د کندهار ولایت ماڼۍ برید

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کندهار ولایت ماڼۍ کې برید د ٢٠٠١ څخه تر ٢٠١٨ کال پورې په کندهار کې يو له تر ټولو مهمو امنیتي پېښو وه، چې د یوه ولایت نژدې ټول مشران یا لیډرشیپ پکښې له منځه یوړل سو. دا پېښه په کندهار ولايت مقام کي ترسره سوه.
په پيښه کې مهم مړي او ټپيان:

  1. امنیه قومندان جنرال عبدالرازق (مړ)
  2. د امنیت امر مومن حسین (مړ)
  3. والي زلمي ویسا (ټپي)

مهم پړاو[سمول]

دغه برید د څو اړخونو له کبله ډېر اهمیت لري. برید د یوې مهمې امنیتي غونډې په وخت کې شوی چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو مشر قومندان جنرال آسټین میلر هم پکې و. دا له ۲۰۰۱ کال راهیسې، چې امریکايي ځواکونه افغانستان ته تللی، لومړی ځل دی چې د ناټو او امریکايي ځواکونو مشر قومندان په یوه دغه ډول پېښه کې ښکېل و. د بهرنیو ځواکونو قومندانۍ ویلي، چې جنرال میلر روغ دی، خو زیاتوي چې پېښه کې درې امریکایان ټپیان شوي دي. له دې کبله ښايي دغه پېښه د افغانستان جګړې ته د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ډېر پام اوښتو سبب دي. داسې ښکاري چې برید له پخوا پلان سوی و او بریدګر په دې لټه او انتظار کې و چې تر غونډې وروسته مهم کسان بهر ووځي او دی برید وکړي. دغه برید د شنبې ورځې تر ټاکنو دوې ورځې مخکې یو مهم ګوزار دی، ځکه طالبانو له مخکې ویلي و چې دغه ټاکنې به ګډوډوي. پر مورال او له رواني پلوه هم د دغه برید اغېز مهم دی، ځکه برید د ولایت ماڼۍ کې دننه سوی، چې په هېواد کې تر ټولو خوندي ځای بلل کېږي.دغه برید پر داسې مهال سوی چې د سولې خبرو لپاره هلې ځلې ډېرې سوې دي. داسې ښکاري چې دواړه لوري د جګړې په ډګر کې د برلاسي د تر لاسه کولو هڅه کوي، چې داسې د خبرو پر میز ډېر امتیاز تر لاسه کړي. خپله جنرال رازق اندېښنه درلوده چې کېدای سي د سولې د پروسې قرباني سي.

سرچینې[سمول]