د کارن خبرې اترې:عبدالواسع رحیمی

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


السلام علیکم، پښتو ویکیپېډیا ته ښه راغلئ! موږ تاسو ته د پښتو ويکيپېډيا د نوي غړیتوب ترلاسه کولو مبارکي وایو او هرکلی مو کوو. موږ (د پښتو ويکيپېډيا ټيم) دلته ستاسو د همکاریو هیله من يو، او هیله لرو چې وکولای شو په ګډه پر دې پروژه کار وکړو. د لوړو څلورو بکسونو څخه چي هره پوښتنه لرئ، نو پر هغه بکس کليک کړئ تاسو به مرسته ترلاسه کړئ، ډاډه اوسئ له تاسې سره به خامخا مرسته کيږي.

--ابراهیم خاشرودی (ګپ کن) 17:03, 16 ډيسمبر 2015 (UTC) د پوستکي خارښت - د ډاکتر سباوون ځواب

(3 views)

تاند وعده درکړې وه چې ډاکتر سباوون به ستاسو طبي پوښتنو ته ځوابونه وايي.نن د دې اعلان له خپرېدو سره سم په لسګونو پوښتنې راورسېدې.ډاکتر سباوون ستاسو ټولو دوستانو پوښتنو ته ځواب وايي خو تمه ده چې بې صبري ونه کړئ ځکه چې پوښتنې ډېرې دي او هرې یوې ته لیکلی ځواب څه نا څه وخت ته اړتیا لري.په تېره بیا چې یو څوک نور مصروفیت هم ولري.(تاند) له خوست څخه قدرمن لوستونکي عبدلوهاب پوښتنه کړې چې کله هوا یخه شي او له یخې هواسره تماس پیدا کړم له هغه وروسته چې ګرم ځاي ته ننوځم پوستکی مې خارش کوي ددې چارې علت څه دی .

د پوستکي دخارش علتونه ډیردي خوداسې ښکاري ستاسو دبدن دخارش له یخنۍ سره دحساسیت له امله دی که د دې ستونزې لپاره مو نورمعاینات کړي وي او نورې ناروغۍ رد شوي وي موږ د یوعلت په هکله په دې لیکنه کې درته ځینې سپارښتنې لرو هیله ده ستاسو قناعت پرې حاصل شي او که مو پرې عمل وکړ او نتیجه مو ترلاسه کړه موږ هم بې خبره مه پیږدئ :

سړه او وچه هوا په تیره بیا په ژمي کې باد پوستکي وچ او حساس کوي ځکه خو د پوستکي ډاکټران وايي په ژمي کې باید ډیر پوستکي ته متوجه اوسو پردې سربیره لکه چې انسان له ګرمې هواسره حساسیت لري ځینې کسان له یخنۍ سره هم حساسیت ښيي اودغه حساسیت په پوستکي کې څرګندیږي کله چې د باد او سړو له امله پوستکی وچ شي په لومړي سرکې چې لایخ وي ښايي پوستکی کومه ستونزه احساس نه کړي خو کله چې انسان ګرمې هوا ته ننوځي د دې سبب کیږي چې پربدن خارش پيدا شي ډاکټران وايي د دې لپاره چې پوستکی مو وچ نه شي باید په شواروز کې لږ ترلږه اته ګیلاسه اوبه وڅښئ خو ډیرځله دا کار هم ګټور نه وي خو که دبدن هغه برخې چې خارش کوي پنځلس دقیقې په ګرمو اوبو کې پریږدئ دا به د دې سبب شي چې دغه برخه ښې اوبه جذب کړي او په دې ډول ېې خارش هم کمیږي خو ډیرحمام کول او د صابون استعمال هم د پوستکي د وچیدا سبب کیږي غوره ده له هغوکریمونو استفاده وشي چې پوستکي ته رطوبت ورکوي کله چې له حمامه بهرشوئ او پوستکي مو وچ شو سمدستي مرطوب کوونکي کریمونه استعال کړئ دابه له تاسو سره مرسته وکړي چې پوستکی مو وچ نه شي د پوستکي ترټولوښه نرم کوونکي مواد واسلین او پارافین دي چې ارزانه او استعال یې هم اسانه دی دغه راز د لمرګلي غوړ او د بادم غوړ هم ګټه لري . پردې سربیره ډاکټران وايي که په ژمي کې ډیر ویټامین سي وخوړل شي دپوستکي دوچیدا مخه به مونیویلي وي دغه راز ځیګر ،هګۍ ، ګازرې ، کوچ او دغسې نور خوراکي مواد چې اې ویټامین لري دپوستکي په غوړ ساتلو کې له تاسو سره مرسته کوي په ژمي کې دپوستکي ودخارش یو علت هم ښايي ديټامینونو کمی وي که ستاسو پوستکی وچ او سوځیدلی وي او دکولمو ناروغۍ اودوامداره اسهال لرئ باید ترهرڅه مخکې دغه نارغوۍ معالجه کړئ البته په ژمي کې دپوستکي دخارش علتونه ډیردي دمثال په توګه یو ډول دپوستکي ناروغي او دبدن په وینه کې دځینو موادو کمښت هم دبدن دپوستکي دخارش سبب کیږي کله چې په طبي معایناتو سره دغه نورې مسلې رد شوې بیا ویلی شو چې ستاسو پوستکی له یخ سره حساسیت لري اوباید چاره ېې وکړئ کله چې یخ له منفي پنځلس درجو کم شي او په دې وخت کې دپوستکي رنګ ژیړ ایرنګ رنګه شي او پوستکي درد اوحساسیت نه لري او که دغه برخه ګرمه شي درد به احساس کړئ که غوږونه ،پوزه ،ګوتې او غومبوري مو یخ ووهي دغه ځایونه هم له ګرمیدا وروسته خارش کوي او ورسره پوستکي سپین او ایرن رنګه کیږي . که نورې ناروغۍ رد شوې او نه وي موجودې اویوازې دسړو له امله دحساسیت په خاطرپوستکی خارش کوي غوره ده ګرمې جامې واغوندئ اوپوستکی له وچیدا وساتئ . په ډیرو هیوادونو کې په ژمي کې دبدن دمرطوب او لوندساتلو لپاره دبدن خاص کریمونه شته خو که له تاسو سره دغه ډول کریمونه نه وي له واسیلین او پارافینو څخه استفاده وکړئ چې ارزانه هم دي . او په ډیروګرمو اوبو حمام مه کوئ که وچ پوستکی لرئ لږ حما م کوئ دغه راز له خاورو او دوړو ځان وساتئ عطرلرونکي او وچ صابونونه مه استعمالوئ او ملایم صابون چې لږتیزابي مواد ولري استعمال کړئ .شیدې کولاي شي ستاسو دپوستکي دوچیدامخه ونیسي هره شپه یوګیلاس شیدې ډیره ګوټه لري په خوراکي رژیم کې مو سبزیانې اومیوه ډیره کړئ البته ډاکټرن وايي کدو په دې برخه کې ډیره مرسته کوي . دپوستکي غوړ دابودتبخیرلپاره ضروري وي نو له حمام کولو وروسته حتماً خپل بدن په مرطوب کوونکو موادو غوړ کړئ . هیله کوو ددغه قدرمن ورور پوښتنه ځواب شوي وي خو دپوستکي خارش ډیرعلتونه درلودلی شي که نور علتونه رد شوي وي او معاینات مو کړي وي نو بیا دوچ پوستکي له امله دغه خارش پيدا کیږي چې په پورتینو رودو ېې مخه نیولاي شئ.