د کارن خبرې اترې:Masood pashtoon/sandbox

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
                                                         د مسعود پښتون پیژندنه:

ښاغلي مسعود پښتون په اصل د پکتیا ولایت اوسیدونکي دی، د مهاجرت په وخت کې د کوزې پښتونخوا د هنګو په سمه کې زیږیدلی دی. پښتون یو ډیر تکړه او د ماشومتوب په وخت کې ډیر چالاکه او ځیرک هلک وو. ابتدایه زده کړې یې په یوه افغاني مکتب سرته ورسولې، چې د جي ټي زیټ په نوم وؤ. منځنۍ زده کړې یې د خصرت بلال په عالي لیسه کې تر ۱۱ صنف پورې وکړې، د خپل هیواد مینې دې ته مجبور کړ، چې بیرته خپل هیواد ته راستون شي. ګران هیواد افغانستان ته راستون او په کابل کې میشت شو. په کابل کې یې د خوشحال خان په عالي لیسه کې خپلې زده کړې په کال ۱۳۸۷ سرته ورسولې. د زده کړو تر څنګ یې ځینې د ژبو کورسونه هم سرته ورسول، د کانکور په ازموینه کې د قندهار پوهنتون د پښتو ژبې او ادب برخې ته کامیاب شو، ستونزو مجبور کړ، په لومړي کال خپل درس ته دوام ورنکړي. یو کال یې د پي ایس ایس موسیسئ سره کار وکړ. د کال په تیریدو سره یې خپل پوهنتون بدل او د پکتیا پوهنتون ته راغی. دلته یې د زده کړو تر څنګ د مختلفو انجوګانو سره د کارمند او د زون مسؤل په توګه کار تر سره کړی، د لومړي ځل لپاره په پکتیا کې د پي ار ټي سره کارمند، وروسته ترې د ( وایس) په نامه له یوې بلې انجو سره د ولایتي مسؤل په توګه پاتې شو. ښاغلي پښتون د پکتیا پوهنتون تر څنګ د پکتیا د ځوانانو په روزنه کې هم نه ستړې کیدونکې هڅې کړې. دوه کاله یې د لنکن لرنګ سنټر تر نامه لاندې له یوې ښوونیزې ادارې استاد پاتې شو. د پکتیا ولایت ګڼ شمیر ځوانانو ته د کمپوټر، انټرنیټ، انګریزي او د ادبیاتو په برخه کې زده کړې ورکړې. نوموړي هم پخپله له دې روزنیز مرکز څخه د ګڼو کورسونو په تعقیبولو سره ډیر څه لاسته راوړي دي. پښتون د ښو او نیکو اخلاقو څښتن دی. په خپلو درسونو کې تر ډیره بریده بریالی دی، خپل استادان ترې د تکړه محصل په صفت خاطرې لري. له استاد او کتاب سره تر ډیره مینه لري، د ځینو لیکوالانو او شاعرانو د کتابونه، د پوهنتون د ډیری استادانو درسي کتابونه یې په خپلو ګوتو ترتیب کړي دي، دا کار یې ډیر د ستایلو وړ دی. د دوو کالونو په تیریدو سره پښتون د ژورنالستانو په خپلواکه ټولنه کې د ژورنالیزم په یو درې میاشتني کورس کې شامل شو. د درې میاشتو په تیریدو سره د ژوند په راډیو کې د خبریال په صفت پر دندې وګومارل شو. د یو څو میاشتو په تیریدو سره په یاده راډیو کې د خپرونو د مسؤول په توګه وټاکل شو. د پکتیا د مخورو مشرانو، ولسي جرګې غړو، ولایتي شورا او سیمیزې ادارې د ریسانو لخوا د لونګۍ په ور پسرولو سره د غوره ژورنالیست لقب هم ورکړل شوی دی. د آینې موسیسې، حقوق بشر او ژورنالیزم په برخه کې د ټرینر په صفت هم پاتې شوی دی.

تل یې د مسلکي مصروفیت سره مینه ښودلې، د انټرنشیپ په امتحان کې، چې د پکتیا پوهنتون د مختلفو پوهنځیو نه پکې ۱۶ زده کړیالانو ګډون درلود. په لوړه درجه یاد پروګرام ته کامیاب شو. کار یې د پوهنتون تر څنګ په ولایتي شورا کې هم شروع کړ. سحر به پوهنتون ته تلو، ماسپښیم یوه بجه به ولایتي شورا ته، څلور بجې به درس ورکولو ته او مازدیګر به راډیو ته راستنیده.  هلته به د شپې تر نا وخته مصروف وو، شپه او ورځ یې په ځان یو کړي وؤ. داسې هم شوي، چې د خپل وطاق له دوستانو سره  یې په هفته کې یو ځل لیده او کاته شوي. ټولو ستونزو، مشکلاتو، بوختیاوو او درسونو سره سره یې وکړای شول،  په ډیرې اعلی درجه خپل د فراغت اسناد تر لاسه کړي. وروسته له پوهنتونه یې د ځینو ستونزو په وجه و نه شوای کړای، چې مستقیمأ ماسټري ته لاره پیدا کړي، ولې په دې وخت کې هم بیکار کښیناست. د اوسکار انجو سره د عدم تشدد( ولسي مبارزې ) په برخه کې د ولایتي ټرینر په صفت خپله دنده شروع کړه. په خپله یې هم په دې برخه کې ډیره زده کړې وکړې. وروسته یې په ولایتونو او ولسوالیو کې مختلف ټرننګونه تر سره کړل. په سیاست، ښې حکومتولۍ، قانون، ولسي مبارزې، انتخاباتو، د حکومتولۍ په ډولونو، سولې، حقوق بشر، او ښې حکومتولۍ باندې پروګرامونه کړي . تل په دې هڅه او لټه کې دی، چې د پښتون قوم تر منځ تاوتریخوالی، تربګنت او قومیت پالنې ته د پای ټکی کیږدي.
ده به د راډیو له لارې د (ژوند ښکلی دی) په خپرونه کې هم، په بار بار دا خبره کوله، چې ای کاش د پښتنو دا تربګنت، چې په پوله او پټي تر سره کیږي، تعلیمي ساحې ته راغلی وی!، چې له یو بل سره د تعلیم په ساحه کې تربګنت کړی وی. یوه تربور، چې ماسټري کولی، بل تربور یې دوکتورا ته مخه کړي وی. په رښتوني ډول یې خپل مسولیت سرته ورساوه. وروسته په دې هڅه او لټه کې شو، چې ژر تر ژره خپله ماسټري تر لاسه کړي، دې هیلې ته ورسید. اوس مهال د پیښور پوهنتون د پښتو ادب په څانګه کې د دوکتورا محصل دې او ورسره د یوه اخبار سره د چیپ ایډیټر په صفت هم کار کوي. پښتون ډیرې کمې خبرې کوي، د اصولو ډیر پابند دی، مطالعه یې ډیره خوښیږي او په ډیری سمینارونو، ورکشاپونو او غونډو کې ورته د دروند او تکړه ځوان لقبونه هم ورکړل شوي دي. د پښتو ژبې تر څنګ په فارسي، دري، اردو او انګریزي روانې خبرې او لیکل کولای شي. پښتون درې کتابونه هم لري، چې تر دې دمه د چاپ په ګاڼه ندي سمبال شوي. دوه یې ژباړل شوي او دریم یې خپل لیکلی کتاب دی. لیکنې هم کوي، چې په مختلفو ورځپاڼو او پاڼو کې نشریږي. زه د یو افغان په صفت هره هڅه ستایم،  الله ج دې تل د پښتو ژبې او ادب د پرمختګ او د پښتون قوم د بیدارۍ لپاره سرلوړی لري.


عابد . س. ت پکتیا ۱۳۹۴/۴/۷