د کیوتو پروتوکول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کیوتو پروتوکول یو نړیوال تړون و چې د اقلیمي بدلون په اړه یې د ملګرو ملتونو د ۱۹۹۲ کال د کاري چوکاټ کنوانسیون (UNFCCC) تمدید کړ، چې د یوې علمي اجماع پراساس نړیواله تودوخه را منځ ته کېدونکې ده او لامل یې د انسان په لاس د تولید شوي کاربن دای اکساید خپرښت دی، له دولتونو ژمنه اخلي چې د ګلخانه یي ګازونو خپرښت کم کړي. د کیوتو پروتوکول د ۱۹۹۷ کال د ډسمبر په ۱۱ د جاپان په کیوتو ښار کې و منل شو او د ۲۰۰۵ کال د فبروري په ۱۶ نافذ شو. په ۲۰۲۰ کال کې په دې پروتوکول کې ۱۹۲ غړي هېوادونه موجود وو (چې کاناډا عملاً د ۲۰۱۲ کال په ډسمبر کې له دې پروتوکول په شا شوه.) [۱]

د کیوتو پروتوکول د UNFCCC هغه موخه پلې کوي چې په اتموسفیر کې د ګلخانه یي ګازونو غلظت په ټيټولو سره د نړیوالې تودوخې پیل یوې داسې کچې ته کم کړي "چې په اقلیمي سیستم کې د خطرناکه انساني لاس وهنې مخه ونیسي" (دوهمه ماده). د کیوتو پروتوکول په اوو ګلخانه یي ګازونو باندې پلي شوه چې په الف ضمیمه کې یې نوملړ راوړل شوی دی، لکه: کاربن دای اکساید (CO2)، میتان (CH4)، نایټروس اکساید (N2O)، هایدرو فلورو کاربن (HFCs)، پرفلوورو کاربن (PFCs)، سلفر هیګزافلوراید (SF6)، نایټروجن ترای فلوراید (NF3). نایټروجن ترای فلوراید د دوحې په دور کې د دویمې هوکړې په اوږدو کې اضافه شو.  [۲][۳]

پروتوکول په ګډو اصولو خو په جلا مسؤلیتونو ولاړ و: دا تصدیق شوه چې د لږ اقتصادي پراختیا منفرد هېوادونه په بېلابېلو کچو له بدلون سره د مبارزې وړتیاوې لري، او له همدې امله یې په پرمختللو هېوادونو د اوسني خپرښت د کمولو مسئولیت ځکه واچو چې له تاریخي اړخه دوی په اتموسفیر کې د ګلخانه یي ګازونو د موجودې کچې مسؤل دي.

د پروتوکول د لومړنۍ ژمنې دوره په ۲۰۰۸ کال کې پیل او په ۲۰۱۲ کې پای ته ورسېده. ټولو ۳۶ هېوادونو چې د ژمنې په لومړۍ دوره کې په بشپړه توګه ونډه اخیستې وه، له پروتوکول سره سم عمل وکړ. خو نهه هېوادونه اړ وو چې په نورو هېوادونو کې د خپرښت کمښت په تمویل سره د انعطاف له میکانیزمونو څخه کار واخلي ځکه چې د دوی ملي خپرښت د دوی له ټاکل شوې کچې څخه یو څه ډېر و. د ۲۰۰۷ – ۲۰۰۸ کلونو مالي ناورين د خپرښت په ټيټوالي کې مرسته وکړه. د خپرښت ترټولو لوی کمښت په پخواني ختیځ بلاک هېوادونو کې تر سترګو شوی و ځکه چې د شوروي اتحاد په ړنګېدو د ۱۹۹۰ کلونو په لومړیو کې د دوی خپرښت کم شو. په داسې حال کې چې ۳۶ پرمختللو هېوادونو خپل خپرښت کم کړ، د ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۱۰ کال پورې د نړیوال خپرښت کچه ۳۲٪ لوړه شوه.  [۴][۵]

د دویمې ژمنې په دوره، چې د کیوتو پروتوکو د دوحې تعدیل په نوم هم یادېږې، په ۲۰۱۲ کال کې هوکړه وشوه چې دا تړون یې تر ۲۰۲۰ کال پورې وغځو، چې په کې ۳۷ هېوادونو الزامي موخې درلودي. په دې هېوادونو کې آسترالیا، اروپایي ټولنې (او د هغه وخت ۲۸ غړو هېوادونو، اوس ۲۷ غړو هېوادونو) ، بېلاروس، آیسلنډ، قزاقستان، لیختنشتاین، ناروې، سویس، او اوکراین ګډون درلود. بېلاروس، قزاقستان او اوکراین وویل چې دوی ښایي د کیوتو پروتوکول څخه ووځي یا د تعدیل د دویمي دورې اهداف په قانوني توګه نافذ نه کړي. جاپان، نیوزیلند او روسیې د کیوتو په لومړۍ دوره کې کډون وکړ، خو د ژمنې په دوهمه دوره کې یې نوي موخې په غاړه وانه خیستې. د دوهمې دورې په موخو کې د نورو برخه نه اخسیتونکو پرمختللو هېوادونو له ډلې کاناډا (چې په ۲۰۱۲ کال کې د کیوتو پروتوکول څخه په شا شو) او متحده ایالات وو (چې پروتوکول یې تصویب نه کړ). د کاناډا د وتلو پرېکړه د دې هېواد د چاپېریال وزیر پیټر کینټ د نه لېوالتیا له امله وه. که کاناډا د پروتوکول د غړي په توګه پاتې شوې وی، نو د ۱۴ میلیارد ډالرو جریمې سره مخ کېده، چې د دوی اقتصاد ته ویجاړونکې ستونزه وه، له همدې امله یې د وتلو پرېکړه و کړه. د ۲۰۲۰ کال تر اکټوبر پورې، ۱۴۷ هېوادونو د دوحې تعدیل منلی و. دا تعدیل د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر په ۳۱ نافذ شو، چې ورپسې د څه کم ۱۴۴ هېوادونو له خوا ومنل شو، سره له دې چې د دویمې ژمنې دوره په همدې ورځ پای ته ورسېده. د ۳۷ غړو له ډلې چې الزامي ژمنې لري، ۳۴ غړو یې تصویب کړی وس. [۶][۷][۸]

د UNFCCC د اقلیمي بدلون د کلنیو کنفرانسونو په چوکاټ کې د هغو اقداماتو په اړه خبرې اترې ترسره شوې چې په ۲۰۲۰ کال کې د دویمې ژمنې د دورې له پای وروسته باید ترسره شي. دا لړۍ په ۲۰۱۵ کال کې د پاریس تړون د تصویب لامل شوه، چې د کیوتو پروتوکول د تعدیل پرځای، د UNFCCC تر سیوري لاندې یوه جلا وسیله ده.

مخینه[سمول]

دا لیدلوري چې د شلمې پېړۍ له نیمایي وروسته، بشري فعالیتونه د نړۍ د منځنۍ تودوخې د زیاتوالي ("نړیوالې تودوخې") د ليد وړ لاملونه دي، چې د اوسني ساینسي اند دقیق انعکاس دی. وړاندوینه کېږي چې د انسان په لاس د اقلیم تودوخه به د ۲۱ پېړۍ په اوږدو کې او وروسته هم دوام ولري.[۹][۱۰][۱۱]

د اقلیمي بدلون په اړه بین الحکومتي هیئت (IPCC، ۲۰۰۷) یو لړ وړاندوینې ترسره کړې چې په راتلونکي کې به د نړیوالې منځنۍ تودوخه زیاتوالی څه ډول وي. د IPCC وړاندوینې "اساسي" اټکلونه دي، یعنې، د دوی فرضیه دا ده چې د ګلخانه یي ګازونو د کمښت لپاره کومه راتلونکې هڅه نه ترسره کېږي. د IPCC وړاندوینې د ۲۱ مې پېړۍ له پیل نه د ۲۱ پېړۍ تر پای پورې وخت په پام کې نیستي. "احتمالي" کچه ( د IPCC تخصصي ارزونې پر بنسټ، د ۶۶٪ څخه زیات احتمال صحیح ارزول شوی) چې د ۲۱ پېړۍ په اوږدو کې د ۱.۱ او ۶.۴ سانتيګراد ترمنځ د نړیوالې منځنۍ تودوخې د زیانوالي اټکل په ګوته کوي. [۱۲][۱۳]

د تودوخې په اټکلونو کې دا کچه په نسبي ډول د راتلونکي ګلخانه یي ګازونو د خپرښت ډول ډول اټکلونه منعکس کوي. ډول ډول اټکلونه د راتلونکې ټولنیزې او اقتصادي پراختیا (اقتصادي ودې، د نفوس کچه، د انرژي پالیسۍ) ډول ډول فرضیې له ځان سره لري چې په خپل وار د راتلونکو ګلخانه یي ګازونو د خپرښت اټکلونه اغېزمن کوي. دا کچه پخواني او راتلونکي ګلخانه یي ګازونو خپرښت ته د اقلیمي سیسټم په غبرګون کې ناڅرګندتیا هم منعکس کوي (چې د اقلیم حساسیت پر بنسټ اندازه کېږي).   [۱۴]

تاریخي لړۍ[سمول]

۱۹۹۲ کال - د چاپېریال او پراختیا په اړه د ملګرو ملتونو کنفرانس په ریو دي جنیرو کې دایر شو. د نورو تړونونو تر څنګ د اقلیمي بدلون په اړه د کاري چوکاټ د کنوانسیون (UNFCCC) لامل شو.

۱۹۹۵ کال - د UNFCCC غړو په برلین کې غونډه تر سره کړه (د UNFCCC په اړه د غړو لومړی کنفرانس (COP) ترڅو د خپرښت په اړه ځانګړي اهداف وټاکي.

۱۹۹۷ کال - د ډسمبر په میاشت کې غړو د جاپان په کیوتو ښار کې د کیوتو پر پروتوکول هوکړه وکړه، چې په کې دوی د خپرښت اهدافو د پراخې طرحې پر سر هوکړې ته ورسېدل.

۲۰۰۴ کال - روسیې او کاناډا د UNFCCC د کیوتو پروتوکول تصویب کړ چې د ۲۰۰۵ کال د فبروي په ۱۶ نېټه یې دې تړون ته عملي بڼه ورکړه.

۲۰۱۱ کال - کاناډا لومړنی لاسلیک کونکی شو چې د کیوتو له پروتوکول څخه یې د شاتک اعلان وکړ.[۱۵]

۲۰۱۲ کال – د ۲۰۱۲ کال د ډسمبر په ۳۱ نېټه، د پروتوکول د ژمنې لومړۍ موده پای ته ورسېده.

د UNFCCC دوهمه ماده[سمول]

زیاتره هېوادونه د UNFCCC غړي دي. د کنوانسیون ۲مه ماده د دې پرتوکول نهايي موخه په ګوته کوي، چې په اتموسفیر کې د ګلخانه یي کازونو په غلظت کې د ثبات را منځ ته کول دي "تر داسې کچې چې په اقلیمي سیسټم کې د خطرناکه انساني لاسوهنې مخه ونیسي." [۱۶][۱۷]

طبیعي، تخنیکي او ټولنیز علوم کولای شي د دې موخې اړوند پرېکړو په اړه، د راتلونکو اقلیمي بدلونونو د احتمالي کچې او اندازې په ګډون، معلومات چمتو کړي. خو IPCC هم دې پایلې ته رسېدلې چې هغه پرېکړې چې  "خطرناکې" لاسوهنې په ګوته کوي د ارزښت ارزونې ته اړتیا لري، چې دا د نړۍ د بېلابېلو سیمو ترمنځ توپیر لري. هغه لاملونه چې په دې پرېکړه اغیزه کولای شي د اقلیمي بدلون د اغېزو سیمه ییزې پایلې، له اقلیمي بدلون سره د یوې ځانګړې سیمې د (تطابق وړتیا)، او د ګلخانه یي ګازونو د خپرښت په کمولو کې د یوې سیمې وړتیا ده.  [۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. "7 .a Kyoto Protocol to the United Nations Framework Convention on Climate Change". UN Treaty Database. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ اکتوبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Overview of greenhouse gases - Defra, UK". Naei.beis.gov.uk. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Doha amendment to the Kyoto Protocol" (PDF). Unfcc.int. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Shishlov, Igor; Morel, Romain; Bellassen, Valentin (2016). "Compliance of the Parties to the Kyoto Protocol in the first commitment period" (PDF). Climate Policy. 16 (6): 768–782. doi:10.1080/14693062.2016.1164658. S2CID 156120010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "The Emissions Gap Report 2012" (PDF). United Nations Environment Programme. 2012. د کتاب پاڼې 2. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Figueres, C. (15 December 2012), "Environmental issues: Time to abandon blame-games and become proactive - Economic Times", The Economic Times / Indiatimes.com, Times Internet, د لاسرسي‌نېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په December 12, 2011 باندې). Canada pulls out of Kyoto Protocol. CBC News.
  8. "United Nations Framework Convention on Climate Change". United Nations Framework Convention on Climate Change. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. US National Research Council (2001). "Summary". Climate Change Science: An Analysis of Some Key Questions. Washington, D.C., U.S.A.: National Academy Press. د کتاب پاڼې 3. Bibcode:2001ccsa.book.....N. doi:10.17226/10139. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-309-07574-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. US National Research Council (2008). Understanding and Responding to Climate Change (PDF). Board on Atmospheric Sciences and Climate, US National Academy of Sciences. د کتاب پاڼې 2. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۳ ډيسمبر ۲۰۱۱ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. US National Research Council (2008). Understanding and Responding to Climate Change (PDF). Board on Atmospheric Sciences and Climate, US National Academy of Sciences. د کتاب پاڼې 2. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۳ ډيسمبر ۲۰۱۱ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. IPCC (2007). "3. Projected climate change and its impacts". In Core Writing Team; et al. (المحررون). Summary for Policymakers. Cambridge University Press. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ نومبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مارچ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Temperatures are measured relative to the average global temperature averaged over the years 1980–1999, with the projected change averaged over 2090–2099.
  14. Karl, T.R.; et al., المحررون (2009). "Global climate change". Global Climate Change Impacts in the United States. New York: Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-14407-0. د اصلي آرشيف څخه پر 15 سيپټمبر 2012 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "A Climate Change Plan for the Purposes of the Kyoto Protocol Implementation Act 2012: Canada's Withdrawal from the Kyoto Protocol". 11 February 2015. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ فبروري ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. IPCC (2001d). "Question 1". In Watson, R.T.; the Core Writing Team (المحررون). Climate Change 2001: Synthesis Report. A Contribution of Working Groups I, II, and III to the Third Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change (IPCC). Cambridge University Press. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. United Nations Framework Convention on Climate Change (UNFCCC) (2011a), Status of Ratification of the Convention, UNFCCC Secretariat: Bonn, Germany: UNFCCC الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة). Most countries in the world are Parties to the United Nations Framework Convention on Climate Change (UNFCCC), which has adopted the 2 °C target. There are currently (as of 25 November 2011) 195 Parties (194 states and 1 regional economic integration organization (the European Union)) to the UNFCCC.
  18. IPCC (2001d). "Question 1". In Watson, R.T.; the Core Writing Team (المحررون). Climate Change 2001: Synthesis Report. A Contribution of Working Groups I, II, and III to the Third Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change (IPCC). Cambridge University Press. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)