د کارن خبرې اترې:ادل

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سلامونه او ښې چاري ډیره موده پس ویکيپیډیا ته راګرځیدلی یم، هر څه بل بل ډول راته ښکاري، ملګرو ماشاالله ډیر کار مو کړی دی، لا ډیر کار په مخه کې شته، الله ج دې وکړي چې ژر تر ژره مو ژباړن مشین جوړ شي بیا مو تر ډیره بریده کار چټک او ستونزي را کمیږي. ډیر زیات خوښ یم چې بیا ستاسي ملګرتیا کوم، خو که کوم ځای مې خطا کوله، هیله ده سمه يې کړئ او ماته سپارښتنه او لارښوونه وکړی، تر څو په راتلونکې کې مو له ورته ستونزي څخه مخنیوی کړی وي. کلیم صیب په فیسبوک کې له ما څخه خوابدی شوی وو، البته د لوکلایزیشن په ډله کې. ډیر مې وپلټه پیدا مې نشو کړای، هیله ده له بلاک څخه مې وباسي!!! کلیم صیب په ویکيپیډیا کې ډیر وخت پر لیکه وي، که وغواړي د ویکيپیډیا په چارو کې راته تر ډیره بریده لارښوونه کولای شي. له ښاغلي عثمان منصور څخه ډیره مننه چې زه يې وهڅولم تر څو بیا ویکيپیډیا ته راشم، ستاسي ټولو لیکنې، خبري اتري، ونډي او سموني مې تر ډیره بریده کتلي، لوستلي او څیړلي. د میعاري او منل شوې پښتو لیکنو په هیله ډیره زیاته مننه تل ښاد، سر لوړي او ګړندي اوسئ

ادل صيب په خير راغلی[سمول]

زما سلامونه او نېکې هيلې ومنه

وروره داسې د خفګان کومه خبره نده او زه اوس په فېسبوک کې ګڼون نه لرم او د ځينو بوختياوو له امله مې خپل پخوانۍ ګڼوڼ بند کړ او له دې وروسته زه په فېسبوک کې کوم ګڼون نه لرم خو زه خوشاله شوم چې تاسې مونږه په ويکيپېډيا کې یوازې نه پرېږدي، او هيله ده تر پايه پورې زمونږ همکار و اوسی او د ويکيپېډيا د شته ليکنو په غځولو او نويو ليکنو په پنځولو کې له مونږ سره مرسته وکړئ.

او زما چې هره مرسته له وسه پوره وي انشاالله له تاسو څخه یې نه سپموم

په درناوي--وحیدالله کلیم 15:39, 4 مارچ 2012 (UTC)

پښتو ويکيوراشه[سمول]

د دې لپاره چې د ويکيوراشې پروژه پيل شي دلته نوې وراشې وليکۍ او د شمېر د ډېرېدو وروسته به دا لړۍ هم پيل شي. --Khangul 06:49, 6 مارچ 2012 (UTC)