Jump to content

د کويټ اقتصاد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کویټ اقتصاد پر پټرولیمو ولاړ یو بډای اقتصاد دی. کویټ په نړۍ کې یو له بډایو هیوادونو څخه دی. د کویټ دینار په نړۍ کې تر ټولو زیات ارزښت لرونکې دودپيسه ده. د نړیوال بانک له نظره، کویټ په نړۍ کې د سړي سر ناخالص ملي عاید کې پنځم بډای هیواد دی. د کویټ اقتصاد د سړي سر «جي ډي پي» کې د نړۍ تر ټولو لوی شلم اقتصاد دی. د بېلا بېلو متنوع کونکو تګلارو په پایله کې، پټرولیم اوس د ټولې جي ډي پي ۴۳٪ او د صادراتو د عاید ۷۰٪ برخه جوړوي. د فولادو تولید د کویټ دویم تر ټولو لوی صنعت دی. کویټ په فولادو کې په خپل ځان بسیا دی.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

په ۲۰۱۹ز کال کې، د کویټ عمده صادراتي تولیدات کاني تیل و چې په صادراتو کې تیل (د ټولو صادراتو ۸۹.۱٪)، الوتکې او فضايی بیړۍ (۴.۳٪)، عضوي کیمیاوي مواد (۳.۲٪)، پلاستیک (۱.۲٪)، وسپنه او فولاد (۰.۲٪)، ارزښتمن غمي او قیمتي فلزات (۰.۱٪)، د کمپیوټر په ګډون ماشینونه (۰.۱٪)، المونیم (۰.۱٪)، مس (۰.۱٪)، او مالګه، سلفر، ډبره او سیمینټ (۰.۱٪) شامل دي. په ۲۰۱۹ز کال کې کویټ د «سلفوني، نايټريډ او نايټروس» شوي «هايدروکاربن» تر ټولو لوی صادرونکی هېواد و. د ۲۰۱۹ز کال د اقتصادي پیچلتیا شاخص (لړیال) کې کویټ د ۱۵۷ هیوادونو له منځه دري شپېتم مقام خپل کړ. په ۲۰۱۹ز کال کې عراق د کویټ د صادراتو مخکښ بازار و او خواړه/کرنیز تولیدات د ټولو صادراتي توکو ۹۴.۲٪ برخه جوړوله.[۱۲][۱۳][۱۴]

پتروليم او طبيعي ګاز

[سمول]

په ۱۹۳۴ز کال کې، د کویټ امیر، د کویټ د تیلو شرکت (Kuwait Oil Co. (KOC)) ته د تیلو امتیاز ورکړ چې د «انګلو- پارس» د تیلو شرکت (وروسته د برتانیا د پترولیم شرکت) او د خلیج د تیلو اتحادیې یې ګډ ملکیت درلود، په ۱۹۷۶ز کال کې د کویټ حکومت « KOC » دولتي کړ.

د کویټ د پټرولیم شرکت (KPC) چې یو نړیوال يو ځای شوی د تيلو شرکت دی، د پټرولیم په سکتور کې د دولتي چارو بنسټيز شرکت دی، په دې کې د کویټ د تیلو شرکت، کوم چې تیل او ګاز تولیدول؛ د کویټ ملي پټرولیم شرکت، تصفیه او کورنی پلور؛ پټروکیمیکل صنعتونو شرکت، کوم چې «امونیا» او «یوریا» تولیدوي؛ د کویټ بهرني پټرولیم لټونې شرکت، په مخ پر وده هیوادنو کې د ځینو نورو امتیازاتو سره، د کویټ تیلو ټانکر شرکت (Kuwait Oil Tanker Co) او «سانټافي» نړیواله اتحادیه، شامل دي. وروستي شرکت چې په ۱۹۸۲ز کال کې بشپړ رانیول شوی، د پټرولیمو په صنعت کې د کویټ د پټرولیمو اتحادیې ته په ټوله نړۍ کې موجوديت ورکوي.

د کویټ د پټرولیمو اتحادیې د خلیج د تیلو شرکت څخه په «بینیلکس» هیوادونو او سکینډینویا کې د تصفیه کولو او اړوندو خدماتو مرکزونه او همدراراز په ایټالیه کې د زېرمه کولو ځايونه او د خدماتو د مرکزونو شبکه هم رانیولي دي. په ۱۹۸۷ز کال کې، د کویټ د پټرولیمو اتحادیې په برتانيه پترولیم کې ۱۹٪ سهم واخیست، کوم چې وروسته ۱۰٪ ته راټیټ شو. د کویټ پټرولیمو اتحادیه خپل توليد په اروپا کې د «کیو-۸» توليد نوم (برانډ) لاندې بازار ته وړاندې کوي او د متحده ایالاتو او جاپان په بازارونو کې لېوالتيا لري.

کویټ د شاوخوا ۹۴ میلیارده بیلرو (۱۴.۹ کیلو متر مربع) د تر لاسه کېدو وړ تیلو زیرمې لري. تر جګړې د مخه، اټکل شوې ظرفیت يې د یوې ورځې پر سر شااو خوا ۲.۴ میلیون بیلره و (پر ورځ کې ۳۸۰× ۱۰۳ متر مکعب). د عراقي نېواک پر مهال، د کویټ د تیلو د تولید وړتیا په عملي توګه هیڅ ته راښکته شوه. همدارنګه، له هغه وروسته خورا ښه بیا رغونه او پرمختګونه وشول. د تیلو تولید د ۱۹۹۲ز کال په پای کې په یوه ورځ کې ۱.۵ میلیون بیلره (۲۴۰×۱۰۳ متر مکعب پر ورځ) و او په ۱۹۹۳ز کال کې تر جګړې مخکې ظرفيت حالت ته ورسېد. د کویټ د تولید وړتیا ۲.۵ میلیون بیلره په یو ورځ (۴۰۰×۱۰۳  متر مکعب پر ورځ) کې اټکل شوې ده. کويټ په پام کې  درلوده چې تر ۲۰۰۵ز کال پورې د دوی وړتيا پر یوه ورځ کې ۳.۵ میلیون بیلره ته لوړه کړي.

چاپېريالي پايښت

[سمول]

د کویټ د ۲۰۳۵ز کال د لرید د برخې په توګه، د کويټ موخه دا ده چې ځان ته د «پیټروکیمیکل» (هغه مواد چې د طبيعي ګاز يا پيتروليمو له تصفيې يا پروسس څخه تر لاسه کېږي) صنعت د نړیوال مرکز په توګه ځای ورکړي. الزور تصفیه ځای په منځني ختیځ کې تر ټولو لویه تصفیه خونه ده. دا د کویټ تر ټولو لويه له چاپیریال سره برابره د تیلو تصفیه خونه ده. الزور تصفیه خونه د یو کمربند او یوې لارې نوښت تر مخې د کویټ – چین د همکارۍ پروژه ده.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

الزور اډه د منځني ختیځ د مایع شوي طبيعي ګاز تر ټولو لویه اډه ده. دا د نړې اوبه شوي ګاز تر ټولو لوی زېرمه ځای او په ګاز د بيا بدلولو تر ټولو لويې شنې سیمې پروژه ده. دې پروژې د درې میلیارده امريکايي ډالرو په ارزښت پانکونه راجلب کړې ده. نورې غټې پروژې یې «بایوفیول» (له عضوي موجوداتو نفط جوړول) او پاک تیل دي. د «سولایبیا» فاضله اوبو تفصيه ځای د نړۍ تر ټولو لوی د فاضله اوبو د پاکولو اډه (تصفيه خانه) ده چې د  قشر د جلا کولو ټیکنالوجۍ انرژي استعمالوي. ام الحیام د فاضله اوبو د تفصيې اډه د نړۍ د لویو ایکولوژیکي دوامداره فاضله موادو د تصفيې له فابریکو څخه يوه ده. د اټکلي ۱.۸ میلیارده امريکايي ډالرو ارزښت په لرلو سره، دا د «پي پي پي» غټو پروژو یوه مخکښه اډه ده. دې په ۲۰۲۰ز کال کې د سیمې په کچه د څلورمې تر ټولو لویې پروژې جایزې ګټلې وه.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]

د کویټ د چاپیریال ساتنې پروګرام په نړۍ کې تر ټولو لوی د چاپیریال ساتنې پروژو څخه يو دی. د کویټ د ۲۰۳۵ز کال لرلید تر مخې نورې مختلفې لویې زیربنايي پروژې هم شته. اوس مهال کویټ په منځني ختيځ کې د نړۍ تر ټولو لويه قضايي ودانۍ جوړوي، دا نوي قضايي ودانۍ له چاپیریال ساتنې سره برابرې دي. په نورو لويو پرمختګونو کې يې د حصة المبارک «KIPCO» سيمه هم شامله ده.[۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹][۶۰][۶۱][۶۲][۶۳]

د نوې کېدو وړ انرژي

[سمول]

د کویټ ۲۰۳۵ز کال د ليدلوري د یوې برخې په توګه، کویټ د بيا نوې کېدو وړ انرژۍ يو لوی پارک پرانیست چې «شقايا د نوې کېدو وړ انرژۍ پارک نومېږي»، په کوم کې چې متمرکزه لمريزه انرژي، لمریز فوتوولټیک او د هوا انرژۍ اډې (فابريکې) شاملې دي. دا پارک څلور برخې لري او هدف يې د ۴۰۰۰ ميګاواټه ظرفيت تر لاسه کول دي. دا به په نړۍ کې د نوي کیدونکې انرژۍ تر ټولو لويو پارکونو څخه يو وي.[۶۴][۶۵][۶۶][۶۷][۶۸][۶۹][۷۰]

د فولادو توليد

[سمول]

د فولادو تولید د کویټ دویم تر ټولو لوی صنعت دی. متحده فولادو صنعتي شرکت، د کويټ د فولادو عمده توليدونکی شرکت دی، دا  شرکت د ټول کویټ کورني بازار تقاضا (په ځانګنړي ډول ابادول) پوره کوي. کویټ په فولادو کې پر خپل ځان بسیا هېواد دی.[۷۱][۷۲][۷۳][۷۴]

کرنه

[سمول]

په ۲۰۱۶ز کال کې، په سبزیو کې د خوړو په برخه کې د کویټ پر ځان بسیاينې تناسب ۴۹.۵٪، په غوښه کې ۳۸.۷٪، په لبنیاتو کې ۱۲.۴٪، په میوو کې ۲۴.۹٪ او په غلو دانو کې ۸.۵٪ و. د کویټ په ټوله سیمه کې ۸.۵٪ کرنیزه ځمکه شامله ده، په داسې حال کې چې د کرنې وړ ځمکه د کویټ د ټولې سیمې ۰.۶٪ برخه پوښي. له تاريخي اړخه جاهرا تر ټولو زياته کرنيزه ځمکه وه. اوس مهال په جاهرا کې ډول ډول کروندځایونه شته.[۷۵][۷۶][۷۷][۷۸]

په ۲۰۱۷ز کال کې، کرڼه (د کبانو په ګډون) د ناخالص کورني توليد نږدې ٪۰.۴ سلنه جوړوله. له اقتصادي پلوه شاوخوا څلور سلنه نفوس په کرنه کې کار کوي چې نږدې ټول یې بهرنیان دي. د کروندو مالکان نږدې ټول پانګوال دي. په ۲۰۱۴ز کال کې ټوله کرنیزه ځمکه ۱،۵۲۱ کلیو متر مربع وه.[۷۹][۸۰]

د اوبو رسېدو محدوديت او د کرنې وړ ځمکې د کرنې صنعت ته له ستونزو سره مخ کړی. دولت د «هایدروپونیک» او په احتیاط سره اداره شويو کروندو له لارې د خوړو کرل تجربه کړي. همداراز، کله چې عراقي عسکرو په سیمه کې د تیلو څاګانو ته اور ورته کړ او د تیلو لوی ډنډونه یې جوړ کړل، په سويلي مرکزي کویټ کې د کرنې لپاره برابره ډېره برخه ځمکه له منځه ولاړه. کب او «شریمپ» په سیمه يیزو اوبو کې ډیر دي او په لویه پیمانه سوداګریزه کب نیونه په داخلي توګه او د هند په بحر کې تر سره کیږي.

مالي تمويل

[سمول]

کویټ د مالي تمويل په صنعت کې په «GCC» (د خليج د همکاريو شورا) کې مخکښ ځای لري. امیر دا نظریه وړاندې کړې چې کویټ باید خپله انرژي د اقتصادي پراختیا په برخه کې په مالي صنعت متمرکزه کړي.[۸۱]

سرچينې

[سمول]
  1. "Kuwait". The World Factbook. Central Intelligence Agency. 10 April 2015.
  2. "GDP per capita, PPP (current international $)", World Development Indicators database, World Bank. Database updated on 14 April 2015.
  3. GDP – per capita (PPP) Archived 2013-04-24 at the Wayback Machine., The World Factbook, Central Intelligence Agency.
  4. Economic Outlook Database, October 2015, International Monetary Fund. Database updated on 6 October 2015.
  5. "10 Most Valuable Currencies in the World". Silicon India. 21 March 2012.
  6. "Faisal Awwad Al Khaldi: Go Big or Go Home". The Business Year. 2019. بياځلي په 2022-07-16.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  7. "KWT Steel: Our ultimate goal is to become a fully-integrated steel manufacturer". Steel Orbis. 13 November 2018.
  8. "United Steel Industries covers Kuwait's demand for steel -- Chairman". Kuwait News Agency. 6 February 2007.
  9. "New rebar capacity coming up in Kuwait". Steel Orbis. 19 November 2019.
  10. "United Steel Industrial Co. (KWTSTEEL)". Epicos. 19 August 2019.
  11. Grant Suneson (7 July 2019). "These are the 25 richest countries in the world". USA Today.
  12. "Kuwait's Top 10 Exports".
  13. "Kuwait". The Observatory of Economic Complexity.
  14. "Kuwait: Market Profile". Hong Kong Trade Development Council. 30 April 2021.
  15. Ellie Pritchard (22 June 2021). "Al-Zour: Kuwait's vision of becoming an international hub in the Middle East". Valve World. بياځلي په 16 July 2022.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  16. "KUWAIT: An Introduction". Chambers and Partners.
  17. "Sinopec completes main unit of the Middle East's largest refinery". Hydrocarbon Processing. 16 December 2019.
  18. "Largest Refinery Project in the Middle East". Process Worldwide. 24 August 2016.
  19. "Start-up of Kuwait's al-Zour refinery still months off". Argus Media. 16 March 2021.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  20. Talal Aljiran; Walid Alkandari (13 October 2019). "Site Preparation & Soil remediation for Kuwait's Largest Environmental Friendly oil Refinery, by Utilizing Dredging & Soil Compaction". OnePetro. doi:10.2118/198101-MS. S2CID 210318313.{{cite journal}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  21. Ellie Pritchard (22 June 2021). "Al-Zour: Kuwait's vision of becoming an international hub in the Middle East". Valve World. بياځلي په 16 July 2022.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  22. "Feature: Kuwait's refinery project showcases Chinese concept of "win-win cooperation"". Xinhua News Agency. 14 December 2019. خوندي شوی له the original on 14 December 2019.
  23. "Kuwait Aims to Finish Middle East's Biggest LNG Terminal by March". Bloomberg. 15 September 2020.
  24. "Middle East's Largest Import Terminal for Liquefied Natural Gas". Cosmopolitan Daily. 21 September 2020.
  25. Alex Siow (2 October 2020). "Kuwait LNG import to rival Pakistan in three years". ICIS.
  26. "AL-ZOUR LNG IMPORT PROJECT". Denso. 2020.
  27. "Liquefied Natural Gas Import Facility (LNGI)". KIPIC. 2021. بياځلي په 2022-07-16.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  28. "Al-Zour Project". NES Fircroft. 2021.
  29. "Al-Zour LNG Import Terminal Project, Kuwait". Hydrocarbons Technology. 2017.
  30. "Kuwait completes work on $16bn Clean Fuels Project". Argus Media. 30 May 2021.
  31. "Kuwait completes biofuel project". Kuwait News Agency. 27 May 2021.
  32. "Sulaibiya sewage plant". MEED. 2 May 2017. The Sulaibiya wastewater treatment plant is the largest facility in the world to use energy-efficient reverse osmosis and ultrafiltration membrane technology
  33. "Kuwait-based wastewater treatment plant to become world's largest facility of its kind". Water Technology Online. 18 February 2015.
  34. "Sulaibiya to be world's largest RO treatment plant". Utilities Middle East. 17 February 2015.
  35. "Kuwait's Sulaibiya Plant to Set New Global Benchmark after Upgrade with GE's Advanced Water Reuse Technology". Global News Wire. 17 February 2015.
  36. "Sulaibiya Wastewater Treatment". Water Technology. خوندي شوی له the original on 2022-07-01. بياځلي په 2022-07-16.
  37. "Hogan Lovells advises on financial close for Kuwait's megaproject Umm Al-Hayman". Hogan Lovells. 19 August 2020.
  38. "KfW IPEX-Bank, Al Ahli Bank of Kuwait and the Commercial Bank of Kuwait finance Umm Al Hayman wastewater treatmant plant". KfW IPEX-Bank. 29 January 2019.
  39. "Umm Al Hayman Project". UAHPC. 2021. بياځلي په 2022-07-16.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  40. "أحمد الصالح لـ الجريدة•: توسعة "أم الهيمان" تضع الكويت على خريطة المياه العالمية". Al-Jarida (in عربي). 25 December 2020.
  41. "Umm Al Hayman Wastewater Project". WTE Wassertechnik. 2 June 2020. بياځلي په 16 July 2022.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  42. "Kuwait: Wastewater Treatment". The Business Year. 2020.
  43. "Hogan Lovells advises on financial close for Kuwait's megaproject Umm Al-Hayman". Hogan Lovells. 19 August 2020.
  44. "WTE Wassertechnik GmbH's UMM AL Hayman Kuwait Project". Lawyer Monthly. 30 June 2021.
  45. "KfW IPEX-Bank, Al Ahli Bank of Kuwait and the Commercial Bank of Kuwait finance Umm Al Hayman wastewater treatmant plant". KfW IPEX-Bank. 29 January 2019.
  46. "ASAR – Al Ruwayeh & Partners act as Kuwait Legal counsel to the consortium of WTE Wassertechnik GMBG and International Financial Advisors Holdings KSCP on the UMM Al Hayman Wastewater Treatment Plant PPP Project in Kuwait". Al Ruwayeh & Partners (ASAR). 7 February 2020.
  47. "Umm Al Hayman Wastewater Project". WTE Wassertechnik. 2 June 2020. بياځلي په 16 July 2022.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  48. "Kuwait: Wastewater Treatment". The Business Year. 2020.
  49. "GCC Projects Market Update" (PDF). Kamco Invest. 30 May 2021. p. 4.
  50. "GCC Projects Market Update" (PDF). Kamco Invest. 30 May 2021. p. 3.
  51. Wil Crisp (3 June 2021). "Kuwait awards remediation scheme contracts". MEED.
  52. "Kuwait Quarterly Newsletter - Issue 17" (PDF). RSM International. 9 May 2021. p. 17. KERP is the largest environmental remediation project in the world
  53. Wil Crisp (18 November 2020). "Contractors submit Kuwait remediation bids". MEED.
  54. "Eyeing the private sector". Gulf Construction. 1 June 2021.
  55. "Kuwait Quarterly Newsletter – Issue 3" (PDF). RSM International. 4 November 2020. p. 15.
  56. "New Kuwait (Kuwait Vision 2035)". New Kuwait.
  57. "Al-Zour refinery strategic project of Kuwait 2035 Vision". Kuwait News Agency (KUNA). 1 May 2017.
  58. Ranju Warrier (18 February 2021). "Pace on being a 'repeat choice' for judicial complexes' projects". Construction Week.
  59. "Smart Kuwait courts complex ready". Gulf Construction. 1 March 2021.
  60. "New Kuwait court complexes opened". Trade Arabia. 2 June 2016.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  61. "GSAS to be adopted in Kuwait following a strategic partnership between GORD and NTEC". e-mc2.gr. 18 April 2019.
  62. "Pace delivers Hawalli Smart Courts Complex in Kuwait". Design Middle East. 14 February 2021.
  63. "Landmark set to dominate horizon". Gulf Construction. 1 June 2021.
  64. "Kuwait launches Phase One of Shagaya Renewable Energy Park". ME Construction News. 24 February 2019.
  65. "Kuwait Solar Energy Market – Growth, Trends, COVID-19 Impact, and Forecasts (2021–2026)". Mordor Intelligence. 2021.
  66. "Shagaya power plant 1st phase launched". Kuwait News Agency (KUNA). 20 February 2019.
  67. "First Phase Of Kuwait's Shagaya Renewable Energy Park Launched". Utilities Middle East. 25 February 2019.
  68. "Kuwait Solar Energy Market – Growth, Trends, COVID-19 Impact, and Forecasts (2021–2026)". Mordor Intelligence. 2021.
  69. "Kuwait extends renewable advisory deadline". MEED. 23 June 2021. Various phases of the Shagaya renewable energy project will have a combined capacity of 4GW once completed
  70. "PROJECTS: Kuwait to invite consultancy bids for renewable energy project". Zawya. 18 May 2021.
  71. "KWT Steel: Our ultimate goal is to become a fully-integrated steel manufacturer". Steel Orbis. 13 November 2018.
  72. "United Steel Industries covers Kuwait's demand for steel -- Chairman". Kuwait News Agency. 6 February 2007.
  73. "New rebar capacity coming up in Kuwait". Steel Orbis. 19 November 2019.
  74. "United Steel Industrial Co. (KWTSTEEL)". Epicos. 19 August 2019.
  75. "Food self-sufficiency ratio in Kuwait in 2016, by type". Statista. 26 August 2020.
  76. Farmers of Jahra[مړه لينکونه]
  77. Choi Moon-hee (18 May 2021). "South Korean Companies Building Smart Farms in the Middle East". Business Korea.
  78. "Land use - The World Factbook - CIA".
  79. "Employment in agriculture (% of total employment) (modeled ILO estimate) | Data". data.worldbank.org (in American English). بياځلي په 2018-04-24.
  80. "general profile". Food and Agriculture Organization of the United Nations (in انګليسي). بياځلي په 2018-04-22.
  81. Herb, Michael (18 December 2014). The Wages of Oil: Parliaments and Economic Development in Kuwait and the UAE. ISBN 9780801454684. {{cite book}}: |work= ignored (help)