د څلورو کونجونو پاچا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د نړۍ د څلورو کونجونو پاچا (په سومري ژبه: lugal-an-ub-da-limmu-ba ، په اکاديايي ژبه: šarru kibrat 'arbaim, šar kibrāti arba'i,  یا šar kibrāt erbetti) په بدیل/مترداف ډول د نړۍ د څلورو ګوټونو د پاچا، د جنت د څلورو کونجونو پاچا یا د نړۍ د څلورو کونجونو پاچا په توګه ژباړل شوی او تر ډېره په ساده او لنډ ډول د څلورو کونجونو د پاچا په نوم ياديږي د هغه پرسنتيژ نوم و چې په لرغوني بین النهرین کې يې ځواکمنو پاچاهانو ادعا کوله. که څه هم د نړۍ د څلورو کونجونو اصطلاح په‌خپله بین النهرین کې دننه ځانګړو جغرافیه‌يي سیمو ته ويل کېږي خو ګمان کېږي چې دا ځایونه (د لومړي ځل کارولو پر مهال) د نړۍ واقعي څنډو ته څېرمه ځایونه ښيي او په همدې ترتيب دا لقب باید د «ټولې نړۍ د پېژندل شوي پاچا» معادل وبلل شي؛ چې دا پر ټوله نړۍ او څه چې په نړۍ کې شته د نړیوال حاکمیت ادعا ده.  [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

دا لقب د لومړي ځل لپاره له ميلاد څخه مخکې په ۲۳مه پېړۍ کې د اکادیانو د امپراتورۍ د نارم-سېن له‌خوا وکارول شو او وروسته د نيو-سومري امپراتورۍ د واکمنانو له‌خوا وکارول شو او وروسته له‌منځه لاړ. دا لقب د اشور د ځينې واکمنانو له‌خوا بېرته راژوندی شو او په ځانګړي ډول د نیو-اشوري امپراتورۍ په دوران کې ممتاز شو. تر ټولو وروستی واکمن چې د دې لقب مدعي و له ميلاد څخه مخکې په ۵۳۹ کال کې د بابل تر فتحې وروسته د ايران لومړنی هخامنشي پاچا لوی کوروش و.

دا امکان شته چې لږ تر لږه د اشور واکمنانو تر منځ د څلورو کونوجونو د پاچا لقب له عادي لارو څخه په میراث نه وي وړل شوی. لکه څنګه چې دا لقب د ټولو اشوري پاچاهانو لپاره نه دی تاييد شوی او ځينو ته یوازې د هغوی د واکمنۍ په څو کلونو کې تاييد شوی، ښايي هر پاچا به په جلا ډول په احتمالي توګه د قطب‌نما په څلورو واړو کونجونو کې د بریالیو پوځي لښکر لېږدونو له لارې دا لقب خپل کړی وي. دې ته ورته لقب šar kiššatim (د هر څه پاچا) یا «د نړۍ پاچا» هم کایدي سرچينه لري او د ځيني نواشیري پاچاهانو لپاره تایید شوی، دې لقب ښايي اوو بریاليو لښکر لېږدونو ته اړتیا لرله. د دغه دوو لقبونو د کره معناوو تر منځ توپیر ښايي دا وي چې «د نړۍ پاچا» پر کایناتو د واکمنۍ ادعا لرله حال دا چې د نړۍ د څلورو کونجونو پاچا د ځمکني قلمرو ادعا کوله.

«د نړۍ د څلورو کونجونو» معنا[سمول]

د څلورو کونجونو اصطلاح په څو لرغونو اسطورو/کیسو او کاینات پېژندنه کې راڅرګنديږي چې نږدې د قطب‌نما له څلورو واړو ټکو سره سمون لري. په ډېری دغو نمایشونو کې څلور اصلي سیندونه له دغو څلورو کوجونو څخه تېرېږي او اوبه يې د نړۍ څلورمه برخه (ربع) اوبه کوي. د بین النهرین اکادیانو له نظره دا اصطلاح هغه مهال د نړۍ په څنډو کې څلورو پېژندل شویو سیمو ته ویل کېږي؛ په شمال کې سوبارتو (په احتمالي ډول د اشور اړوند سیمه)، په لویديځ کې مارتو (نږدې د نننۍ سوریې مطابق)، په ختيځ کې اېلام او په سویل کې سومر. د دې لقب رامنځته کوونکی اکادي نارم-سېن (چې له ميلاد څخه مخکې يې له ۲۲۱۸ څخه تر ۲۲۵۴ کال پورې واکمني وکړه) ښايي له جغرافیه‌يي پلوه پر اېلام، سوربارتو، امورو او اکد (چې په ترتیب سره د ختيځ ، شمال، لویديځ او سویل استازولي کوي) سیمو د خپلې واکمنۍ له امله دا اصطلاح کارولې.   [۷][۸]

په دې توګه دا اصطلاح تر یوې کچې یوه روښانه جغرافیه‌يي سیمه تشرېح کوي چې د بین النهرین او د هغه شاوخوا سیمې په‌کې شاملېږي، خو باید ټولې نړۍ ته په اشارې درک شي. کله چې دا لقب د لومړي ځل لپاره وکارول شو، یعنې له میلاد څخه مخکې په ۲۲۰۰ کال کې بین النهرین‌یانو ټول بین النهرین له ټولې نړۍ سره یو شان باله؛ دا سیمه ډېره حاصل‌خېزه او ګڼ‌نفوسه وه او له هر لور څخه د خالي او نامېشتو سیمو په واسطه احاطه شوې وه. د نړۍ د څلورو کونجونو د پاچا لقب باید په دې معنا وي چې لرونکی يې د ټولې نړۍ او هرڅه چې په نړۍ کې دي د هغو ټولو واکمن دی. دا لقب د «ټولې پېژندل شوې نړۍ د پاچا» په توګه پېژندلی شو. په دې توګه دا لقب د مرسیزم (یوه لفظي وسیله چې په هغه کې د ټول دوه متضادې برخې د یو شي ټول ته په اشارې سره ترکیب شوې دي، ژباړن) یوه بېلګه ده چې متضاد مفاهیم سره ترکیبوي تر څو یو ټول ته اشاره وکړي (د نړۍ په څنډو کې څلور کونجونه هغه لقب دی چې په نړۍ کې ټولو شته شیانو ته اشاره کوي).    [۲][۹][۱۰]

تاريخچه[سمول]

مخینه (له میلاد څخه مخکې ۲۳۳۴-۲۹۰۰)[سمول]

په بین النهرين کې د خانداني لړۍ د لومړنۍ دورې په بهیر کې (له ميلاد څخه مخکې نږدې د ۲۳۵۰ تر ۲۹۰۰ کال کې) د ښاري دولت بېلابېلو واکمنانو به په تر ډېره له خپلې خاورې څخه پر لرې سیمو او ښارونو برید کاوه چې په ډېری حالاتو کې يې خپله د دوی لپاره هم جزي عواقب لرل. چې موخه يې د نورو دولتونو او ښارونو په پرتله د غوره موقعیت د خوندي کولو لپاره د لنډمهاله کوچنيو امپراتوریو رامنځته کول وو. د امپراتوریو دا لومړني رامنځته کېدل وهڅول شول ځکه ډېر ځواکمن پاچاهان تر ډېره له ډېرو معتبرو لقبونو لکه لوګال (د کلیمې کره معنا لوی سړی ده، تر ډېره د پاچا په معنا تعبیرېږي، احتمالي معنا يې پر پوځ دلالت کوي) سره هڅول کېدل. ډېری دغو لومړنیو واکمنانو د دې پر ځای چې دا القاب په ميراثي ډول خپل کړي په‌خپله يې ترلاسه کړي و. [۱۰]

په پاي کې دا تر ټولو دولتونو او ښارونو څخه د معتبر او ځواکمن دولت هڅه پر ټولې نړۍ د واکمنۍ لپاره د عمومي جاه‌طلبۍ لامل شوه. له کله نه چې بین النهرین له ټولې نړۍ سره برابر و سومري ښارونه (د شوش، ماري او اسور ښارونه د نړۍ ګوټ کوټ ته نږدې پراته وو) ډېر لرې جوړ شوي وو د نړۍ څنډو ته رسېدل ممکن برېښېدل. په دې وخت کې ګمان کېده چې ښکتنی سیند به د فارس خليج او برنی/پورتنی سیند به مدیترانه وي.  [۱۰]

هغه واکمنانو چې پر کایناتو د واکمنۍ مقام تر لاسه کولو هڅه کوله، درېیمې بي لړۍ/ IIIb (له میلاد څخه مخکې نږدې ۲۳۵۰ تر ۲۴۵۰ کال)  په دوران کې ډېر عام شول چې په ترڅ کې يې دوه مخکښې بېلګې ثابتې شوې دي. لومړنۍ يې لاګولانومونډو (Lugalannemundu) د ادب پاچاهي چې د سومري پاچاهانو د نوم‌لړ په واسطه ادعا شوې (که څه هم دا لیکنه ډېره وروستۍ ده چې تر یوې کچې د لاګولانومونډو د پراخې واکمنۍ په اړه شک رامنځته کوي). چې لویه امپراتوري یې رامنځته کړه او ټول بین النهرین ته يې پوښښ ورکاوه او له مدرنې سوریې څخه تر ایران پورې رسېږي ويل کېږي چې هغه څلور کوټونه خپل تابع وګرځول. دویمه يې د اوروک پاچا لوګلزاګېسي (Lugalzaggesi) وه چې ټول لاندينی بین النهرین يې فتحه کړ او ادعا يې وکړه (له‌دې سره سره چې حقیقت داسې څه نه و) چې د هغه قلمرو له پورتني سیند څخه تر ښکتني سیند پورې يې دوام درلو. لوګلزاګېسي  په لومړيو کې د اوروک پاچا و او د ځمکې د پاچا (په سومري ژبه: lugal-kalam-ma) لقب يې پر کایناتو د واکمنۍ د ادعا لپاره وټاکه. دا لقب همدارنګه د  پخوانیو سومري پاچاهانو لکه د اوروک پاچاهۍ د انشاکوشانا په واسطه چې د ټول سومر د کنترول مدعیان وو کارول شوې ده.   [۶][۱۱][۱۲][۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. Bachvarova 2012، ص. 102.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Raaflaub او Talbert 2010، ص. 153.
  3. Karlsson 2013، ص. 135.
  4. Roaf او Zgoll 2001، ص. 284.
  5. Levin 2002، ص. 360.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Maeda 1981، ص. 4.
  7. Hallo 1980، ص. 189.
  8. The Four Quarters of the World.
  9. Waltke 2007، ص. 456.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ Liverani 2013، ص. 120.
  11. McIntosh 2017، ص. 167.
  12. Ur III Dynasty.
  13. Liverani 2013، صص. 120–121.