د کوچنیو سیارو کمربند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کوچنیو سیارو کمربند په لمریزه منظومه کې یوه بیضوي شکله سیمه ده چې موقعیت یې کابو د مشتري او مریخ سیارو د مدارونو تر منځ دی. په دغو سیارو کې ګڼ داسې جامد او نامنظم اجسام شامل دي چې بېلابېلې اندازې لري، تر سیارو ډېر کوچني دي او د کوچنيو ستوري ډوله جسمونو یا کوچنیو سیارو په نامه یادېږي. د کوچنیو سیارو دغه کمربند د کوچنیو سیارو د اصلي کمربند په نامه هم یادېږي او دا نوم د دې لپاره ورته کارول کېږي چې په لمریزه منظومه کې یې د سیارو له نورو ډولونو لکه ځمکې ته نږدې سیارو یا تروجان سیارو سره توپیر وشي.[۱]

د کوچنیو سیارو کمربند په لمریزه منظومه کې د سیارې د شاوخوا تر ټولو کوچنۍ او دننه (د نورو تر منځ) دایره ده چې تر دې مهاله پېژندل شوې ده. شاوخوا نیمايي کتله یې په څلورو لویو سیارو سېرېس، وېسټا، پالاس او هېجیا کې موجوده ده. د کوچنیو سیارو ټوله کتله د سپوږمۍ د کتلې څلور سلنه کېږي.

سېرېس د کوچنیو سیارو په کمربند کې یوازنۍ سیاره‌ګۍ ده چې کافي اندازه لویه ده او قطر یې ۹۵۰ کیلومترو ته رسېږي، په داسې حال کې چې د وېسټا، پالاس او هېجیا قطر له ۶۰۰ کیلومترو کم دی. پاتې اجسام د دوړو د ذرو په اندازه دي. د کوچنیو سیارو مواد دومره نازک دي چې ګڼې بې چلوونکي فضايي بېړۍ پرته له کومې پېښې ترې تېرې شوې دي. له دې سره سره، د لویو سیاره‌ګیو تر منځ ټکر رامنځته کېږي او ګڼې داسې سیارې ترې پیدا کېږي چې مداري ځانګړنې او ترکیبات یې سره ورته وي. د کوچنیو سیارو په کمربند کې دننه انفرادي سیارې د خپلو طیفونو له مخې ډلبندي کېږي چې ډېری یې په درېیو بنسټیزو ګروپونو وېشل شوې دي او دا ګروپونه کاربني، سیلیکاټ او اوسپنه‌لرونکې کوچنۍ سیارې دي.[۲][۳][۴][۵][۶]

د کوچنیو سیارو کمربند د کوچنیو سیارو د یوې عمومي ډلې په توګه له لمریزو ورېځو څخه جوړ دی. د مریخ او مشتري تر منځ جاذبوي ګډوډیو په نویو سیارو کې بې حده ډېره مداري انرژي رامنځته کړه چې ټوله په یوه سیاره کې نه شوای را ټولېدای. ټکرونه ډېر شدید شول او له یو بل سره د هم‌غاړۍ پر ځای پر کوچنیو سیارو او لا ډېرو کوچینو برخو ووېشل شوې. بالاخره د کوچنیو سیارو د لومړني کمربند ۹۹.۹ سلنه کتله د لمریزې منظومې د تاریخ په لومړیو ۱۰۰ کلونو کې له منځه لاړه. ځینو ټوټو له لمریزې منظومې څخه بهر لاره پیدا کړه چې له امله یې اسماني ډبرو له داخلي سیارو سره ټکرونه وکړل. کله چې د لمر په شاوخوا کې د کوچنیو سیارو څرخېدنه له مشتري سره مدار جوړوي، د سیارو مدار ورسره ګډوډېږي. په دغو مداري فواصلو کې کله چې دوی نورې مدارونو ته کشول کېږي، یو واټن په کې رامنځته کېږي.[۷][۸][۹][۱۰]

په نورو ځایونو کې د لمریزې منظومې د کوچنیو اجسامو طبقې ځمکې ته نږدې اجسام، سنټورونه، د کویپر کمربند اجسام، د وېشلي ډېسک اجسام، سډنوئیدونه او د اورټ ورېځې اجسام دي.

د ۲۰۱۴ کال د جنورۍ میاشتې په ۲۲مه نېټه د اروپا د فضايي مرکز پوهانو د کوچنیو سیارو د کمربند په لوی جسم یعنې سېرس کې د لومړي ځل لپاره د اوبو بخار وموند. دغه تشخیص د هرشل فضايي کتنځي د لرې ماورای بنفش وړتیاوو په مرسته ترسره وشو. دا یوه ښه موندنه وه، ځکه چې لکۍ لرونکي ستوري معمولاً د جېټونو په توګه پېژندل کېږي. د یوه ساینس‌پوه په وینا د لکۍ لرونکو او سیاره‌ګیو تر منځ کرښې لا ډېرې محوه کېږي.[۱۱][۱۲]

ځانګړنې[سمول]

د معمولو تصویرونو په خلاف د کوچنیو سیارو کمربند تر ډېره تش دی. کوچنۍ سیارې تر ډېره خپرې دي او په دقیق ډول له موخې ګرځونې پرته یوې کوچنۍ سیارې ته رسېدل ناشوني دي. له دې سره سره، دا مهال سلګونه زره کوچنۍ سیارې پېژندل شوې دي او د ټولو شمېر یې په میلیونونو کې بېلابېل دی. څه باندې ۲۰۰ داسې کوچنۍ سیارې پېژندل شوې دي چې تر ۱۰۰ کیلومتره لویې دي او څېړنو ښودلې ده چې د کوچنیو سیارو کمربند له ۷۰۰۰۰۰ څځه تر ۱.۷ میلیونو پورې داسې کوچنۍ سیارې لري چې قطر یې ۱ کیلومتر وي یا تر دې هم ډېر وي. د اکثرو پېژندل شویو کوچنیو سیارو بشپړه ځلا له ۱۱ څخه تر ۱۹ پورې او په اوسط ډول شاوخوا ۱۶ ده.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

ترکیب[سمول]

اوسنی کمربند تر ډېره له درې ډوله کوچنیو سیارو څخه جوړ دی چې کاربني کوچنۍ سیارې، سیلیکاټي کوچنۍ سیارې او فلزي کوچنۍ سیارې دي.

کاربني کوچنۍ سیارې لکه څرنګه چې له نامه یې ښکاري، هغه کوچنۍ سیارې دي چې په کاربن بډایه دي. دا سیارې د کوچنیو سیارو د کمربند پر بېرونیو برخو برلاسې دي. دغه سیارې د لیدل کېدونکو کوچنیو سیارو څه باندې ۷۵ سلنه برخه جوړوي. رنګ یې د نورو سیارو په نسبت څه ناڅه سور دی او البېډو یې ټيټه ده. سطحي ترکیبات یې کابني کنډریټ میټافورمیک یا اسماني ډبرو ته ورته دي. له کیمیاوي نظره یې طیف د لمریزې منظومې له لومړني ترکیب سره مطابقت لري، یوازې څه ناڅه سپک عناصر او نور مواد یې حذف شوي دي.[۱۸]

دویم ډول کوچنۍ سیارې چې سیلیکاټي بلل کېږي (له سیلیکاټ څخه بډایه دي) د کمربند په داخلي برخه کې له لمر څخه په ۲.۵ نجومي واحده واټن کې واقع دي. په سطحو کې یې د سیلیکاټ او څه ناڅه فلز شتون ښکاري، خو کاربني ترکیبات یې ډېر زیات نه دي. له دې ښکاري چې مواد یې له خپل لومړني ترکیب څخه د ویلې کېدو له لارې اصلاح شوي دي. د دغه ډول کوچنیو سیارو البېډو څه ناڅه لوړه ده او د ټولو کوچنیو سیارو شاوخوا ۱۷ سلنه برخه جوړوي.[۱۹][۲۰]

درېیم ډول کوچنۍ سیارې (له فلز څخه بډایه) د ټولو کوچنیو سیارو شاوخوا ۱۰ سلنه برخه جوړوي. طیف یې د نېکل اوسپنې ته ورته دی. باور دا دی چې ځینې یې د بېلابېلو پخوانیو هغو فلزي اجسامو له هستو څخه جوړې شوې دي چې د ټکرونو په پایله کې ګډوډي شوي دي. له دې سره سره، د سیلیکاټ ځینې ترکیبات هم دې ته ورته ظاهر رامنځته کولی شي. د بېلګې په توګه د دغه ډول سیارو په ډله کې لویه یې «کالیوپ ۲۲» داسې ښکاري چې په بنسټیز ډول له فلز څخه جوړه ده. د کوچنیو سیارو په کمربند کې د دغه درېیم ډول کوچنیو سیارو خوروالی په شاوخوا ۲.۷ نجومي واحده نیمه اصلي محور کې اوج ته رسېږي. دا چې ایا د دغه ډول کوچنیو سیارو ټول ډولونه د ترکیب له نظره سره ورته دي که نه او یا دا چې د ګڼو هغو نورو لپاره کوم لېبل شته که نه چې په منظم ډول په کاربني او سیلیکاټي ګروپونو کې نه واقع کېږي، تر اوسه مشخصه نه ده.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

سرچينې[سمول]

  1. Matt Williams (په 2015-08-23 باندې). What is the Asteroid Belt?. Universe Today.
  2. Krasinsky, G. A.; Pitjeva, E. V.; Vasilyev, M. V.; Yagudina, E. I. (July 2002). "Hidden Mass in the Asteroid Belt". Icarus. 158 (1): 98–105. Bibcode:2002Icar..158...98K. doi:10.1006/icar.2002.6837. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Pitjeva, E. V. (2005). "High-Precision Ephemerides of Planets—EPM and Determination of Some Astronomical Constants" (PDF). Solar System Research. 39 (3): 176–186. Bibcode:2005SoSyR..39..176P. doi:10.1007/s11208-005-0033-2. S2CID 120467483. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر July 3, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 30, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  4. For recent estimates of the masses of Ceres, Vesta, Pallas and Hygiea, see the references in the infoboxes of their respective articles.
  5. Yeomans, Donald K. (July 13, 2006). "JPL Small-Body Database Browser". NASA JPL. مؤرشف من الأصل في ۲۹ سپټمبر ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Brian Koberlein (په 2014-03-12 باندې). Why the Asteroid Belt Doesn't Threaten Spacecraft. Universe Today.
  7. "How Did The Asteroid Belt Form? Was There A Planet There?". CosmosUp. 2016-01-17. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ ډيسمبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Nola Taylor Redd (2012-06-11). "Asteroid Belt: Facts & Information". Space.com. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Beatty, Kelly (March 10, 2009). "Sculpting the Asteroid Belt". Sky & Telescope. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Delgrande, J. J.; Soanes, S. V. (1943). "Kirkwood's Gap in the Asteroid Orbits". Journal of the Royal Astronomical Society of Canada. 37: 187. Bibcode:1943JRASC..37..187D. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Küppers, Michael; O’Rourke, Laurence; Bockelée-Morvan, Dominique; Zakharov, Vladimir; Lee, Seungwon; von Allmen, Paul; Carry, Benoît; Teyssier, David; Marston, Anthony; Müller, Thomas; Crovisier, Jacques; Barucci, M. Antonietta; Moreno, Raphael (2014). "Localized sources of water vapour on the dwarf planet (1) Ceres". Nature. 505 (7484): 525–527. Bibcode:2014Natur.505..525K. doi:10.1038/nature12918. ISSN 0028-0836. PMID 24451541. S2CID 4448395. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Harrington, J. D. (22 January 2014). "Herschel Telescope Detects Water on Dwarf Planet – Release 14-021". NASA. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جنوري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Yeomans, Donald K. (April 26, 2007). "JPL Small-Body Database Search Engine". NASA JPL. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اپرېل ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) – search for asteroids in the main belt regions with a diameter >100.
  14. Tedesco, E. F.; Desert, F.-X. (2002). "The Infrared Space Observatory Deep Asteroid Search". The Astronomical Journal. 123 (4): 2070–2082. Bibcode:2002AJ....123.2070T. doi:10.1086/339482. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Williams, Gareth (September 25, 2010). "Distribution of the Minor Planets". Minor Planets Center. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Pitjeva, E. V. (2018). "Masses of the Main Asteroid Belt and the Kuiper Belt from the Motions of Planets and Spacecraft". Solar System Research. 44 (8–9): 554–566. arXiv:1811.05191. Bibcode:2018AstL...44..554P. doi:10.1134/S1063773718090050. S2CID 119404378. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. In Depth | Ceres. NASA Solar System Exploration.
  18. Wiegert, P.; Balam, D.; Moss, A.; Veillet, C.; Connors, M.; Shelton, I. (2007). "Evidence for a Color Dependence in the Size Distribution of Main-Belt Asteroids" (PDF). The Astronomical Journal. 133 (4): 1609–1614. arXiv:astro-ph/0611310. Bibcode:2007AJ....133.1609W. doi:10.1086/512128. S2CID 54937918. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Wiegert, P.; Balam, D.; Moss, A.; Veillet, C.; Connors, M.; Shelton, I. (2007). "Evidence for a Color Dependence in the Size Distribution of Main-Belt Asteroids" (PDF). The Astronomical Journal. 133 (4): 1609–1614. arXiv:astro-ph/0611310. Bibcode:2007AJ....133.1609W. doi:10.1086/512128. S2CID 54937918. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Clark, B. E. (1996). "New News and the Competing Views of Asteroid Belt Geology". Lunar and Planetary Science. 27: 225–226. Bibcode:1996LPI....27..225C. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Margot, J. L.; Brown, M. E. (2003). "A Low-Density M-type Asteroid in the Main Belt" (PDF). Science. 300 (5627): 1939–1942. Bibcode:2003Sci...300.1939M. doi:10.1126/science.1085844. PMID 12817147. S2CID 5479442. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۶ فبروري ۲۰۲۰ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Lang, Kenneth R. (2003). "Asteroids and meteorites". NASA's Cosmos. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ مارچ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Mueller, M.; Harris, A. W.; Delbo, M. (2005). the MIRSI Team. "21 Lutetia and other M-types: Their sizes, albedos, and thermal properties from new IRTF measurements". Bulletin of the American Astronomical Society. 37: 627. Bibcode:2005DPS....37.0702M. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. کينډۍ:Cite conference