د کندهار ولایت مقام
د کندهار ولايت مقام د کندهار ولايت د والي د کار ځای دی. دا ځای د احمدشاه بابا په وخت کي جوړ سو؛ او د امیر عبدالرحمان خان په وخت کي بيا ورغول سو. د کندهار ولایت مقام اوس وخت ددغه ښار په مرکز کي موقعيت لري، چي شمال ته یې عیدګاه جاده، سویل ته یې شاه بازار، لویدیځ ته یې خرقه شریفه او د احمد شاه بابا مزار او ختیځ ته یې حضرت جي بابا سیمي، پرتي دي. یاد مقام د ولسمشر اشرف غني په جمهوریت کي د وخت د والي همایون عزیزی د ولایت پر مهال د بيا ځلې لپاره نوی کړل سو.
تاریخ
[سمول]د کندهار ښار په منځ کي د اوسني ولایت مقام پر ځای پخوا د ارګ غونډه ماڼۍ وه، چي د احمدشاه بابا د زمانې سره یې تړاو درلود، او د ده اداري شاهي مرکز وو. یاد مرکز مخي ته څلور چمنونه درلودل، او له جغرافيايي اړخه دغه ماڼۍ د احمدشاهي کندهار شمال ته پرته وه، چي د نولسمي مېلادي پېړۍ تر پايه پوري لا په هماغه لومړني شکل ولاړه وه، خو د ارګ اوسنۍ ودانۍ د سراجي عصر له ودانيو څخه شمېرل کیږي، چي د سراج الملة والدين امير حبيب الله خان په حکم د سردار محمدعثمان خان والي په وخت کي جوړه سول. پخوا په دې ودانۍ کي د ولايت مقام سربېره د کندهار زياتره دولتي ادارې هم واقع وې، او د ودانۍ شمالي او جنوبي لور ته تعميرونه پکښي جوړ سوي وه، چي په منځ کي يې لوى غولۍ وو.[۱]
