Jump to content

د ځواک (پاور) انجنیري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ځواک ( پاور) انجنیري(Power engineering) چې د پاور سیستمونو انجنیري هم بلل کېږي، د برېښنايي انجنیرۍ یوه څانګه ده چې د الکتریکي ځواک له تولید، لېږد، وېش او کارولو او له دغه ډول سیستمونو سره له تړلو الکتریکي دستګاوو سره سروکار لري. که څه هم د دغې څانګې ډېری برخه د AC درې فازه برېښنا د ستونزو اړونده ده، چې دا په اوسنۍ نړۍ کې په لویه کچه د برېښنا د انتقال او توزېع لپاره سټنډرډ دی، خو له دې سره سره هم د دغې څانګې یوه ډېره برخه د ریکټیفایر [هغه وسیله چې د AC متناوب جریان د DC مستقیم جریان ته اړوي] او د تخصصي پاور د سیستمونو د پراختیا اړونده ده. د بېلګې په توګه: هغه سیستمونه چې په الوتکو یا د رېل‌پټلۍ په شبکو کې کارول کېږي. د پاور ( ځواک) انجنیرۍ ډېری تیوریکي بنسټونه له برېښنايي انجنیرۍ نه اخیستل شوي دي.

لومړني کلونه

[سمول]

برېښنا د اوولسمې پېړۍ په وروستیو کې د علمي څېړنو موضوع شوه. په را وروسته دوو پېړیو کې ځینې مهم کشفونه وشول، لکه د روښانه ګروپ یا لامپ کشف او د برېښناييز پیل (voltaic pile) کشف. د پاور انجنیرۍ اړوند تر ټولو لوی کشف «مایکل فاراډي» وکړ. هغه په ۱۸۳۱ ز کال کې ومونده چې په مقناطیسي جریان کې د بدلون له امله په یوه سیمي کړۍ کې الکټروموټیو یا په برېښنا چالان شوی ځواک رامنځته کېږي؛ دغه اصل د الکترو مقناطیسي القا په توګه پېژندل کېږي چې د جنراتورونو او ترانسفرمرونو د کار د ډول له تشرېح سره مرسته کوي.[۱][۲][۳]

په ۱۸۸۱ ز کال کې د برېښنا دوو متخصصانو د انګلستان په ګوډالمنګ کې د نړۍ لومړنی برېښناکوټ جوړ کړ. په دغه برېښناکوټ کې د متناوب جریان د تولید لپاره د اوبو دوه څرخونه کارېدل چې اووه "۲۵۰ ولټه قوسي ګروپونه" او څلور دېرش "۴۰ ولټه روښانه ګروپونه" یې لګول. په ۱۸۸۲ ز کال کې توماس اډیسون او د هغه شرکت (The Edison Electric Light Company) د نیویارک ښار په پرل واټ کې د بخار د برېښنا لومړنی برېښناکوټ جوړ کړ. دغه برېښناکوټ ګڼ جنراتورونه لرل او په لومړیو کې یې یوازې ۵۹ پېرودونکو ته د شاوخوا ۳۰۰۰ ګروپونو برېښنا ورکوله. دغه برېښناکوټ له مستقیم جریان نه استفاده کوله او په یوه ولټاژ سره یې کار کاوه. دا چې د انتقال په لړ کې د پاور د ضایعاتو د کمولو لپاره د مستقیم جریان پاور "اړینو لوړو ولټاژونو" ته په اسانۍ سره نه‌شي بدلېدای، د لوډ او جنراترونو احتمالي واټن شاوخوا نیم مایل (۸۰۰ متره) ته را محدود شو.  [۴][۵][۶][۷]

تر ۱۸۹۰ ز کال پورې د برېښنا صنعت وغوړېد او برېښنايي شرکتونو په متحدو ایالتونو او اروپا کې (د مستقیم او متناوب جریان) د پاور زرګونه سیستمونه جوړ کړي وو؛ دغه شبکې په اغېزناک ډول د الکتریکي روښنایۍ د تولید لپاره ځانګړې شوې وې. د دغه مهال په جریان کې په متحدو ایالتونو کې د اډیسون او وسټینګهاوس تر منځ په دې تړاو چې د انتقال کوم ډول (مستقیم که متناوب جریان) غوره دی،«د جریانونو جګړې» په نامه پراخې سیالۍ پیل شوې. په ۱۸۹۱ ز کال کې وسټینګهاوس د لوی پاور لومړنی سیستم انسټال کړ چې د یوه الکتریکي موتور د چلولو لپاره ډیزاین شوی و او یوازې الکتریکي روښنایي یې نه تولیدوله. دغه انسټال شوی سیستم د کلوراډو په ټیولورایډ کې یوه ۱۰۰ هارس‌پاوره (۷۵ کیلو واټه) سنکرون موتور ته قوت (پاور) ورکاوه او دا موتور د ټسلا کمپنۍ د یوه القايي موتور په مرسته چالانېده. د اتلانتیک په بل پلو کې«اسکار وون مېلر»له«لافن ام نېکار»نه «فرانکفورټ ام ماین» ته په فرانکفورټ کې د برېښنايي انجنیرۍ د یوه نندارتون لپاره د ۲۰ کیلو ولټه درې فازه انتقال ۱۷۶ کیلومتري لاین جوړ کړ. په ۱۸۹۵ ز کال کې د تصمیم‌ نیونې تر یوې اوږدې پروسې وروسته، په نیاګارا فالز کې«د اډمز ۱ شمېرې» برېښناکوټ بوفالو ته د ۱۱ کیلو ولټه متناوب جریان لرونکې درې فازه برېښنا لېږد پیل کړ. د نیاګارا فالز د پروژې تر بشپړېدو وروسته، د پاورنویو سیستمونو د الکتریکي لېږد لپاره د متناوب جریان پر ځای مستقیم جریان غوره کړ.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

شلمه پېړۍ

[سمول]

پاور انجنیري او بلوشیویزم

[سمول]

د برېښنا تولید د بلوشیوکانو واک ته رسېدو وروسته ډېر مهم وګڼل شو. لېنن وویل: "کمونېزم ټول هېواد ته د برېښنا رسونې تر څنګ د شوروي ځواک دی". په ۱۹۲۰ز کال کې ګویلرو پلان (GOELRO plan) په صنعتي پروګرام کې د بلوشویکي ازمېښت په توګه پیل شو چې لېنن په‌خپله ګډون په کې درلود. په دغه پروګرام کې ښکېل بل مهم کس «ګلېب کريژيژانوفسکي» و چې په ۱۹۱۰ ز کال کې یې په مسکو کې د برېښناکوټ په جوړولو کې ونډه لرله. ده له ۱۸۹۷ز کال را وروسته له لېنن سره پېژندل او دا هغه مهال و چې دواړه د کارګرانو د آزادۍ لپاره د مبارزې د اتحادیې د سنټ پټرزبورګ په برخه کې یوځای وو.[۱۳]

ځواک – قوت (پاور)

[سمول]

پاورانجنیري د برېښنا له تولید، لېږد، وېش‎، کارولو او د ګڼو اړوندو دستګاوو له ډیزاین سره سروکار لري. په دغو دستګاوو کې ترانسفرمرونه، الکتریکي جنراتورونه، الکتریکي موتورونه او پاور الکترونیکونه شاملېږي.

پاورانجنیران ښايي پر داسې سیستمونو کار وکړي چې له برېښنايي شبکې سره تړلي نه وي. دغه پاور سیسمتونه له شبکې بهر پاور سیستمونه بلل کېږي او ښايي د کارولو لپاره د بېلابېلو دلایلو پر بنسټ د شبکه‌يي سیستمونو په پرتله لومړیتوب ولري، د بېلګې په توګه: په لرو پرتو ځایونو کې ښايي یوه کان ته له شبکې سره د نښلېدو پر ځای د خپلې برېښنا تولید ارزانه پریوزي.

ډګرونه (برخې)

[سمول]

«برېښنايي تولید» د هغو وسایلو انتخاب، ډیزاین او جوړښت رانغاړي چې انرژي له لومړنۍ بڼې نه برېښنايي بڼې ته بدلوي.

«د برېښنايي پاور انتقال» د لوړ ولټاژ لېږدوونکو لینونو او د وسایلو سب‌سټېشنونو ته اړتیا لري، تر څو د تولید او توزېع له سیسمتونو سره وصل شي. د لوړ ولټاژ د مستقیم جریان سیستمونه، د برېښنايي شبکې یوه جوړوونکې برخه ده.

«د برېښنا د وېش انجنیري» له سب‌سټېشن نه تر وروستي پېرودونکي پورې د پاور سیستم عناصر رانغاړي.

«د پاور سیستم خوندیتوب» د هغو لارو چارو څېړنه ده، چې د برېښنايي پاور یو سیستم ښايي له کاره ولوېږي، په دې برخه کې یې د دغسې خرابیو د تشخیص او کمولو لارې چارې څېړل کېږي.

په ډېریو پروژو کې باید پاور انجنیر له ډېرو نورو څانګو، لکه:  له سیول او میخانيکي انجنیرانو، د چاپېریال له متخصصانو، حقوقي او مالي پرسونل سره همغږی وي. د لویو پاور سیستمونو پروژې، لکه:  لوی برېښناکوټونه ښايي د پاور انجنیرانو تر څنګ د ډيزاین ډېر شمېر متخصصانو ته هم اړتیا ولري. د پاور سیستمونو د انجنیرۍ په بېلابېلو مسلکي کچو کې، انجنیر د برېښنايي انجنیرۍ د مهارتونو په اندازه اداري او اجرائيي مهارتونو ته هم اړتیا لري.

مسلکي ټولنې او د نړیوال معیار ادارې

[سمول]

په بریتانیا او متحدو ایالتونو دواړو کې له ډېره وخته راهیسې د سیول او میخانیک انجنیرانو لپاره مسلکي ټولنې شته دي. د برېښنايي انجیرانو مؤسسه (IEE) په ۱۸۷۱ ز کال کې په انګلستان کې او د امریکا د برېښنايي انجنیرانو مؤسسه (AIEE) په ۱۸۸۴ ز کال کې په امریکا کې جوړه شوه. دغو مؤسسو د برېښنا د اړوندې پوهې په تبادله او د برېښنايي انجنیرۍ د زده‌کړو په پراختیا کې مرسته وکړه. په نړیواله کچه د الکترو تخنیک نړیوال کمیسیون، چې په ۱۹۰۶ز کال کې جوړ شو، د پاور انجنیرۍ لپاره سټنډرډونه جوړوي، له ۱۷۲ هېوادونو نه د الکترو تخنیک ۲۰۰۰۰ متخصصان لري او نړیوالې ځانګړنې(مشخصات) د عمومي توافق له مخې پنځوي.

سرچینې

[سمول]
  1. "The History Of The Light Bulb". Net Guides Publishing, Inc. 2004. بياځلي په 2007-05-02.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  2. Greenslade, Thomas. "The Voltaic Pile". Kenyon College. بياځلي په 2008-03-31.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  3. "Faraday Page". The Royal Institute. خوندي شوی له the original on 2008-03-29. بياځلي په 2008-03-31.
  4. "Godalming Power Station". Engineering Timelines. بياځلي په 2009-05-03.
  5. Williams, Jasmin (2007-11-30). "Edison Lights The City". New York Post. خوندي شوی له the original on 2008-03-09. بياځلي په 2008-03-31.
  6. Grant, Casey. "The Birth of NFPA". National Fire Protection Association. خوندي شوی له the original on 2007-12-28. بياځلي په 2008-03-31.
  7. "Bulk Electricity Grid Beginnings" (PDF) (Press release). New York Independent System Operator. خوندي شوی له the original (PDF) on 2009-02-26. بياځلي په 2008-05-25.
  8. Katz, Evgeny (2007-04-08). "Lucien Gaulard". خوندي شوی له the original on 2008-04-22. بياځلي په 2008-05-25.
  9. Great Barrington 1886 - Inspiring an industry toward AC power
  10. Blalock, Thomas (2004-10-02). "Alternating Current Electrification, 1886". IEEE. بياځلي په 2008-05-25.
  11. Froehlich, Fritz E.; Kent, Allen (December 1998). Fritz E. Froehlich, Allen Kent, The Froehlich/Kent Encyclopedia of Telecommunications: Volume 17, page 36. ISBN 9780824729158. بياځلي په 2012-09-10.
  12. Petar Miljanic, Tesla's Polyphase System and Induction Motor, Serbian Journal of Electrical Engineering, pp. 121–130, Vol. 3, No. 2, November 2006.
  13. Vladimir, Lenin (1920). Our Foreign and Domestic Position and Party Tasks. Moscow. Communism is Soviet power plus the electrification of the whole country, since industry cannot be developed without electrification.{{cite book}}: CS1 maint: location missing publisher (link)