د څاه هایډرولیک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د څاه هایډرولیک: تغذیه (Recharge) تغذیه یا (Recharge) د څآه د اوبو د تمویل کوونکو منابعو څخه عبارت ده چې دغه منابع کیدای شی د باران اوبه وي د په ځمکه کې د نفوذ څخه وروسته د ځمکنیو یا زیرزمیني اوبو د زیاتیدو سبب گرځي. د سیند اوبه وي چې د څاه سره نژدې جریان لري او د څآه ځمکنی یا زیرزمیني اوبه تامینوي کوم ځمکنی درز یا شکست وي چې ځمکنی اوبه د لرې واټن څخه څاه ته انتقالوي یا نورې د اوبو منابع

اوبه ایستنه (Discharge)[سمول]

د اوبو ایستنه یا (Discharge) د اوبو هغه مقدار ته ویل کیږي چې د څاه څخه خارج یا ایستل کیږي . د اوبو دیسچارج (Discharge) د ځمکې لاندې (تحت الارضی) اوبو د اوبه لرونکې طبقې په مقدار پورې نیغه او مستقیمه اړیکه لري . په هره اندازه چې د تمویل کوونکې یا اوبه لرونکې طبقې آبدهي یا اوبه ورکونه قوي وي په هماغه اندازه سره د څآه خروجی جریان یا (Discharge) قوي وي .

د څاه کانکریټي صوفه (Apron)[سمول]

کانکریټي صوفه یا (Apron) د څاه چارچاپیره د هغه کانکریټي ساختمان څخه عبارت ده چې وروسته د څاه د داخلي ساختمان د بشپړیدو څخه جوړیږي چې دنده یې د څآه داخل ته د چټلو او استعمال شوو اوبو د ننوتو څخه مخنیوی ده .

اپرون یا صوفه د دریو برخو درلودونکې وي:[سمول]

1- د اوبو ایستلو ویاله (Drainage Channel) 2- همواره یا د کناستلو ساحه (Platform) 3- د اوبو حذبولو کوچنی څاه (Soak Pit)

پایپ (Pipe)[سمول]

عبارت د هغه استوانه یي منځ خالي فلزي یا پلاستیکي ساختمان څخه دی چې کوچني سوري یعنې فلتر نلري او دغه پایپونه په مختلفو نومونو سره یاديږي چې ډیر معمول او د گټې اخیستنې پایپ یې چې په بازارونو کې موندل کیږي د (PVC) یا پولي وینایل کلورایډ په نوم سره یادیږي. د څاه د اوبو د سطحې اندازه (Water Level Measurement) عبارت د څاه د اوبو د سطحې د اندازه کولو څخه ده چې یو پایپ د څاه په ځنډه کې د اوبو د اندازه کولو او کنټرول د پاره ځای پرځای کیږي او د فیتې پواسطه سره اندازه کیږي.

تړلې لیکنې[سمول]

څاه اوبه