د کارن خبرې اترې:احمدشاه پاڅون

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


السلام علیکم، پښتو ویکیپېډیا ته ښه راغلئ! موږ تاسو ته د پښتو ويکيپېډيا د نوي غړیتوب ترلاسه کولو مبارکي وایو او هرکلی مو کوو. موږ (د پښتو ويکيپېډيا ټيم) دلته ستاسو د همکاریو هیله من يو، او هیله لرو چې وکولای شو په ګډه پر دې پروژه کار وکړو. د لوړو څلورو بکسونو څخه چي هره پوښتنه لرئ، نو پر هغه بکس کليک کړئ تاسو به مرسته ترلاسه کړئ، ډاډه اوسئ له تاسې سره به خامخا مرسته کيږي.

--دوتنه:Animalibrí.gifعثمان 13:52, 9 اگسټ 2015 (UTC)

پاڅون صېب ته ښه راغلاست او یوه هیله![سمول]

ښاغلی پاڅون صېب! پښتو ویکي ته مو ښه راغلاست وایو!

هیله ده دلته په خپل شتون سره پښتو ویکي له ارزښمنو لیکنو برخمنه کړئ.

څو سپارښتنې چې د لیکنو ور زیاتولو او ویکي کې د پلټلو مخکې ورته پام وکړئ:

۱- مخکې له دې چې کومه نوې لیکنه پښتو ویکي ته ورزیاته کړئ، لومړی هغه لیکنه د پلټلو په ځای کې د سرلیک په لیکلو وپلټئ، که چېرې له مخکې څخه موجوده وه، لکه د ګرېشک ولسوالۍ لیکنه چې له مخکې څخه موجوده وه، مګر تاسې یوه بله لیکنه هم په ورته نوم ورزیاته کړه. اوس نو چې لیکنه له مخکې شته، تاسې کولای شئ، لومړی هغه لیکنه ولولئ او بیا هغه تېروتنې، کمی و زیاتی چې په لیکنه کې شته، هغه سم کړئ، او بیا خپل اړوند معلومات چې تاسې سره د موضوع په اړه دي، هغه هم ور اضافه کړئ. ۲- کله چې ستاسې د خوښې سرلیک په پښتو ویکي کې نه و موجود، نو بیا کولای شئ چې اړوند سرلیک لاندې خپله لیکنه درج کړئ. ۳- د لیکنو په ور ګډولو کې هڅه وکړئ چې لیکنه مو بې پرې (غیر جانداره) اوسي. ۴- لیکنه مو د اسلامي او ملي منافعو خلاف نه وي. ۵- لیکنه مو د اشخاصو او ځانګړو په اړه تبلیغاتي، له سپکاوي ډکه او یا ډېره توصیفي نه وي.

زه پوهېږم چې تاسې ترډېره دا خبرې مراعات کړي دي، مګر زه تاسې ته یو دوه لینکونه درکوم چې د ګرېشک او هلمند په اړه دي، هیله ده تاسې له پښتو ویکي سره د هلمند اړوندو لیکنو کې مرسته وکړئ،

  1. د هېلمند ولسوالۍ
  2. د ګرېشک ولسوالۍ

تاسې کولای شئ خپله د ګرېشک معلومات پورته دویم لېنک کې ورګډ کړئ.

د ویکي کارونې په اړه که څه ستونزو سره مخ شوئ، یا څه سپارښتنه ولرئ، نو خدمت کې مو یو.

په درنښت --عثمان منصور انصاري (خبرې اترې) 18:11, 9 اگسټ 2015 (UTC)