د ږوب سیند
د ږوب سيند (اردو: دریائے ژوب، انګلیسي: Zhob river) چې په بېلا بېلو سیمو کې یې ځایي نومونه بېلابېل دي لکه د ږوب رود ،د کمچوغۍ مانده، د ،کږې مانده، لوړه او داسې نور خو منل شوي نوم یې د ږوب سیند دی. دغه سیند د هندوباغ د کاڼ مهترزي څړۍ ته نيزدې او د توبه کاکړي د غرونو په سوهېلي برخو کښي سرچينه اخلي او په مجموعي توګه ۴۱۰ کيلومتره لاره وهي، وروسته د فورټ سنډېمن (اوسنی نوم ږوب) د لرغوني او تاريخي ښارګوټي لوېديځ لور ته تېر شوی او د کجورۍ کڅ پر مقام ئې ځان د ګوملي له سیند سره يو ځائ کوي.
د نوم ار
[سمول]د دې کلمې د اصل او ار په برخه کښي تراوسه کوم متفق نظر مخ ته نه دی راغلی خو مجموعي تاثر دا دی چي دا کلمه "ږوب" په اصل کښي د پښتو د زهوب، زېم، زنځوبه، زاؤه، زيو، زاوله، زيابه، زاؤلن او نورو چي د ټولو مشتق او (ار) د اوبو زېم دی اوښتي بڼه ده، په رښتيا د دې سيند بنيادي منبع هم د يو شمېر خوړونو (مندونو) د تلونو (فرشونو) او کڅونو هغه زهوب يا زېم وزمه اوبه دي چي وروسته ۴۵ ميله ليرې بيا دايمي او بهانده بڼه خپلوي او د دې سيند وجود منځ ته راوړي، دغه سيند که څه هم په بېلابېلو سيمو کښي په بېلا بېلو نومونه لکه د "کمچوغۍ مانده"، د "کږې مانده"، "لوړه" او نورو ياد شوی دی، خو مجموعي پېژندګلو ئې د ږوب سيند په نوم ده.
د ږوب سیند منبع او مزل
[سمول]دغه سیند د هندوباغ د کاڼ مهترزي څړۍ ته نيزدې او د توبه کاکړي د غرونو په سوهېلي برخو کښي سرچينه اخلي او په مجموعي توګه ۴۱۰ کيلومتره لاره وهي، وروسته د فورټ سنډېمن (اوسنی نوم ږوب) د لرغوني او تاريخي ښارګوټي لوېديځ لور تېر شوی او د کجورۍ کڅ پر مقام ئې ځان د ګوملي له سیند سره يو ځائ کړی دی، د ږوب سيند په لومړي سر کښي د ختیځ او وروسته بيا د شمال ختیځ لور ته مزل پیلوي، یو فرنګي لیکوال په دې اړه داسې لیکلي دي: "دا سیند د مهترزي د څړۍ (د پښين د اوبو د بهاؤ د ختيځ وېش) له شېلو سرچينه اخلي او په مجموعي توګه ۲۴۰ميله سفر کوي، او پای د ګوملي له سیند سره يو ځائ کيږي" (۱) دا يو کوچنی سيند او په ډېرو برخو کښي ئې اوبه تر ۶ انچ پورته او تر (۲۰ فوټو) خورې نه وي، البته د سېلاؤنو په موسم کښي ئې داوبو کچه لوړه او کله کله سېلابي بڼه هم خپله کړي، اوبه ئي روڼې، خوږي او خوندور ماهیان په خصوص ږوب مهاشیر زیات لري، څنډې او کڅونه ئې زياتره وښلن او د غځو په ونو پوښلې دي، تر ګوال حېدرزي نومي سيمي لږ لاندې د شمال له لوري يو بل کوچنی سيند چي د کنديل په نوم یادېږي هم ورسره ملګری شوی دی، دا ډول ګزليان دوه مندونه، سواړه، سيليازه، څروب، بهلول، چخند او نور هغه په لسګونو او سلګونو لوی او کوچني خوړونه او مندونه دي چي اوبه ئې دې سيند ته توهېږي، د يو شمېر تاريخي شواهدو په خصوص د هغو کيندل شوو اثارو له رويه چي د دې سيند د اطرافو له لرغونو غونډيو څخه ترلاسه شوي داسي جوتېږي چي د دې کوچني سيند او انسانانو تعلق زرګونه کاله زوړ او پخوانی دی، يعني د دې سيند پر څنډو له زرګونو زرګونو کلونو څخه انسانان مېشت او ژوند کوي، هغه ټوله ناوه چي په منځ کښي ئې دا سيند بهېږي.
سرچینې
[سمول]۱. لرغونی ږوب، از میر حسن خان اتل.