شو، کوم چې د وېب پر بنسټ ترټولو ډېر کارېدونکی د لټون انجن ګرځېدلی. د سټینفورډ پوهنتون زده کونکو لېري پېج او سرګي برېن د سکاټ حسن او آلن سټریمبرګ په مرسته، په کالیفورنیا کې په ۱۹۹۶ز کال کې په لومړي ځل د لټون یو الګورېتم جوړ کړ چې د بک-رب ("BackRub") په نوم پیژندل کېده. د لټون دغه انجن ډېر ژر بریالی ثابت شو او نوموړي مخ پر ودې شرکت څو ځله خپل مقر ته تغییر ورکړ، بالاخره په ۲۰۰۳ کې په ماونټین ویو(Mountain View) ښار کې میشت شو. په دې توګه یې په ۲۰۰۴ کې د خپلو ابتدايي عامه سهامو په پلورلو سره او په چټکۍ سره په نړۍ کې د رسنیو په ترټولو لوی رسنیو شرکت بدلېدلو سره، د چټکې ودې پړاو ته ورسېد. نوموړي شرکت په ۲۰۰۲ز کې ګوګل نیوز، په ۲۰۰۴ کې جی-مېل(Gmail)، په ۲۰۰۵ز کې ګوګل نقشې، په ۲۰۰۸ز کې ګوګل کروم، او په ۲۰۱۱ کې د Google+ په نوم پیژندل شوې ټولنیزه شبکه (کومه چې د ۲۰۱۹ په اپرېل کې وتړل شوه)، د ډېرو نورو محصولاتو سربیره په لاره واچول. په ۲۰۱۵ز کې، ګوګل د Alphabet Inc هولډنګ شرکت اصلي فرعي شرکت شو.

د لټون انجن د تېرو اصلاحاتو د له منځه وړلو په هڅو سره څو څو ځله اپډېټونه واخیستل.

ګوګل د NASA, AOL, Sun Microsystems, News Corporation, Sky UK,، او نورو سره په شراکتونو کې ښکېل دی. نوموړي شرکت په ۲۰۰۵ز کې د Google.org په نوم یوه خیریه څانګه، تأسیس کړه.

د ګوګل نوم د Googol ، له ۱۰۰ صفرونو سره د ۱(یو) عدد، غلطه املاء ده، کوم چې د دې لپاره غوره شوی و تر څو دا وښیي چې د لټون دغه انجن د لویې کچې معلوماتو چمتو کولو لپاره طرح شوی و.

تاریخچه[سمول]

لومړني پړاوونه[سمول]

دګوګل رېښه له "BackRub"، هغې څیړنیزې پروژې څخه ده چې په ۱۹۹۶ز کې د لېري پېج او سرګي برېن له خوا پیل شوې وه کله چې دوی دواړه د کالیفورنیا په سټینفورډ کې د سټینفورډ په پوهنتون کې د دوکتورا دورې زده کونکي وو. په دې پروژه کې په پیل کې یو غیر رسمي "دریم بنسټ ایښودونکی" سکاټ حسن شامل و، نوموړی مخکښ پروګرامر و چې د ابتدایی ګوګل لټون انجن لپاره یې زیات شمېر کوډونه لیکلی وو، مګر هغه ګوګل مخکې له دې چې په رسمي ډول د شرکت په توګه تأسیس شي، پرېښود. حسن په روبوټیک مسلک کې دنده پر مخ یوړه او په ۲۰۰۶ کې یې د وېلو ګراج(Willow Garage) شرکت بنسټ کېښود. [۱][۲][۳][۴][۵]

پېج د خپل پایلیک(تېزس) د موضوع په اړه د تحقیق په بهیر کې، د نورو موضوعاتو په څنګ کې د ورلډ وایډ وېب(World Wide Web) د ریاضیکي ځانګړتیاوو په لټه کې و، چې د نوموړي لېنک جوړښت یې د لوی ګراف په توګه باله. د پېج څارونکي، ټېري وینوګراد، نوموړی وهڅاوه چې دا موضوع غوره کړي (کوم چې وروسته نوموړي د "تر ټولو غوره مشوره چې تر اوسه مې ترلاسه کړې" په توګه یاده کړ، همداراز پېج د دې مسئلې په موندلو تمرکز وکړ چې کومې ویب پاڼې د یوې ځانګړې پاڼې سره لېنک کېدای شي، د دې په پام کې نیولو سره چې د دې ډول بک لېنکونو(backlinks ) شمېر او ماهیت د دې پاڼې په اړه ارزښتناکه معلومات وو. (په علمي خپرونو کې د استناد د اصولو په پام کې نیولو سره). پېج خپل نظرونه حسن ته وړاندې کړل، چې نوموړي د پېج د نظریاتو د پلي کولو لپاره کوډ لیکل پیل کړل.[۶][۷]

د څیړنې دغه پروژه د "BackRub" په نوم ونومول شوه، او ډېر ژر برېن هم، چې د ملي ساینس خیریه بنسټ د فراغت فیلوشپ له خوا یې ملاتړ کېده، پکې ګډون وکړ. دوی دواړو د لومړي ځل لپاره د ۱۹۹۵ز په دوبي کې سره وکتل، دا هغه وخت و چې پېج د هغو احتمالی نويو محصلینو د یوې ډلې برخه و چې برېن په خپله خوښه د (پوهنتون) چاپېره ساحې ته او سان فرانسسکو ته نږدې چکر ته ایستلي وو. برېن او پیج دواړو د سټینفورډ د ډېجیټل کتابتون په پروژه (SDLP) کې کار کاوه. د ډېجیټل کتابتون پروژې موخه "د یو واحد، جامع او نړیوال ډېجیټل کتابتون لپاره د اړینو ټیکنالوژیو پراختیا" وه او نوموړې پروژه د نورو فدرالي ادارو په څنګ کې د ملي ساینس فونډېشن له لارې تمویلېده. برېن او پېج په سټینفورډ پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس د یو څېړنیز ټیم غړي هم وو چې د لوی ډېجیټل ډېټا سېستمونو (MDDS) څخه یې تمویل ترلاسه کاوه، MDDS هغه پروګرام و چې د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) او د ملي امنیت ادارې (NSA) لپاره د لویو استخباراتي او پوځي قراردادیانو له لوري اداره کېده.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د پېج وېب کرالر د ۱۹۹۶ په مارچ کې د وېب سپړنه پیل کړه،  په داسې حال چې د پېج خپله سټینفورډ کور پاڼه یې د یوازینۍ پیل ټکي په توګه کاروله. د دې لپاره چې د بک- لېنکونو هغه ډېټا چې یوې د ورکړل شوې وېب پاڼې لپاره راټوله شوې د اهمیت یوې کچې ته واړول شي، برېن او پېج د PageRank الګورېتم رامنځته کړ. په داسې حال کې چې د BackRub محصول تحلیل کول، کوم چې د یو ورکړل شوي URL لپاره، د اهمیت له مخې د درجه بندي شويو بک لنکونه لېست لري، دوی دواړه  پوه شول چې د PageRank پر بنسټ د لټون انجن به د موجوده تخنیکونو په پرتله غوره پایلې تولید کړي (په هغه وخت کې د لټون انجنونونو پایلې اساساً داسې درجه بندي کړې وې چې هر څومره ځله به د لټون اصطلاح په یوه پاڼه کې ښکاره کېده).[۱۴][۱۵]

پېج او برېن په دې سره د متقاعد شول چې هغه پاڼې چې د نورو خورا اړوندو وېب پاڼو څخه له ځان سره  ډېر لېنکونه لري باید د لټون سره تړلې ترټولو اړونده پاڼې وي، پېج او برېن د خپلو څېړنو د یوې برخې په توګه د خپل پایلیک ازموینه وکړه او په دې توګه یې د دوی د لټون انجن بنسټ کېښود. د ګوګل لومړۍ نسخه د ۱۹۹۶ز په اګست کې په سټینفورډ وېب پاڼه کې خپره شوه. چې نوموړې د سټینفورډ د ټولې شبکې نږدې نیمایي بڼډوېټ(د الکترونیکي اړیکو د لېږد لپاره ظرفیت) وکاراوه.[۱۶][۱۷]

ځینې ​​اټکلي احصایې (د ۱۹۹۶ کال د اګست له ۲۹م څخه)

د فهرست کېدو وړ ټول HTML یُو آر اِل(urls): ۷۵.۲۳۰۶ ملیونه

ټول ډاونلوډ شوی محتویات: ۲۰۷.۰۲۲ ګیګابایټه

...

BackRub په جاوا او پایتون کې لیکل شوی او په بېلابېلو سن الټراس او انټیل پینټیم کاروونکو لینوکسونو کې چلېږي. لومړنی ډېټابیس یې په سن الټرا II کې له ۲۸GB ډېسک سره ساتل کیږي. سکاټ حسن او آلن سټریمبرګ خورا د پام وړ تطبیقي  مرسته وړاندې کړې. سرګي برېن هم ډېر دخیل و زیاتې مننې مستحق دی.

—   د لېري پېج وینا

پېج او برېن د ګوګل په پرمختګ کې د سکاټ حسن او آلن سټریمبرګ رول لوبول خورا مهم یاد کړي دي. راجیو موټواني او ټیري وینوګراد د پروژې په اړه لومړۍ مقاله لیکلې چې وروسته یې پېج او برېن ته هم پکې  د تألیف حق ورکړی، نوموړې مقاله PageRank او د ګوګل د لټون انجن لومړنی پروټوټایپ تشرېح کوي کوم چې په ۱۹۹۸ز کې خپور شو. هیکتورګارسیا-مولینا او جېف اولمان هم په دې پروژه کې د برخې اخیستونکو په توګه یاد شوي دي.[۱۸][۱۹]

PageRank د یو ورته پاڼیزې-درجه بندۍ او د سایټ سکور کوونکي الګورېتم (site-scoring algorithm) په واسطه اغېزمن شوی و چې پخوا د RankDex لپاره کارول کېده، کوم چې په ۱۹۹۶ز کې د رابین لی په واسطه رامنځته شوی و. د PageRank لپاره د لاري پېج امتیاز لیک چې په ۱۹۹۸ کې ثبت شوی، د لی مخکیني امتیاز حق ته پکې استناد شوی دی. لي وروسته په ۲۰۰۰ز کې د چينايي سرچ انجن Baidu په جوړولو لاس پورې کړ.[۲۰][۲۱][۲۲]

د ۱۹۹۰مې لسیزې وروستي کلونه[سمول]

په پیل کې د لټون انجن د سټینفورډ وېب پاڼه له google.stanford.edu او z.stanford.edu ډومیېونو سره کاروله. د google.com ډومېن د ۱۹۹۷ز د سپټمبر په ۱۵مه ثبت شو. دوی په رسمي توګه خپل شرکت، ګوګل ته، د ۱۹۹۸ د سپټمبر په څلورمه د کالیفورنیا په مېنلو پارک کې له خپل بل ملګري سوزان ووجکیکي په ګراج کې حقوقي شخصیت  ورکړ. Wojcicki په پای کې په ګوګل کې د لوړې کچې مسئولینو څخه شو او اوس په یوټیوب کې اجرائیوي رییس دی.[۲۳][۲۴]

برېن او پیج دواړو د لټون په انجن کې د اعلاناتو پاپ-آپونو، یا د "اعلاناتو تمویل شوي لټون انجن" د نمونې کارولو مخالف وو او دوی په ۱۹۹۸ز کې کله چې دوی لا محصلین وو، د خپلو زده کړو په بهیر کې د دغې موضوع په اړه یوه څیړنیزه مقاله لیکلې وه. دوی په لومړیو کې خپل فکرونه بدل کړل او د ساده متن اعلاناتو ته یې اجازه ورکړه. [۲۵]

د ۱۹۹۸ز کال په پای کې، ګوګل د ۶۰ میلیونه پاڼو په شاوخوا کې یو فهرست درلود. کور پاڼه یې لا هم "BETA" نومېده، په داسې حال کې چې په Salon.com کې یوې مقالې له مخکې دا استدلال کړی و چې د ګوګل د لټون پایلې د Hotbot یا Excite.com په پرتله چې هغه وخت یې سیالان وو، غوره وې، او ګوګل یې په دې وستایه چې د ډېر-بار شويو پورټل سایټونو ( لکه Yahoo!, Excite.com, Lycos, Netscape's Netcenter, AOL.com, Go.com او MSN.com) په پرتله په تکنالوژیکي توګه نوښتګر دی، یاد سایټونه په هغه وخت کې د مخ پر ودې ډاټ کام د پوکاڼې په بهیر کې په ځانګړې توګه د سټاک بازار پانګوالو له لوري د "وېب د راتلونکي" په توګه پېژندل کېدل.[۲۶]

د ۱۹۹۹ز کال په پیل کې، برېن او پېج پریکړه وکړه تر څو ګوګل په Excite باندې وپلوري. دوی د Excite اجرائیوي رییس جورج بېل ته ورغلل او هغه ته یې د ګوګل په یو(۱) میلیون ډالرو د پلورلو وړاندیز وکړ. هغه نوموړی وړاندیز رد کړ. وېنود خوسلا، چې د Excite له پانګه اچوونکو څخه یو و، د خبرو اترو له لارې یې نوموړی قېمت  ۷۵۰،۰۰۰ ډالرو ته راښکته کړ، مګر بېل دا ځل  هم رد کړ.[۲۷]

سرچينې[سمول]

  1. "Our history in Depth Archived June 23, 2015, at the Wayback Machine." Google, Retrieved on March 29, 2016
  2. Fisher, Adam (July 10, 2018). "Brin, Page, and Mayer on the Accidental Birth of the Company that Changed Everything". Vanity Fair. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. McHugh, Josh (1 January 2003). "Google vs. Evil". Wired. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 5 September 2014 باندې). Willow Garage Founder Scott Hassan Aims To Build A Startup Village. IEEE Spectrum.
  5. (په February 13, 2016 باندې). How a billionaire who wrote Google's original code created a robot revolution. Business Insider.
  6. Battelle, John. "The Birth of Google Archived March 18, 2014, at the Wayback Machine.." Wired. August 2005.
  7. The best advice I ever got Archived November 27, 2013, at the Wayback Machine. (Fortune, April 2008)
  8. Brin, Sergey; Lawrence Page (1996). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Anatomy of a Large-Scale Hypertextual Web Search Engine"]. Computer Networks and ISDN Systems 35 (1–7): 3. doi:10.1016/S0169-7552(98)00110-X. 
  9. Brin, Sergey; Lawrence Page (1996). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Anatomy of a Large-Scale Hypertextual Web Search Engine"]. Computer Networks and ISDN Systems 35 (1–7): 3. doi:10.1016/S0169-7552(98)00110-X. 
  10. Brin, Sergey; Rajeev Motwani; Terry Winograd (1998). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "What can you do with a web in your pocket"]. Data Engineering Bulletin 21: 37–47. 
  11. The Stanford Integrated Digital Library Project, Award Abstract #9411306, September 1, 1994 through August 31, 1999 (Estimated), award amount $521,111,001
  12. Mervish, Jeffrey (January 2, 2009). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "NSF Rethinks Its Digital Library"]. Science 323 (5910): 54–56. doi:10.1126/science.323.5910.54. PMID 19119211. 
  13. Nesbit, Jeff (2017-12-08). "Google's true origin partly lies in CIA and NSA research grants for mass surveillance". Quartz (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Battelle, John. "The Birth of Google Archived March 18, 2014, at the Wayback Machine.." Wired. August 2005.
  15. Page, Lawrence, Brin, Sergey, Motwani, Rajeev, Winograd, Terry. "The PageRank Citation Ranking: Bringing Order to the Web Archived September 12, 2008, at the Wayback Machine.." November 11, 1999.
  16. Google I/O Conference is a big upcoming in 2015.Downloaded 11 – February 2009 Archived April 28, 2016, at the Wayback Machine.. Google IO Conferences. Retrieved on February 22, 2015
  17. . A Brief History of Google - Part 1 - Sebo Marketing. Sebo Marketing.
  18. (په 2021-08-20 باندې). Who Gets the L.L.C.? Inside a Silicon Valley Billionaire's Divorce.. The New York Times.
  19. Brin, S.; Page, L. (1998). "The anatomy of a large-scale hypertextual Web search engine". Computer Networks and ISDN Systems 30 (1–7): 107–117. doi:10.1016/S0169-7552(98)00110-X. ISSN 0169-7552. http://infolab.stanford.edu/pub/papers/google.pdf. 
  20. "About: RankDex" Archived 2012-01-20 at the Wayback Machine., RankDex
  21. Altucher, James (March 18, 2011). "10 Unusual Things About Google". Forbes. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Method for node ranking in a linked database". Google Patents. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Google! Search Engine". Stanford University. د اصلي آرشيف څخه پر November 11, 1998 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 12, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Google! Search Engine". Stanford University. د اصلي آرشيف څخه پر December 1, 1998 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 14, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Stross, Randall, Planet Google: One Company's Audacious Plan to Organize Everything We Know Archived May 21, 2016, at the Wayback Machine., New York : Free Press, September 2008. کينډۍ:ISBN Cf. pp.3–4.
  26. Scott Rosenberg: Yes, there is a better search engine. While the portal sites fiddle, Google catches fire Archived November 23, 2016, at the Wayback Machine.. Salon.com, 21 December 1998
  27. Siegler, MG (September 29, 2010). "When Google Wanted To Sell To Excite For Under $1 Million — And They Passed". TechCrunch. AOL. د لاسرسي‌نېټه November 29, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)