د کوويډ-۱۹ نښې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کوويډ-۱۹ نښې بدلون مومي، له کوچنيو نښو نيولې بيا تر سختې ناروغۍ رسېږی. په عامو نښو کې سردرد، د بوی حس کولو وړتيا (انوسميا) او خوند حس کولو وړتيا (ايجوسيا) له لاسه ورکول، پوزه بندېدل او پوزه بهېدل، د غړيو درد، د ستوني درد، تبه، اسهال او په ساه اخستلو کې ستونزې شاملې دي. د داسې عفونت لرونکو خلکو بېلا بېلې نښې څرګندېږي او شونې ده چې د وخت په تېرېدو سره يې نښې بدلون ومومي. د نښو درې عامې ډلې په ګوته شوې دي: يو يې د ساه اخستلو د نښو ډله ده چې ټوخی،  بلغم، ساه لنډي او تبه ده، د بدن د غړيو د نښو ټولګه چې د غړیو او بندونو دردونه، سر درد او ستړتيا  ورسره وي، د هاضمې د نښو ډله چې د خېټې درد، کانګې کول او اسهال ورسره مل وي. په هغو خلکو کې چې له مخکې نه د غوږ، پوزې يا ستوني ستونزې نه لري، په کوويډ-۱۹ کې د خوند او بوی د حس له لاسه ورکول هم يو ځای وی، دا  نښې په اته اتيا سلنه پېښو کې لېدل شوې دي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

د هغو خلکو له منځه چې د دې ناروغۍ نښې په کې لیدل کيږي، يو اتيا سلنه يې يوازې سپکې یا منځنۍ نښې (ډېره کمه نمونيا - سينه بغل) ښيي، په داسې حال کې چې په څوارلس سلنه خلکو کې سختې نښې څرګندېږي (ډايسپنيا، هايپوکسيا يا له پنځوس سلنه نه زیات د سږو ښکېلتيا) او پنځه سلنه ناروغان په سختو نښو اخته کېږي (ساه بندي، جټکه یا د ډېرو غړيو بې کاره کېدل). لږ تر لږه د هغو خلکو له منځه چې، په دې وايرس اخته کېږی، درېيمه برخه يې هېڅ وخت د پام وړ نښې نه څرګندوي. دا کسان چې نښې نه لري؛ خو ناروغي ورسره وي، د ازموينې (طبي معاينې) لپاره مراجعه نه کوي او کولای شي چې، ناروغي خپره کړي. ځينې نور اخته شوي کسان وروسته نښې څرګندوي، چې دې ته «مخکينۍ نښې» ويل کېږي، يا ډېرې نرمې نښې لري او کولای شي، چې دا وايرس خپور کړي. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

لکه چې په ناروغۍ اخته کسانو کې عامه ده، د هغې شېبې تر منځ چې په لومړي ځل يو څوک اخته شي او د لومړيو نښو د راڅرګندېدو تر منځ ځنډ پېښېږي. د کوويډ-۱۹ لپاره منځنی ځنډ له څلورو نه تر پنځو ورځو دی. ډېر نښې لرونکي خلک له تشخيص وروسته  له دوو نه تر اووه ورځو پورې د نښو څرګندېدل تجربه کوي. نږدې ټول خلک به په دوولسو ورځو کې لږ تر لږه يوه نښه تجربه کړي. [۱۳][۱۴]

ډېر خلک د سختې ناروغۍ له حالت نه بېرته رغېږي، خو ځينې خلک – په کور کې د تجريد شويو ځوانانو له ډلې له نيمايي زيات – له روغېدو وروسته هم تر يو بريده د ستړتيا په څېر اغېزې تجربه کوي، دا هغه حالت دی چې اوږده کرونا بلل کېږي، په دې حالت کې د غړيو اوږدمهاله زيان ليدل شوی دی. د دې ناروغې د اوږدمهاله اغېزو د څېړلو لپار څو کلنې مطالعې روانې دي. [۱۵][۱۶][۱۷]

ټول کتنه(عمومي کتنه)[سمول]

شونې ده چې د کوويډ-۱۹ نښې په پرتليز ډول ټاکلې نه وي، تر ټولو عامې نښې يې تبه، وچ ټوخی او ستړتيا دي. د هغو خلکو له منځه چې نښې په کې موندل کېږی، په اټکلي توګه په پنځو کې يو تن يې شونې ده چې ډېر سخت ناروغه شي او په ساه اخستلو کې ستونزې پیدا کړي. په بېړنيو نښو کې د ساه اخستلو ستونزې، دوامدار د سينې درد يا فشار، ناڅاپي خپګان، په تګ کې ستونزه، د مخ يا شونډو شنه کېدل شامل دي؛ که چېرې دا نښې وي، نو د سملاسي روغتيايي پاملرنې سپارښتنه کېږي. د ناروغۍ زياتېدل کولای شي، د نمونيا (د سږو پړسوب- سينه بغل)، سخت تنفسي رنځ نښې، سيپسس، سپټيک جټکه (له يوې ناروغۍ وروسته د فشار زيات ښکته کېدل) او د ګردو له کاره لوېدو په څېر ستونزو (ګډوډيو) لامل وګرځي. [۱۸]

ځينې نښې د نورو په پرتله ژرڅرګندېږي. د ۲۰۲۰ز کال د اګست په مياشت کې، د سويلي کارولينا په پوهنتون کې ساينس پوهانو د کوويډ-۱۹ د لومړيو «شونو» نښو ترتيب د تبې په ډول وښود، چې له هغې وروسته ټوخی او د غړيو درد پيلیږي او دا چې زړه بدی او کانګې له اسهال نه مخکې پيليږي. دا د انفلوينزا د عامې لارې سره په ټکر کې ده، په کومې ناروغۍ کې چې لومړی ټوخی او بيا ورپسې تبه منځ ته راځي. په داسې حال کې چې د نښو د منځ ته راتلو د کتنې لپاره د روغتيايي ادارو لارښود د څوارلسو ورځو لپاره د تجريد (ځانله کېدو) سپارښتنه کوي، داسې محدود شواهد شته چې، شونې ده د لومړي اخته کېدو نه وروسته په ځينو ناروغانو کې د نښو څرګندېدل، له څوارلسو نه زياتې ورځې واخلي. [۱۹][۲۰][۲۱]

د کرونا بېلا بيل ډولونه[سمول]

د هغو خلکو لپاره چې په بېلا بېلو ډولونو اخته کیږي، د تر ټولو زياتو نښو شمېر شونې دی، له هغه څه مختلف وي، چې د دې وبايي ناروغۍ په لومړيو پړاوونو کې وليدل شي.

ډيلټا[سمول]

هغه خلک چې په ډلټا اخته شوي، شونې ده چې د زکام له نښو سره يې توپير ونه شي کړای او د ځانله کېدو اړتيا ونه ويني. د ۲۰۲۱ز کال د جون په مياشت کې راپور شوې عامې نښې يې سردرد، د ستوني درد (خارښت)، د پوزې بهېدل او تبه دي. په بریتانيا کې هغه مهال، کله چې يو نوي ۹۱٪ سلنه نوې پېښې د ډلټا ډول بلل شوې وې، په يوه څېړنه کې وموندل شوه چې، ډېرې راپور شوې نښې يې سردردی، د ستوني درد او د پوزې بهېدل دي.[۲۲][۲۳][۲۴]

اوميکرون[سمول]

د ۲۰۲۱ز کال د دسمبر مياشتې په نيمايي کې د وبايي ناروغيو پوهاند «ټم سپيکټر» ويلي و چې: د اوميکرون ډول ډېری برخه نښې د عام زکام په څېر وي، چې سردردی، د ستوني درد، پوزې بهېدل، ستړتيا او پرنجی په کې شامل دي، په همدې بنسټ هغه خلک چې د زکام نښې لري، بايد د کرونا معاینه وکړي. «د تبې، ټوخي او بوی حس له لاسه ورکولو په څېر حالتونه، اوس د هغو نښو په لږه کيو کې شمېرل کېږي چې موږ يې وينو. ډېری خلک کلاسيکې نښې نه لري». په لندن کې د زکام نښې لرونکي خلک (چېرې چې کرونا په تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې وه) د دې پر ځای چې زکام وبلل شي، د دې ډېره شونتيا وه، چې په کرونا اخته شوي وي. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

بدني[سمول]

په عادي بدني نښو کې ستړتيا، د غړیو او بندونو درد شامل دی. ځينې خلک د ستوني درد (خارښت) هم لري.[۲۹][۳۰][۳۱]

تبه[سمول]

د کوويډ-۱۹ په ناروغانو کې تبه یو له ټولو عامو نښو نه ده، خو په لومړيو معايناتو کې د تبې په نه شتون سره د کوويډ-۱۹ شتون رد کېدای نه شي. په کوويد-۱۹ د اخته کېدو په لومړۍ اونۍ کې تبه، د بدن د طبيعي مدافعې قوې (قوه معافيت) غبرګون ښودل کېدای شي، خو که چېرې دا عفونت د «سيتوکين توپان» (يو ډول حجروي خلل دی) بڼه غوره کړي، تبه بيا معکوسه پايله ورکوي. د ۲۰۲۰ز کال تر سپتمبر مياشتې پورې، د پايلې سره د تبې د تړلو په اړوند ډېره کمه څېړنه شوې وه. [۳۲]

د ۲۰۲۰ز کال د جون په مياشت کې یوې منظمې کتنې له پنځه اويا نه تر اتيا سلنه پورې د تبې خپرېدو راپور ورکړی و. د ۲۰۲۰ز کال د جون تر مياشتې پورې، د ناروغیود مخنيوي او کنترول لپاره اروپايي مرکز (ECDC) د پنځه څلوېښت سلنه تبې د خپرېدو خبر ورکړی و.  

درد[سمول]

د ۲۰۲۰ز کال د جون مياشتې يوې منظمې کتنې  له اووه ويشت نه تر پنځه دېرش سلنه پورې د ستړتيا د خپرېدو، له څوارلس نه تر نولس سلنې پورې د غړیو د درد، له لس نه تر څوارلس سنله پورې د ستوني د درد خپرېدو راپور ورکړی و. د ۲۰۲۰ز کال د جون تر مياشتې پورې ECDC تر دري شپېته سلنه پورې د غړیو د کمزورۍ (استينيا) د خپرېدو، تر درې شپېته سلنه پورې د غړيو د درد (مايليژيا) د خپرېدو او تر درې پنځوس سلنه پورې د ستوني د درد د خپرېدو خبر ورکړی و.[۳۳]

تنفسي (د ساه اخستلو اړوند)[سمول]

ټوخی د کوويډ-۱۹ يوه بله عامه نښه ده، چې شونې ده يا وچ يا بلغمي وي. [۳۴]

ځينې نښې، لکه په ساه  اخستلو کې ستونزه په ناروغانو کې ډېرې عامې دي چې په روغتون کې بسترۍ ته اړتيا لري. ساه بندي له ناروغۍ وروسته منځ ته راځي. له دېرشو ورځو نه زياته موده کې په شل سلنه پېښو کې دايمي انوسميا يا هايپوسميا يا ايجوسيا او يا هم ډيجوسيا مستند شوي دي.[۳۵][۳۶]

شونې ده ،چې په تنفسي ستونزو کې  سينه بغل او سخت تنفسي رنځ  نښې (ARDS) شاملې وي. د ۲۰۲۰ز کال د جولای تر مياشتې پورې، ECDC  اته شپېته سلنه د پوزې د بنديدو، درې شپېته سلنه د ټوخي، شپېته سلنه د پوزې د بهېدو د خپرېدو راپور ورکړی و. د ۲۰۲۰ز کال د جون په مياشت کې د بدني بيا کتنې له خوا له څلور پنځوس نه تر يو شپېته سلنه د وچ ټوخي او له دوه ويشت نه تر اته ويشت سلنه پورې د بلغمي ټوخي د خپرېدو راپور ورکړی و.[۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

سرچینې[سمول]

  1. "Symptoms of Coronavirus". U.S. Centers for Disease Control and Prevention (CDC). 22 February 2021. مؤرشف من الأصل في ۰۴ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Grant MC, Geoghegan L, Arbyn M, Mohammed Z, McGuinness L, Clarke EL, Wade RG (23 June 2020). "The prevalence of symptoms in 24,410 adults infected by the novel coronavirus (SARS-CoV-2; COVID-19): A systematic review and meta-analysis of 148 studies from 9 countries". PLOS ONE. 15 (6): e0234765. Bibcode:2020PLoSO..1534765G. doi:10.1371/journal.pone.0234765. PMC 7310678. PMID 32574165. S2CID 220046286. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Clinical characteristics of COVID-19". European Centre for Disease Prevention and Control. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Paderno A, Mattavelli D, Rampinelli V, Grammatica A, Raffetti E, Tomasoni M, et al. (December 2020). "Olfactory and Gustatory Outcomes in COVID-19: A Prospective Evaluation in Nonhospitalized Subjects". Otolaryngology–Head and Neck Surgery. 163 (6): 1144–1149. doi:10.1177/0194599820939538. PMC 7331108. PMID 32600175. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Chabot AB, Huntwork MP (September 2021). "Turmeric as a Possible Treatment for COVID-19-Induced Anosmia and Ageusia". Cureus. 13 (9): e17829. doi:10.7759/cureus.17829. PMC 8502749 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 34660038 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Niazkar HR, Zibaee B, Nasimi A, Bahri N (July 2020). "The neurological manifestations of COVID-19: a review article". Neurological Sciences. 41 (7): 1667–1671. doi:10.1007/s10072-020-04486-3. PMC 7262683. PMID 32483687. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Interim Clinical Guidance for Management of Patients with Confirmed Coronavirus Disease (COVID-19)". U.S. Centers for Disease Control and Prevention (CDC). 6 April 2020. مؤرشف من الأصل في ۰۲ مارچ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Multiple sources:
  9. Gao Z, Xu Y, Sun C, Wang X, Guo Y, Qiu S, Ma K (February 2021). "A systematic review of asymptomatic infections with COVID-19". Journal of Microbiology, Immunology, and Infection = Wei Mian Yu Gan Ran Za Zhi. 54 (1): 12–16. doi:10.1016/j.jmii.2020.05.001. ISSN 1684-1182. PMC 7227597. PMID 32425996. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Oran, Daniel P., and Eric J. Topol. “Prevalence of Asymptomatic SARS-CoV-2 Infection : A Narrative Review.” Annals of Internal Medicine. vol. 173,5 (2020): 362-367. doi:10.7326/M20-3012 PMID 32491919 Retrieved 14 January 2021.
  11. Lai CC, Liu YH, Wang CY, Wang YH, Hsueh SC, Yen MY, et al. (June 2020). "Asymptomatic carrier state, acute respiratory disease, and pneumonia due to severe acute respiratory syndrome coronavirus 2 (SARS-CoV-2): Facts and myths". Journal of Microbiology, Immunology, and Infection = Wei Mian Yu Gan Ran Za Zhi. 53 (3): 404–412. doi:10.1016/j.jmii.2020.02.012. PMC 7128959. PMID 32173241. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Furukawa NW, Brooks JT, Sobel J (July 2020). "Evidence Supporting Transmission of Severe Acute Respiratory Syndrome Coronavirus 2 While Presymptomatic or Asymptomatic". Emerging Infectious Diseases. 26 (7). doi:10.3201/eid2607.201595. PMC 7323549. PMID 32364890. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Gandhi RT, Lynch JB, Del Rio C (October 2020). "Mild or Moderate Covid-19". The New England Journal of Medicine. 383 (18): 1757–1766. doi:10.1056/NEJMcp2009249. PMID 32329974. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Wiersinga WJ, Rhodes A, Cheng AC, Peacock SJ, Prescott HC (August 2020). "Pathophysiology, Transmission, Diagnosis, and Treatment of Coronavirus Disease 2019 (COVID-19): A Review". JAMA. 324 (8): 782–793. doi:10.1001/jama.2020.12839. PMID 32648899. S2CID 220465311. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. . Half of young adults with COVID-19 have persistent symptoms after 6 months. medicalxpress.com.
  16. Blomberg B, Mohn KG, Brokstad KA, Zhou F, Linchausen DW, Hansen BA, et al. (June 2021). "Long COVID in a prospective cohort of home-isolated patients". Nature Medicine. 27 (9): 1607–1613. doi:10.1038/s41591-021-01433-3. PMC 8440190 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 34163090 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). S2CID 235625772 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. CDC (11 February 2020). "COVID-19 and Your Health". Centers for Disease Control and Prevention. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Coronavirus". World Health Organization (WHO). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Larsen JR, Martin MR, Martin JD, Kuhn P, Hicks JB (13 August 2020). "Modeling the Onset of Symptoms of COVID-19". Frontiers in Public Health. 8: 473. doi:10.3389/fpubh.2020.00473. PMC 7438535. PMID 32903584. S2CID 221105179. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Considerations for quarantine of contacts of COVID-19 cases". World Health Organization. WHO recommends that all contacts of individuals with a confirmed or probable COVID-19 be quarantined in a designated facility or at home for 14 days from their last exposure. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Bikbov B, Bikbov A (2021). "Maximum incubation period for COVID-19 infection: Do we need to rethink the 14-day quarantine policy?". Travel Medicine and Infectious Disease. 40: 101976. doi:10.1016/j.tmaid.2021.101976. PMC 7816956 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 33476809 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). Notably, these incubation periods longer than 14 days were registered not only in sporadic cases, but in a substantial proportion reaching... 5.0% out of 339, 7.7% out of 104... patients with traced contacts الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په 14 June 2021 باندې). Delta variant Covid symptoms 'include headaches, sore throat and runny nose'. The Guardian.
  23. (په 14 June 2021 باندې). Headache and runny nose linked to Delta variant. BBC News.
  24. (په 14 June 2021 باندې). The COVID-19 Delta Variant: Here's Everything You Need to Know. Healthline.
  25. (په 15 December 2021 باندې). Londoners with cold symptoms more likely to have Covid, says expert.
  26. . Omicron Symptoms: Here's How They Differ From Other Variants. NBC Chicago.
  27. (په 23 January 2022 باندې). Is a change to your taste or smell a sign of Omicron?. Metro.
  28. Scribner H (2021-12-21). "Doctor reveals new nightly omicron variant symptom". Deseret News (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۲ جنوري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Symptoms of Coronavirus". U.S. Centers for Disease Control and Prevention (CDC). 22 February 2021. مؤرشف من الأصل في ۰۴ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Grant MC, Geoghegan L, Arbyn M, Mohammed Z, McGuinness L, Clarke EL, Wade RG (23 June 2020). "The prevalence of symptoms in 24,410 adults infected by the novel coronavirus (SARS-CoV-2; COVID-19): A systematic review and meta-analysis of 148 studies from 9 countries". PLOS ONE. 15 (6): e0234765. Bibcode:2020PLoSO..1534765G. doi:10.1371/journal.pone.0234765. PMC 7310678. PMID 32574165. S2CID 220046286. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Coronavirus". World Health Organization (WHO). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Gul MH, Htun ZM, Inayat A (February 2021). "Role of fever and ambient temperature in COVID-19". Expert Review of Respiratory Medicine. 15 (2): 171–173. doi:10.1080/17476348.2020.1816172. PMC 7544962 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 32901576. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Clinical characteristics of COVID-19". European Centre for Disease Prevention and Control. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Grant MC, Geoghegan L, Arbyn M, Mohammed Z, McGuinness L, Clarke EL, Wade RG (23 June 2020). "The prevalence of symptoms in 24,410 adults infected by the novel coronavirus (SARS-CoV-2; COVID-19): A systematic review and meta-analysis of 148 studies from 9 countries". PLOS ONE. 15 (6): e0234765. Bibcode:2020PLoSO..1534765G. doi:10.1371/journal.pone.0234765. PMC 7310678. PMID 32574165. S2CID 220046286. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Paderno A, Mattavelli D, Rampinelli V, Grammatica A, Raffetti E, Tomasoni M, et al. (December 2020). "Olfactory and Gustatory Outcomes in COVID-19: A Prospective Evaluation in Nonhospitalized Subjects". Otolaryngology–Head and Neck Surgery. 163 (6): 1144–1149. doi:10.1177/0194599820939538. PMC 7331108. PMID 32600175. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Chabot AB, Huntwork MP (September 2021). "Turmeric as a Possible Treatment for COVID-19-Induced Anosmia and Ageusia". Cureus. 13 (9): e17829. doi:10.7759/cureus.17829. PMC 8502749 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 34660038 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Hui DS, I Azhar E, Madani TA, Ntoumi F, Kock R, Dar O, et al. (February 2020). "The continuing 2019-nCoV epidemic threat of novel coronaviruses to global health - The latest 2019 novel coronavirus outbreak in Wuhan, China". International Journal of Infectious Diseases. 91: 264–266. doi:10.1016/j.ijid.2020.01.009. PMC 7128332. PMID 31953166. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Murthy S, Gomersall CD, Fowler RA (April 2020). "Care for Critically Ill Patients With COVID-19". JAMA. 323 (15): 1499–1500. doi:10.1001/jama.2020.3633. PMID 32159735. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Cascella M, Rajnik M, Cuomo A, Dulebohn SC, Di Napoli R (2020). "Features, Evaluation and Treatment Coronavirus (COVID-19)". StatPearls. Treasure Island (FL): StatPearls Publishing. PMID 32150360. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Heymann DL, Shindo N, et al. (WHO Scientific and Technical Advisory Group for Infectious Hazards) (February 2020). "COVID-19: what is next for public health?". Lancet. 395 (10224): 542–545. doi:10.1016/s0140-6736(20)30374-3. PMC 7138015. PMID 32061313. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)