د کابل ښار ۲۴ جولای ۲۰۱۷ز کال موټربم ځانمرگی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کابل ښار ۲۴ جولای ۲۰۱۷ز کال موټربم ځانمرگی هغه برید و چې د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت کاسټر موټر یې په نښه کړ چې ددې وزارت ۱۶ کارمندان او د ځایي ملکي وگړو په گډون یې ۳۷ شهیدان او ۵۹ نور مرگوني ټپیان کړل. داسې بریدونه عموما د پاکستان استخباراتي څارگرو په مالي او استخباراتي او تخنیکي مرستو سره د طالبانو ترهگره ډله ترسره کوي، چې ددې برید پړه هم طالبانو ترهگریزه ډلې په غاړه اخېستې.

د رياست پر ٤٠ کارنانو ځانمرګي برید[سمول]

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد کابل ټکي کام په استول شوې خبر پاڼه کې د پیښې مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې د دوی یو سرتیري د مجاهد احمد په نوم د کرولا موټر په توسط د کابل د چهل او نود ریاستونو دوه کاسټر موټر په نښه کړي چې په ترڅ کې یې ۳۷ استخباراتي کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي. طالبانو ویلي چې د برید هدف او موخه همدا کسان ول او د دوی سرتیری بریدګر خپل برید ته په رسیدو کې بریالی شوی دی. د یادونې وړ ده چې په یادو ریاستونو کې د بندیانو سره له زور زیاتي ډک چلند کیږي اود مستنطقینو په برخه کې اکثره پخواني خادي کمونستان یا دهغو لخوا روزل شوي ظالمې او وحشي څيرې را ټولې شوي چې مظلوم او بې جرمه بندیانو ته له شکنجو نیولې تر ډول ډول تعذیبونو پورې ورکوي.[۱]

د عامو وگړو وژنه[سمول]

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش رسنیو ته ویلي چې د کابل په چاودنه کې شاوخوا ۲۴ تنه وژل شوي، او ۴۲ تنه ټپیان دي. د کابل له امنیې قوماندانۍ څخه سرچینو بیا رسنیو ته څرګنده کړې چې چاودنه د معادن وزارت په کارمندانو چې په یو کاسټر موټر کې انتقالیدل شوې، چې شاوخوا ۳۵ تنه کارمندان پکې وژل شوي، او ۵۰ تنه ټپیان دي. د کابل په لوېدیځ کې د کانونو د وزارت د مامورینو پر بس د طالبانو په موټربمي تروریستي برید کې د بس د سپرلیو په ګډون یو شمېر لارویان ووژل شول.

تړلې لیکنې[سمول]

د طالبانو ترهگره ډله
طالبان

سرچینې[سمول]

  1. https://kabull.com/?p=38385%7Cکابل ټکی کام ویب پاڼه