د کار نړیوال سازمان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کار نړیوال سازمان (ILO) ملګرو ملتونو ته اړوند بنسټ دی چې دنده یې د کار د نړیوالو معیارونو د ټاکلو له مخې د ټولنیز او اقتصادي عدالت مخته وړل دي. دغه بنسټ د ۱۹۱۹ زکال په اکتوبر میاشت کې د ملتونو ټولنې په اډانه کې رامنځته شو چې له مخې یې د ملګرو ملتونو لومړنی لرغونی تخصصی بنسټ دی. د کار نړیوال سازمان ۱۸۷ غړي هېوادونه لري چې د کوک ټاپوګانو په نوم هېواد سربېره ۱۸۶ یې د ملګرو ملتونو د غړو ۱۹۳ هېوادونو څخه دي. مرکزي دفتر یې د سویس په جینوا کې دی؛ په پاتې نوره نړۍ کې نږدې ۴۰ بېلابېل دفترونه لري چې د نړۍ له نږدې ۱۰۷ هېوادونو څخه  یې۳۳۸۱ کارکوونکي په کې استخدام کړي او ۱۶۹۸ یې د تخنیکي همکاریو په پروژو او پروګرامونو کې کار کوي. [۱][۲]

د ILO د کاري معیارونو موخه په ټوله نړۍ کې د آزادۍ، مساوات، امنیت او کرامت شرایطو ته په پام د لاسرسي وړ، تولیدي او تل پاتې کار خوندیتوب دی. د یاد سازمان موخې په ۱۸۹ کنوانسیونونو او هوکړو کې بیان شوې چې اته یې د کار د اساسي حقوقو او اصولو په توګه په ۱۹۹۸ زکال کې د کار د حقونو او اساساتو په پرېکړه لیک کې د کار د اساساتو په توګه ډل بندي شوې؛ چې په ګډه سره د هغو ټولې موخې د کاري شرایطو په موخه د ټولیزو چنو وهلو  لپاره د ټولنو د جوړېدو له آزادۍ او د هغو د په رسمیت پېژندو، اجباري کار د نه منلو، د ماشومانو د کار له لغو کولو او د کار او استخدام په برخه کې له تبعیض څخه د مخنیوي ملاتړ کوي. ILO د کار په نړیوال قانون کې تر ټولو مخکښ ونډه وال دی. [۳][۴]

د ملګرو ملتونو سازمان په سیسټم کې، دغه بنسټ ځانګړی درې اړخیزه جوړښت لري چې د دغه جوړښت پر بنسټ د هغو ټول معیارونه، پالیسۍ او پروژې د دولتونو، کار ورکوونکو او کارګرانو د استازو ترمنځ بحث او د هغو تائید ته اړتیا لري. دغه کاري اډانه د ILO د دریو اصلي بنسټونو له خوا ساتل کېږي: د کار نړیوال کنفرانس چې هر کال د کار د نړیوالو معیارونو د جوړولو په موخه جوړېږي؛ حاکم پلاوی چې د اجرایوي شورا په توګه عمل کوي او د دغه بنسټ د سیاستونو او بودیجې اړوند پرېکړه کوي او همدارنګه د کار نړیوال دفتر یا د دایمي سکرتریت چې سازمان اداره کوي او د هغو چارې پلې کوي. د دغه سازمان سکرتریت د بریتانوي ډایرکټر جنرال ګای رایډر له خوا کېږي چې په ۲۰۱۲ زکال کې د حاکم پلاوي له خوا وټاکل شو.

په ۱۹۶۹ زکال کې ILO د هېوادونو ترمنځ د ورورولۍ او سولې د پیاوړي کولو، د غوره چارو د تشویق او د کارګرانو لپاره د عدالت غوښتې او همدارنګه د مخ پر ودې هېوادونو لپاره د تخنیکي مرستو برابرولو له امله د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه. په ۲۰۱۹ زکال کې دغه سازمان د راتلونکي کار اړوند نړیوال کمیسیون جوړ کړ چې په خپل راپور کې یې هېوادونو ته د ۲۱ مې پېړۍ په کاري چاپېریال کې له مخ کېدونکو ننګونو سره د مبارزې اړوند ۱۰ لارښوونې وړاندې کړې؛ په دغو لارښوونو کې د نړیوال کار خوندیتوب، له زېږون څخه د ژوند تر پایه ټولنیز ملاتړ او د ټول عمر لپاره د زده کړو حق ورکول شاملېږي. په نړیوالې پراختیا باندې د دغه سازمان د تمرکز له امله دغه سازمان د ملګرو ملتونو د پراختیايي ډلې غړیتوب لري؛ چې د تل پاتې پراختیا موخو ته د رسېدو په برخه کې هڅې کوي.[۵][۶][۷]

اداره، سازمان او غړیتوب[سمول]

د ملګرو ملتونو سازمان د نورو تخصصي بنسټونو پر خلاف، د کار نړیوال سازمان د ادارې کولو یو درې ګونی جوړښت لري چې د ۱۸۷ غړو هېوادونو د دولتونو، کارورکوونکو او کارګرانو استازي سره راغونډوي څو د کار معیارونه وټاکي، پالیسۍ پراخه کړي او د ټولو ښځو او نارینه و لپاره د سم کار د ترویج په موخه پروګرامونه طرح کړي. دغه جوړښت د ILO په کاري معیارونو، پالیسیو او پروګرامونو کې د کار اړوند دریو واړو اړخونو د نظراتو د منعکس کولو په موخه په پام کې نیول شوی؛ په داسې حال کې چې دولتونه بیا د پاتې دوه نورو ډولو (کارورکوونکو او کارکوونکو) په پرتله دوه چنده استازي لري.

حاکم پلاوی[سمول]

حاکم پلاوی د کار د نړیوال سازمان اجرایوي جوړښت دی. دغه پلاوی په کال کې درې ځله په مارچ، جون او نومبر میاشتو کې غونډه کوي. دغه پلاوی د ILO د پالیسۍ اړوند پرېکړه کوي، د کار د نړیوال کنفرانس کاري اجنډا ټاکي، یاد کنفرانس ته د وړاندې کولو په موخه د سازمان د بودیجې مسوده تصویب کوي، عمومي منشي یا ډایرکټر جنرال ټاکي، له غړو هېوادونو څخه د کار د مسائلو اړوند د اطلاعاتو غوښتنه کوي او د کار د نړیوال د فتر د چارو د ارزونې په موخه کمیسیون ټاکي.

حاکم پلاوی له ۵۶ اصلي غړو (۲۸ دولتونو، ۱۴ کارورکوونکو او ۱۴ کارګرو) او ۶۶ مرستیال غړو (۲۸ دولتونو، ۱۹ کارورکوونکو او ۱۹ کارګرو) څخه جوړ دی.

د دغه بنسټ د حاکم پلاوي د اصلي غړو لس څوکۍ د تل لپاره د مخکښو صنعتي هېوادونو چې برازیل، چین، فرانسه، آلمان، هند، ایټالیا، جاپان، د روسیې فدراسیون، بریتانیا او د امریکا متحده ایالات دي په واک کې دي. د دولتونو د پاتې نورو څوکیو لپاره غړي د هرو دریو کلونو لپاره د کنفرانس له لوري ټاکل کېږي (وروستۍ ټاکنې یې د ۲۰۱۷ زکال د جون په میاشت کې ترسره شوې). د کارورکوونکو او کارګرانو استازي غړي د هغوی د فردي وړتیاوو له مخې ټاکل کېږي. [۸][۹][۱۰]

هند په ۲۰۲۰ زکال کې د کار د نړیوال سازمان د حاکم پلاوي مشري پر غاړه اخیستې. آپورا چاندرا د (کار او کارموندنې) د منشي په توګه د یاد بنسټ د حاکم پلاوی د مشر په توګه د ۲۰۲۰ زکال د اکتوبر میاشتې څخه د ۲۰۲۱ زکال تر جون میاشتې پورې ټاکل شوی.[۱۱]

ډایرکټر جنرال/عمومي منشي[سمول]

د ۲۰۲۲ زکال د مارچ په ۲۵ مه نېټه ګیلبرت فوسون هونګبو د کار د نړیوال سازمان د عمومي منشي په توګه وټاکل شو. د ۲۰۲۲ زکال د اکټوبر پر لومړۍ نېټه نوموړی د ګای رایډر ځای ناستی شو چې د ۲۰۱۲ زکال په اکتوبر میاشت کې د حاکم پلاوی له لوري دغه ځایګي ته ټاکل شوی و او بیاځلي په ۲۰۱۶ زکال کې د یوې پنځه کلنې بلې دورې لپاره هم دغه ځایګي ته وټاکل شو. [۱۲][۱۳][۱۴]

د کارګرانو نړیوال کنفرانس[سمول]

په کال کې یوځل د کار نړیوال سازمان د کار نړیوال کنفرانس په جینوا کې جوړي څو د یاد سازمان ټولیزې پالیسۍ؛ له دې ډلې د هغو اړوند کنوانسیونونه او وړاندیزونه برابر کړي. دغه کنفرانس چې د «کار د نړیوال پارلمان» په توګه پېژندل کېږي د یاد سازمان ټولیزې پالیسۍ برابروي، د هغو کاري پروګرام جوړوي، د بودیجې اړوند یې پرېکړه کوي او همدارنګه حاکم پلاوی ټاکي. [۱۵]

د هر غړي هېواد استازولي د هغو پلاوی کوي چې د هر اړوند هېواد دوه دولتي استازي، د کارورکوونکو یو استازی، د کارګرانو یو استازی او اړوند سلاکاران یې په کې غړیتوب لري. دوی ټول د فردي رایو ورکولو حق لري او رایې د غړو هېوادونو نفوس ته له پام پرته مساوي دي. د کارورکوونکو او کارګرانو استازي په معموله توګه د کارورکوونکو او کارګرانو د مخکښو ملي بنسټونو په هوکړه ټاکل کېږي. په معمول ډول د کاروکوونکو او کارګرانو استازي د رایو ورکولو پر مهال همغږي کوي. ټول استازي له یو شان حقونو برخمن دي او اړ نه دي په بلاکونو کې رایې ورکړي.

استازي له یو شان حقونو برخمن دي، دوی کولای شي په آزادنه توګه نظر ورکړي او هر ډول چې غواړي رایه ورکړي. د آندونو دغه تنوع د مطلق اکثریت او یا د رایو په اتفاق سره د پرېکړو نیولو مخه نه نیسي.

د هېوادونو دولت مشران او لومړي وزیران هم په دغه کنفرانس کې ګډون کوي. نړیوال بنسټونه که دولتي وي او یا هم نور بنسټونه وي کولای شي په دغه کنفرانس کې د ناظرینو په توګه ونډه واخلي.

د کار ۱۰۹م نړیوال کنفرانس له ۲۰۲۰ زکال څخه د ۲۰۲۱ زکال مۍ میاشتې ته وځنډول شو او د کوېډ – ۱۹ وبا له امله په انلاین ډول ترسره شو. په جینوا کې د دغه کنفرانس لومړنۍ غونډه د ۲۰۲۱ زکال د مۍ په ۲۰ مه نېټه د سازمان د غړو ټاکلو په موخه وه. [۱۶]

غړیتوب[سمول]

د کار نړیوال سازمان ۱۸۷ غړي لري. د کوک د جزایرو په نامه هېواد سربېره د ملګرو ملتونو سازمان د غړو ۱۹۳ هېوادونو څخه ۱۸۶ یې د دغه بنسټ غړیتوب لري. د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه چې د دغه بنسټ غړیتوب نه لري؛ اندورا، بوتان، لیختن شټاین، میکرونیزیا، موناکو، نائورو او شمالي کوریا دي. [۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. "Mission and impact of the ILO". ilo.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Departments and offices". www.ilo.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. St, International Labour; Switzerl, ards DepartmentRoute des Morillons 4 CH-1211 Geneva 22. "Labour standards". www.ilo.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Introduction to International Labour Standards". ilo.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "The Nobel Peace Prize 1969". Nobelprize.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جولای ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Global Commission on the Future of Work". www.ilo.org (په انګلیسي ژبه کي). 2017-08-14. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "A human-centred agenda needed for a decent future of work". www.ilo.org (په انګلیسي ژبه کي). 2019-01-22. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Governing Body". ilo.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Article 7, ILO Constitution
  10. "ILO Constitution". ilo.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "After 35 years, India assumes the Chairmanship of the Governing Body of International LabourOrganization". 23 October 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. ILO official site: Former Directors-General
  13. "Guy Ryder re-elected as ILO Director-General for a second term". ilo.org. 7 November 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Gilbert Houngbo will be the first African to lead the ILO". republicoftogo.com. 25 March 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "International Labour Conference". ilo.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "109th International Labour Conference to be held virtually, opening in May". 17 May 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "ILO Constitution Article 3". Ilo.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ ډيسمبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جون ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)