د کندهارعام وژنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کندهار عام وژنه چې د پنجوايي د عام وژنې په نامه هم پېژندل کېږي د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د ۲۰۲۱ زکال د مارچ د ۱۱مې نېټې پر سهار هغه مهال ترسره شوه، چې د رابرټ بېلز په نامه د امریکايي ځواکونو د یوه ټولي بریدمن ۱۶ افغان ملکي وګړي ووژل او شپږ تنه نور یې ټپیان کړل. په قربانیانو کې نهه ماشومان شامل و چې یوازې یوولس تنه مړي په کې یوې کورنۍ ته اړوند و. یو شمېر اجسادو ته اور هم اچول شوی و. بېل د همدغې ورځې پر سهار وروسته له هغه ونیول شو چې امریکايي چارواکو ته یې د دغې چارې د ترسره کولو اعتراف وکړ. [۱]

د متحده ایالاتو او ایساف ځواکونو چارواکو د دغې پېښې له امله بخښنه وغوښته. افغان چارواکو دغه برید وغانده او هغه یې «قصدي وژنه» وبلله. د افغانستان ملي شورا د یوه پرېکړه لیک په تصویب کولو سره په افغانستان کې دننه په دغه قضیه کې د ښکېلو کسانو د علني محاکمې غوښتنه وکړه. ورته مهال د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیون پنېټا وویل چې دغه سرتېری به د متحده ایالاتو د پوځي قوانینو له مخې محاکمه کړي. بېلز د ۲۰۱۳ زکال د جون په ۵مه نېټه په دې شرط په خپل جرم اعتراف وکړ چې قاضي د هغه د اعدام حکم ور نه کړي. هغه د اعتراف پر مهال وویل چې نه پوهېده ولې یې دغه کسان ووژل. بېلز د ۲۰۱۳ زکال د اګست په ۲۳مه د مشروطې آزادۍ له امکان پرته په ابدي بند محکوم شو. [۲]

د متحده ایالاتو چارواکي دې پایلې ته ورسېدل چې دغه وژنې د یوه کس کار دی. د ۲۰۱۲ زکال د مارچ په ۱۵مه د افغانستان د ملي شورا څېړنیز پلاوي چې د افغانستان د ملي شورا څو غړو په کې ونډه لرله پخلی یې وکړ چې شاوخوا ۲۰ امریکايي سرتېرو په دغه وژنه کې لاس لرلی. دغه پلاوی بیا وروسته وویل چې نه شي کولای په دغه وژنو کې د څو سرتېرو د مشارکت ادعاوې ثابتې کړي.

پېښه[سمول]

وژنې[سمول]

د رسمي راپورونو له مخې بېلز د افغانستان د سهار په ۳:۰۰ بجو د شپې د عینکو په اغوستو سره د بلمبي له پوځي اډې ووت. دغه مهال بېلز په خپل پوځي یونیفورم باندې د پاسه افغاني پټو اغوستی و. [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

د پېښې له څېړنو څخه د باخبره دولتي چارواکو په خبره، اډې ته د بېلز تر بېرته ستنېدو پورې دغه وژنې په دوه پړاونو کې ترسره شوې دي. یو افغان ساتونکي اډې ته د سهار په ۱:۳۰ بجه د یو سرتېري د بېرته راګرځېدو او بل ساتونکي د سهار په ۲:۳۰ بجو له اډې څخه د بل سرتېري د وتو خبر ورکړ. باور په دې دی چې بېلز لومړی د الکوزي سیمې ته تللی چې د بلمبي کمپ شمالي لوري ته نیم مایل (۰.۸ کیلومتره) لرې موقعیت لري؛ دویم ځل د کمپ سویلي لوري ته په ۱.۵ مایله (۲.۴ کیلومتره) فاصله کې پروت د نجیبان (په لومړنیو راپورونو کې بلندي یاد شوی) کلي ته تللی دی. په الکوزي سیمه کې څلور کسان مړه او شپږ ټپیان او همدارنګه په نجیبان کې ۱۲ تنه وژل شوي و. په اډه کې میشتو امریکايي ځواکونو په الکوزي کلي کې د ډزو غږونه واورېدل، خو له خپلو برجونو څخه یې د الکوزي کلي له لیدو پرته کوم بل اقدام ترسره نه کړ. د مارچ تر ۲۲مې نېټې پورې د متحده ایالاتو چارواکو د نهو ماشومانو، څلور نارینه و او درې ښځو په ګډون د ۱۶ تنو مړینه تائید کړه. د مارچ په ۲۲مه دغه شمېره ۱۷ تنه وښوول شوه، خو وروسته بېرته ۱۶ تنو ته راکښته شوه. په پیل کې راپور ورکړل شوی و چې پنځه تنه ټپیان شوي، خو وروسته د ټپیانو شمېر شپږ تنه وښودل شو. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

په الکوزي کلي کې د یوې کورنۍ څلور غړي ووژل شول. د هغه شپاړلس کلن هلک په خبره چې په پښه ویشتل شوی و، بېلز د هغه د کورنۍ غړي له ویشتو وړاندې لومړۍ له خوبه پاڅول. بل شاهد ویلي چې یو کس یې ولید چې یوه مېرمن یې له کوره بهر راوویسته او څو ځله یې د هغه سر په دیوال وواهه. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

په نجیبان کلي کې لومړنی قرباني د محمد داوود په نامه وو. د محمد داوود د ورور په خبره بېلز لومړی داوود وویشته، خو وروسته له هغه یې د داوود د مېرمنو او شپږو ماشومانو له وژلو لاس واخیست چې هغوی ورباندې چغې ووهلې. [۲۱]

په نجیبان کلي کې د عبدالصمد د کورنۍ یوولس غړي ووژل شول چې په دغو کې د عبدالصمد مېرمن، څلور لوڼې چې عمرونه یې له دوه کلونو تر شپږ کلونه و، له اتو څخه تر ۱۲ کلنۍ پورې د هغه څلور زامن او همدارنګه دوه خپلوان شامل و. د یوه شاهد په خبره، «هغه ماشومان تر ویښتانو نیول او په خوله کې یې ویشتل». لږ تر لږه درې ماشومان په سر باندې د یوې یوې مرمۍ د لګېدو له امله وژل شوي و. له دې وروسته یې د هغوی اجسادو ته اور واچوه. د محمد داوود په نامه بل ملکي وګړی چې ۵۵ کاله عمر یې درلود د دغه کلي په بل کور کې ووژل شو. د شاهدانو په خبره بېلز په خپله وسله یا په خپله خولۍ نصب شوی څراغ درلود. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

بېلز د یو شمېر قربانیانو جسدونه وسوزول. د شاهدانو په خبره د یوې کورنۍ یوولس تنه غړي چې په سر باندې په مرمیو ویشتل شوي و او په چاقو ګانو وهل شوي و؛ په یوه کوټه کې یې راغونډ کړي و او ورته یې اور اچولی و. د نیویارک ټایمز د خبریال په خبره د هغو ماشومانو جسدونه چې د امریکايي ځواکونو د اډې مخې ته راوړل شوي و د سر او پښو څخه سوزېدلي و. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

د بېلز تسلیمي او اعتراف[سمول]

د الکوزي او بلندي کلي له پېښو وروسته بېلز ځان د ایساف ځواکونو ته تسلیم کړ. افغان ځواکونو نوموړی له اډې څخه د وتو په حالت کې لیدلی و؛ خو هغه مهال چې امریکايي ځواکونو په اډه کې خپل موجود سرتېري وشمېرل وه یې موندل چې یو سرتېری یې کم دی. د هغه د موندلو په موخه یې ګزمه ولېږله، خو له وژنو وروسته کمپ ته تر راګرځېدو پورې یې هغه وه نه موند. ویل کېږي چې نوموړی له کوم جنجال پرته ونیول شو. د هغه د وژنو پر مهال په دغه سیمه کې هېڅ ډول پوځي عملیات نه ترسره کېدل. [۳۳][۳۴]

راپور ورکړل شوی چې د اډې د امنیتي کمرو انځورونه ښيي چې «سرتېری له افغاني سنتي پټو سره د خپلې اډې خوا ته ځي؛ هغه خپل پټو لرې کوي او وسله پر ځمکه ږدي په دې سره خپل لاسونه د تسلیمۍ د نښې په توګه پورته کوي». دغه ویډیو په عامه بڼه نه ده خپره شوې. [۳۵]

د امریکايي څېړونکو پر باور بېلز کېدای شي له نیمې شپې وړاندې له اډې بهر وتلی وي؛ په الکوزي کلي کې یې وژنې کړې وي او بیا د شپې په ۱:۳۰ بجه اډې ته راګرځېدلی وي. همدارنګه بیاځلي د سهار په ۲:۳۰ بجو بیا له اډې وتلی او په نجیبان کې یې وژنې کړې وي. په ښکاره توګه دویم ځلی د هغه وتل لامل ګرځېدلي چې هغه پام وړ وګرځي او د موندلو لپاره یې ګزمه ووزي. [۳۶]

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د چارواکو په خبره بېلز اډې ته له راستنېدو وروسته وویل: «ما دغه کار ترسره کړی» او بیا یې د هغو کیسه وکړه. هغه له دې وروسته له خپل وکیل سره خبرې وکړې او د څېړونکو سره یې د لا زیاتو خبرو له کولو ډډه وکړه. متحده ایالاتو د ۲۰۱۲ زکال د مارچ په ۱۴مه نوموړی له افغانستان څخه کویټ او بیا د مارچ په ۱۶مه د کانزاس په فورت لون وورت سیمه کې د متحده ایالاتو د پوځیانو انظباطي بند ته و لېږداوه. د پنټاګون یو ویاند وویل چې دغه ګام د «قانوني اوامرو» پر بنسټ ترسره شو. [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]

د برید کوونکو شمېر[سمول]

د متحده ایالاتو د چارواکو په خبره دغه برید د یوه سرتېري – بریدمن رابرټ بېلز – له خوا ترسره شوی. د متحده ایالاتو د پوځ چارواکو افغان چارواکو ته د دغې اډې د امنیتي کمرو ویډیوګانې وښودې څو ثابته کړي یوازې یو کس د دغو وژنو لامل ګرځېدلی. [۴۲][۴۳]

د رویټرز د راپور له مخې د وژل شوو کسانو یو شمېر ګاونډیانو ویلي چې د سهار په ۲ بجو یې امریکايي سرتېري ولیدل چې د دوی کلي ته راغلل؛ کورونو ته ننوتل او ډزې یې پیل کړې. د سیمې د یو اوسېدونکي آغا لالا په خبره «ټول نشه و او هرې خواته یې ډزې کولې». د نیویارک ټایمز د راپور له مخې د دغه برید څخه ژوندي پاتې شوي یو کس او «لږ تر لږه د کلي پنځو نورو اوسېدونکو» ویلي چې څو سرتېري یې لیدلي، په داسې حال کې چې یو شمېر نورو اوسېدونکو ویلي چې یوازې یو وسله وال کس یې لیدلی. د پېښې د څېړلو په موخه ټاکل شوو افغان چارواکو ویلي چې دغه برید له وړاندې پلان شوی و او ادعا یې کړې چې یو سرتېری په یوازې ځان نشي کولای دغسې چاره ترسره کړي. [۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]

د قربانیانو له کورنیو سره مالي مرسته[سمول]

د ۲۰۱۲ زکال د مارچ په ۲۵مه د متحده ایالاتو دولت د کندهار د والي په دفتر کې د قربانیانو له کورنیو سره ۸۶۰ زره ډالر مالي مرسته وکړه چې ۵۰ زره ډالر د هر وژل شوي او ۱۰ زره ډالر هم د هر ټپي کس لپاره ځانګړي شوي و. هغه چارواکي چې دغه پیسې یې ویشلې څرګنده یې کړه چې دا د تاوان پیسې نه بلکې یوازې د قربانیانو له کورنیو سره د متحده ایالاتو مرسته ده. [۴۸][۴۹]

سرچينې[سمول]

  1. Shah, Taimoor, "Days Of Horror And Grief: Reporting The Panjwai Massacre", New York Times, 9 November 2012
  2. (په 23 August 2013 باندې). Soldier Gets Life Without Parole in Deaths of Afghan Civilians.
  3. (په 14 March 2012 باندې). Defense Secretary Panetta arrives in Afghanistan on unannounced visit after shooting rampage. Fox News.
  4. Afghan villagers recount weekend shooting rampage Archived 19 March 2012 at the Wayback Machine., MSNBC (13 March 2012)
  5. (په 15 March 2012 باندې). Killings baffle investigators.
  6. (په 11 March 2012 باندې). U.S. servicemember opens fire on Afghans; at least 15 dead. USA Today.
  7. (په 13 March 2012 باندې). Revealed: Rogue US soldier dressed in Afghan clothes and wore night goggles to embark on mission of murder.
  8. (په 12 March 2012 باندې). Afghans Want to Know if U.S. Soldier Acted Alone.
  9. "Staff Sgt. Robert Bales' Neighbors Described Afghan Massacre Suspect As 'Good Guy'". Abcnews.go.com. 2012-03-17. مؤرشف من الأصل في ۱۹ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. http://hosted.ap.org/dynamic/stories/U/US_US_AFGHANISTAN_BALES?SITE=AP&SECTION=HOME&TEMPLATE=DEFAULT&CTIME=2012-03-24-16-50-23. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)[مړه لينکونه]کينډۍ:Cbignore
  11. Murphy, Kim and Ned Parker, "Afghan Massacre A Hard Case For Army", Los Angeles Times, 5 November 2012, p. 1
  12. Murphy, Kim, "U.S. Soldiers Heard Gunfire But Didn't Act", Los Angeles Times, 7 November 2012, p.21
  13. (په 11 March 2012 باندې). U.S. servicemember opens fire on Afghans; at least 15 dead. USA Today.
  14. (په 22 March 2012 باندې). U.S. now counts 17 dead in Afghan massacre.
  15. (په 1 June 2012 باندې). Army drops one charge against soldier accused in Afghan massacre. Reuters.
  16. (په 11 March 2012 باندې). U.S. servicemember opens fire on Afghans; at least 15 dead. USA Today.
  17. (په 11 March 2012 باندې). U.S. soldier kills Afghan civilians in Kandahar. BBC
  18. Heidi Vogt (په 11 March 2012 باندې). NATO apologizes after U.S. soldier opens fire on Afghan civilians. The Globe and Mail.
  19. (په 11 March 2012 باندې). US vows to probe soldier's deadly Afghan rampage.
  20. (په 12 March 2012 باندې). Afghan massacre: US soldier 'acted alone' in Kandahar. BBC.
  21. Levinson, Charles, "Afghan Father Copes With Aftermath", Wall Street Journal, 23 March 2012, p. 7.
  22. (په 12 March 2012 باندې). An Afghan Comes Home to a Massacre.
  23. (په 12 March 2012 باندې). US Soldier Accused in Afghanistan Massacre. KEYE-TV.
  24. (په 11 March 2012 باندې). U.S. soldier kills Afghan civilians in Kandahar. BBC
  25. (په 16 March 2012 باندې). Afghan-massacre suspect Staff Sgt. Robert Bales en route to U.S.. The McClatchy Company
  26. Johnson, Kirk, "At Soldier's Hearing, Grisly Descriptions of Chaos And Horror", New York Times, 11 November 2012, p. 1
  27. Murphy, Kim, "Young Afghan Victims Testify About Massacre", Los Angeles Times, 12 November 2012, p. 10
  28. (په 12 March 2012 باندې). An Afghan Comes Home to a Massacre.
  29. (په 11 March 2012 باندې). U.S. servicemember opens fire on Afghans; at least 15 dead. USA Today.
  30. (په 12 March 2012 باندې). Afghans Bury Victims of American Soldier's Rampage as Restraint Is Urged.
  31. (په 13 March 2012 باندې). How it happened: Massacre in Kandahar. BBC.
  32. Taimoor Shah (په 11 March 2012 باندې). U.S. Sergeant Is Said to Kill 16 Civilians in Afghanistan.
  33. (په 11 March 2012 باندې). U.S. soldier kills Afghan civilians in Kandahar. BBC
  34. (په 11 March 2012 باندې). U.S. soldier accused of Afghan killing spree. CNN
  35. (په 14 March 2012 باندې). Defense Secretary Panetta arrives in Afghanistan on unannounced visit after shooting rampage. Fox News.
  36. Burns, Robert, "Officials: Villagers Killed in Two Separate Attacks", Washington Post, 25 March 2012, p. 13.
  37. (په 13 March 2012 باندې). Afghan Massacre Suspect: 'I Did It'. ABC News.
  38. (په 17 March 2012 باندې). Army Identifies Afghanistan Shooting Suspect. United States Department of Defense
  39. (په 14 March 2012 باندې). Suspect in Afghan killings flown to Kuwait. CNN.
  40. Goodwin, Liz, "Army Staff Sgt. Robert Bales named as suspect in Afghanistan massacre Archived 27 June 2021 at the Wayback Machine.", Yahoo! News, 17 March 2012.
  41. (په 14 March 2012 باندې). U.S. Soldier Accused of Afghan Massacre Flown Out of Country. Radio Free Europe/Radio Liberty.
  42. Taimoor Shah (په 11 March 2012 باندې). U.S. Sergeant Is Said to Kill 16 Civilians in Afghanistan.
  43. (په 14 March 2012 باندې). Defense Secretary Panetta arrives in Afghanistan on unannounced visit after shooting rampage. Fox News.
  44. (په 11 March 2012 باندې). Western forces kill 16 civilians in Afghanistan: Kabul government. Reuters.
  45. Taimoor Shah (په 11 March 2012 باندې). U.S. Sergeant Is Said to Kill 16 Civilians in Afghanistan.
  46. (په 12 March 2012 باندې). Afghans Want to Know if U.S. Soldier Acted Alone.
  47. "Afghans Skeptical Over Shooting Account". Time. Associated Press. 12 March 2012. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ فبروري ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مارچ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. (په 25 March 2012 باندې). U.S. Pays Families of Afghan Victims in Massacre by Soldier. The New York Times.
  49. (په 26 March 2012 باندې). In Afghan killings, victim No. 17 remains unknown. CNN Wire Staff. CNN