منځپانگې ته ورتلل

د چین لوی دیوال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د چین لوی دیوال
長城 (چينايي) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
اداري سیمه
  لړۍ...
Hebei (en) ژباړلبېجنګ[۱]تيانجين[۲]شانشيمنځنۍ منگولياShaanxi (mul) ژباړلNingxia (en) ژباړلGansu (en) ژباړلسینګیانګShandong (en) ژباړلHenan (en) ژباړلHubei (en) ژباړلHunan (en) ژباړلSichuan (en) ژباړلQinghai (en) ژباړل پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
هېواد
تاريخي اثار
د تاريخي‌ اثارو ډلبندي
کچه او لوړوالی
لوړوالی
۵ متر
(minimum (en) ژباړل)

۸ متر
(maximum (en) ژباړل)

۷ متر
(رسنۍ) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
اوږدوالۍ
۲۱٬۱۹۵ كيلومتر پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
برداروالۍ
۴٫۵ متر پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
نور اړين مالومات
برخې
ساختماني توکي
limestone (en) ژباړل پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
نور مالومات
د لیدونکو کلنی شمېر
۱۶٬۰۰۰٬۰۰۰
۱۵٬۱۰۰ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
وېب‌پاڼه
کورډي‌نېشن
۴۰°۲۵′شمال ۱۱۶°۰۵′ختیځ / 40.42°شمال 116.08°ختيځ / 40.42; 116.08 پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
Map

د چین ستر دیوال تاریخ له میلاده مخکې له پینځمې تر اتمې پيړۍ پورې رسېږي چې د شمال له لورې د پرتو ملیتونو له هغو جملې نه د مغولو د حملو د مخنیوی لپاره جوړ شوی. دا دیوال د اور لپاره برجونه لری چې د خبر رسولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېدو او ور څېرمه کلاگانې چې د دوښمنانو اطلاعات به یې حاصلول. د دی دیوالو کار د هغه وخت امپراطور چین شي هوان په واسطه له میلاده مخکې تر 221 کال پوری تکمیل شو.

په هغه وخت کې د چین د دیوال اوږدوالی 5000 کیلومترو پوری رسیده چې وروسته د خان د سلسلی امپراطورانو په دوره کې د پورته یادشوی دیوال اوږدوالی لسو زرو کیلومترو پوری اوږد شو. له هغه وروسته د دی دیوال اوږدوالی 50 زرو کیلومترو پوری ورسید چې د مځکې په شاوخوا د گرځیدو سره معادل دی. کوم دیوال چې اوس موجود دی د 1368 -1644 زیږدیزو کلونو په منځ کې د چینیانو د مینگ سلسلی په وخت کې جوړ شوی دی چې اوږدوالی یی 7300 کیلومترو پوری رسیږی او د چین 9 ولایتونو منځ کې پروت دی . دا دیوال په ډیر مهارت سره جوړ شوی دی چې غر او دیوالونه یو بل سره پیوند موندلی دی او په هغه وخت کې دښمن په هیڅ صورت کې له دیواله د باندی خوانه منځ خواته نفوذ نشو کولی. دیوال معمولا له خښتو او مستطیل شکلو تیږو نه جوړ شوی . د دیوال په منځ کې خاوری او شگی اچول شوی دی او لوړوالی یی10 مترو پوری رسیږی . د دیوال بر یا عرض باندی څلور آسونه غبرگ تیریدلای شی په ځینو ځایونو کې د دیوال بر 4-5 مترو پوری رسیږی د سلاح او غلو رسولو لپاره د یوال داخل کې زینی پورته شوی دی او د سرتیرو لپاره کوټی ، سلاح کوټونه او د غلو گدامونه او د دښمن په باب د خبر رسولو برجونه هم ورته جوړ شوی دی . البته د دی دیوالونو مقاومت په اوس وخت کې د دښمن د مخنیوی لپاره له منځه تللی خو خپل تاریخی ، معماری او توریستی ارزښت یی ساتلی دی. د دی دیوالونو جوړښت ځانته ابهت او خپل عظمت لری. چې دغرونو ترمنځ لکه یو ژوندی ښامار کوږ وږ غزیدلی دی او یوه زړه وړونکې صحنه یی ترسیم کړیده .

چینایان وایی : « هغوی چې د چین دیوال ته نه دی ختلی ، هغوی اتلان نه دی .» د چینایانو یو پاچا هم خپل هدف ته ونه رسید ، ځکه چې په ډیرو ځایونو کې دیوال شکست کړی او مغولانو پر دوی حملی کولی. هرکال زرگونه گرځندویان یا توریستان او د نړۍ مشران د دی دیوال لیدلو ته ورځی . چینایان د خپلو نیکونو په دی تاریخی یادگار باندی ویاړی . د دی دیوال ځینی برخی ډیری ښی ساتل شوی دی له هغی جملی نه د « بادلینگ » دیوال چې بیجینگ ته نژدی ولاړ دی د « سی ما تای » دیوال او د « موتیان یو  » دیوال چې د چین د دیوال ختیزه برخه ده او لومړنی دروازه نومیږی. د « جایوگوان » دروازه د دیوال په لویدیزه برخه کې موقعیت لری چې د گرځندویانو لپاره ډیره په زړه پوری دی او هر وخت له دی برخو نه لیدنه کوی. د چین دیوال په پخوا وختونو کې د میلیونونو چینایانو رنج ، زحمت او هوښیاری تجسم کوی چې د زرگونو کلونو په تیریدو لا له منځه ندی تللی او خپل زړه وړونکی ښایست یی ساتلی دی. په 1987 میلادی کال کې د چین دیوال دنړیوال فرهنگی میراث په جمله کې ثبت او د « چین د ملت سمبول » په حیث وپيژندل شو.

له سپوږمکی نه د چین د دیوال یو اخیستل شوی تصویر.

سرچينې

[سمول]
  1. سرچينې تړی: https://www.discoverchina.com/beijing.
  2. سرچينې تړی: https://www.discoverchina.com/tianjin.
  3. د آرک انفارم پروژې پېژندپاڼه: 8501. ويل شوي په: آرک انفارم. بياځلي سمون: ۳۱ جولای ۲۰۱۸. اثر ژبه: جرمني ژبه.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ ۴٫۴ "国家文物局全国文物地理信息平台". بياځلي په ۴ مارچ ۲۰۲۵.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ ۵٫۳ ۵٫۴ ويل شوي په: '. ليکوال: State Council of the People's Republic of China. اثر ژبه: Simplified Chinese. خپرېدو نېټه: ۲۰۱۳.