Jump to content

د ډېټا نښتیځه (کمپرېشن)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سیګنال په پروسس کې، د دېټا نښتیځه، د سرچینې کوډېنګ، یا د ډېټا د لېږد د سرعت کمښت، د اصلي بڼې په پرتله د لږو بایټونو په کارولو سره د معلوماتو د کوډ کولو پروسه ده. هره ځانګړې نښتیځه یا د معلوماتو ورکېدونکې یا د معلوماتو نه ورکېدونکې ده. د معلوماتو نه ورکېدونکې نښتیځه د شمېرانه د زیاتي په پیژندلو او له منځه وړلو سره بایټونه کموي. په نه ورکېدونکې نښتیځه کې هېڅ معلومات له لاسه نه ورکول کېږي. ورکېدونکې نښتیځه د غیر ضروري یا لږ اړینو معلوماتو په لرې کولو سره بایټونه کموي. په عمومي توګه، هغه وسیله چې د ډېټا نښتیځه ترسره کوي د اېنکوډر (کوډ کوونکې) په نوم بلل کېږي او هغه وسیله چې چې د پروسې برعکس (ډیکمپریشن یا نازېرل ) ترسره کوي د ډیکوډر په نوم یادېږي.

د ډېټا فایل د اندازې د کمولو بهیر زیاتره د ډېټا نښتیځې په نوم بلل کېږي. دا د معلوماتو لېږد په مفوهم کې، په سرچینې کې کوډ کولو په نوم یادېږي؛ کوډ کول د معلوماتو په سرچینه کې له زېرمه کولو یا لېږد مخکې ترسره کېږي. په سرچینه کې کوډ کول باید په چینل کې د کوډ کولو سره ګډ نه شي، چې د تېروتنې د موندلو او اصلاح یا پرلیکه د کوډ کولو لپاره، دا په سیګنال کې د ډېټا د موندلو لپاره وسیله ده.

نښتیځه د دې لپاره ګټوره ده چې د معلوماتو د زېرمې او لېږدولو لپاره لږ سرچینې ته اړتیا وي. کمپیوټري سرچینې د نښتیځې او نازېرلو په پروسو کې مصرف کېږي. د ډېټا نښتیځه د ځای او وخت تر منځ له ټاکنې سره تړلی دی. د بېلګې په توګه، د ویډیو لپاره د نښتیځې پلان ممکن د ویډیو لپاره ګران هارډویر ته اړتیا ولري ترڅو د ویډیو په چټکه توګه د لیدلو لپاره ونازېرل شي، او د لیدو دمخه د ویډیو بشپړ نازېرل کېدای شي ځوروونکی وي یا ډېرې زېرمې ته اړتیا ولري. د ډېټا نښتیځې پلان د بېلابېلو فکتورونو تر منځ ټاکنې، لکه د نښتیځې کچه، د بدلون کچه (کله چې د ورکېدونکې ډېټا نښتیځه کارول کېږي)، او د ډېټا نښتیځې او نازېرلو لپاره اړین کمپیوټري سرچینې، له ځانه سره لري.

نه ورکېدنه

[سمول]

د نه ورکېدونکې ډېټا نښتیځه پړواوونه زیاتره د شمېرانه د زیاتي څخه ګټه پورته کوي ترڅو د معلوماتو له ورکېدو پرته معلوماتو بېرته وړاندې وکړي، نو له همدې امله دا پروسه بېرته راګرځېدونکي وي. نه ورکېدونکې نښتیځه له دې امله امکان لري چې چې په ډېری ریښتیني نړۍ کې زیاتره ډېټا شمېرانه د زیاتي  له ځانه سره لري. مثلاً، ښایي یو انځور د رنګ داسې برخې ولري چې په څو پکسلونو کې بدلون ونه کړي، نو د "سور پکسل، سور پکسل، ..." د کوډ کولو پرځای، کېدای شي دېټا د "۲۷۹ سرو پکسلونو" په بڼه کوډ شي. دا د اوږدوالي-په لاره اچولو د کوډ کولو بنسټیزه بېلګه ده؛ د زیاتي د له منځه وړو له لارې د فایل د اندازې کمښت لپاره زیاتې لارې شته.  

د لېمپل – زیو (LZ) د نښتیځې تګلارې د نه ورکېدونکو زېرمه کولو لپاره ترټولو مشهوره تګلاره ده. تشول (منقبض کول - DEFLATE) په LZ  کې یو بدلون دی چې د نازېرلو د سرعت او د او د نښتیځه د تناسب لپاره غوره دی، خو نښتیځه کېدای شي سوکه وي. د ۱۹۸۰ لسیزې په نیمایي، د ټیری ویلچ له کار وروسته، د لېمپل – زیو- ویلچ (LZW) تګلارې په چټکۍ سره د زیاتو عمومي  نښتیځو سیسټمونو لپاره غوره تګلاره شوه. LZW په GIF انځورونو، پروګرامونو لکه PKZIP، او هارډویر وسایلو لکه موډیمونو کې کارول کېږي. د LZ تګلارې له جدول-ډوله  نښتیځه ماډل څخه کار اخلي چې په کې د جدول لیکنې د ډېټا د تکراري سلسلو له امله تعویض کېږي. د LZ په زیاتره تګلارو کې، دا جدول په سرچینه کې د پخوانیو معلوماتو څخه په اتومات ډول منځ ته راځي. جدول زیاتره د هفمن په تګلاره کوډ شوی وي. د دې په څېر ګرامر-ډوله کوډونه کولای شي خورا زیات تکراري معلومات، د بېلګې په توګه، د ورته یا ډېرو اړوند نمونو د بیولوژیکي معلوماتو ټولګه، د ډېرو ټوک شوو اسنادو ټولګه، د انټرنیټ آرشیف، او داسې نور، په خورا اغېزمنه توګه توګه ونښېځي. د ګرامر-ډوله کوډونو بنسټیزه دنده له متن-څخه-تش ګرامر را منځ ته کول دي چې یوه واحده لړۍ ترلاسه کړي. نور عملي ګرامري نښتیځې تګلارې د سکوېتر (منطقي پایلې)  او رغولو (ريپیر) دي.  [۱]

خورا ځواکمن عصري نه ورکېدونکي نښتیځه له احتمالي ماډلونو، لکه د نسبي ورته والي وړاندوینه، کار اخلي. د بوروز-ویلر بدلون د احصایوي ماډل جوړونې د غیر مستقیمې بڼې په توګه هم په اند کې نیول کېدای شي. د احتمالي ماډل جوړونې په مستقیمه کارونه کې لا ډېر سمون کې، احصایوي اټکلونه په یوه تګلارې کې یوځای کېدای شي چې د حسابي کوډېنګ په نوم یادېږي. حسابي کوډېنګ ډېر عصري تخنیک دی چې د محدود حالت ماشین ریاضیاتي محاسبې کاروي ترڅو د انپوټ ډېټا د سمبولونو له لړۍ څخه د کوډ شوو بایټونه لړۍ تولید کړي. دا د نورو تخنیکونو لکه د غوره پېژندل شوې هفمن تګلارې، په پرتله کولای شي غوره نښتیځه ترلاسه کړي. دا د داخلي حافظې حالت کاروي ترڅو یوازینیو انپوټ سمبولونو د یو په یو د تشخیص له اړتیا څخه مخنیوی وکړي ترڅو هغه ښودنې (نمایشونه) چې د بایټونو صحېح اعداد کاروي، توپیر کړي او دا سمد لاسه د ډېټا د سمبولونو د ټولې لړۍ له کوډ کولو وروسته داخلي حافظه پاکوي . حسابي کوډېنګ په ځانګړي توګه د انتطباقي ډېټا نښتیځې د کارونو لپاره په  ښه بڼه پلی کېږي چې په کې شمېرې توپیر ولري او په شرایطو پورې تړلی وي، ځکه چې دا په اسانۍ سره د انپوټ ډېټا د احتمالي توزیع د تطبیقي ماډل سره یوځای کېدای شي. د حسابي د کوډېنګ لومړنۍ بېلګه د JPEG انځور په کوډ کولو کې د اختیاري (چې په پراخه کچه نه کارول کېږي) ځانګړتیا وه. دا کوډېنګ له هغه وخت راهیسې په ډول ډول نورو ډیزاینونو کې لکه H.263، H.264/MPEG-4 AVC او HEVC کې د ویډیو د کوډ کولو لپاره کارول کېږي.

د آرشیف سافټویر زیاتره د دې وړتیا لري چې د "معلوماتو د سرچینې اندازه" تنظیم کړي، چې په کې د نښتیځې او نازېلرلو په وخت کې د تصادفي لاسرسي لويي حافظې غوښتنه کوي، خو ځواکمنه نښتیځه، په ځانګړې توګه د فایلونو په محتوا کې په تکرار نمونو باندې، ترسره کوي.  [۲][۳]

ورکېدونکې

[سمول]

د ۱۹۸۰ ز کلونو په وروستیو کې، ډیجیټل انځورونه ډېر عام شول، او د انځور د نه ورکېدونکې نښتیځې معیارونه راڅرګند شول. د ۱۹۹۰ ز کلونو په لومړیو کې، د ورکېدونکې نښتیځې د میتودونو کارول په پراخه کچه پیل شول. په دې تګلارو کې، تر یو حده د معلوماتو ورکېدل منل شوي ځکه چې د غیر ضروري جزیاتو لرې کول مرسته کوي چې حافظه سپما کړو. د معلوماتو د ساتلو او د اندازې د کمولو تر منځ ورته ټاکنه شته. د ډېټا د ورکېدونکې نښتیځه تګلارې د څیړنې پر بنسټ ډیزاین شوي چې خلک څرنګه د تر بحث لاندې دېټا په اړه انګېري. د بېګلې په توګه، د انسان سترګې د رنګونو د بدلون په پرتله په رڼا کې د ځیرکو بدلونونو پر وړاندې ډېرې حساس دي. د JPEG انځور نښتیځه په نسبي توګه د معلوماتو د غیر ضروري بایټونو د راټولولو په بڼه کار کوي. یو شمېر مشهور نښتیځه فارمیټونه، لکه د غږ لپاره د غږ څېړنه او د انځورونو او ویډیو لپاره د لید څېړنه د ادراکي توپیرونو څخه ګټه پورته کوي.

د ورکېدونکې نښتیځې زیاتره ډولونه، په ځانګړي توګه د جلا کوساین بدلون (DCT)، د کوډینګ د بدلون پر بنسټ دي.  دا بڼه لومړی ځل په ۱۹۷۲ ز کال کې د نصیر احمد له خوا وړاندیز شو، چې نوموړي ورسته په ۱۹۷۳ کال کې د ټي نتراجان او کې آر رایو سره یوه کاروونکې تګلاره را منځ ته کړه چې په ۱۹۷۴ ز کال کې وړاندې شوه. DCT ترټولو پراخه کارول شوي ورکېدونکې نښتیځه تګلاره ده او په ملټي میډیا فارمیټونو کې د انځورونو لپاره (په JPEG او HEIF)، د ویډیو لپاره (په MPEG، AVC او HEVC) او د آډیو لپاره (په MP3، AAC او Vorbis) کې کارول کېږي. [۴]

د انځور ورکېدونکې نښتیځه په ډیجیټل کامرو کې کارول کېږي ترڅو حافظې ظرفیت لوړ کړي. په ورته ډول، DVD، Blu-ray او جاري ویډیو، د ویډیو ورکېدونکي کوډېنګ فارمیټونه کاروي. ورکېدونکې نښتیځه په پراخه کچه په ویډیو کې کارول کېږي.

د آډیو په ورکېدونکې نښتیځه کې، د غږ د څېړنې تګلارې کارول کېږي ترڅو د غږ د سګنال نه اورېدونکي غږیز (یا لږ اوریدونکی) اجزا لرې کړي. د انسان د وینا نښتیځه زیاتره د نورو ځانګړو تخنیکونو پر مټ ترسره کېږي. د وینا کوډینګ د عمومي آډیو له نښتیځې څخه د جلا برخې په توګه توپیر لري. د وینا کوډېنګ په انټرنیټ مکالمه کې کارول کېږي، د بېلګې په توګه، د آډیو نښتیځه له سي ډی څخه د میديا د رایستلو لپاره کارول کېږي او د آډیو پلیر لخوا ډیکوډ کېږي.

ورکېدونکې نښتیځه کېدای شي د نسل (کیفیت) د ضایع کېدو لامل شي.

سرچينې

[سمول]
  1. Stephen, Wolfram (2002). New Kind of Science. Champaign, IL. p. 1069. ISBN 1-57955-008-8.{{cite book}}: CS1 maint: location missing publisher (link)
  2. "How to choose optimal archiving settings – WinRAR".
  3. "(Set compression Method) switch – 7zip". بياځلي په 2022-04-24.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  4. Ahmed, Nasir (January 1991). "How I Came Up With the Discrete Cosine Transform". Digital Signal Processing. 1 (1): 4–5. doi:10.1016/1051-2004(91)90086-Z.