د چین بهرنۍ اړیکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په عمومي ډول د چين د ولسي جمهوریت (PRC) بهرنۍ اړیکې، د زیاتره دولتونو لپاره د چین په نوم پېژندل کېږي، د ملګرو ملتونو د ۱۳۹ غړیو هېوادونو له ډلې څخه د ۱۷۸ هېوادونو، کوک ټاپوګانو (Cook Islands)، نیو (Niue ) او د فلسطین له دولت سره بشپړې دیپلوماتیکې اړیکې لري. د ۲۰۱۹م کال راهیسې چين په نړۍ کې تر ټولو زیات دیپلوماتیک ماموریتونه تر سره کړي دي. دا مقاله د چین د خپلو سیاسي او اقتصادي کمزوریو او ارزښتونو او له بهرنیو هېوادونو سره د چین د اړیکو د ټینګښت د لارو  چارو لارښود څرګندوي. د چین ستراتیژیک فکر او بهرنی سیاست د یو لوی ځواک او مخ پر ودې زبرځواک په توګه ډېر اغېزمن دی. چین په رسمي ډول ادعا کوي چې «په بې پرې توګه د سولې یوه خپلواکه بهرنۍ پالیسي څاري». د دې پالیسۍ بنسټیزې موخې د چین خپلواکي، د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ساتل،  د چین د سموونې/اصلاح لپاره د یو نړیوال چاپېریال رامنځته کول او د بیا رغونې او نوي کولو پرانیستل، د نړیوالې سولې خوندیتوب او د ګډې پرمختیا مخته وړل دي. د بهرني سیاست یوه بېلګه چې د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د پرېکړې پر بنسټ وړاندې شوې له هېڅ یو هېواد سره چې د چین جمهوریت (ټایوان) په رسمیت پېژني له هغوی سره دیپلوماتیکي اړیکې نه لري، ځکه چې د چین د خلق جمهوریت د ټایوان هېواد د یو بېل ملت په توګه په رسمیت نه پېژني.  [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

چین د ډېرو نړیوالو سازمانونو غړی دی چې د کلیدي پوستونو لکه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړیتوب لرونکی دی. د ۱۹۷۰ لسیزې په لومړیو کې د چین د خلق جمهوریت د ۲۷۵۸ تر پرېکړه‌لیک وروسته د ROC ځای ناستی او په ملګرو ملتونو کې د چین د دولت په توګه په رسمیت وپېژندل شو. چین په ملګرو ملتونو کې د یوه هستوي ځواک په توګه د هستوي وسلو د نه پراختیا / منعې معاهده لاس‌لیک کړه. د چین د بهرنیو اړیکو نننۍ پالیسي د نړۍ د زبرځواک او ګاونډیو هېوادونو سره د چین ستراتېژیکو اړیکو، ملي ګټو او په چین کې د داخلي پرمختګ لپاره لار هواروي چې په نړۍ کې د اوږدمهال لپاره سیالي کوي. [۱۱]

د بهرني سیاست بنسټونه[سمول]

د ګنو نورو ملتونو په څېر د چین د بهرنیو اړیکو پالیسي د بهرنیو چارو د وزارت له خوا پرمخ وړل کېږي. که څه هم د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو چارو د مرکزي کمسیون تر ټولګې لاندې دی چې د چین د کمونیست ګوند  سرمنشي یې مشري کوي او د سیاست د پلي کېدو په اړه پرېکړې کوي.

د ګڼو نورو ملتونو خلاف د چین د بهرنیو اړیکو ډېرې پالیسۍ په فکري خونو (think tanks) کې جوړيږي خو په رسمي ډول له دولت څخه بهر تر ملاتړ او څارنې لاندې دي. د چین او امریکا د اړیکو یو ځانګړی اړخ دا دی چې د بهرنۍ پالیسۍ ډېری بحثونه د فکري خونو د مرکچي پلاوي تر منځ جوړیږي. دا چې دا بحثونه غیر رسمي دي، نو ځکه په عمومي ډول د دولتي چارواکو تر منځ د بحثونو په پرتله لږ او خپلواک دي. چين همداراز د بېل ستراتیژيک تفکر د بدن په لرلو او د لویدیځې تیورۍ خلاف د نړیوالو اړیکو د ځانګړې تيوري په لرلو سره نوم‌وتی/ممتاز دی.

بهرنۍ پالیسي[سمول]

په ۱۹۷۸م کال کې د سمولو او پرانیستلو د دورې له پيل راهیسې، د چین رهبران د نړۍ ټولو برخو ته په دایمي توګه په سفر وو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړیتوب او ګڼو نورو څو اړخیزو سازمانونو له لارې په ملګرو ملتونو کې د لوړې څوکۍ په لټه کې وو. 

چين کور ته څېرمه د اسیا په ځینې برخو کې د کړکېچ د کمولو هڅې کړې دي؛ د شلمې پېړۍ په وروستیو لسیزو کې يې له اسیايي ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې پایېدونکې/ پایدارې شوې. دې هېواد د کوریا په ټاپو کې له ثبات سره مرسته کړې، د سویل ختیځو اسیايي هېوادونو د اتحادیې (ASEAN) له غړو (اندونیزیا، لاووس، مالیزیا، فلیپین، سينګاپور، ټایلنډ او ویتنام) سره یې د غوره همکارۍ اړیکې زرغونې کړې دي. او  د  ASEAN په سیمه‌ییزه جرګه کې یې ګډون کړی. په ۱۹۹۷ م کال کې اېسین/ ASEAN غړو، چین سویلي کوریا او جاپان پریکړه وکړه چې د سیمه‌ییزو همکاریو د لا پياوړتیا لپاره کلني مذاکرات او د اېسن پلس تري (ASEAN Plus Three) ناستې تر سره کړي. په ۲۰۰۵م کال کې اېسین پلس تري هېوادونو له هند، استرالیا او نیوزیلانډ سره د ختیځې اسیا د مشرانو غونډه پرانیسته. له خپل نژدې متحد ویتنام سره یې په ۱۹۹۷م کال کې د سرحدي کرښې پر سر پېښې شوې جګړې راهیسې اړیکې ښې شوې دي. د سویلي چین په  سمندر کې له سویل ختیځو اسیايي ګاونډیو سره د ټاپو ګانو پر سر اختلاف لا نه دی حل شوی. همداراز د چین په ختیځ کې له جاپان سره بل اختلاف هم حل نه دی. دغو اختلافاتو د نړۍ په ډېرو برخو کې د چین پر شهرت منفي اغېز کړی دی.[۱۲]

چین له روسیې سره اړیکې ښې کړې. ولادي میر پوتین او جیانګ زیمېن (Jiang Zemin) د ۲۰۰۱ کال په جولای کې له امریکا سره د مقابلې لپاره د ګډو همکاریو او دوستۍ تړون لاس‌لیک کړ او همداراز دواړه د منځنۍ اسیا د غړو هېوادونو قزاقستان، قرغېزستان، تاجکستان او ازبکستان سره یو ځای شول.  د ۲۰۰۱م کال په جولای میاشت کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د سیمه‌ییز ثبات د ټینګښت او په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره طرحه او رامنځته شو. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

له هند سره اړیکې د کلونو په بهیر کې ډېرې د نوسان په حال کې وې. د دې دواړو تر منځ د کلونو رقابت او عمومي بې باوري (چې تر ډ‌ېره له پاکستان سره د چين د نږدې اړیکو او له شوروي اتحاد سره د هند د نژدې اړیکو پر سر وه) او په یویشتمه پېړۍ کې څو سرحدي شخړو د نړۍ د دې دواړو لوی نفوس لرونکو هېوادونو تر منځ اړیکې تثبیت کړې، یوازې د دې لپاره چې د ۲۰۱۰مې لسیزې په وروستیو کې سرحدي بن‌بستونو دواړو لورو ته مرګ‌ژوبله او ډېر زیان واړوه. له دې سره چې دواړو هېوادونو خپله اقتصادي سوداګري په تېرو څو کلونو کې دوه برابره کړې او چین په ۲۰۱۰م کال کې د هند په اقتصادي شریک بدل شو، په تجاري اړیکو کې د چین د ګټو په اړه د هند په سوداګرۍ کې اندېښنه مخ پر زیاتېدو ده. دواړه هېوادونه پلان لري چې د ګډو سمندري تمرینونو کوربه‌توب وکړي. د چین د اکسای/ Aksai (چې پخوا د هند او جمو ایالت برخه وه)، او سویلي ټېبت (چین) یا د هند ارونچال پردېش پر سر اختلاف لا نه دی حل چې د هند او چين اړیکو ته یې زیان اړولی. په داسې حال کې چې نوي ډهلي د خپل اصلي رقیب پاکستان او ګاونډي هېواد بنګلادېش سره د چین د نظامي مرستې په اړه خپل مخالفت څرګند کړی، په ورته ډول بیجېنګ/پیکېن هم له جاپان، استرالیا او متحده ایالتونو سره د هند له نظامي مرستو سره مخالفت ښودلی.  [۱۷]

چين سرحدي او سمندري اختلاف لري، چې له ډلې يې د تونکین په خلیج له ویتنام او جاپان سره اختلاف یادولی شو، بیجېنګ ډېری دا اختلافونه حل کړي دي. په ځانګړي ډول د ۲۰۰۸م کال د جون په ۲۱ یې له روسیې سره د ۴۳۰۰ کیلو متره سرحدي کرښې پر سر د دوو هېوادونو تر منځ پاتې شوی اختلاف چین ته د یو اندازه خاورې په ورکولو سره حل کړ. چین همداراز په ۲۰۰۰م کال کې له ویتنام سره پر دې توافق وکړ چې د سمندري کرښو پر سر خپل ځینې اختلافات حل کړي، که څه هم د چین د سویلي سمندر په سیمو کې لا هم اختلاف شته.

سرچینې[سمول]

  1. "Global Diplomacy Index – Country Rank". globaldiplomacyindex.lowyinstitute.org/ (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ فبروري ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Meredith, Sam (2019-11-27). "China has overtaken the US to have the world's largest diplomatic network, think tank says". CNBC (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Lemahieu, Herve. "Five big takeaways from the 2019 Asia Power Index". Lowy Institute (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ جولای ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۲۰. China, the emerging superpower, netted the highest gains in overall power in 2019, ranking first in half of the eight Index measures. For the first time, China narrowly edged out the United States in the Index’s assessment of economic resources. In absolute terms China’s economy grew by more than the total size of Australia’s economy in 2018. The world’s largest trading nation has also paradoxically seen its GDP become less dependent on exports. This makes China less vulnerable to an escalating trade war than most other Asian economies. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Huhua, Cao; Jeremy, Paltiel (2016). Facing China as a New Global Superpower. Singapore: Springer. د کتاب پاڼي XI, 279. doi:10.1007/978-981-287-823-6. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-981-287-823-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Aybar, Sedat; Cheng, Shixiong; Dang, Hugh; Jaklič, Andreja; Lu, Jian (May 2018). China and the United States Two Superpowers in the Global Economy. Cambridge Scholars Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-5275-0628-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Independent Foreign Policy of Peace". www.fmprc.gov.cn. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Ministry of Foreign Affairs of the People's Republic of China". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ فبروري ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 8 January 2008 باندې). China-Taiwan tussle in Bim politics. BBC News.
  9. (په 27 April 2007 باندې). China halts St. Lucia work. BBC News.
  10. (په 8 January 2010 باندې). China in the Caribbean: The New Big Brother. Star Publishing Company[مړه لينکونه]کينډۍ:Cbignore
  11. "Archived copy" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۱ اگسټ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  12. "Poll: Mutual Distrust Grows Between China, US". VOA. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ فبروري ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په 23 August 2007 باندې). Politics/Nation. The Times of India.
  14. (په 24 August 2007 باندې). Wargame with India not to put China in a closet: US admiral. The Hindu.
  15. . India News, Latest News Headlines, Financial News, Business News & Market Analysis on Indian Economy. Business Standard.
  16. (په 2008-07-24 باندې). The Sino-Russian border: The cockerel's cropped crest.
  17. (په 19 November 2011 باندې). America in the Asia-Pacific: We're back.