د ډونيټسک د خلکو جمهوريت
د ډونيټسک د خلکو جمهوريت (DPR يا DNR: روسي: Донецкая Народная Республика, tr. Donetskaya Narodnaya Respublika, IPA: [dɐˈnʲetskəjə nɐˈrodnəjə rʲɪˈspublʲɪkə]) يو ځانې څرګند شوی بېل دولت دی، چې په اوکراين کې پروت دی او د ۲۰۱۴ اپرېل پر ۷ مه نېټه جوړ شو. په DPR يعنې د ډونيټسک د خلکو جمهوريت کې تر ټولو ستر ښار ډونيتسک دی. Denis Pushilin له ۲۰۱۸ ز کال راهيسې د دې جمهوريت د دولت رئيس په توګه خدمت کړی دی. [۱][۲]
اوکراین د ډونيټسک د خلکو جمهوريت او لوهانسک د خلکو جمهوريت دواړو ته د تروريستي بنسټونو په سترګه ګوري. اوکراین دوی دواړه د کريميا د کريميا خپلواک جمهوريت او Sevastopol سره يو ځای د روسي نظامي منځګړيتوب د پايلې په توګه په لنډمهالي ډول د اوکراین د نيول شويو سيمو برخې ګڼي. DPR او د اوکراین حکومت اټکل کوي، چې نږدې د ډونيتسک Oblast د ټولو وګړو له نيمايي څخه زيات يعنې نږدې دوه ميليونه يې د DPR تر ولکې لاندې سيمو کې ژوند کوي. که څه هم د سيمو په برخه کې سرکښان يا ياغيان د Donetsk Oblast زياتره برخې نه اداره کوي او يوازې ۷۸۵۳ کېلو متر مربع (۳۰۳۲ ميل مربع) سيمه اداره کوي، دوی لکه د ډونيتسک (پلازمينه)، Makiivka او Horlivka ستر ښارونه ونيول. [۳][۴][۵][۶]
د ۲۰۲۲ فبروري پر ۲۱ باندې روسيې DPR او LPR د خپلواکو دولتونو په توګه په رسميت وپېژندل، چې په دې سره د ملګرو ملتونو لومړنی دې ډول چارې تر سره کوونکی هېواد شو. روسيې وار له مخه د ۲۰۱۷ ز کال فبروري راهيسي د DPR له لوري ورکړل شويو پېژندنې سندونه، ديپلومونه، د زوکړې او واده تاييد پاڼې او د موټرانو د ثبت پلېټونه په رسميت پېژندلي وو. د ډونييتسک او لوهانسک دواړه جمهوريتونه د روسيې او اوکراین د ۲۰۲۲-۲۰۲۱ ز کړکېچ او پر اوکراین باندې د روسيې د ۲۰۲۲ ز کال يرغل په مرکز کې پراته دي. [۷][۸][۹][۱۰]
تاريخچه
[سمول]د لوهانسک او ډونيتسک خلکو جمهوريتونه د ختيځ اوکراین په Donbas تاريخي سيمه کې پراته دي. په ۱۹۹۱ ز کې له شوروي اتحاد څخه د اوکراین له خپلواکۍ راهيسې ختيځ او لويديځ اوکراین په نمونه يي ډول په ولسمشريزو ټاکنو کې بېلابېلو نوماندانو ته رايه ورکړه. د Viktor Yanukovych په نوم د ډونيتسک اصلي اوسېدونکی په ۲۰۱۰ ز کې د اوکراین د ولسمشر په توګه وټاکل شو. له حکومت سره د ختيځ اوکراین ناخوښي هم د Euromidan Protests پورې هم تړل کېدلی [منسوبېدلې] شي، چې د ۲۰۱۳ ز کال په نومبر کې بيل شو. همدارنګه يې د اوکراین په جيوپوليټيک غځېدنې په اړه د روسيې او اوکراین په اړيکو کې د کړکېچ له امله د روسيې ملاتړ ته هم نسبت ورکولی شو. د اوکراین د ۲۰۱۴ ز اوښتون کې د ولسمشر Yanukovych له پښو غورځېدنې [ماتې] په ختيځ اوکراین کې لاريونونو ته لاره هواره کړه، چې په پرله پسې ډول د نوي رامنځته شوي اوکرایني حکومت او سيمه یيزو وسله والو ملېشو تر منځ پر وسله والې نښتې باندې واوښتل. په اوکراین کې د روسيې پلوې ګډودي په اصل کې د هغو سرکښو او لاريون کوونکو له مخې مشخص شوې ده، چې په پای کې پر حکومتي دفترونو باندې بريد کولو ته واوښتل. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
بنسټونه
[سمول]د ۲۰۱۴ز کال د اپرېل پر ۶ مه نېټه په ډونيتسک کې له ۱۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ روسي پلوي ياغيانو يو لاريون جوړ کړ، چې له اوکراین څخه يې د کريميا ته ورته نظر غوښتنې لپاره پر آزادۍ ټينګار کاوه. اوکرایني رسنيو ادعا وکړه، چې اټکل شوې نظر پوښتنې د اوسني حالت ټاکنه يا انتخاب نه درلود. له دې څخه وروسته له ۲۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ تنو بېلتون غوښتونکو د سيمه ايز دولت ادارې (Regional State Administration: RSA) د حکومتي مرکزي ادارې يا قوماندانيو پر لومړنيو دوه پوړونو باندې د ودانۍ د دروازو او ښيښو ماتولو سره بريد وکړ او د دواړو واک يې تر لاسه کړ. بېلتون غوښتونکو له روسيې سره د يو ځای کېدلو په موخه د يوې نظر پوښتنې غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې دوی به له دې پرته يو اړخيز واک تر لاسه او ټاکل شوی حکومت به له منځه يوسي. د غونډې له جوړېدلو څخه وړاندې، ناټاکل شويو بېلتون غوښتونکو په RSA ودانۍ کې دننه رايه وکاروله او په فشار راوړونکي ډول يې د ډونيتسک د خلکو جمهوريت له اعلاميې څخه ملاتړ وکړ. د روسي ITAR-TASS له مخې د يادې اعلاميې په ملاتړ د ځينو سيمه ايزو قانون جوړونکو له لورې رايه وکارول شوه، په داسې حال کې چې اوکرایني رسنيو ادعا وکړه، چې د ډونيتسک د ښاري شورا او د ښار د سيمه ايزو شوراګانو هيڅ يوې يې هم د مجلس د استازو استازولي ونه کړه. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]
سياسي مشري په لومړني ډول د Denis Pushilin څخه جوړه شوې وه، چې ځان يې د حکومت رئيس ټاکلی و، په داسې حال کې چې Igor Kakidzyanov د خلکو د پوځ د قوماندان په توګه نومول شوی و. Vyacheslav Ponomarev د Sloviansk ښار ځاني څرګند شوی [په خپل سر] ښاروال و. د روسي پلوی فعال Pavel Gubarev چې په اوکراین کې زېږېدلی دی، د Maidan ضد فعال، له ۱۹۹۹ ز کال څخه تر ۲۰۰۱ ز کال پورې د نوي نازي روسي ملي يووالي ملېشې پخوانی غړی او د اوکراین د مخ پر وده سوسياليستي ډلې د امپرياليزم ضد کين اړخي پخواني غړي خپل ځان د ډونيتسک سيمې د خلکو والي په توګه اعلان کړ. نوموړی د بېلتون غوښتنې او ناقانونه ډول د واک نيونې تورونو له امله ونيول شو، مګر د يو يرغمل په بدل کې بېرته راخوښې شو. Alezander Borodai چې يو روسي تبع دی او په روسيې پورې د کريميا په تړلتيا کې د لاس لرلو ادعا کوي، د لومړي وزير په توګه وټاکل شو، په داسې حال کې چې Igor Girkin د دفاع وزير وټاکل شو. سد اپرېل پر ۶ د ډلې مشرانو اعلان وکړ، چې د ۲۰۱۴ ز کال د می مياشتې تر ۱۴ نېټې څخه مخکې بايد په دې اړه يوه عمومي نظرپوښتنه وشي، چې ايا Donetsk Oblast بايد له روسي فدراسيون يا يووالي سره يو ځای شي او که نه. د دې تر څنګ د ډلې مشرانو د روسيې ولسمشر Vladimir Putin څخه غوښتنه وکړه، چې يادې سيمې ته روسي سوله ساتي ځواکونه واستوي. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]
د اپرېل د اتمې پر سهار باندې د Donabs هېواد پاله ځواکونه چې Kyiv پلوې ډله ده او د تېر کال په لومړيو کې د کيف پلويو ۱۳ نادولتي بنسټونو، سياسي ډلو او اشخاصو له لوري د مارچ پر ۱۵ جوړه شوې وه، يوه بيانيه څرګنده کړه چې د نورو ډلو د خپلواکۍ هغه اعلان يې لغوه کاوه، چې له سيمو څخه يې د شکايتونو يادونه کوله. [۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]
د ډونيتسک جمهوري ادارې RSA نيولو ته ادامه ورکړه او د نظرپوښتنې لپاره او د خپل مشر Pavel Gubrev د خلاصون په اړه يې ټولې پخوانۍ غوښتنې تاييد کړې. د اپرېل پر ۸ نېټه د RSA مخې ته نږدې زر تنه د ډونيتسک د خلکو جمهوريت او شوروي او روسي موسيقي اورېدلو په موخه سره يو ځای شول. اوکرایني رسنيو وويل چې د پراخه حقونو د نظامي ډلې د يو مشر په ګدون يو شمېر روسني اتباعو هم دې پېښو کې ګډون وکړ. OSCE راپور ورکړ، چې د اپرېل تر ۱۶ پورې د څارنې ډلې (Monitoring Team) له لورې د ښار ټول کتل شوي اصلي بنسټونه ښکاره کېدل چې په عادي ډول کار کوي. د اپرېل پر ۲۲ بېلتون غوښتونکو رسمي چارواکو ته د دوه پوړونو تر څنګ د ودانۍ د مجلس سالون د خوشې کولو هوکړه وکړه. نهم او لسم پوړونه د اپرېل پر ۲۴ خوشې شول. د جمهوريت پر دويمه ورځ تنظيموونکو پرېکړه وکړه، چې خپل ټول الکول توی کړي او په يادې ودانۍ کې د پرېمان څښاک له امله د راپوته شويو مسئلو څخه وروسته د الکولو د څښلو د منعې قانون اعلان کړي. [۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]
د می پر ۷ روسي ولسمشر ولاديمير پوتين له بېلتون غوښتونکو څخه وغوښتل، چې د خبرو اترو لپاره د اړينو حالتونو رامنځته کولو په موخه وړانديز شوې نظرپوښتنه وځنډوي. د پوټين د تبصرو تر څنګ د ډونيتسک جمهوري ډلې وويل چې: دوی به لا هم نظرپوښتنه پر مخ يوسي. په همدې ورځ د اوکراین د امنيت خدمت (Ukraine’s Security Service: SBU) د ډونيتسک بېلتون غوښتونکي مشر او د پخواني روسي ملي يووالي د يوې اوږدې ډلې د مشر Alezander Bakashov تر منځ د تيليفوني زنګ يو روښانه غږيز ثبت خپور کړ. په ياده تيليفوني اړيکه کې Barkashove د نظرپوښتنې پايلو د ناسمولو ټينګار کوي. SBU وويل چې: دا ثبت د نظرپوښتنې لپاره د چمتووالي په لرلو سره د روسي حکومت د مستقيمې لاسوهنې يو څرګند ثبوت دی. [۵۱][۵۲][۵۳]
سرچينې
[سمول]- ↑ "Парламент ДНР сменил исполняющего обязанности главы республики". Meduza. Meduza. 7 September 2018. Archived from the original on 14 June 2021. نه اخيستل شوی 4 March 2021.
Народный совет самопровозглашенной Донецкой народной республики (ДНР) сменил исполняющего обязанности главы республики – вместо вице-премьера Дмитрия Трапезникова им стал председатель парламента Денис Пушилин, пишет «Интерфакс».
- ↑ "South Ossetia recognises independence of Donetsk People's Republic". Information Telegraph Agency of Russia. 27 June 2014. Archived from the original on 17 November 2016. نه اخيستل شوی 28 June 2014.
- ↑ "Ukraine's prosecutor general classifies self-declared Donetsk and Lugansk republics as terrorist organizations". Kyiv Post. 16 May 2014. Archived from the original on 24 February 2016. نه اخيستل شوی 18 February 2016.
- ↑ "Набув чинності закон про окуповані території України" [The Law on Occupied Territories of Ukraine has come into force]. Mirror Weekly (په اوکرايني). 15 May 2014. Archived from the original on 25 November 2014.
- ↑ Higher educational institutions at the temporarily occupied territories of Ukraine will not work – the minister of education. Newsru. 1 October 2014
- ↑ "Self-proclaimed Luhansk People's Republic governs most residents". Information Telegraph Agency of Russia. 25 September 2014. Archived from the original on 5 March 2016. نه اخيستل شوی 25 September 2014."Nowhere to Run in Eastern Ukraine". The New York Times. 13 November 2014. Archived from the original on 14 November 2014. نه اخيستل شوی 16 November 2014.
- ↑ "Russia recognises Ukraine separatist regions as independent states". BBC News. Archived from the original on 21 February 2022. نه اخيستل شوی 21 February 2022.
- ↑ Wamsley, Laurel (21 February 2022). "Putin recognizes breakaway regions' independence from Ukraine, raising attack fears". NPR. Archived from the original on 21 February 2022. نه اخيستل شوی 21 February 2022.
- ↑ "Putin orders Russia to recognize documents issued in rebel-held east Ukraine". Reuters. Reporting by Maria Kiselyova in Moscow, addition reporting by Pavel Polityuk in Kiev; editing by Adrian Croft. 18 February 2017. Archived from the original on 19 February 2017. نه اخيستل شوی 19 February 2017.
{{cite news}}
: ساتل CS1: نور موارد (link) - ↑ "U.S. embassy in Kiev critical of Moscow order on Ukrainian documentation". Reuters. Reporting by Andrey Ostroukh; editing by David Goodman. 19 February 2017. Archived from the original on 19 February 2017. نه اخيستل شوی 19 February 2017.
{{cite news}}
: ساتل CS1: نور موارد (link) - ↑ "Fight For Dignity: Remembering The Ukrainian Revolution". RadioFreeEurope/RadioLiberty (په انګليسي). Archived from the original on 9 February 2022. نه اخيستل شوی 4 January 2020.
- ↑ Wilson, Andrew (20 April 2016). "The Donbas in 2014: Explaining Civil Conflict Perhaps, but not Civil War". Europe-Asia Studies (په انګليسي). 68 (4): 631–652. doi:10.1080/09668136.2016.1176994. ISSN 0966-8136. S2CID 148334453.
- ↑ Walker, Shaun (22 September 2013). "Ukraine's EU trade deal will be catastrophic, says Russia". The Guardian. Archived from the original on 24 July 2020. نه اخيستل شوی 25 February 2015.
- ↑ Petro, Nicolai N., Understanding the Other Ukraine: Identity and Allegiance in Russophone Ukraine (1 March 2015). Richard Sakwa and Agnieszka Pikulicka-Wilczewska, eds., Ukraine and Russia: People, Politics, Propaganda and Perspectives, Bristol, United Kingdom: E-International Relations Edited Collections, 2015, pp. 19–35. Available at کينډۍ:SSRN
- ↑ "Pro-Russia Protesters Storm Donetsk Offices". NBC News (په انګليسي). Archived from the original on 21 June 2019. نه اخيستل شوی 4 January 2020.
- ↑ Kendall, Bridget (6 April 2014). "Ukraine: Pro-Russians storm offices in Donetsk, Luhansk, Kharkiv". BBC News. Archived from the original on 20 August 2019. نه اخيستل شوی 22 May 2015.
- ↑ "Pro-Russians fortify barricade of gubernatorial building in Donetsk". Kyiv Post. 10 April 2014. Archived from the original on 11 April 2014.
- ↑ Воскресный штурм ДонОГА в фотографиях. novosti.dn.ua (په روسي). 6 April 2014. Archived from the original on 7 April 2014.
- ↑ Донецькі сепаратисти готуються сформувати "народну облраду" та приєднатися до РФ [Donetsk separatists are preparing to form a "people's regional council" and join Russia]. Ukrayinska Pravda (په اوکرايني). 6 April 2014. Archived from the original on 24 February 2021. نه اخيستل شوی 22 May 2015.
- ↑ Сепаратисты выставили ультиматум: референдум о вхождении Донецкой области в состав РФ. Donbas News (په روسي). 6 April 2014. Archived from the original on 7 April 2014. نه اخيستل شوی 7 April 2014.
- ↑ "Ukraine crisis: Protesters declare Donetsk 'republic'". BBC News. 7 April 2014. Archived from the original on 7 April 2014.
- ↑ Донецька міськрада просить громадян не брати участь у протиправних діях [Donetsk city council asks citizens not to participate in unlawful activities]. NGO.Donetsk.ua (په اوکرايني). 7 April 2014. Archived from the original on 8 April 2014.
- ↑ "Donetsk City Council urges leaders of protests held in the city to hold talks, lay down arms immediately – statement". Interfax-Ukraine. 7 April 2014. Archived from the original on 8 April 2014. نه اخيستل شوی 7 April 2014.
- ↑ Протестующие в Донецке требуют провести референдум о вхождении в РФ [Protesters in Donetsk want to hold a referendum on joining the Russian Federation] (په روسي). RIA Novosti. 6 April 2014. Archived from the original on 6 April 2014.
- ↑ "Donetsk's pro-Russian activists prepare referendum for 'new republic'". The Guardian. 8 April 2014. Archived from the original on 9 April 2014. نه اخيستل شوی 8 April 2014.
- ↑ "Donetsk separatists hold oblast government headquarters". Kyiv Post. 11 April 2014. Archived from the original on 10 April 2014. نه اخيستل شوی 16 April 2014.
- ↑ "Demonstrators in Donetsk plan to create 'people's army'". Information Telegraph Agency of Russia. 10 April 2014. Archived from the original on 16 April 2014. نه اخيستل شوی 14 April 2014.
- ↑ "Pro-Russian mayor of Slavyansk sacked and arrested Archived 3 November 2014 at the Wayback Machine.". The Guardian. 12 June 2014.
- ↑ "Pro-Russian Gubarev, a symbol of east Ukraine separatism". GlobalPost. 10 March 2014. Archived from the original on 14 March 2014. نه اخيستل شوی 10 March 2014.
- ↑ ""Donetsk Republic" while there is still and wants the Customs Union". Ukrayinska Pravda. 8 April 2014. Archived from the original on 11 April 2014. نه اخيستل شوی 8 April 2014.
require the release of its leader Paul Gubarev and other detained separatists;
- ↑ Coynash, Halya (18 March 2014). "Far-Right Recruited as Crimea Poll Observers". Institute for War and Peace Reporting. Archived from the original on 4 March 2016. نه اخيستل شوی 27 February 2016.
Pavel Gubarev, a former member of the neo-Nazi, Russian chauvinist Russian National Unity movement
- ↑ Snyder, Timothy (17 March 2014). "Far-Right Forces are Influencing Russia's Actions in Crimea". The New Republic. Archived from the original on 5 March 2016. نه اخيستل شوی 27 February 2016.
In Donetsk Gubarov was known as a neo-Nazi and as a member of the fascist organization Russian National Unity.
- ↑ "Russia's deep ties to Donetsk's Kremlin collaborators". Kyiv Post. 10 April 2014. Archived from the original on 10 April 2014.
In Donetsk, Pavel Gubarev, a Ukrainian citizen and former member of the Russian National Unity movement, attempted to head the protest.
- ↑ "Kremlin turns a blind eye to the rampant Nazism in the country". TSN. 10 April 2014. Archived from the original on 1 December 2008. نه اخيستل شوی 29 June 2015.
It is worth noting that Gubarev was recently an activist of the Russian radical nationalist organization – Russian National Unity, which is included in the International Union of National Socialists.
- ↑ Digital Journal Archived 4 March 2016 at the Wayback Machine., Pro-Russian Gubarev, a symbol of east Ukraine separatism, by Germain Moyon, 9 March 2014.
- ↑ "Russian Gubarev, a symbol of east Ukraine separatism". Global Post. 10 March 2014. Archived from the original on 11 March 2014.
- ↑ "Regional legislators proclaim industrial center Donetsk People's Republic". ITAR-TASS. 7 April 2014. Archived from the original on 8 April 2014. نه اخيستل شوی 7 April 2014.
- ↑ "обращение народа Донбасса к Путину В.В." Archived from the original on 20 April 2021. نه اخيستل شوی 25 June 2020 – via YouTube.
- ↑ "Патриотические силы Донбасса организовались и скоординировались. Манифест". OstroV. 15 April 2014. Archived from the original on 12 August 2014. نه اخيستل شوی 11 August 2014.
- ↑ В Донецке отменили создание Донецкой республики [The creation of the "Donetsk Republic" was cancelled in Donetsk] (په روسي). News.bigmir.net. 8 April 2014. Archived from the original on 4 March 2016. نه اخيستل شوی 14 October 2015.
- ↑ Донецкая республика не продержалась и дня? [Donestk Republic did not last a day?]. Ukrayinska Pravda (په روسي). 8 April 2014. Archived from the original on 11 April 2014. نه اخيستل شوی 8 April 2014.
- ↑ "Решение о создании "Донецкой народной республики" отменено" [Decision to establish a "people's republic of Donetsk" canceled]. Gazeta.ru. 8 April 2014. Archived from the original on 30 January 2017. نه اخيستل شوی 9 December 2016.
- ↑ "Ukraine forces retake Kharkiv building, pro-Russians hold out elsewhere". Euronews. 2 April 2014. Archived from the original on 8 April 2014.
- ↑ ""Donetsk Republic" while there is still and wants the Customs Union". Ukrayinska Pravda (په اوکرايني). 8 April 2014. Archived from the original on 11 April 2014. نه اخيستل شوی 8 April 2014.
- ↑ "Pro-Russian terrorists build barricades at Donetsk city hall". BBC News. 8 April 2014. Archived from the original on 20 March 2017. نه اخيستل شوی 21 July 2018.
- ↑ "Граждане России продолжают митинговать в Донецке за отделение Донбасса" [Russian citizens continue to rally in Donetsk Donbas secession]. Novosti Donetsk. 8 March 2014. Archived from the original on 20 June 2014. نه اخيستل شوی 14 April 2014.
- ↑ "Latest from the Special Monitoring Mission in Ukraine – Monday, 14 April 2014". Archived from the original on 16 April 2014.
- ↑ "Separatists in Donetsk decided to release several floors". Ukrainska Pravda. 22 April 2014. Archived from the original on 24 April 2014. نه اخيستل شوی 22 April 2014.
- ↑ Сепаратисты освободили 9 и 10 этажи Донецкой ОГА ФОТОФАКТ [Separatists give up floors 9 and 10 of the Donetsk Regional Administration offices, in pictures]. Novosti Donetsk. 24 April 2014. Archived from the original on 24 April 2014.
- ↑ Ostrovsky, Simon (12 April 2014). "Russian Roulette: The Invasion of Ukraine (Dispatch Twenty Three)". VICE News. Archived from the original on 13 April 2014. نه اخيستل شوی 11 April 2014.
It's day 2 of the People's Republic of Donetsk, and it smells like there was a huge frat party here because earlier today they decided to pour all their alcohol out onto the barricades out front because apparently there's been a problem with a little bit too much drinking inside the building.
- ↑ Peter Leonard (7 May 2014). "Putin: Troops have pulled back from Ukraine border". Associated Press. Archived from the original on 7 October 2014. نه اخيستل شوی 14 May 2014.
- ↑ "Баркашов советует "впарить" Донецку итоги референдума". BBC Russian. 7 May 2014. Archived from the original on 9 May 2014.
- ↑ "SBU Audio Links Donetsk Republic to Russian Involvement". Ukrainian Policy. 7 May 2014. Archived from the original on 8 May 2014. نه اخيستل شوی 7 May 2014.