د ښځینه رایو ورکوونکو ټولنه
د ښځینه رایو ورکوونکو ټولنه (په انګریزي: League of Women Voters) په متحده ایالاتو کې یو غیرانتفاعي او غیرګوندي سیاسي سازمان دی. دغه ټولنه په ۱۹۲۰ زکال کې تاسیس شوه چې په پام وړ چارو کې یې د رایو ورکوونکو نوم ثبتونه، رایو ورکوونکو ته د معلوماتو ورکړه او د رایې ورکولو له حقونو ملاتړ شاملېږي. سربېره پر دې LWV له نورو همکارو ډلو سره همکاري لري او د مالي اصلاحاتو، د ښځو د حقونو، د روغتیا پالنې د اصلاحاتو، د وسلو د کنټرول او د همجنسګرایانو د حقونو په ګډون د عامه پالیسو په برخه کې د هغوی له ګڼ شمېر ترقي غوښتونکو دریځونو ملاتړ کوي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
دغه ټولنه د امریکايي ښځو لپاره د رایو د حق غوښتنې د ملي ټولنې (National American Woman Suffrage Association) د ځای ناستې په توګه چې په متحده ایالاتو کې یې د ښځو د رایو د ورکړې په موخه په ملي کچه مبارزه وکړه، رامنځته شوه. د دغې نوې تاسیس شوې ټولنې په لومړنیو اهدافو کې په سیاسي بهیرنو کې د ښځو د برخې اخیستو په موخه د هغوی روزنه او همدارنګه د ښځو د علاقې وړ قوانینو د جوړولو په موخه هڅې شاملې وې. د یو غیرګوندي سازمان په توګه یې د متحده ایالاتو په سیاست کې مهم رول د رایو ورکوونکو نوم ثبتونه او رایو ورکوونکو ته د معلوماتو ورکول و، خو له دې سره یې هغو موضوعاتو ته هم لابي ګري کوله چې د دوی غړو ته مهم و، دغه موضوعات به د دغې ټولنې د دوه کلنو کنوانسیونو له خوا ټاکل کېدل. د دوی د چارو اغېز په دې کې و چې د پالیسیو جوړولو په برخه کې به یې د یوې موضوع اړوند تر هغه مهاله کوم دریځ نه څرګند کاوه څو به یې چې هغه په کره ډول وڅېړله او مستند سازي به یې کړه. [۸][۹][۱۰][۱۱]
د دغې ټولنې بنسټګره، کري چپمن کټ په کلکه سره له دې ملاتړې وه چې په پیل کې NAWSA او وروسته هم LWV باید غیرګوندي وي. د دغې اتحادیې په جوړولو کې کټ د یو داسې سیاسي بهیر د رامنځته کولو هڅه وکړه چې منطقي او موضوع محوره وي، همدارنګه د سیاستوالو نه بلکې د وګړو تر کنټرول لاندې وي. هغه ویرېدله چې له سیاسي ګوندونو سره اتحاد به د دغې ټولنې خپلواکي راکمه او د هغو اندېښنې به په ګوندي اندېښنو کې راونغاړي. سربېره پر دې د یوه ګوند له نوماند څخه د ملاتړ له امله به په ناغوښتلې بڼه د مخالف ګوند ملاتړ له لاسه ورکوي. د وخت په تېرېدو سره د ښځو سیاسي بنسټونه دې متوجه شول چې سیاسي ګوندونه هغوی ته اړوند مسایل د «ښځو د مسایلو» په توګه تعریف کوي او هغه ګوښې ته کوي. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
دغې ټولنې په ۱۹۲۱ زکال کې د شپرډ – ټاونر د میندو او نوو زیږېدلو ماشومانو څخه د ملاتړیز قانون په تصویب او د مور او ماشوم د پالنې په موخه د فدرال مرستندویه پروګرامونو په برخه کې اساسي رول لرلی. په ۱۹۳۰مه لسیزه کې دغې ټولنې د ټولنیز خوندیتوب او د خوړو او درملو د قوانینو په څېر د نیو ډیل پروګرامونو څخه ملاتړیز رول درلود. په ۱۹۴۵ زکال کې دغې ټولنې له ملګرو ملتونو، نړیوال بانک او د پیسو له نړیوال صندوق څخه مالي مرستې ترلاسه کړې او د ملګرو ملتونو د سازمان له خوا د دایمي څارونکي په توګه وپېژندل شوه چې د دغه سازمان ډیری غونډو او د هغو اړوندو اسنادو ته یې لاسرسی درلود. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
دغې ټولنې په خپلو ټولو اقداماتو کې د یو مترقي سازمان په توګه رول نه دی لرلی. د خپل تاریخ په لومړۍ برخه کې یې د تورپوستو ښځو څخه هرکلی نه کاوه په داسې حال کې چې مخکښې ځای ناستې یې، NAWSA نژادي موضوعات له دې امله له پامه غورځول ځکه چې ویرېدله د برابرې رایې د حق د ترلاسه کولو په برخه کې به یې ملاتړ را لږ شي. دغې ټولنې بالاخره د ۱۹۶۰مې لسیزې پر مهال د ۱۹۶۴ زکال د مدني حقونو له قانون او د ۱۹۶۵ زکال د رایو د حقونو له قانون ملاتړ وکړ، خو دغې چارې له دې امله چې ډېره ناوخته یې ترسره کړه چندان اغېز یې نه درلود. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]
په ۱۹۷۰مه لسیزه کې د ښځو د ملي ګوند له خوا د برابرو حقونو له وړاندې شوې اصلاحیې سره له کلونو مخالفت وروسته دغې ټولنې بالاخره له دغې اصلاحیې ملاتړ وکړ. دغې ټولنې په ۱۹۷۴ زکال کې د نارینه و جذب ته هم مخه کړه. دغې ټولنې د رایو ورکولو په قانون کې د ۱۹۸۲ زکال د اصلاحیې لپاره مبارزه وکړه او په ۱۹۹۰مه لسیزه کې یې د موټر چلونې د جواز اخیستو پر مهال د رایو ورکولو په موخه د نوم ثبتونې د قانون په تصویب کې مهم رول درلود. په ۱۹۹۸ زکال کې دغې ټولنې کارولین جفرسون – جنیکینز د خپلې لومړۍ افریقايي الاصله مشرې په توګه وټاکله. نوموړې تر ۲۰۰۲ زکال پورې د دوه دورو لپاره په دغه ځایګي کار وکړ او دغه مهال یې «د ښځینه رایو ورکوونکو په ټولنه کې د تورپوستو ښځو د ناویلو کیسو» تر عنوان لاندې کتاب ولیکه چې د دغې ټولنې او تورپوستو ښځو تاریخ یې مستند کړ. [۳۵][۳۶]
د پالیسي اساسي کرښې
[سمول]دغه ټولنه په ملي، ایالتي او سیمه ییزه کچه د قوانینو د تصویب لپاره لابي ګري کوي. د ملي موضوعاتو اړوند د دغې ټولنې دریځ د هغو د تر ټولو وروستي ملي کنوانسیون پر مټ ټاکل کیږي. د سیمه ییزو او ایالتي څانګو غړي یې د ایالتي او سیمه ییزو مسایلو اړوند د دغې ټولنې دریځ د هغو له ملي دریځ سره په همغږۍ ټاکي.
دغه ټولنه د هغو کسانو له خوا تاسیس شوې چې د ښځو د رایو د حق لپاره یې مبارزه کړې او تل به د رایو ورکولو او همدارنګه د استازيتوب کوونکي دولت اړوند مسایلو ته پام ولري. نور هغه موضوعات چې دغه ټولنه اوس مهال ترې ملاتړ کوي، نړیوالې اړیکې، طبیعي منابع او ټولنیز سیاست دی.
رایه ورکول او استازيتوب کوونکی دولت
[سمول]په ۱۹۹۳ زکال کې دغې ټولنې د رایو ورکوونکو د نوم ثبتونې د ملي قانون د تصویب په موخه فشار راووړ چې له مخې یې ایالتونه اړ ګڼل کېدل د رایو ورکوونکو نوم ثبتونه د موټر چلونې د جواز د ورکړې په مرکزونو، د ټولنیزو خدمتونو په وړاندې کوونکو مرکزونو او ټولو پوسته خانو کې ترسره کړي. [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰] [۴۱]
دغه ټولنه د ووټ رایډر په نوم له غیرګوندي سازمان سره په ګډه کار کوي څو د رایو ورکوونکو د پیژند کارت د الزاماتو اړوند هر ایالت ته اړوند ځانګړي معلومات خپاره کړي. په ۲۰۰۲ زکال کې دغې ټولنې د دوه ګوندي ټاکنیزو سیالیو د اصلاح د قانون د تصویب ملاتړ وکړ؛ د دغه قانون له مخې په فدرال ټاکنو کې له نرمو پیسو ګټنه منع شوه او د ټاکنیزو سیالیو په مالی قوانینو کې یې یو لړ نور اصلاحات هم رامنځته کړل. دغه ټولنه همدارنګه د هېلپ امریکا په نامه د رایو د قانون (Help America Vote Act) یو له پام وړ ملاتړو څخه وه. [۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]
نړیوالې اړیکې
[سمول]دغې ټولنې د ملګرو ملتونو د سازمان د تاسیس په موخه لابي ګري وکړه او وروسته یو له هغو لومړنیو ډلو څخه شوه چې په ملګرو ملتونو کې د یو غیردولتي سازمان په توګه په رسمیت وپېژندل شوه. دغه ټولنې په پیل کې د نړیوالې سولې او نړیوالو بنسټونو په ترویج کې فعاله ونډه لرله. [۴۷][۴۸]
طبیعي زیرمې
[سمول]دغه ټولنې د پاکې هوا، د پاکو اوبو او د څښاک لپاره د پاکو اوبو له قوانینو او همدارنګه د طبیعي سرچینو د ساتنې او بېرته رغولو له قانون او همدارنګه له کیوټو پروتوکول ملاتړ وکړ. همدارنګه یې د کیسټون نل لیکې له پروژې سره مخالفت څرګند کړ. د ۲۰۱۳ زکال په جنوري میاشت کې د دغې ټولنې د هاوايي څانګې له ولسمشر بارک اوباما څخه وغوښتل د هغو واکونو له مخې چې د ۱۹۶۳ زکال د پاکې هوا قانون د امریکا ولسمشرانو ته ورکړي، د اقلیمي تغیراتو اړوند ګام واخلي. [۴۹][۵۰][۵۱]
ټولنیزه پالیسي
[سمول]دغه ټولنه د ښوونځیو د کوپن (ووچر) له پلان سره مخالفه ده. په ۱۹۹۹ زکال کې دغې ټولنې د فلوریدا هغه قانون وننګاوه چې زده کوونکو ته یې اجازه ورکوله د ښوونځي له کوپن څخه په ګټنې نورو ښوونځیو ته ولاړ شي. [۵۲][۵۳]
دغه ټولنه د نړیوالو روغتیايي پالنو څخه ملاتړ کوي او همدارنګه د میډیکېډ پروګرام له پراختیا او د سپما پر بنسټ د روغتیايي پالنو قانون تائید کوي.[۵۴][۵۵]
ورته مهال د اعدام جزا له لغو کولو څخه هم ملاتړ کوي.[۵۶]
د همجنسګرایانو حقونه
[سمول]د ښځینه رایو ورکوونکو ټولنه د همجنسګرایانو له حقونو ملاتړ کوي او څرګندوي چې «له دیموکراسۍ څخه زموږ دفاع او د همجنسګرایانو د ټولنې پر وړاندې د تبعیض پای ته رسول لاس په لاس مخکې درومي».[۵۷]
حکومتولي
[سمول]په ملي کچه
[سمول]د ښځینه رایو ورکوونکو د ټولنې ملي پلاوی له څلورو افسرانو، اته منتخبو مدیرانو او همدارنګه له اته کسیز پلاوی څخه د نه زیات منتخب مدیره پلاوي له خوا جوړ دی چې ډیری له دغو څخه په واشنګټن ډي سي کې ژوند کوي، او دغه ټولنه د هغو د اساسنامې پر مټ اداره کوي. ملي پلاوی یې د ملي کنوانسیون له خوا ټاکل کېږي او د هغو کاري پلان جوړوي. [۵۸]
سیمه ییزې څانګې
[سمول]د ښځینه رایو ورکوونکو ټولنه د متحده ایالاتو په ټولو ۵۰ ایالتونو، د کلمبیا په ناحیه، په ویرجن ټاپوګانو او هانګ کانګ کې سیمه ییزې څانګې لري. [۵۹]
سرچينې
[سمول]- ↑ Ford, Lynne (2009). Encyclopedia of Women and American Politics. Infobase Publishing. p. 280. ISBN 9781438110325.
The National League of Women Voters (NLWV) was established in 1920...Rather than directly entering electoral politics, the NLWV dedicated its efforts to educating newly enfranchised women, studying national legislation and social policy, and participating in local civic matters.
- ↑ Sharer, Wendy B (13 March 2007). Vote and Voice: Women's Organizations and Political Literacy, 1915–1930. Southern Illinois University Press.
Anticipating the difficulty of integrating former suffragists into partisan American politics, Catt called for a successor organization to the NAWSA that would train new women voters in electoral procedures and further the interests of women within the platforms and administrative structures of political parties.
- ↑ "League of Women Voters". Ballotpedia. بياځلي په 24 August 2022.
The League of Women Voters' work includes get out the vote efforts, often shortened to GOTV. These are concerted efforts to register voters and increase voter turnout during elections. ... As part of their GOTV efforts, the League of Women Voters was designed to educate voters on the issues and candidates on their ballots during each election cycle.
- ↑ "Remaining Nonpartisan in Hyper-partisan Times". The League of Women Voters. 10 February 2021. بياځلي په 24 September 2022.
The League's advocacy work is issued based, and we arrive at our positions based on careful study and input from our members in communities across the country. We never derive our positions from politicians, and even when candidates or parties support the same issue, we never endorse them.
- ↑ "The "Women Voters"" (PDF). The New York Times. October 11, 1954. بياځلي په October 9, 2022.
The organization has won the respect of both political parties for its scrupulous nonpartisan-ship.
- ↑ Smith, Ethel B. (November 29, 1925). "Women working for new laws" (PDF). The New York Times. بياځلي په October 4, 2022.
The Women's Joint Congressional Committee is a well set up piece of machinery which functions for a combined membership of organized women numbering literally millions. Mrs. Maud Wood Park, then President of the National League of Women Voters, took the lead in carrying out the idea by calling the other women together to discuss it...the National League of Women Voters... was planned definitely as a non-partisan political organization of women.
- ↑ "Major LGBTQ+ Rights Cases Happening Now". LWV. بياځلي په 1 January 2023.
- ↑ "Women's league plans voter drive" (PDF). The New York Times. June 1, 1969. بياځلي په October 4, 2022.
Last summer, the league (in New York) registered 18,000 new voters in 80 communities where enrollment was below 30%.
- ↑ Green, Marie (4 September 1983). "League of Voters Tackles 80s Issues". The New York Times. بياځلي په 20 September 2022.
The league from the national to the local level spends a lot of time on advocacy work. An issue is intensely studied -- for years sometimes -- and a consensus is reached among members. The league then discusses, urges, and "we lobby like crazy," according to Percy Lee Langstaff, president of the Connecticut League.
- ↑ Sharer, Wendy B (13 March 2007). Vote and Voice: Women's Organizations and Political Literacy, 1915–1930. Southern Illinois University Press.
Anticipating the difficulty of integrating former suffragists into partisan American politics, Catt called for a successor organization to the NAWSA that would train new women voters in electoral procedures and further the interests of women within the platforms and administrative structures of political parties.
- ↑ Cashin, Maria Hoyt (2013). Sustaining the League of Women Voters in America. New Academia Publishing. ISBN 9781955835237.
A look at the decline of civic engagement, and how nonpartisan organizations like the League of Women Voters can help save and promote democracy.
- ↑ "Carrie Chapman Catt". History.com. بياځلي په May 4, 2015.
- ↑ Sharer, Wendy B (13 March 2007). Vote and Voice: Women's Organizations and Political Literacy, 1915–1930. Southern Illinois University Press.
Anticipating the difficulty of integrating former suffragists into partisan American politics, Catt called for a successor organization to the NAWSA that would train new women voters in electoral procedures and further the interests of women within the platforms and administrative structures of political parties.
- ↑ Fowler, Robert Booth (1986). Carrie Catt: Feminist Politician. Boston: Northeastern University Press. p. 148-149. ISBN 0930350863.
- ↑ Sharer, Wendy B (13 March 2007). Vote and Voice: Women's Organizations and Political Literacy, 1915–1930. Southern Illinois University Press.
Anticipating the difficulty of integrating former suffragists into partisan American politics, Catt called for a successor organization to the NAWSA that would train new women voters in electoral procedures and further the interests of women within the platforms and administrative structures of political parties.
- ↑ Ford, Lynne (2009). Encyclopedia of Women and American Politics. Infobase Publishing. p. 280. ISBN 9781438110325.
The National League of Women Voters (NLWV) was established in 1920...Rather than directly entering electoral politics, the NLWV dedicated its efforts to educating newly enfranchised women, studying national legislation and social policy, and participating in local civic matters.
- ↑ "Saving Young Mothers". The New York Times. 8 May 1921. بياځلي په 2 October 2022.
- ↑ "National Conference on Economic Security". Social Security History. Social Security Administration. بياځلي په October 3, 2022.
this was the first town-hall forum on Social Security in the nation's history.
- ↑ "Begin world peace drive". The New York Times. January 15, 1945. بياځلي په October 4, 2022.
- ↑ "Connally defends League of Nations". The New York Times. March 28, 1945. بياځلي په October 4, 2022.
- ↑ "Women plan drives backing conference". The New York Times. April 16, 1945. بياځلي په October 4, 2022.
- ↑ Reston, James B. (July 12, 1945). "Charter attacked by 16 opponent at lively hearing". The New York Times. بياځلي په October 4, 2022.
- ↑ "Asks quick assent on Bretton Woods". The New York Times. March 14, 1985. بياځلي په October 4, 2022.
- ↑ Wayne, Tiffany K., ed. (June 29, 2020). Women's Suffrage: The Complete Guide to the Nineteenth Amendment. ABC-CLIO. p. 85. ISBN 9781440871993.
- ↑ Hernandez, Marcia. Stange, Mary Zeiss; Oyster, Carol K.; Sloan, Jane E. (eds.). Encyclopedia of Women in Today's World. Thousand Oaks, CA: Sage Reference. p. 833-834. ISBN 9781412976855.
- ↑ Lamb, Ruth DeForest (1936). American Chamber of Horrors: The Truth about Food and Drugs. New York: Farrar & Rinehart. p. 320. ASIN B00085GUZ6.
- ↑ "Percy Maxim Lee: a retrospective". The Free Library.
- ↑ MacEachern, Frank (January 25, 2011). "State League of Women Voters helps mold political process, leaders, say members". greenwichtime.com. Greenwich Time. بياځلي په October 4, 2022.
The league came under the scrutiny of Sen. Joseph McCarthy during Lee's tenure, when the senator searched for Communist infiltration of American government and organizations.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Greenberg, Doris (April 27, 1950). "Civil Rights Issue Revived by Women" (PDF). The New York Times. بياځلي په October 4, 2022.
Miss Dorothy Kenyon...was accused of having an affinity for Communist-front organizations by Senator Joseph R. McCarthy ...She later appeared at a hearing and challenged Senator McCarthy as an "unmitigated liar."
- ↑ Oakes, John B. (June 3, 1956). "Conservation: Pollution control". The New York Times. بياځلي په October 4, 2022.
- ↑ Herbers, John (September 29, 1969). "Washington power shift". The New York Times. بياځلي په October 4, 2022.
- ↑ U.S. Congress (1960). Proposed Resources and Conservation Act of 1960: Hearings before the Committee on Interior and Insular Affairs, United States Senate, Eighty-sixth Congress, Second Session, on S.2549, A bill to declare a national policy on conservation, development, and utilization of natural resources, and for other purposes. Washington, D.C.: U.S. G.P.O. pp. 103–121.
- ↑ "Women voters ask US for recognition of Communist China". The New York Times. April 27, 1969. بياځلي په October 4, 2022.
- ↑ "Women's league plans voter drive" (PDF). The New York Times. June 1, 1969. بياځلي په October 4, 2022.
Last summer, the league (in New York) registered 18,000 new voters in 80 communities where enrollment was below 30%.
- ↑ Jefferson-Jenkins, Carolyn (2020). The untold story of women of color in the League of Women Voters. Santa Barbara CA: Praeger. ISBN 9781440874505.
- ↑ Carson, Chris; Kase, Virginia (8 August 2018). "Facing Hard Truths About the League's Origin". lwv.org. The League of Women Voters. بياځلي په 1 October 2022.
The League was founded in 1920—just months before the ratification of the 19th Amendment—by American suffragist Carrie Chapman Catt. Catt was a complicated character, a political operative, and by modern standards, yes, racist.
- ↑ Ford, Lynne (2009). Encyclopedia of Women and American Politics. Infobase Publishing. p. 280. ISBN 9781438110325.
- ↑ Lombardi, Kate Stone (14 November 1993). "Voters League Marks Its 75th Year". The New York Times. p. 705. بياځلي په 24 August 2022.
- ↑ Krauss, Clifford (21 May 1992). "Senate Passes Bill to Force States to Make Voter Registration Easie". The New York Times. Section B, p. 11.
- ↑ Stuart, Celina (20 May 2020). "Honoring the 27th Anniversary of the National Voter Registration Act". League of Women Voters. بياځلي په 24 August 2022.
- ↑ Clymer, Adam (May 12, 1993). "Voter Bill Passes In a G.O.P. Defeat". The New York Times. بياځلي په November 26, 2022.
- ↑ "VoteRiders Partner Organizations". VoteRiders. 2022. بياځلي په November 26, 2022.
- ↑ Curry, Tom (August 19, 2004). "Why 'reform' equals more campaign spending". NBC News. بياځلي په 4 May 2015.
- ↑ Malbin, Michael (2003). Life After Reform: When the Bipartisan Campaign Reform Act Meets Politics. Rowman & Littlefield. p. 29. ISBN 9780742528338.
- ↑ Pear, Robert (7 September 2002). "Bill to Overhaul System of Voting is Seen in Danger". New York Times. بياځلي په 18 August 2022.
- ↑ "Help America Vote Act". US Election Assistance Commission. بياځلي په 19 August 2022.
- ↑ Zeiss Strange, Mary; Oyster, Carol; Sloan, Jane (2011). Encyclopedia of Women in Today's World, Volume 1. SAGE Publications. p. 833. ISBN 9781412976855.
- ↑ "Mrs. Catt Summons Women to End War". The New York Times. Cleveland. 13 April 1921. بياځلي په 29 August 2022. کينډۍ:Source-attribution
- ↑ Huse, Carl (May 25, 2011). "Voter Group Flexes Muscle in Ads Aimed at Senators". New York Times. بياځلي په 4 May 2015.
- ↑ Savage, Melanie (October 20, 2014). "League of Women Voters holds discussion on climate change". Hartford Courant. بياځلي په 4 May 2015.
- ↑ Gerhardt, Tina (9 January 2013). "70 Groups Send Pres. Obama Letter Urging Action on Climate Change". The Progressive.
- ↑ Dunkelberger, Lloyd (August 6, 2014). "League's influence felt as special session begins". Herald-Tribune. بياځلي په 6 May 2015.
- ↑ Kliendienst, Linda (22 June 1999). "Bush Signs A+-plan". South Florida Sun Sentinel. بياځلي په 19 August 2022.
- ↑ Redmond, Pat (April 6, 2015). "League of Women Voters support the expansion of Medicaid". Juneau Empire. خوندي شوی له the original on 5 May 2015. بياځلي په 4 May 2015.
- ↑ Burr, Carol (April 9, 2015). "A national necessity". Chico News Review. بياځلي په 4 May 2015.
- ↑ Dickson, Amelia (March 6, 2013). "Bill to abolish death penalty gets hearing". Seattle Times. بياځلي په 4 May 2015.
- ↑ "Major LGBTQ+ Rights Cases Happening Now". LWV. بياځلي په 1 January 2023.
- ↑ "Bylaws and Certificate of Incorporation". LWV. May 3, 1946. خوندي شوی له the original on May 23, 2017. بياځلي په February 8, 2012.
- ↑ "Bylaws and Certificate of Incorporation". LWV. May 3, 1946. خوندي شوی له the original on May 23, 2017. بياځلي په February 8, 2012.