لرغونی ږوب (کتاب)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لرغونی ږوب نومې کتاب د تکړه لیکوال او ژباړونکي میرحسن خان اتل زیار دی. نوموړي یاد کتاب د سهېلي پښتونخوا د تاریخي سیمې ږوب اړوند د یریتانوي هند دولتي ریکارډ "ږوب ګزیټئر" چې په انګریزي ژبه لیکلی شوی وو په پښتو ژبه د "لرغونی ږوب" په نوم ژباړلی دی. د نوموړي کتاب مالي لګښت پښتو اکیډمي کوټې له خپلې کالنۍ بودیجې څخه ادا کړ. په یاد کتاب کې د ږوب د سیمې جغرافیایی، کلتوري او تاریخي معلومات ورکړل شوي دي.

لرغونی ږوب (ژباړه)