Jump to content

د کروشیا سیاست

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


په ۱۹۸۹ز کال کې د کروشیا سوسیالیست جمهوري حکومت پریکړه وکړه چې د مخ پر ودې غوښتنو په ځواب کې سیاسي ګوندونه زغمي ترڅو کمونست ګوند نه بهر سیاسي فعالیت ته اجازه ورکړي. په کروشیا کې د کمونیستي واکمنۍ له پیل راهیسې لومړنی سیاسي ګوند د کروشیا سوسیال لیبرال ګوند (HSLS) و، چې دا ګوند د ۱۹۸۹ز کال د مې په ۲۰مه تاسیس شو، ورسته له هغه د ۱۹۸۹ز کال د جون په ۱۷مه د کروشیا ډیموکراټیک اتحاد جوړ شو. دغه راز کله چې د ۱۹۸۹ز کال د ډسمبر Ivica Račan د اصلاح شوي کمونست ګوند مشر شو په ورته وخت کې ګوند سیاسي محاکمې لغوه کړې، سیاسي بندیان یې خوشې کړل او یو څو ګوندي سیاسي نظام یې رامنځته کړ. د مدني سازمانونو قانون په رسمي ډول د ۱۹۹۰ز کال د جنورۍ په ۱۱ مه سیاسي ګوندونو ته د فعالیت د اجازه ورکولو په موخه تعدیل شو او په دې توګه پخواني جوړ شوي ګوندونه یې هم قانوني کړه.[۱]

په هغه وخت کې چې د لومړي ځل لپاره د ۱۹۹۰ز کال د اپریل په ۲۲مه لومړي څو ګوندي ټولټاکنې ترسره کېدې، ۳۳ ګوندونو نوم لیکنه کړې وه. ترټولو اړونده ګوندونه او ایتلافونه د کروشیا د کمونیسټانو ټولنه، د ډیموکراټیک بدلونونو ګوند (چې وروسته د کمونیسټ ګوند ونومول شو)، د کروشیا ډیموکراټیکه ټولنه (HDZ) او د خلکو د یووالي ایتلاف (KNS)، چې د HSLS ګوند په ګډون مشري یې د ډراژن په غاړه وه، چې د ۱۹۸۹ز کال  ډسمبر کې خپل فعالیت پیل کړ. دغه راز دویم پړاو ټاکنې د ۱۹۹۰ ز کال د مې په شپږمه ترسره شوې، چې په پایله کې یې د HDZ ګوند د فرانجو توجمان په مشرۍ د اصلاح شوو کمونستانو او KNS نه ټاکنې وګټلې. د KNS ګوند مشرۍ چې ساوکا دابسیویچ کوچار او میکو تریپالو په غاړه درلوده  ډېر ژر په انفرادي ګوندونو وویشل شول. دغه راز تر ۲۰۰۰ز کال پارلماني ټاکنو پورې HDZ ګوند پارلمان کې اکثریت درلوده، چې وروسته یې د راچان په مشرۍ د کروشیا سوسیال ډیموکراتیک ګوند (SDP) له خوا ماتې وخوړه. کله چې د کروشیا د خپلواکۍ جګړه پراخه شوه له HDZ ګوند نه فرانجو ګریګوریچ د ۱۹۹۱ز کال جولای کې د ملي یووالي د حکومت مشري لپاره لومړی وزیر وټاکل شو او تر ۱۹۹۲ز کال اګسټ پورې دوام وکړ، چې د فرانجو تر ادارې لاندې په ۱۹۹۱ز کال اکټوبر په ۸مه له  یوګوسلاویا نه د کروشیا د خپلواکۍ اعلان نافذ شو. همدارنګه د ۲۰۰۳ز کال پارلماني ټاکنو کې HDZ ګوند بېرته واک واخیست، پداسې حال کې چې SDP لوی مخالف ګوند پاتې شو.[۲][۳][۴][۵][۶]

فرانجو توجمان په ۱۹۹۲ او ۱۹۹۷ کې د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې، چې د هغه د ولسمشري پرمهال د کروشیا اساسي قانون چې په ۱۹۹۰ز کال کې تصویب شوی و، نیمه صدارتي نظام ته لاره هواره کړه، خو په ۱۹۹۹ز کال کې د توجمان له مړینې وروسته اساسي قانون تعدیل شو او د ولسمشرۍ ډېر واکونه پارلمان او حکومت ته ورکول شول. دغه راز سټیپن میسیک په ۲۰۰۰ او ۲۰۰۵ز کلونو کې دوه پرله پسې دورو لپاره د کروشیا د خلکو ګوند (HNS) ټکټ وګټلو. همدارنکه د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ز کال جنوري ولسمشریزو ټاکنو کې د SDP ګوند کاندید ایوو جوسیپوویچ  ټاکنې وګټلې، خو کولیندا ګرابر-کیتاروویچ د ۲۰۱۵ز کال جنوري کې په دویم پړاو ټاکنو کې جوسیپوویچ ته ماتې ورکړه او په دې ډول د کروشیا لومړۍ ښځینه ولسمشره شو.[۷][۸][۹][۱۰]

د ۲۰۲۰ز کال جنوري  ولسمشریزو ټاکنو کې د سوسیال ډیموکراټ ګوند (SDP) پخواني لومړي وزیر زوران میلانوویچ ټاکنې وګټلې. هغه د ټاکنو په دویم پړاو کې د واکمن کروشیا ډیموکراتیک ګوند (HDZ) نه کولیندا ګرابار کیتاروویچ ته ماتې ورکړه. د ۲۰۲۰ز کال جولای کې واکمن ښي اړخي HDZ ګوند پارلماني ټاکنې وګټلې. له ۲۰۱۶ز کال راهیسې د لومړي وزیر اندري پلینکوویچ د HDZ په مشرۍ ایتلافي حکومت کولو ته دوام ورکړ. [۱۱][۱۲]

د کروشیا اساسي قانون[سمول]

کروشیا یو متمرکز ډیموکراټیک پارلماني جمهوریت دی، چې د واکمن کمونیستي اتحاد له ړنګېدو وروسته یې په ۱۹۹۰ز کال کې خپل نوی اساسي قانون تصویب کړ، چې نوموړۍ قانون د ۱۹۷۴ کال اساسي قانون پر ځای چې د کروشیا د سوسیالیست جمهوریت له خوا تصویب شوی و ځایناستۍ شو او لومړنۍ څو ګوندي ټاکنې یې ترسره کړې. په داسې حال کې چې د ۱۹۹۰ز کال اساسي قانون په خپل قوت کې پاتې دی او له خپل تصویب راهیسې څلور ځله (په ۱۹۹۷، ۲۰۰۰، ۲۰۰۱، ۲۰۱۰ز کلونو کې) تعدیل شوی. کروشیا د ۱۹۹۱ز کال د اکټوبر په اتمه له یوګوسلاویا نه خپلواکي اعلان کړه او د کروشیا حیثیت د یو هېواد په توګه په ۱۹۹۲ز کال کې د ملګرو ملتونو له خوا په رسمیت وپیژندل شو. د ۱۹۹۰ز کال د اساسي قانون له مخې کروشیا تر ۲۰۰۰ز کال پورې تر هغه چې په پارلماني نظام بدل شي نیمه صدارتي نظام درلود. په کروشیا کې حکومتي واکونه په مقننه، اجرایي او قضايي واکونو ویشل شوي دي. دغه راز په هغه وخت کې چې د ۲۰۱۰ز کال د جون په ۳۰مه له اروپايي اتحادیې سره د الحاق خبرې اترې بشپړې شوې، د کرویشیا قانون په بشپړه توګه د اروپايي اتحادیې قانون سره همغږي شوی و. کروشیا د ۲۰۱۳ کال د جولای په لومړۍ نېټه د اروپايي ټولنې غړی شو.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. "Chronology". Constitute. لاسرسي‌نېټه ۲۸ اپرېل ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. "Arhiva izbora" [Elections Archive] (په کرواسي ). State Election Commission. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۳ نومبر ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. "Ceremonial session of the Croatian Parliament on the occasion of the Day of Independence of the Republic of Croatia". Official web site of the Parliament of Croatia. Sabor. 7 October 2004. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ مارچ ۲۰۱۲ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. "Prethodne vlade RH" [Previous governments of the Republic of Croatia] (په کرواسي ). Government of Croatia. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ نومبر ۲۰۱۱ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. "Statut" [Constitution] (په کرواسي ). Croatian Peasant Party. 19 December 2009. لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Šime Dunatov (December 2010). "Začetci višestranačja u Hrvatskoj 1989. godine" [The Origins of the Multi-Party System in Croatia in 1989]. Radovi Zavoda Za Povijesne Znanosti HAZU U Zadru (په کرواسي ). Croatian Academy of Sciences and Arts (52): 381–397. ISSN 1330-0474. لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Veronika Rešković (په 17 June 2010 باندې). Arlović: Bilo bi dobro da ovaj Ustav izdrži dulje, ali me strah da ipak neće.
  8. (په 20 July 2011 باندې). Croatia country profile. BBC News.
  9. "Arhiva izbora" [Elections Archive] (په کرواسي ). State Election Commission. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۳ نومبر ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. "Croatia elects conservative in presidential election runoff". TheGuardian.com. 11 January 2015. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. "Croatia's rightwing ruling party wins election victory". TheGuardian.com. 6 July 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. "Croatia election: Ex-leftist PM Zoran Milanovic wins | DW | 05.01.2020". Deutsche Welle. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. (په 9 May 1990 باندې). EVOLUTION IN EUROPE; Conservatives Win in Croatia.
  14. "History of Croatian Constitutional Judicature". Croatian Constitutional Court. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ سپټمبر ۲۰۱۴ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Veronika Rešković (په 17 June 2010 باندې). Arlović: Bilo bi dobro da ovaj Ustav izdrži dulje, ali me strah da ipak neće.
  16. "Ceremonial session of the Croatian Parliament on the occasion of the Day of Independence of the Republic of Croatia". Official web site of the Parliament of Croatia. Sabor. 7 October 2004. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ مارچ ۲۰۱۲ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Paul L. Montgomery (په 23 May 1992 باندې). 3 Ex-Yugoslav Republics Are Accepted into U.N..
  18. (په 20 July 2011 باندې). Croatia country profile. BBC News.
  19. "Political Structure". Government of Croatia. 6 May 2007. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Tomasz Giaro (2006). Modernisierung durch Transfer im 19. und frühen 20. Jahrhundert Von Tomasz Giaro (په جرمني ). Vittorio Klostermann. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-465-03489-6. لاسرسي‌نېټه ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. "Overview of EU – Croatia relations". Delegation of the European Union to the Republic of Croatia. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ مارچ ۲۰۱۲ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)