د کابل د سقوط په اړه غبرګونونه (۲۰۲۱ ز کال)
د ۲۰۲۱ ز کال د اګست په ۱۵ مه نېټه، د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلازمېنه کابل ښار، د طالبانو د ۲۰۲۱ ز کال د عملیاتو پر مهال طالب ځواکونو ته په لاس ورغی، چې له امله یې له ۲۰۰۱ ز کال نه راهیسې په افغانستان کې پیل شوې جګړه پای ته ورسېده. د کابل سقوط په نړیواله کچه غبرګونونه راوپارول چې په کې د افغانستان د دولت په توګه د طالبانو د په رسمیت پېژندلو، په دغه هېواد کې د انساني حالت، د جګړې د پایلې او په نړیوالو چارو کې د پوځي لاسوهنې اړوند بحثونه شامل و.
په افغانستان کې دننه غبرګونونه[سمول]
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په ښکاره ډول د واک په سوله ییز لېږد ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې: له خپلو بچیانو سره به په کابل کې پاتې شي. د افغانستان په وخت د شپې نږدې ۱۱ بجې، ولسمشر محمد اشرف غني د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې: له خونړۍ جګړې نه د مخنیوي په موخه، له افغانستان نه وتلی دی. هغه څرګنده کړه چې: «د تورې او ټوپک قضاوت طالبانو ګټلی دی».[۱][۲]
د افغان نجونو د فوټبال د ملي لوبډلې پخوانۍ لوبډل مشرې خالدې پوپل څرګنده کړه چې: «زما د نسل لپاره دا ډېره ځورونکې ده، چې ویني تاریخ بیا تکرار کېږي». د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي سمیع الله شینواري څرګنده کړه چې: د اګست ۱۵ مه«هغه ورځ ده چې افغانانو خپل هېواد له لاسه ورکړ او ټولې نړۍ یې یوازې سیل کاوه». د کرېکټ د ملي لوبډلې ګڼ شمېر لوبغاړو، د طالبانو پر خلاف څرګندونې لرلې او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بیرغ انځور یې د افغانستان د خپلواکۍ په ورځ د خپلو ټولنیزو شبکو په پاڼو کې خپور کړ.[۳][۴][۵]
د کابل سقوط د یو شمېر لاریونونو لامل وګرځېد چې په ځانګړې توګه د اسلامي دیموکراتانو او فېمنیستانو له خوا رهبري کېدل. د ملي مقاومت د جبهې د جوړېدو او د پنجشېر د شخړې د پیل لامل وګرځېد. د ملي مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود په دې استدلال سره چې: «موږ له شوروي اتحاد سره جګړه وکړه او دا وړتیا لرو چې له طالبانو سره هم مقابله وکړو». د کورنۍ جګړې ګواښ وکړ.[۶][۷][۸]
د ۲۰۲۱ ز کال د اګست په ۹ مه نېټه په پاکستان باندې د بندیز غوښتنې (#SanctionPakistan) ټرنډ په افغانستان او نړۍ کې په مخکښ ټویټري ټرنډ واوښت، افغانانو پاکستان له طالبانو نه د ملاتړ مسئول باله.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
نړیوال دولتونه[سمول]
افریقا[سمول]
- سویلي افریقا: د سویلي افریقا د نړیوالو اړیکو او همکاریو وزارت اعلان وکړ چې د پاکستان لپاره یې د سویلي افریقا د عالي کمیشنرۍ له لارې چې له افغانستان سره د دیپلماتیکو اړیکو مسئولیت هم پر غاړه لري، د سویلي افریقا له هغو وګړو سره چې په افغانستان کې سرګردانه پاتې دي اړیکه نیولې او د هغوی د امنیت د خوندیتوب او ورسره د قونسلي خدمتونو د مرستې په برخه کې هڅې روانې دي. د سویلي افریقا حکومت د امنیتي ستونزو له امله د زرګونو افغان بې ځایه شوو د سخت حالت اړوند اندېښنه څرګنده کړه او «له واکمنو چارواکو یې وغوښتل چې، قانون حاکم او د ټولو افغانانو او بهرنیو وګړو امنیت په یو ډول وساتي». همدارنګه یې «له ټولو پوځي او امنیتي ډلو» وغوښتل چې، له زغم نه کار واخلي او په هېواد کې د ثبات د ټینګښت او یو قانوني دولت د جوړولو په موخه د خبرو اترو له لارې هڅې وکړي.[۱۶]
- یوګانډا: کمپالا اعلان وکړ چې دوی کولای شي، ۲۰۰۰ افغان کډوال ومني.[۱۷]
امریکا[سمول]
کاناډا: کاناډایي دولت اعلان وکړ چې، دوی په افغانستان کې د خپل سفارت چارې ځنډوي. کاناډا د ځانګړو عملیاتو د قوماندانۍ نامعلوم شمېر ځواکونه د تخلیې یا وتو په عملیاتو کې د مرستې او سفارت تړلو په موخه ولېږل. کاناډايي دولت څرګنده کړه چې د طالبانو له ګواښونو سره مخامخ شوي، ۲۰۰۰ افغان کډوال مني.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
د امریکا متحده ایالات: د امریکا ولسمشر جوبایډن وویل: په داسې حال کې چې افغان ځواکونو نه شو کولای، د هېواد کنټرول وساتي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتون «نه شو کولای کوم بدلون رامنځته کړي».[۲۲]
آسیا[سمول]
چین: د چین دولتي ورځپاڼې ګلوبل ټایمز څرګنده کړه چې: «په افغانستان کې فاجعه متحده ایالاتو او د هغو متحدینو رامنځته کړه». د کمونیست ګوند پیپل ورځپاڼې د طالبانو بریا د مائو تسه«د خلکو جګړې» د تاکتیک له مخې وبلله، چې د کلیوالي وګړو د ملاتړ د راجلبولو او لرې پرتو سیمو ته د دښمن د را کاږلو اړوند دی.[۲۳]
هند: هند په کابل کې له خپل سفارت نه خپل سفیر او دیپلماتیک کارکوونکي واېستل. [۲۴]
ایران: ایراني ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل: «د امریکا پوځي ماته او د هغو وتل باید په افغانستان کې د ژوندانه، امنیت او تلپاتې سولې د بېرته ټینګښت په فرصت واړول شي. ایران په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت له هڅو ملاتړ کوي او د یوه ګاونډي او ورور هېواد په توګه په افغانستان کې له ټولو ډلو غواړي چې، یوې ملي هوکړې ته سره ورسېږي».،[۲۵]
پاکستان: پاکستاني لومړي وزیر عمران خان د دې موضوع په تشرېح کې چې څه ډول پاکستاني وګړو لوېدیځ کلتور په خپل کلتور کې ګډ کړی وویل چې: افغانانو د «غلامۍ کړۍ» ماتې کړې. له سي ان ان سره په مرکه کې عمران خان وویل چې: «دا کېدای شي په کړکېچ واوړي» د افغانستان حالت ته په اشارې یې وویل چې:«نړۍ باید د بشري حقونو په برخه کې طالبانو ته وخت ورکړي». هغه د ښځو د حقونو په اړه د توضیح پر مهال وویل: «د سولې او ثبات د ټینګښت په موخه غوره لار له طالبانو سره تعامل او د یو شمېر موضوعاتو اړوند لکه د ښځو د حقونو او یو ټول شموله حکومت جوړولو په برخه کې د هغوی هڅول دي. د افغانستان مېرمنې پیاوړې دي او دوی کولای شي، خپل حقونه واخلي». عمران خان په افغانستان کې د کړکېچ له امله پاکستان ته د کډوالو له ورتلو اندېښنه څرګنده کړه او و یې ویل: «موږ نه شو کولای، له دې زیات کډوال ومنو، همدا اوس په پاکستان کې ۳ میلیونه افغان کډوال هستوګن دي».[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]
اروپا[سمول]
فرانسه: د فرانسې دولت اعلان وکړ چې د اګست په ۱۶ مه به د ولسمشر امانوئل مکرون تر مشرۍ لاندې د بېړنۍ دفاع د شورا غونډه د روان حالت په اړه جوړه کړي. د اروپا او بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان څرګنده کړه چې: په هغه هېواد کې په چټک ډول د حالت د خرابېدو له امله، دغه وزارت پرېکړه کړې چې د خپلو ټولو دیپلماتانو د اېستلو په موخه په کابل کې خپل سفارت د کابل هوايي ډګر ته ولېږدوي.[۴۸][۴۹]
روسیه: په کابل کې د روسیې سفارت اعلان وکړ چې: طالب ویاند ورته د سفارت د خوندیتوب ژمنه ورکړې او دوی خپل سفارت نه تړي. د روسیې دولت څرګنده کړه چې: په دغه هېواد کې د حالت په اړه یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ ناستې جوړولو په موخه خبرې پیل کړې دي. د ۲۰۲۱ ز کال د اګست په ۲۵ مه نېټه، مسکو امر ورکړ چې: د روسيې، بلاروس، قرغزستان، تاجیکستان، اوزبیکستان او اوکراین د وګړو د اېستلو په موخه څلور پوځي ټرانسپورټي الوتکې ولېږل شي.[۵۰][۵۱][۵۲][۵۳]
بریتانیا: لومړي وزیر بوریس جانسون څرګنده کړه چې: هغه به د حالت په اړه د بحث په موخه د پارلمان غونډه راوبولي. د اګست د ۱۵ نېټې له غرمې وروسته یې د کابینې بېړنۍ غونډه جوړه کړه، له غونډې وروسته جانسون د یوې اعلامیې په خپرولوسره څرګنده کړه چې: حالت«ډېر کړکېچن» دی او دا «چې موږ پوهېږو چې د اوږد مهال لپاره به چارې همداسې پرمخ لاړې شي». جانسون په دغه اعلامیه کې دا هم څرګنده کړه چې: نړیواله ټولنه باید د طالبانو حکومت په رسمیت و نه پېژني او اړینه ده چې:«د ترهګرۍ په ډګر باندې د افغانستان له اوښتو مخه ونیول شي».[۵۴][۵۵][۵۶]
اقیانوسیه[سمول]
اسټرالیا: د اسټرالیا حکومت ۲۵۰ سرتېري او درې الوتکې د وتو(تخلیې) په عملیاتو کې د مرستې په موخه وګومارل. اسټرالیايي لومړي وزیر سکاټ موریسون څرګنده کړه چې:«زموږ له غوره هڅو سره سره، زه پوهېږم چې دا ملاتړ به ټولو چارو ته بسنه و نه کړي».[۵۷]
سرچینې[سمول]
- ↑ Bose, Saikat Kumar (15 August 2021). "In Video With Daughters, Afghanistan's Hamid Karzai Appeals To Taliban". NDTV.com. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Taliban has won, says Afghan President Ghani as militants enter Kabul". Deccan Herald (په انګلیسي ژبه کي). 16 August 2021. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Taliban Systematically Terrorised Women, Says Afghani Writer Khaled Hosseini". News18 (په انګلیسي ژبه کي). 16 August 2021. مؤرشف من الأصل في ۱۶ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۱۶ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "'Kite Runner' author on the Taliban takeover: 'Hard to describe how devastating it is'". (په انګلیسي ژبه کي). MSNBC. 15 August 2021. مؤرشف من الأصل في ۱۶ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۱۶ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 2021-08-19 باندې). In Afghanistan, We Have Never Tasted True Independence.
- ↑ "Afghan orchestras in peril: 'I cannot imagine a society without music'". the Guardian (په انګلیسي ژبه کي). 2021-08-19. د لاسرسينېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Afghan filmmaker Sahraa Karimi's video of running around Kabul goes viral: 'They are coming to kill us'". Independent. 17 August 2021. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Afghan director Sahraa Karimi recounts escape from Kabul | DW | 20.08.2021". DW.COM. د لاسرسينېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Khalida Popal: 'The Afghanistan women's team was built to fight Taliban ideology'". the Guardian. August 20, 2021. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Uncertainty, stress for Afghan cricketers as Taliban takes over". www.aljazeera.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسينېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Seir, Ahmad; Faiez, Rahim; Gannon, Kathy; Gambrell, Jon (19 August 2021). "Afghans protest Taliban in emerging challenge to their rule". AP News. د لاسرسينېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 2021-08-23 باندې). Anti-Taliban resistance group says it has thousands of fighters. BBC News.
- ↑ "Afghan civil war 'unavoidable' if Taliban refuse talks, says opposition leader". the Guardian (په انګلیسي ژبه کي). 2021-08-22. د لاسرسينېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "#SanctionPakistan trends as violence rages in Afghanistan". Al Jazeera. August 11, 2021. د لاسرسينېټه September 6, 2021. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "#SanctionPakistan trends as Afghans demand sanctions against Pakistan for supporting Taliban The Kabul Times Government %". The Kabul Times. August 9, 2021. د اصلي آرشيف څخه پر September 28, 2021 باندې. د لاسرسينېټه February 5, 2022. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Dirco in bid to aid stranded South Africans after Taliban seizes control of Afghanistan". Independent Online. 17 August 2021. د لاسرسينېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 18 August 2021 باندې). Taliban takeover: Uganda to take in 2,000 Afghan refugees. BBC News.
- ↑ "Canada suspends operations at embassy in Afghanistan, citing safety concerns". CTVNews. 15 August 2021. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Gilles, Rob (12 August 2021). "Official: Canada sending forces to close Afghan embassy". apnews.com. The Associated Press. د لاسرسينېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Fife, Robert; Chase, Chase (16 August 2021). "Canada working 'closely' with allies on evacuation from Kabul amid 'extremely fluid' situation, Trudeau says". www.theglobeandmail.com. The Globe and Mail. د لاسرسينېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Canada to Take in 20,000 Afghan Refugees Targeted by Taliban". www.voanews.com. Voice of America. 13 August 2021. د لاسرسينېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 15 August 2021 باندې). World reacts as Taliban closes in on Afghan capital.
- ↑ "China Sees Opportunity After America's Withdrawal From Afghanistan. But Can Beijing Do Any Better?". Time.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسينېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Indian Government statement on situation in Afghanistan". Ministry of External Affairs. مؤرشف من الأصل في ۱۷ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Iran says U.S. "failure" in Afghanistan a chance for durable peace". Reuters (په انګلیسي ژبه کي). 16 August 2021. مؤرشف من الأصل في ۱۷ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "'Afghanistan has broken the shackles of slavery': PM Imran Khan". The Current (په انګلیسي ژبه کي). 2021-08-16. د لاسرسينېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Afghans have 'broken shackles of slavery', says PM Imran Khan". The Nation (په انګلیسي ژبه کي). 2021-08-17. د لاسرسينېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Quint, The (2021-08-16). "Taliban Seizes Afghanistan: Here's What China, Pakistan & Russia Have Said". TheQuint (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسينېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Pakistan's Prime Minister Imran Khan sits down for exclusive interview with CNN - CNN Video, د لاسرسينېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۲۱ الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Mistake to think someone from outside will give Afghan women their rights: PM Imran Khan". www.thenews.com.pk (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسينېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Desk, BR Web (2021-09-15). "'Incentivise the Taliban': Afghanistan cannot be controlled from outside: PM Imran". Brecorder (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسينېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Imran Khan bats for Taliban, says 'incentivize' them on women's rights, inclusive govt". ANI News (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسينېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Becky Anderson, Zeena Saifi and Helen Regan. "Pakistan's Imran Khan says world should give Taliban 'time' on human rights but fears 'chaos' without aid". CNN. د لاسرسينېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "EU seeks Pakistan's help to evacuate foreigners from Kabul". gulfnews.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسينېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Ali, Muhammad (2021-08-25). "PIA evacuates 1,460 people from Kabul". Brecorder (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسينېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Asghar, Mohammad (2021-08-23). "EU, ADB seek PIA's help to evacuate people from Kabul". DAWN.COM (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسينېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Pakistan dispatches humanitarian aid to Afghanistan". www.aa.com.tr. د لاسرسينېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Reporter, The Newspaper's Staff (2021-09-06). "ISI chief's visit to Kabul: Fawad sees 'unconventional contacts' imperative". DAWN.COM (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسينېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 5 September 2021 باندې). As Taliban factions bicker, ISI chief in Kabul to find berths for Haqqanis. Indian Express.
- ↑ (په June 2020 باندې). Dealing With the Taliban - India’s Strategy in Afghanistan | After U.S. Withdrawal. Carnegie Endowment.
- ↑ "Regional intelligence chiefs meet over Afghan crisis". The Express Tribune (په انګلیسي ژبه کي). 2021-09-11. د لاسرسينېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Amid criticism for proxy war in Afghanistan, Pak hosts intel chiefs' conference of 5 nations on Afghan situation". ANI News (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسينېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Dawn.com, AFP | (2021-09-11). "PIA says no plans to restart commercial flights to Kabul". DAWN.COM (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسينېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "PM Imran Khan urges world to recognise reality in Afghanistan at SCO summit". Geo.tv (په انګلیسي ژبه کي). 2021-09-17. د لاسرسينېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Siddiqui, Dawn com | Naveed (2021-09-17). "Taliban must fulfil promises made in Afghanistan, says PM at SCO summit". DAWN.COM (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسينېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Pakistan urges world to stand by Afghan people". www.aa.com.tr. د لاسرسينېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Who said what?: Highlights from the virtual 21st SCO summit in Dushanbe". Firstpost. 2021-09-17. د لاسرسينېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Afghanistan : les talibans présents à Kaboul, les étrangers évacués à la hâte à l'aéroport". leparisien.fr (په فرانسیسی ژبه کي). 2021-08-15. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Afghanistan - Communiqué de M. Jean-Yves Le Drian (15 août 2021)". diplomatie.gouv.fr (په فرانسیسی ژبه کي). 15 August 2021. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 15 August 2021 باندې). No need for evacuation of Russian embassy in Kabul, says mission. TASS.
- ↑ "Russia starts Kabul evacuations as security situation worsens". www.ft.com. د لاسرسينېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Russia says emergency UN meeting on Afghanistan is planned". The Moscow Times. 15 August 2021. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Escobar, Pepe (2021-08-19). "China, Russia are stage-managing the Taliban". Asia Times (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسينېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Afghanistan must not become 'breeding ground for terror' once again, PM says". Sky News. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "No one wants Afghanistan to become 'breeding ground for terror' – PM". BBC News. 15 August 2021. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Boris Johnson to recall parliament over Afghanistan crisis". the Guardian. 15 August 2021. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 16 August 2021 باندې). Australian military rescue mission to Afghanistan to proceed 'when situation allows'. ABC News.