د ښځو پر وړاندې جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

«د ښځو پر وړاندې جګړه» د متحده ایالاتو په سیاست کې یو شعار دی چې د جمهوري غوښتونکي ګوند د ځینې پالیسیو او قوانینو د تشرېح کولو لپاره کارول کېږي، چې د ښځو د حقونو په ځانګړې ډول د بارورۍ او ماشوم لرې کولو د حقونو په ګډون د ښځو د محدودولو لپاره پراخه هڅه کوي. د نانسي پلوسي او باربارا باکسرا په څېر مخکښو ديموکراتانو او همدارنګه فیمېنستانو دا عبارت د یادو قوانینو پر پلویانو د نیوکې لپاره کارولی، چې غواړي خپل ټولنیز لیدلوری د قانون له لارې پر ښځو تحمیل کړي. دا شعار د امیندوارۍ حفظ الصحې، په ځانګړې توګه د زېږون کنترول، د ماشوم لرې کولو خدماتو، د ماشوم لرې کولو د عمومي مالي تامین په موخه د جنسي تېري تعریف؛ د ښځو پر وړاندې جنايي څارنه او د ښځو پر وړاندې په کار ځای کې تبعیض په څېر برخو کې د جمهوري غوښتونکو د پالیسیو د تشرېح کولو لپاره کارول شوی.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

حال دا چې له ۲۰۱۰ څخه مخکې په نورو محتواو کې کارېده، خو د ۲۰۱۰ کال د کانګرېس له ټاکنو څخه وروسته د امریکا په سیاسي خبرو اترو کې په یو عام شعار بدل شو. دا اصطلاح غالباً په اوباما کییر (د ارزانه او لوړ کیفیته روغتیايي پاملرنې لایحه، ژباړن) کې له باردارۍ څخه د مخنیوي فرمان سره د مخالفت او د ښځو لپاره د روغتیايی سازمانونو د بودیجې د کموالي د پالیسیو د تشرېح لپاره کارول کېږي، البته هغه روغتیايي سازمانونه چې د والدینو له پلان سره د ماشوم لرې کولو خدمتونه وړاندې کوي. دغې مفهوم ته په ۲۰۱۶ کال کې د متحده ایالاتو په ولسمشریزو ټاکنو کې بیاځلي پام وشو، کله چې جمهوري غوښتونکي نوماند ډونالد ټرامپ د ښځو پر وړاندې پاروونکو تاریخي بیانیو او کړنو ته اشاره وکړه.   [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

دا عبارت او مفهوم د جمهوري غوښتونکو او د ماشوم لرې کولو خلاف ځینې دیموکراتانو له نیوکې سره مخ دی. د جمهوري غوښتونکو د ملي کمېټې رئیس رینس پربیوس دا یو له حده ډېر ساده نکل وباله چې د دیموکراتانو او رسنیو له‌خوا وړاندې شوی دی. په داسې حال کې چې نورو جمهوري غوښتونکو ادعا وکړه چې دغه ډول الفاظ د دیموکراتانو د اقتصادي مدیریت پر وړاندې د ولسمشر بارک اوباما د حواسو د ګډوډولو لپاره کارول کېږي. د ۲۰۱۲ کال د باردارۍ او جنسي تېري په اړه د ټاډ اکېن بحث پاروونکې نظریې پر دغه مفهوم د رسنیو د بیا تمرکز لامل شوې. جمهوري غوښتونکو هڅه وکړه دا عبارت له دغه ریا کار استدلال سره چې دیموکراتانو د خپل ګوند د غړو پر جنسي رسواييو چې ښځې يې غولولې او ځورولې، جنسي تېری يې کړی او د جنسیت له مخې د ماشوم د زیانولو له لایحې سره د مبارزې د نه ملاتړ او د نه نیوکې له امله د دیموکراتانو پر ضد وکاروي.  [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

د اصطلاح پراختیا[سمول]

سخت دریځې/ رادیکال فېمینیستې انډریا ډورکین په ۱۹۸۹ کال کې د خپل کتاب په سریزه کې د «ښځو پر وړاندې جګړه» په اړه لیکل وکړل او په ۱۹۹۷ کال کې یې هغه او خپلې نورې لیکنې د مرګ او ژوند په نوم اثر کې د ښځو پر وړاندې د مداومې جګړې په اړه د تاسف‌ نه وړ لیکنې له فرعي عنوان سره راټولې کړې. فېمینیستې سوزان فالوډي په ۱۹۹۱ کال کې د غبرګون: د امریکايي ښځو پر وړاندې نه اعلان شوې جګړې په کتاب کې استدلال وکړ چې رسنیو د ۱۹۸۰ لسیزې په بهیر کې د ۱۹۷۰یمې لسیزې د فېمینیستي پرمختګونو پر وړاندې «غبرګون» رامنځته کړی. د ښځو پر وړاندې د جمهوري غوښتونکو جګړه په نوم د پخوانۍ جمهوري غوښتونکې سیاسي مشاورې تانیا میلیچ د ۱۹۹۶ د خاطراتو کتاب: د کرښو تر شا یو محرم راپور، د جمهوري غوښتونکو په‌واسطه د مساوي حقونو له تعدیل سره مخالفت او د ماشوم زیانولو ضد غورځنګ ترکیب له فېمینیستي دلیلونو څخه انحراف وباله.  [۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

د جورج ډبلیو بوش دولت د هغه د ولسمشرۍ په بهیر کې د فېمینیستانو او د ښځو د حقونو د فعالانو له مقاومت سره مخ شو. په ۲۰۰۴ کال کې فیمېنیستي مطبعې د ډبلیو د اغېز په نوم: د ښځو پر وړاندې د بوش د جګړې اړوند د لورا فلنډرز د مقالاتو ټولګه خپره کړه. په هم‌هغه کال کې سیلویا فدریچي د کالیبان او کوډګره په نوم اثر کې «د ښځو پر وړاندې جګړه» په لومړنۍ معاصره اروپا کې د جنسیتي اړیکو د بیارغونې د تحلیل لپاره د یو چارچوکاټ په توګه یاده کړه. اقتصادپوه باربارا فینلي په ۲۰۰۶ کال کې د جورج ډبلیو بوش او د ښځو پر وړاندې جګړه په نوم کتاب: د پرمختګ په لور د ساعت بېرته راګرځول چې د زیډ بوکس خپرندویه ټولنې خپور کړ. [۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]

د ۲۰۱۰ کال په منځ‌مهاله ټاکنو کې جمهوري غوښتونکي ګوند (GOP) د مشرانو جرګې اکثریت ترلاسه کړ. د ۲۰۱۱ کال د جنوري په ۴مه د کانګریس تر رامنځته کېدو یوه ورځ وروسته له لېبرال ډيلي کوز ورځپاڼې څخه کیلې جوی ګرې د «ښځو پر وړاندې راتلونکې جګړه» له سر لیک سره یوه مقاله ولیکله. په دغې مقاله کې هغه ډېری هغه قوانین تشرېح کړل چې جمهوري غوښتونکو غوښتل د مشرانو جرګې له طریقه یې پر مخ یوسي، په دې کې د شخصیت اړوند قوانین، د جنین درد او د والدینو له پلان سره د ماشوم روزنې د بودیجې پر کموالي هڅه شامله وه. د ۲۰۱۱ کال په فبروري کې سارا سلټزر او لورن کیلي «د ښځو پر وړاندې د جمهوري غوښتونکي ګوند په جګړه کې د ۹ نویو قوانینو» له سرلیک سره د الټرنېټ مقالې له لیکلو سره د ایالت په کچه د ماشوم زیانولو حقونو ته د محدود لاسرسي په مستندولو پیل وکړ. په هم‌هغه میاشت کې د نیویارک استازي جرولډ ناډلر د ماشوم لرې کولو لپاره د مالیې ورکوونکو د مالي تامین پرته پيشنهادي قانون ته اشاره وکړه، دا د کانګرېس له لومړیو اقداماتو څخه و او یوله هغو اقداماتو څخه بلل کېده چې سیاست ته یې بدلون ورکاوه چې په ترڅ کې یې یواځې د «جبري جنسي تېري» قربانیان یا له جنسي ناسمې ګټې اخیستنې سره مخ ماشومان د ماشوم د لرې کولو لپاره ځانکړې شوې بسپنې مېډیکېډ په شرایطو برابر بلل کېدل چې «د ښځو او د هغوی د کورنیو پر وړاندې جګړه کې په بشپړ ډول یوه نوې جبهه وه.» د فلوریډا استازی او د دیموکرات د ملي کمېټې ریئس ډبي واسرمن شولټز د «ښځو پر وړاندې جګړه» اصطلاح د ۲۰۱۱ کال په مارچ کې وکاروله. [۴۹][۵۰]

د بارورۍ حقوق[سمول]

«د ښځو پر وړاندې جګړې» شعار غالباً په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې د ښځو د بارورۍ او روغتیا قوانینو په تصویب کې د بې‌ساري زیات‌والي د تشرېح پر مهال کارېده. په ۲۰۱۱ کال کې په ټوله امریکا کې ایالتي ولسي جرګو د ښځو او د بارورۍ د حقونو په اړه له ۱۱۰۰ څخه ډېرې مادې معرفي کړې او د ۲۰۱۲ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۹۴۴ اضافي مادي ایالتي ولسي جرګو ته ورزیاتې شوې چې نیمو یې د جنین زیانولو ته لاسرسی محدوداوه. قانون پر اجباري التراسوند/تلویزوني معاینو متمرکز دی، چې د جنین د لرې کولوموده محدودوي او د جنین د زیانولو بیمه محدودي. [۵۱][۵۲][۵۳][۵۴]

د جنین د زیانولو/لرې کولو محدودیتونه[سمول]

دیموکراتې ستراتیژیستې زرلینا ماکسول یو.اېس  نیوز اند ورلډ ریپورټ (د متحده ایالاتو خبرونه او نړیوال راپور) ته یوه سرمقاله ولیکله چې په هغه کې یې د ګاتماچر موسسې تحلیل ته اشاره وکړه، یاد تحلیل دا څرګندوله چې ایالتي ولسي جرګې ۱۳۵ قوانین وضع کړي چې د هغه سند په توګه د ښځو د بارورۍ پرحقونو اغېز کوي چې «د ښځو پر وړاندې د جمهوري غوښتونکو جګړه» خیالي نه ده. دا تحلیل ښيي چې د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۱ کلونو تر منځ د ماشوم د زیانولو د حقوقو پر وړاندې د مخالفو ایالتونو شمېر د پام وړ ډېر شوی او په ۲۰۱۱ کال کې د ایالتي مشرانو جرګو له‌خوا د ماشوم زیانولو د محدودولو لپاره د تصویب شویو مقرراتو په شمېر کې د پام وړ زیات‌والی راغلی. [۵۵][۵۶]

ډېری ایالتونو د امریکن یونایټيډ فار لایف (امریکایان د ژوند لپاره متحدې دي) په‌واسطه لیکل شوي موډلي قوانین تصویبول، دا د ماشوم د زیانولو پر ضد یوه مدافعې ډله وه. د ۲۰۱۱ کال په جون کې چرمن یوویسټ او له متحدو امریکایانو څخه ډېنیس اېم. بوړک دغه تشرېح د وال سټریټ ژونال لپاره تایید کړه او ویې لیکل چې «اېنډیانا د روغتيا پالنې لپاره د فېدرال بودیجې په له لاسه ورکولو تهدیدیږي او ځنډيږي چې «د ښځو پر وړاندې د جګړې» د اعلان په توګه ورته سپکاوی کېږي.» [۵۷]

سرچينې[سمول]

  1. . War On Women. American Civil Liberties Union
  2. (په 2012-05-31 باندې). 'War On Women' Only Seen By Third Of Female Poll Respondents. The Huffington Post.
  3. (په April 5, 2012 باندې). Lisa Murkowski: 'It Makes No Sense To Make This Attack On Women'. The Huffington Post.
  4. Talbot, Margaret (19 March 2012). "Taking Control". The New Yorker. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په March 1, 2012 باندې). House Democrats Raise $1.1 Million In 'War On Women' Campaign. The Huffington Post.
  6. Boxer, Barbara (په April 15, 2012 باندې). Foul play: War on women is real. Politico
  7. Houston[مړه لينکونه]
  8. Zengerle, Patricia (September 2012). "Democrats charge Republicans with "war on women" at convention". Employee Benefits News. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. On International Women's Day NOW Calls for End to the "War on Women": Statement of NOW President Terry O'Neill (National Organization for Women), March 8, 2011 Archived October 21, 2013, at the Wayback Machine., as accessed December 12, 2013 (probably press release).
  10. (په April 10, 2012 باندې). Reproductive Health Laws Prove GOP 'War on Women' Is No Fiction.
  11. (په April 12, 2012 باندې). The "War on Women" Is Over.
  12. Crary, David (په November 8, 2012 باندې). Election won't end abortion /contraception debate.
  13. Feldmann, Linda (په February 3, 2011 باندې). Did bill try to redefine rape? GOP backs down after public outcry..
  14. (په March 14, 2012 باندې). Women Figure Anew in Senate's Latest Battle.
  15. (په March 17, 2012 باندې). Arizona Might Curb Birth Control Coverage.
  16. (په March 16, 2012 باندې). Romney enters fray in Republican 'war on women'.کينډۍ:Cbignore
  17. (په October 20, 1991 باندې). Why Women Are Angry.
  18. "The Republican War Against Women by Tanya Melich". Kirkus Book Reviews. د لاسرسي‌نېټه April 22, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. The Atlantic: The GOP's Totally Reactive Reaction to the War on Women. Garance Franke-Ruta, August 2013.
  20. (په April 8, 2011 باندې). Nancy Pelosi calls GOP budget 'a war on women'. Politico
  21. (په May 14, 2016 باندې). Crossing the Line: How Donald Trump Behaved With Women in Private.
  22. (په March 25, 2016 باندې). Donald Trump's war on women is officially in full swing.
  23. . Dozens of Women Are Protesting Donald Trump Outside Trump Tower.
  24. (په 2016-10-12 باندې). Two Women Say Donald Trump Touched Them Inappropriately.
  25. . Trump Brags About Groping Women.
  26. Sarah Boesveld (په September 4, 2012 باندې). Pro-life Democrats 'don't buy the line into the war on women'.
  27. K Jensen, Priebus Says Gender Battle Fictional as Caterpillar War [۱] in Bloomberg
  28. (په May 5, 2012 باندې). Democrats double down in ' War on Women :' Goal here is to rescue Inslee.
  29. (په 2013-03-11 باندې). Next 'war on women' front: Pennsylvania governor race?. Politico
  30. "Op-ed: Ann Wagner: 'War on women' rhetoric a distraction from economy". د اصلي آرشيف څخه پر September 9, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 25, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. (په August 20, 2012 باندې). Todd Akin, Paul Ryan and the very real war on women.
  32. (په August 20, 2012 باندې). Akin's comments reignite war on women.
  33. (په August 20, 2012 باندې). Despite Denials Akin's Comments Are Part GOP War On Women.
  34. Metzler, Rebekah (په August 2, 2013 باندې). GOP Turns 'War on Women' Back on Democrats. U.S. News
  35. Rachel Weiner and Sean Sullivan (په July 31, 2013 باندې). GOP finds its own 'War on Women'.
  36. Joseph, Cameron (په August 2, 2013 باندې). GOP committees unite to push 'Democrats' war on women' attack.
  37. "Anti-abortion groups turn 'war on women' charge against Democrats". TheHill. 30 May 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. The Nation: Seeing Eye to Eye; A Radical Feminist Who Could Dine With (Not On) Conservatives, in The New York Times, § Week In Review, April 17, 2005, as accessed May 9, 2010.
  39. Dworkin, Andrea (1989). Beaver Talks. In Dworkin, Andrea (1997 (کينډۍ:ISBN)). Life and Death: Unapologetic Writings on the Continuing War Against Women (New York: Free Press), p. 89.
  40. Dworkin, Andrea. Life and Death: Unapologetic Writings on the Continuing War Against Women, op. cit., cover I.
  41. (په October 20, 1991 باندې). Why Women Are Angry.
  42. "The Republican War Against Women by Tanya Melich". Kirkus Book Reviews. د لاسرسي‌نېټه April 22, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. (په April 25, 2004 باندې). Abortion Rights Advocates Flood D.C..
  44. (په April 26, 2004 باندې). Abortion activists on the march.
  45. Flanders, Laura, المحرر (2004). The W Effect: Bush's War On Women. New York: The Feminist Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55861-471-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. Federici, Silvia (29 July 2021). Caliban and the witch : women, the body and primitive accumulation. OCLC 1294640032. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-241-53253-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. Esterchild, Elizabeth (2008). "Book Review: George W. Bush and the War on Women. By Barbara Finlay". Gender & Society. 22 (6): 824–826. doi:10.1177/0891243207312133. S2CID 144060973. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. Finlay, Barbara (2006). George W. Bush and the War on Women: Turning Back the Clock on Progress. London: Zed Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84277-784-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. (په January 4, 2011 باندې). The Coming War on Women.
  50. (په April 12, 2012 باندې). The "War on Women" Is Over.
  51. "States Enact Record Number of Abortion Restrictions in 2011". Guttmacher Institute. January 5, 2012. د اصلي آرشيف څخه پر March 30, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 12, 2023. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  52. "State Policy Trends: Abortion and Contraception in the Crosshairs". Guttmacher Institute. April 13, 2012. د اصلي آرشيف څخه پر March 3, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 12, 2023. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  53. (په April 20, 2012 باندې). The Faux Mommy Wars.
  54. (په March 1, 2012 باندې). Poll Finds Wide Support for Birth Control Coverage.
  55. (په April 10, 2012 باندې). Reproductive Health Laws Prove GOP 'War on Women' Is No Fiction.
  56. Gold, Rachel Benson; Nash, Elizabeth (Winter 2012). "Troubling Trend: More States Hostile to Abortion Rights as Middle Ground Shrinks". Guttmacher Policy Review. 15 (1). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  57. (په June 27, 2011 باندې). Planned Parenthood Takes on the States.