د ګواښونو مدیریت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ګواښونو مدیریت د ګواښونو (چې په ISO 31000 کې د موخو په قطعي توب باندې د اغېز کوونکو په توګه تعریف کېږي) پېژندنې، ارزونې او هغو ته د لومړیتوب ورکونې په معنی دی چې په هغو کې له منابعو څخه په همغږې او اقتصادي ګټنې سره او یا هم پر هغو باندې د نظارت او کنټرول پر مټ ناسمې پایلې تر ټولو لږ کچې ته رسېږي او ورسره په خوا کې فرصتونو ته د لاسرسي کچه تر ټولو زیات حالت ته رسي. [۱]

ګواښونه کېدای شي له بېلابېلو منابعو له دې ډلې په نړیوالو بازارونو باندې د داډ د نشتوالي، د پروژې د ناکامۍ له امله د رامنځته کېدونو ګواښونو (د پروژې په هر پړاو کې له طراحۍ را نیولې تر پراختیا او تولید یا د هغو د ژوندانه د څرخ تر عمر پورې)، قانوني مسئولیتونو، اعتباري ګواښونو، حوادثو، طبیعي لاملونو او آفتونو، همدارنګه د یو دښمن له خوا د قصدي برید او یا هم د ناڅرګندو ریښه لرونکو یا نه وړاندوینه کېدونکو پېښو څخه سرچینه واخلي. [۲][۳][۴][۵]

دوه ډوله پېښې شتون چې مثبت او منفي اړخ ته اړوندېږي؛ منفي هغه د ګواښ په توګه ډلبندي کېږي په داسې حال کې چې مثبتې پېښې بیا فرصتونه بلل کېږي. د ګواښونو د مدیریت معیارونو د بېلابېلو بنسټونو له دې ډلې د پروژو د مدیریت د انستیتیوت، د معیارونو او ټکنالوژۍ د ملي انستیتیوت، احصایوي بنسټونو او آیزو (ISO) معیارونو له خوا پراختیا موندلې. د ګواښونو د مدیریت لارې چارې، تعاریف او ورته اړوندې موخې دې ته په پام چې دغه پروژې د امنیت، انجینري، صنعتي بهیرونو، مالي چارو، احصایوي چارو یا د عامې روغتیا او خوندیتوب په برخه کې دي یو له بله ډېر توپیر لري. د ګواښونو د مدیریت یو شمېر معیارونه د ګواښونو د اندازه کولو اړوند د پام وړ لارو چارو نه لرلو له امله له نیوکو سره مخ دي، ځکه چې په هغو کې په اټکلونو او پرېکړو باندې باور زیاتوالی مومي.

د ګواښونو د مدیریت په ستراتیژیو کې (د منفي پایلو د ناڅرګند حالت په خوا کې) په معمول ډول له ګواښونو څخه ډډه کول، د هغو د منفي اغېز د ګواښ د احتمال راکمول، په بشپړه یا کمه توګه بل لوري ته د ګواښ اړول او یا هم د ګواښ له امله د رامنځته کېدونو بالقوه یا واقعي پایلو ساتنه شاملېږي. د دغه ډول ستراتیژیو مخالف ډول بیا فرصتونو ته د ځواب په موخه (د ګټې د نامشخص حالت په خوا کې) کارول کېږي.

د یو مسلکي رول په توګه د ګواښونو د مدیریت مدیر «د خپل اړوند بنسټ د بیمې په ټول شموله طرحه او د ګواښونو د مدیریت په بهیر څارنه کوي، هغه ګواښونه چې کولای شي د سازمان شهرت، خوندیتوب، امنیت یا مالي بریا ته زیان وړاوړي پیدا کوي او هغه ارزوي». له دې وروسته داسې پروګرام مخته وړي څو هر ډول منفي (مالي) پایلې خپلې تر ټولو لږ کچې ته ورسوي او یا یې هم راکمې کړي. د ګواښونو تحلیل کونکي د یوه سازمان د ګواښونو د مدیریت د کړنلارو له مسلکي اړخونو ملاتړ کوي: هغه مهال چې د ګواښونو اړوند مالومات راغونډ او وارزول شي، تحلیل کوونکي خپلې پایلې له مدیرانو سره شریکوي څو هغه وکولای شي د دوی له خوا وړاندې شوو حل لارو څخه د خپلو پرېکړو پر مهال د ممکنه شته لارو په توګه ګټنه وکړي. [۶][۷]

ګواښونه او فرصتونه[سمول]

د فرصتونو یادونه د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۰مه لسیزه کې په عملي څېړنیزو یا مدیریتي کتابونو کې راڅرګنده شوه. د پروژې د مدیریت (Project Management Body of Knowledge) په نامه دغې څانګې ته د اړوند لومړني کتاب په لومړنۍ نسخه کې چې ۱۹۸۷ زکال ته اړونده وه په کې فرصتونو ته اشاره نه وې شوې.

د پروژې د مدیریت معاصر مکتب د فرصتونو پریمانه اهمیت ته نغوته کړي. له ۱۹۹۰مې لسیزې وروسته د پروژې د مدیریت په ادبیاتو کې د فرصتونو اصطلاح ځای وموند؛ د بېلګې په توګه د پروژو د مدیریت د کتاب/ پم باک (PMBoK) د ۲۰۰۰مې لسیزې په نسخو کې د پروژې د ګواښونو مدیریت ته مهم ځایګی ورکړل شو، هغه مهال چې د «فرصتونو د مدیریت» تر نامه لاندې په کتابتونو کې لټون پیل شو. له همدې امله د فرصتونو مدیریت د ګواښونو د مدیریت په مهمه برخه واوښت. [۸]

د ګواښونو د معاصر مدیریت تیوري له هر ډول بهرنیو مثبتو او منفي مداخلاتي چارو سره سروکار لري. مثبتو ګواښونو ته یې فرصت وايي. د ګواښونو سره سم فرصتونه هم د کمښت ځانګړې ستراتیژۍ لري: ګټه اخیستنه، شریک کول، زیاتوالی او یا هم له پامه غورځول.

په عملي ډګر کې ګواښونه «معمولا منفي» په پام کې نیول کېږي. د ګواښونو اړوند څېړنې او کړنلارې په پام وړ توګه د فرصتونو پر ځای په ګواښونو تمرکز لري. دغه چاره کېدای شي د منفي ښکارندو یا ثابت هدف لرلو لامل وګرځي. [۹]

لارې چارې[سمول]

په ډېری مواردو کې د ګواښونو د مدیریت لارې چارې له لاندې عناصرو څخه جوړېږي او کم یا زیات په دغو ډولونو سره ترسره کېږي:

  1. د ګواښونو پېژندنه
  2. د ځانګړو ګواښونو پر وړاندې د حیاتي شتمنۍ د زیان منلو ارزونه
  3. د ګواښ مشخص کول (یعنې په ټاکل شوې برخې یا شتمنۍ باندې له خاص ډول ګواښونو څخه د تمه کېدونو پایلو احتمال او ارزونه)
  4. د ګواښونو د کمولو په موخه د حل لارو موندنه
  5. د ګواښونو کم کوونکو چارو اولویت بندي

د ګواښونو د مدیریت په څانګه کې هماغه ډول چې په پم باک کې تعریف شوي لاندې بهیرونه شاملېږي:

  1. د ګواښونو د مدیریت لپاره پلان جوړونه – د ګواښونو د مدیریت لپاره د چارو د ترسره کولو د څرنګوالي تعریف.
  2. د ګواښونو پېژندنه – د فردي پروژو اړوند ګواښونو او د هغو اړوند منابعو پېژندنه.
  3. د ګواښونو د کیفیتي تحلیل ترسره کول – د احتمال او اغېز له مخې د فردي پروژې پر وړاندې د ګواښونو اولویت بندي.
  4. د ګواښونو د کمیتي تحلیل ترسره کول – د اغېزو عددي تجزیه او تحلیل.
  5. د ګواښونو پر وړاندې د غبرګون ښوولو پلان جوړونه – د انتخابونو پراختیا، د ستراتیژیو او اقداماتو ټاکنه.
  6. د ګواښونو پر وړاندې غبرګون ښودنه – د موندل شوي ګواښ په غبرګون کې د طرحو اجرا کول. د پام باک کتاب په څلورم چاپ کې دغه بهیر د نظارت او کنټرول بهیر ته اړوند فعالیت په اډانه کې ځای پر ځای شوی خو د همدغه کتاب په شپږم چاپ کې بیا د جلا بهیر په توګه یاد شوی.[۱۰]
  7. پر ګواښونو نظارت – د هغو پر عملکرد څارنه. دغه بهیر د پام باک کتاب په څلورم چاپ کې د کنټرول او نظارت برخه کې راغلی په داسې حال کې چې «د ګواښونو پر وړاندې د غبرګون ښوولو» په بهیر کې هم شاملېده.

اصول[سمول]

د معیارونو نړیوال سازمان (ISO) د ګواښونو لپاره لاندې اصول وړاندې کړي:[۱۱]

د ګواښونو مدیریت کېدای شي:

  • د ارزښت جوړل – هغه منابع چې د ګواښونو د کمښت لپاره لګول کېږي باید د هغو پر وړاندې د اقدام نه کولو په پرتله لږ وي
  • د سازماني بهیرونو نه جلا کېدونې برخه واوسي
  • د پرېکړې کولو د بهیر برخه وي
  • په صراحت سره نه قاطعیت او مفروضاتو ته رسیدګي وشي
  • یو سیستماتیک او جوړښت لرونکی بهیر وي
  • د تر ټولو غوره شته اطلاعاتو پر بنسټ وي
  • د انطباق وړتیا ولري
  • انساني عوامل په پام کې ونیسي
  • روڼ او ټول شموله وي
  • فعال، تکرار کېدونی او بدلونونو ته ځواب ویونکی واوسي
  • د غوره کېدو او ودې کولو وړتیا ولري
  • په دوامداره یا دوره یي توګه بیاځلي ارزول کېدونی وي

محدودیتونه[سمول]

د ګواښونو د مدیریت بهیرونو ته له کچې زیات لومړیتوب ورکول، کېدای شي اړوند بنسټ د خپلې پروژې له بشپړولو یا د کار له پیلولو راوګرځوي. دغه چاره په ځانګړې توګه هغه مهال صدق کوي چې نورې چارې تر هغه مهاله وځنډول شي تر هغه چې د ګواښونو د مدیریت بهیر بشپړ بلل کېږي.

همدارنګه اړینه ده چې د ګواښ او نه باوري توب ترمنځ توپیر په پام کې ولرئ. ګواښ کېدای شي د اغېزو او احتمالاتو د ضرب کولو پر بنسټ اندازه شي.

که چېرې ګواښونه په ناسمه توګه ارزیابي او اولویت بندي شي، کېدای شی د هغو ګواښونو سره د مبارزې له امله چې د رامنځته کېدو احتمال یې شتون نه لري وخت ضایع شي. باید د ډېرو لږ احتمالي ګواښونو د ارزونې او مدیریت لپاره د زیات وخت له لګولو ډډه وشي. ناڅاپي پېښې رامنځته کېږي، خو که چېرې ګواښ په ډېره زیاته اندازه لرې ښکاري دا به غوره وي چې په سادګۍ سره د دغه ډول ګواښ پر وړاندې فکر وشي او د زیان اړولو په صورت کې بیا د هغو له پایلو سره مبارزه وکړئ.

سرچينې[سمول]

  1. Hubbard, Douglas (2009). The Failure of Risk Management: Why It's Broken and How to Fix It. John Wiley & Sons. د کتاب پاڼې 46. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. ISO/IEC Guide 73:2009 (2009). Risk management — Vocabulary. International Organization for Standardization. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. ISO/DIS 31000 (2018). Risk management — Principles and guidelines on implementation. International Organization for Standardization. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. ISO 31000:2018 - Risk management - A Practical Guide (الطبعة 1). ISO, UNIDO. 2021. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-67-11233-6. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Hubbard, Douglas (2009). The Failure of Risk Management: Why It's Broken and How to Fix It. John Wiley & Sons. د کتاب پاڼې 46. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Risk Manager" Society for Human Resource Management
  7. "What Are Risk Analysts & Risk Managers?", CFA Institute
  8. "The ascent of risk". www.pmi.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۳ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Target fixation in risk management. Arguments for the bright side of risk". Stefan Morcov (په انګلیسي ژبه کي). 2021. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Morcov, Stefan (2021). Managing Positive and Negative Complexity: Design and Validation of an IT Project Complexity Management Framework. KU Leuven University. Available at https://lirias.kuleuven.be/retrieve/637007
  11. (په 2007-06-15 باندې). Committee Draft of ISO 31000 Risk management. International Organization for Standardization