د کمبوډیا تاریخ
د کمبوډیا تاریخ، د سویل ختیځې اسیا په اصلي ځمکه کې پروت هغه هېواد چې کولای شو د تاریخ ریښې یې په هندي مدنیت کې ومومو. د اوسنۍ کمبوډیا د سیاسي جوړښت په اړه تفصیلي سوابق د لومړي ځل لپاره په چینايي کالیزو کې هغه مهال را څرګند شو، چې فونان، هغه دولت چې د هندوچین د نیمه جزیرې په سویلي برخو کې یې له ۱ تر ۶ پېړۍ پورې حکومت کړی و. د مکونګ په سویلي برخو کې، فونان د هغه زاړه هندي سیمه ییز کلتور ښکارندوی ده، چې په لویدیځ کې د هندوډوله سمندري سوداګریزو شریکانو سره یې اوږد مهاله ټولنیز-اقتصادي تعاملات درلودل. په شپږمه پېړۍ کې هغه تمدن چې په چيني کالیزو کې د چنلا یا ژنلا په نوم یادیږي، هغه په بشپړ ډول سره د فونان ځایناستی شو، ځکه چې د هندوچین پراخې سیمې یې تر کنټرول لاندې وي او پراخ مرکزي واک یې درلود.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
د خمر سترواکۍ په ۹مه پېړۍ کې رامنځته شوه. دلته سرچینې د هغه افسانوي تقدیس او پیل مراسمو ته اشاره کوي چې په ۸۰۲ له میلاد مخکې کال کې د کولن په غره (د ماهندرا غر) کې د بنسټ اېښودونکي دویم جایاورمان د سیاسي مشروعیت ادعا وکړه. د هغو ځواکمنو حاکمانو سلسله، چې د هندو د دیواراجا فرقې ته یې ادامه ورکوله، د خمر د تمدن په کلاسیکه دوره کې یې تر ۱۱ پېړۍ پورې سلطنت وکړ. هغه نوې سلسله چې ولایتي منشاء یې لرله، بودیزم یې را معرفي کړ، چې د ځینو څېړونکو په وینا د مذهبي سلطنتي پاشېدنې او عمومي زوال لامل وګرځېد. سلطنتي کرونولوژي په ۱۴مه پېړۍ کې پای ته ورسېده. چې د مدیریت، کرهڼې، معمارۍ، هیدرولوژي، تدارکاتو، ښاري پروګرام جوړونې او د یوه نوښتګرانه او مترقي تمدن ښودونکي هنر په برخه کې یې سترې لاسته راوړنې درلودي- چې له امله یې په سویل ختیځه اسیا کې د کلتوري میراث پر یوه مهم مرکز واوښت.[۷][۸][۹]
دې نزول د شاوخوا ۱۰۰ کلنې انتقالي دورې په اوږدو کې دوام وموند او له هغه وروسته د کامبوډیا د تاریخ منځنۍ دوره چې له انګکور نه وروسته هم نومیږي، د ۱۵ پېړۍ له نیمايي وروسته پیل شوه. که څه هم تر هغه وخته پورې د هندو فرقې په بشپړ ډول سره ځایناستې ګرځېدلې وي، خو په زړه پلازمېنه کې تاریخي اماکن د یوه مهم معنوي مرکز په توګه پاتې وي. سره له دې هم، د پنځلسمې پېړۍ له نیمايي را وروسته، اصلي جمعیت په پر له پسې ډول د ختیځ پر خوا وکوچېدل او د څو وړو مواردو په استثناء سره، د چکتموک، لانګویک او اوډونګ کې د مکونګ او تونیل سپ سیندونو شاوخوا ځای پر ځای شول.[۱۰][۱۱][۱۲]
سمندریزه سوداګري د شپاړلسمې پېړۍ د هوساینې لپاره غوره بنسټ و. خو بهرنیان لکه مسلمان مالایان، مسیحي اروپايي سفرکوونکي او مبلغانو په زیاتیدونکي توګه د دولت په چارو کې مزاحمت وکړ او د هغوی تر اغېز لاندې راغلل. پېچلې پانګې او پیاوړی اقتصاد له یوې خوا او تیت او پرک کلتور او له خطر سره مخ د امتیاز حق له بلې خوا د لانګویک د عصر ثابتې ځانګړنې وي.[۱۳][۱۴]
په ۱۵مه پېړۍ کې، د خمر دودیز ګاونډي، په لویدیځ کې د مون خلک او د چم خلک په ختیځ کې په تدریج سره څنډې ته شول یا هم په ترتیب سره د سیامي/ټایلنډي او انام/ویتنامي ځواکونو یې ځای ونیو. دغو ځواکونو د کوز مکونګ د حوضې د کنټرول اړتیا د ټول هندوچین د کنترول د کلي په توګه درک کړی او پرې پوه شوي وو. د خمر کمزوري پاچاهي یوازې په ایوتایا (وروسته په بانګکوک) او هوا کې ستراتیژیستان هڅول. د خمر پر سلطنتي اقامت ځایونو باندې بریدونه او د هغوی نیول، حاکمان د تشریفاتي او قانوني واک له لرلو پرته پریښودل. د ځایناستي کېدو او ودونو پر تګلارو کې لاسوهنه د هغوی د سلطنتي حیثیت زوال زیات کړ. اوډونګ په ۱۶۰۱ کال کې په منځنۍ دوره کې د وروستي سلطتني اقامت ځای په توګه جوړ شو.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
په نوولسمه پېړۍ کې د اروپايي استعماري ځواکونو راتلل چې له تکنالوژيکي اړخه ښه سمبال او جاه طلبي یې لرله د نړیوال کنټرول د ځانګړنو لرونکو تګلاور سره یې په سیمه کې دښمنیو ته د پای ټکی کېښود او په پایله کې سیام/ټایلنډي که څه هم تحقیر شوي و په شاتګ یې وکړ او له استعمار څخه د یوه حایل هېواد په توګه تېښته وکړه، کوم چې د فرانسې د استعمار یوه هیله هم ویتنام و. کامبودیا که څه هم تر زیاته بریده پورې له پامه غورځول شوې وه، د هندوچین اتحادیې ته د یوه درک شوي نهاد په توګه ور دننه شو او ویې کولای شول چې خپل هویت او یووالی په بریا سره عصري توب یا مډرنوالي ته ولیږدوي.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
د استعمار له ۸۰ کلن ژمني خوب نه وروسته، د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د جاپان له خوا د لنډې مودې اشغال، کوم چې د سیهانوک پاچا له سلطنت سره هممهاله و، نو دا مهال د کامبوډیا لپاره بېرته د ازادۍ او مډرن تاریخ ته د ور ستنېدو لپاره د پیل ټکی شو. د کامبوډیا پاچاهي (۱۹۵۳-۱۹۷۰)، چې له ۱۹۵۳ ز کال راهیسې خپلواکه وه، هڅه یې وکړه چې د دوو سترو هستوي ځواکونو یعنې امریکا او شوروي تر منځ بې طرفه پاتې شي. د هندوچین جګړې په زیاتیدو سره، کمبوډیا په پراخه کچه په جګړه کې ښکېله شوه، چې په پایله کې په ۱۹۷۰ ز کال کې د خمر جمهوریت رامنځته شو او ورسره کورنۍ جګړې هم زور واخیست. په ۱۹۷۵ ز کال کې کمبوډیا د سور خمر په لاس کې وه او ډیموکراتیکې کمبوډیا خپل تر ټولو سخت حالات تجربه کړل، وروسته له هغه د ویتنام اشغال، د کمبوډیا د خلکو جمهوریت او له ۱۹۹۳ ز کال راهیسې د ملګرو ملتونو په امر د مډرنې کمبوډیا پر لور د هغو تګ شاملیږي.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
له تاریخ وړاندې او د تاریخ په لومړیو کې
[سمول]د کمبوډیا په شمال د باتمبنګ ولایت په لانګ سپین کې د رادیوکاربن له وخت نه شواهد موندل شوي دي، چې ښیي په دغه سیمه کې له له میلاد نه ۶۰۰۰ تر ۷۰۰۰ کاله وړاندې هوابیهین ډبرین وسایل او له میلاد نه ۴۲۰۰ کاله وړاندې سفال لوښي موجود و. په ۲۰۰۹ ز کال کې د فرانسې او کامبودیا د لرغون پېژندنې څېړنو په دغه غار کې له میلاد نه وړاندې د ۷۱۰۰۰ کلونو سلسله تر ډبرینې دورې پورې ثبت کړه. په ۲۰۱۲ ز کال کې موندنو وښودله چې په دغه غار کې د ښکاریانو او را ټولوونکو کسانو له خوا لومړنی اشغال او بیا ورپسې په ډبرینه دوره کې د پرمختللي ښکار ستراتیژۍ او د ډبرینو وسایلو د جوړولو تکنیکونه او همداشان د ډېرو هنري سفالي لوښو جوړول او طراحي شاملیږي، چې په ډېرو پېچلو ټولنیزو، کلتوري او سمبولیک لارو سره یې جوړ کړي دي. کمبوډیا په سمندري یشمي لارې کې ګډون کړی، چې له میلاد نه ۲۰۰۰ کاله وړاندې تر ۱۰۰۰ میلادي کال پورې د ۳۰۰۰ کلونو لپاره پر خپل ځای و.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]
د کامپونګ چاننګ ولایت کې د سامرونګ سین په سیمه کې جمجعې او د انسان هډوکي موندل شوي دي چې مخینه ۱۵۰۰ کاله له میلاد نه مخکې وخت ته رسیږي. هینګ سوفاډي (۲۰۰۷) د سامرونګ سین او د کامبودیا په ختیځ کې د ځینو ګړدیو خاکي مکانونو تر منځ پرتلنه کړې ده. ښايي دغو کسانو د چین له سویل ختیځ نه هندوچین ته کډه کړې وي. پوهانو په سویل ختیځې اسیا کې د لومړي ځل لپاره د وریځو کښت او برونز لوښو جوړول هم په دغو خلکو پورې تړلي بللي دي.[۳۶]
په ۲۰۱۰ ز کال کې، د کامبوډیا په شمال لویدیځ کې د فوم سني په فبرونو کې د سکلیټونو له څېړنې وروسته، وموندل شوه چې د دغو خلکو په بدن په تیره بیا د سر په برخه کې د پام وړ زیات ټپونه موجود و، چې ښايي د انسانانو تر منځ د شخړو له امله وي. په دغو قبرونو کې همداشان یو شمېر تورې او نورې بریدګرې وسلې هم وي چې په جګړو کې ترې ګټه اخیستل کېږي.[۳۷]
د سویل ختیځې اسیا د اوسپنې دوره له میلاد نه ۵۰۰ کاله وړاندې پیلیږي، چې شاوخوا ۵۰۰ کاله وروسته له میلاد د فونان عصر په وروستیو کې پای ته رسیږي، چې له هند او سویلي اسیا سره د دوامداره سمندري سوداګرۍ په اړه ملموس لومړني شواهد وړاندې کوي. په لومړۍ پېړۍ کې دغو اوسېدونکو ډېرې پیچلې او منسجمې ټولنې او بېلابېلې مذهبي کائینات پیژندې علوم رامنځته کړل، چې ډېرو پرمختللو وینايي ژبو ته یې اړتیا لرله، کوم چې د نن ورځې له ژبو سره یې ډېر نږدې تړاو درلود. په دغو کې تر ټولو ډېرې پرمختللې ډلې د ساحل په څنډو او مکونګ سیند پر غاړه او د دلتا په سیمو کې هغه کورونه و چې هلته به یې وریځې کرلي، کبان به یې نیول او اهلي څاروي یې ساتل.[۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]
سرچينې
[سمول]- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).

- ↑ David Chandler, A History of Cambodia (Westview Publishers: Boulder Colorado, 2008) p. 13.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Tsang, Cheng-hwa (2000), "Recent advances in the Iron Age archaeology of Taiwan", Bulletin of the Indo-Pacific Prehistory Association, 20: 153–158, doi:10.7152/bippa.v20i0.11751
- ↑ Turton, M. (2021). Notes from central Taiwan: Our brother to the south. Taiwan's relations with the Philippines date back millennia, so it's a mystery that it's not the jewel in the crown of the New Southbound Policy. Taiwan Times.
- ↑ Everington, K. (2017). Birthplace of Austronesians is Taiwan, capital was Taitung: Scholar. Taiwan News.
- ↑ Bellwood, P., H. Hung, H., Lizuka, Y. (2011). Taiwan Jade in the Philippines: 3,000 Years of Trade and Long-distance Interaction. Semantic Scholar.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ "Cambodia: a country study".. (1990). Washington, D.C.: Federal Research Division, Library of Congress. 4, 6, 20, 22, 59, 69. OCLC 44355152.