د څارویو مفاهمه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د څارویو مفاهمه، له یوه څاروي یا د څارویو له یوې ډلې (لېږدوونکي یا لېږدوونکو) څخه یوه یا ډېرو نورو څارویو (اخیستونکي یا اخیستونکو) ته د معلوماتو لېږد دی، چې د اخیستونکو په اوسني یا راتلونکي چلند باندې اغېزه کوي. معلومات کېدای شي قصداً، لکه د مینې څرګندونه، یا په غیر ارادي توګه، لکه د ښکارکوونکي څخه ښکار ته د بوی لېږد، واستول شي. معلومات ښايي د څو اخیستونکو "مخاطبینو" ته ولېږدول شي. د څارویو مفاهمه د څاروي چلند، ټولنپوهنې، عصب پوهنې او د څاروي پېژندنې په رشتو کې په چټکۍ سره د ودې په حال کې د څېړنې ساحه ده. د څارویو د چلند ډېر اړخونه، لکه د سمبولیک نوم کارول، عاطفي بیان، زده کړه او جنسي چلند، په نوو طریقو سره درک کېږي.   [۱][۲]

کله چې د لېږونکي څخه معلومات د اخیستونکي چلند بدل کړي، دا معلومات د یا نښه یا اشاره یا "سېګنال" په نوم یادیږي. د اشارې ورکوونې یا سیګنال تیوري وړاندوینه کوي چې په نفوس کې د سیګنال ساتلو لپاره باید لېږونکي او اخیستونکي دواړه معمولاً د تعامل څخه یو څه ګټه ترلاسه کړي. ګمان کېږي چې د لېږونکو له لوري د سیګنال تولید او د اخیستونکو درک او وروسته یې غبرګون یوځای تکامل کوي. زیاتره وختونه په سیګنالونه کې څو میکانیزمونه شامل وي، مثلا: دواړه بصري او سمعي وي او د سیګنال د پوهېدو لپاره د لېږدوونکي او اخیستونکي د دواړو همغږی چلند، دقیقې څېړنې ته اړتیا لري.   [۳]

بڼې[سمول]

بصري  [سمول]

  • جسمي اشارې: زیاتره څاروي د جسم د ځانګړو برخو د بصري څرګندوې یا د جسمي حرکتونو له لارې په مفاهمه باندې پوهېږي. حیوانات د جسم یوه برخه ښکاره کوي یا ټينګار کوي، ترڅو ځانګړي معلومات ولېږدوي. شمالي ګالي مور او پلار  کله چې له خوړو سره ځالې ته راستون شي، د خپل چرګوړي تر څنګ خپله روښانه ژېړه مښوکه په ځمکه باندې ښکاره کوي. چرګوړي د شمالي ګالي مور او پلار د مښوکې په ښکته زامه کې د سره داغ په ټپولو سره د غوښتنې ځواب څرګندوي. دا سیګنال مور او پلار هڅوي چې خواړه قی کړي او د تغذیې سیګنال بشپړوي. په دې مفاهمه کې ځانګړی مورفولوژیکي خاصیت چې ورباندې ټیګار کېږي، د مور او پلار د سره داغ لرونکې مښوکه ده، په داسې حال کې چې په ځمکه باندې دا ټپول چرګوړي ته سور داغ د ښکاېدو لامل کېږي او چرګوړی یو ځانګړی حرکت ښيي. فرانس دي وال د بونوبو او شامپانزه په اړه څېړنه وکړه ،ترڅو پوه شي چې آیا ژبه یې یو ډول د جسمي اشارو په واسطه وده کړې. نوموړي وموندل چې بیزوګانې او انسانان دواړه د مفاهمې کولو لپاره یوازې قصدي اشارې کاروي.   [۴][۵]
  • د مخ حالتونه: د څارویو د مفاهمې په برخه کې د احساساتو بله مهمه نښه د مخ اشارې دي. په نیلي او ژېړ مکاو طوطيایو باندې څېړنې وشوې، ترڅو پوه شي چې د څارویو آشنا روزونکي سره تعاملاتو ته څنګه غبرګون ښودلی. څېړنې ښيي چې نیلي او ژېړ مکاو طوطیانو د روزونکي سره د متقابل تعامل په جریان کې مکرراً له شرم نه یوه اندازه سره کېږي. په یوه بله تجربه کې، جفري موګیل په موږکانو کې د زیاتېدونکي درد په غبرګون کې د مخ حالتونه وڅېړل. نوموړي وموندل، چې موږکانو د مخ پنځه د تشخیص وړ حالتونه وښودل: د سترګو د کاسې سختول، د پوزې او غومبوري پړسوب او د غوږونو او برېتو د حالت بدلون .  [۶][۷]
  • د ځیرتیا تعقیب: ټولنیز حیوانات، هم انسانان او هم غیر انسانان، د نورو تي لرونکو څارویو د سر او سترګو د تمایل د څارنې له لارې د ځیرتیا تعقیب د مفاهمې د یوې بڼې په توګه کاروي. په بیزوګانو، بیزوګیانو، سپیانو، مرغانو، لیوانو او کیشپانو باندې څېړنې ترسره شوې او په دوو مختلفو کارونو یې تمرکز کړی دی: "په لرې ځای کې د بل ځيرتیا تعقیبول" او " د بصري خنډ شاوخوا په هندسي ډول د بل د ځیرتیا تعقیب کولو د نمونې په توګه، کله چې له داسې خنډ سره مخامخ کېږي چې، لید یې بندوي، د لید د اشارې تعقیبولو لپاره خپل موقعیت بدلوي". د څارویو زیات ډلونه ثابت شوي چې دویمه څرګندونه ښيي، خو یوازې بیزوګانې، سپیان، لیوان، او کورویډونه (کڼاخان) توانیدلي چې په لرې ځای کې د بل ځيرتیا وڅاري. مارموزیټان او ایبيس " د ځیرتیا هندسي تعقیب" څرګندولی نه شي. څېړونکي لا تر اوسه د ځیرتیا تعقیب د ادراکي بنسټ په اړه روښانه مفهوم نه لري، خو پرمختللي شواهد ښیي چې ښایي د ځیرتیا "ساده" تعقیب او د ځیرتیا "هندسي" تعقیب په بېلابېلو ادراکي میکانیزمونو اتکا لري.   [۸][۹]
  • د رنګ بدلون: د رنګ بدلون، په هغو بدلونونو چې د ودې او پراختیا په اوږدو کې پېښېږي او هغه بدولونونه چې د خلق او خوی، ټولنیزو حالاتو یا نا ژوندیو عواملو، لکه تودوخې له امله رامنځته کیږي، وېشل کېدی شي. دا وروستني بدلونونه په ډېرو کټګوریو کې لیدل کېږي. ځینې ​​سیفالوپوډونه، لکه دآکټوپس او لس پښی یا کټلفېش، د پوستکي ځانګړې حجرې (کروماتوفورس) لري، چې کولی شي د دوی د پوستکي ظاهري رنګ، ناشفافي او انعکاس بدل کړي. د پوستکي په رنګ کې چټک بدلونونه پر دې سربیره چې د پټېدو لپاره یې کاروي، د ښکار او د مینې څرګندونې په مراسمو کې یې هم کارول کیږي. کټلفېش کولی شي، د خپل جسم له مخالفو خواوو څخه په ورته وخت کې دوې کاملاً جلا اشارې وښيي. کله چې یو نر کټلفېش د نورو نارینه وو په حضور کې یوې ښځینه کټلفېش ته مینه څرګندوي، نو نارینه نمونه د ښځې خوا ته او ښځینه نمونه لرې خواته ښيي، ترڅو نور نارینه وغولوي. د ​​​​رنګ ځینې اشارې په دورو کې پېښېږي. د بېلګې په توګه: کله چې د زیتون ښځینه بابون تخمه اېښول پیل کوي، د هغې تناسلي ساحه پړسیږي او رنګ یې روښانه سور یا ګلابي کیږي. دا نارینه ته اشاره کوي چې هغه جوتېدو ته چمتو ده. هامبالټ سکوېد نور تولید کوونکي یا بیولومینسنټ دي، نو ځکه د سمندر په تیاره چاپېریال کې د بصري مفاهمې وړتیا لري.  [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
  • بیولومینسنټ مفاهمه: د رڼا په تولید سره مفاهمه معمولاً په سمندرونو کې په ځانګړې توګه په ژورو ځایو کې (مثلاً کب نیووکی یا انګلر کب) په فقاریه او غیر فقاریه څارویو کې پېښېږي. په ځمکې کې د بیولومینسنس دوې پېژندل شوې بڼې په ځلېدونکو حشراتو او روښانه چینجیو کې پېښیږي. نور حشرات، د حشراتو لاروا، آنلیدونه، تارکشې او حتی د فنجي نوع د بیولومینسنټ وړتیا لري. ځینې بیولومنسنټ حیوانات په خپله رڼا تولیدوي، په داسې حال کې چې نور د بیولومینسنټ باکتریا همزیستي یا سمبیوټیک اړیکه لري. حیوانات د ښکار د جلبولو، جوړې د جذبولو یا د احتمالي ښکارکوونکو څخه د ځان ساتلو لپاره د بیولومینسینټ رڼا ښکاره کوي. (دا هم وګورئ: د بایولومینسینټ موجوداتو لېست).  [۱۵][۱۶]

سرچينې[سمول]

  1. "Animal communication". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Seyfarth, Robert M.; Cheney, Dorothy L. (2003-02-01). "Signalers and Receivers in Animal Communication". Annual Review of Psychology. 54 (1): 145–173. doi:10.1146/annurev.psych.54.101601.145121. ISSN 0066-4308. PMID 12359915. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Maynard-Smith and Harper, 2003
  4. Pollick, Amy S.; Waal, Frans B. M. de (2007-05-08). "Ape gestures and language evolution". Proceedings of the National Academy of Sciences (په انګلیسي ژبه کي). 104 (19): 8184–8189. Bibcode:2007PNAS..104.8184P. doi:10.1073/pnas.0702624104. ISSN 0027-8424. PMC 1876592. PMID 17470779. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Tinbergen, N.; Perdeck, A. C. (1951-01-01). "On the Stimulus Situation Releasing the Begging Response in the Newly Hatched Herring Gull Chick (Larus Argentatus Argentatus Pont.)". Behaviour (په انګلیسي ژبه کي). 3 (1): 1–39. doi:10.1163/156853951X00197. ISSN 0005-7959. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Mogil, Jeffrey S. (April 2009). "Animal models of pain: progress and challenges". Nature Reviews Neuroscience (په انګلیسي ژبه کي). 10 (4): 283–294. doi:10.1038/nrn2606. ISSN 1471-003X. PMID 19259101. S2CID 205504814. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. کينډۍ:Cite document
  8. Shepherd, Stephen V. (2010-03-19). "Following Gaze: Gaze-Following Behavior as a Window into Social Cognition". Frontiers in Integrative Neuroscience. 4: 5. doi:10.3389/fnint.2010.00005. ISSN 1662-5145. PMC 2859805. PMID 20428494. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Range, Friederike; Virányi, Zsófia (2011-02-23). Wylie, Doug (المحرر). "Development of Gaze Following Abilities in Wolves (Canis Lupus)". PLOS ONE (په انګلیسي ژبه کي). 6 (2): e16888. doi:10.1371/journal.pone.0016888. ISSN 1932-6203. PMC 3044139. PMID 21373192. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Hanlon, R.T.; Messenger, J.B. (1996). Cephalopod Behaviour. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 121. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-64583-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Cloney, R.A.; Florey, E. (1968). "Ultrastructure of cephalopod chromatophore organs". Z. Zellforsch Mikrosk. Anat. 89 (2): 250–280. doi:10.1007/bf00347297. PMID 5700268. S2CID 26566732. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. . Two-faced fish tricks competitors. Science Now
  13. Motluk, Alison (2001). "Big Bottom". New Scientist. 19 (7). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Deep Sea Squid May Communicate Through Glowing Pigmentation, Researchers Find
  15. Mason, Julia (July 18, 2018). "Glowing in the Deep". The Dish on Science. د اصلي آرشيف څخه پر May 6, 2021 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 25, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Bioluminescence | Smithsonian Ocean". ocean.si.edu (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)