د کوریا وېش

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کوریا وېش د جاپان له ماتې سره په دویم نړیوال جنګ کې پیل شو. د جګړې په بهیر کې، په جګړې کې د جاپان له تسلیمیدو وروسته متحدو مشرانو د کوریا د راتلونکي په اړه فکر کاوه. مشران دې تفاهم ته ورسېدل چې کوریا به له جاپان نه ازادیږي، خو تر هغه چې کوریایان د ځان بسیاینې لپاره چمتو ګڼل کېږي، تر هغه پورې به د نړیوال څار لاندې وي. د جګړې په وروستیو ورځو کې، متحده ایالاتو وړاندیز وکړ چې د کوریا ټاپو وزمه په دوو اشغال سیمو (متحده ایالاتو او شوروي) د ۳۸ موازي د وېش کرښې په توګه ووېشل شي. روسانو د دوی وړاندیز ومنه او د کوریا له وېش سره یې موافقه وکړه.[۱][۲]

په مسکو کې د بهرنیو چارو د وزیرانو په کنفرانس کې د ۱۹۴۵ ز کال په ډسمبر میاشت کې موافقه وشوه چې د کوریا څارنه به د څلورو قدرتونو له خوا د پنځو کلونو لپاره دوام کوي. په هرحال، د سړې جګړې پیل او د کورنيو او نړیوالو عواملو په ګډون، له څارنې سره د کوریا مخالفت، د متحده ایالاتو او شوروي اتحاد ترمنځ په راتلونکو دوو کلونو کې د څارنې په اړه خبرې اترې ناکامې شوې، نو په دې توګه دا څارنه عملاً باطله شوه. یوازې د یوې خپلواکې او متحدې کوریا د دولت د بیا رغېدو لپاره د یوه توافق په چوکاټ کې موافقه یا هوکړه شوې وه. په ۱۹۴۸ ز کال کې، وروسته له هغه چې ملګري ملتونه په دې ونه توانېدل چې د شوروي اتحاد لپاره د منلو وړ پایلې رامنځته کړي، نو ټولټاکنې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې یوازې د متحده ایالاتو له خوا په اشغال شوي سویلي کوریا کې ترسره شوې. د امریکا په ملاتړ سینګمن ري ټاکنې وګټلې، په داسې حال کې چې کیم ایل سونګ د شوروي تر اشغال لاندې شمالي کوریا د مشر په توګه خپل دریځ څرګند کړ. دا کړنه د ۱۹۴۸ ز کال د اګست په ۱۵ په سویلي کوریا کې د سویلي کوریا د تاسیس لامل شوه، تر دې وروسته په چټکۍ سره په شمالي کوریا کې د ۱۹۴۸ ز کال د سپټمبر په ۹ نیټه د کوریا د خلق ډیموکراټیک جمهوریت تاسیس شو، متحده ایالاتو له سویل او شوروي اتحاد له شماله ملاتړ وکړ او هر یوه حکومت د  کوریا په ټولې ټاپووزمې کې د حاکمیت ادعا کوله.[۳][۴][۵]

تاريخ[سمول]

جاپاني واکمني (۱۹۱۰-۱۹۴۵)[سمول]

کله چې د روسیې-جاپان جګړه په ۱۹۰۵ ز کال کې پای ته ورسیده، کوریا تش په نامه د جاپان تر څار لاندې ونیول شو او په ۱۹۱۰ ز کال کې د جاپان له خوا ضمیمه شو. د کوریا سترواک ګوجونګ له واکه لرې شو. په راتلونکو لسیزو کې، ملتپالې او بنسټپالې ډلې د خپلواکۍ لپاره د مبارزې په پار راڅرګندې شوې. ددې ډلو فکرونو او کړنو له یو بل سره توپیرونه درلودل، نو ځکه یې ونشو کړای چې په یوه غورځنګ کې سره راټول شي. [۶][۷]

دویم نړیوال جنګ[سمول]

د قاهرې کنفرانس د ۱۹۴۳ ز کال په نومبر میاشت کې، د دویمې نړیوالې جګړې په منځ کې، فرانکلین ډي روزویلټ، وینسټن چرچیل او چیانګ کای شیک په دې سره موافقه وکړه چې هغه سیمې چې جاپان په زوره نیولې وې، باید هغه سیمې بېرته له لاسه ورکړي. درېیو واړو ځواکونو د کنفرانس په پای کې اعلان وکړ چې دوی «د کوریا د خلکو د غلامۍ په پام کې نیولو سره، ... پریکړه وکړه چې په مناسب وخت کې کوریا به ازاده او خپلواکه شي». روزویلټ د ۱۹۴۳ ز کال د نومبر په میاشت کې د تهران په کنفرانس او د ۱۹۴۵ ز کال په فبروري کې د یالتا په کنفرانس کې له جوزف سټالین سره دا مفکوره مطرح کړه. استالین مخالفت ونه کړ، خو د څارنې د دورې له لنډې مودې څخه یې دفاع وکړه. [۸][۹][۱۰]

د کوریا جګړه[سمول]

له ۱۹۴۸ نه تر د ۱۹۵۰ کال د جون تر ۲۵ پورې د کورنۍ جګړې تر پیلیدو، د دواړو خواوو وسله وال ځواکونه د پولې په اوږدو کې په یو لړ خونړیو جګړو کې ښکیل وو. په ۱۹۵۰ ز کال کې، کله چې د شمالي کوریا ځواکونو پر سویلي کوریا باندې برید وکړ او د کوریا جګړه یې پیل کړه دا شخړې په ناڅاپي ډول زیاتې شوې. ملګرو ملتونو د سویل د ساتنې لپاره مداخله وکړه، او د متحده ایالاتو په مشرۍ یې ځواک ورواستاوه. د سویل له اشغالېدو سره، د کوریا د خلق ډیموکراټیک جمهوریت هڅه وکړه چې کوریا د خپل رژیم لاندې متحده کړي، د صنعت ملي کول، د ځمکو اصلاحات، او د خلکو د کمیټو بیا رغاونې یې پیل کړې.[۱۱]

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو مداخله د ۳۸ موازي د پولې د بیا راګرځولو په توګه ګڼل کېده، سینګمن ري استدلال وکړ چې پوله د شمال برید له منځه وړې ده. په ورته ډول، د ملګرو ملتونو سرمنشي جنرال ډګلاس مک ارتر وویل چې هغه نه غواړي یوازې د شمالي کوریا ځواکونه د پولې شا ته وشړي هغه اراده لري چې کوریا متحده کړي. په هرحال، شمال د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې ځواکونو د ځوابي برید تر سره کېدو پورې د سویل ۹۰٪ برخه ونیوله. لکه څنګه چې د شمالي کوریا ځواکونه له سویل نه ایستل شوي وو، د سویلي کوریا ځواکونو د اکتوبر په لومړۍ نیټه له ۳۸ موازي نه تیر شوو، چې امریکایي او د ملګرو ملتونو ځواکونو یوه اونۍ وروسته هغوی تعقیب کړل.[۱۲][۱۳][۱۴]

اوربند[سمول]

له درې کلنې جګړې وروسته د کوریا د اوربند تړون لاسلیک شو. دواړو خواوو موافقه وکړه چې د دولتونو ترمنځ ۴ کیلومټره (۲.۵ میله) حایله سیمه رامنځته کړي، چې د کوریا د غیر نظامي سیمې (DMZ) په نوم پیژندل کیږي. ريي د اوربند له منلو نه انکار وکړ او په زور يې د هيواد د بيا يوځاى کېدو غوښتنه وکړه. د هیواد د بیا یوځای کولو لپاره د دواړو خواوو د هڅو سره سره، جګړې د کوریا وېش ته دوام ورکړ او د سویلي کوریا او متحده ایالاتو ترمنځ د دایمي یووالي او په سویل کې د متحده ایالاتو د دایمي لښکرکوټ د رامنځته کېدو لامل شو.[۱۵][۱۶]

د کوریا د اوربند له شرایطو سره سم، په ۱۹۵۴ ز کال کې د کوریا د مسئلې په هکله د جینوا کنفرانس جوړ شو. د ډیریو ښکېلو هیوادونو د هڅو سره سره، کنفرانس د اعلامیې پرته د متحدې کوریا لپاره پای ته ورسید.

اوربند د بې پلوه هیوادونو د څارنې کمیسیون NNSC)) رامنځته کړ چې د اوربند د څارنې دنده یې پر غاړه وه. له ۱۹۵۳ ز کال راهیسې، د سویس  او سویډن وسله وال ځواکونه د NNSC غړي دي چې DMZ ته نږدې موقعیت لري. پولنډ او چکوسلواکیا بې پلوه هیوادونه وو چې د شمالي کوریا له خوا غوره شوي وو، خو شمالي کوریا وروسته له هغه خپل څارونکي اخراج او یا ووېستل چې دغو هیوادونو د سرمایه دارۍ سیسټم ومنه.[۱۷][۱۸][۱۹]

له اوربند وروسته اړیکې[سمول]

له جګړې راهیسې، کوریا د DMZ په اوږدو کې ویشل شوې. شمال او سویل په شخړو کې سره ښکېل دي، دواړه مخالف رژیمونه ادعا کوي چې د ټول هیواد قانوني حکومت د دوی دی. ځای ځای خبرو اترو ونشو کړای چې په بیا یوځای کېدو کې دوامداره پرمختګ رامنځته کړي.[۲۰]

د ۲۰۱۸ ز کال د اپریل په ۲۷ د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون او د جنوبي کوریا ولسمشر مون جای ان په غیر پوځي سیمې DMZ)) کې سره وکتل. د پانمونجوم اعلامیه چې د دواړو مشرانو له خوا لاسلیک شوه پولې ته نږدې د اوږدمهاله نظامي فعالیتونو پای ته رسیدو او د کوریا د بیا یوځای کېدو غوښتنه وکړه.[۲۱]

د ۲۰۱۸ ز کال د نومبر په لومړۍ نېټه، په ټولې DMZ کې حایلې سیمې رامنځته شوې ترڅو په اطمینان سره د ځمکې، سمندر او هوا د دښمنۍ پای ته رسولو کې مرسته وکړي. حایلې سیمې د دیوکجیوک Deokjeok ټاپو له شمال نه په لویدیځ بحر کې د سویل تر Cho ټاپو پورې او د Sokcho ښار شمال او په ختیځ (زېړ) سمندر کې د Tongchon ښار سویل ته غځول شوي دي. [۲۲][۲۳]

سرچينې[سمول]

  1. Lee, Jongsoo (2006). The Partition of Korea After World War II: A Global History. New York: Palgrave Macmillan. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4039-6982-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Fry, Michael (5 August 2013). "National Geographic, Korea, and the 38th Parallel" (په انګلیسي ژبه کي). National Geographic. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. George M. McCune (March 1947). "Korea: The First Year of Liberation". Pacific Affairs. University of British Columbia. 20 (1): 3–17. doi:10.2307/2752411. JSTOR 2752411. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Troops cross North-South Korea Demilitarized Zone in peace for 1st time ever". Cbsnews.com. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "North and South Korean soldiers enter each other's territory". The Economic Times. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Buzo, Adrian (2002). The Making of Modern Korea. London: Routledge. د کتاب پاڼي 31–37. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-23749-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Cumings, Bruce (2005). Korea's Place in the Sun: A Modern History. New York: W. W. Norton & Company. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-393-32702-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 1 December 1943 باندې). Cairo Communique, December 1, 1943. Japan National Diet Library
  9. Savada, Andrea Matles; Shaw, William, المحررون (1990), "World War II and Korea", South Korea: A Country Study, Washington, DC: Library of Congress, مؤرشف من الأصل في ۲۹ جون ۲۰۱۱, د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مې ۲۰۰۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Stueck, William W. (2002), Rethinking the Korean War: A New Diplomatic and Strategic History, Princeton, NJ: Princeton University Press, د کتاب پاڼې 20, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-11847-5 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Lone, Stewart; McCormack, Gavan (1993). Korea since 1850. Melbourne: Longman Cheshire. د کتاب پاڼې 112. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Stueck, William W. (2002). Rethinking the Korean War: A New Diplomatic and Strategic History. Princeton, NJ: Princeton University Press. د کتاب پاڼي 87–88. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-11847-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Stueck, William W. (2002). Rethinking the Korean War: A New Diplomatic and Strategic History. Princeton, NJ: Princeton University Press. د کتاب پاڼي 87–88. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-11847-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Cumings, Bruce (2005). Korea's Place in the Sun: A Modern History. New York: W. W. Norton & Company. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-393-32702-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Stueck, William W. (2002). Rethinking the Korean War: A New Diplomatic and Strategic History. Princeton, NJ: Princeton University Press. د کتاب پاڼي 189–193. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-11847-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Stueck, William W. (2002). Rethinking the Korean War: A New Diplomatic and Strategic History. Princeton, NJ: Princeton University Press. د کتاب پاڼي 188–189. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-11847-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "NNSC in Korea" (PDF). Swiss Army. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۹ اگسټ ۲۰۱۱ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Winchester, Simon (2015). Pacific: The Ocean of the Future. William Collins. د کتاب پاڼې 185. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Korea". Swedish Armed Forces. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ اگسټ ۲۰۱۰ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په 9 June 2005 باندې). Korea's slow-motion reunification. Boston Globe
  21. Taylor, Adam (27 April 2018). "The full text of North and South Korea's agreement, annotated". مؤرشف من الأصل في ۱۲ جون ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مې ۲۰۱۸ – عبر www.washingtonpost.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. 이치동 (1 November 2018). "Koreas halt all 'hostile' military acts near border". Yonhap News Agency. مؤرشف من الأصل في ۲۰ فبروري ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Two Koreas end military drills, begin operation of no-fly zone near MDL: MND - NK News - North Korea News". 31 October 2018. مؤرشف من الأصل في ۰۱ مارچ ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)