Jump to content

د ځنګلونو له منځه وړل او اقلیمي بدلون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ځنګلونو له منځه وړل د اقلیمي بدلون یو له اصلي عواملو څخه دی او همدارنګه اقلیمي بدلون پر ځنګلونو ځانګړی اغېز لری.

له ځمکې څخه په ګټنه کې بدلونونه، په ځانګړې توګه د ځنګل وهنې چارې له فوسیلي سون توکو وروسته په اتومسفیر کې د کاربن ډای اکساید د خپرېدو دویمه لویه منبع جوړوي. ګلخانه یي ګازونه د ځنګلي بایوسون توکو د سوزېدو او همدارنګه د ځمکې لاندې فوسیلي توکو او کاربن د تجزیې څخه رامنځته کېږي. نړیوال موډلونه او د ګلخانه يي ګازونو ملي نوملړونه هم د ځنګلونو د وهلو له امله د دغه ډول ګازونو د خپراوي اړوند ورته پایلې وړاندې کوي. په ۲۰۱۹ زکال کې په نړۍ کې د ګلخانه یي ګازونو د خپراوي د ټولیزې کچې ۱۱٪ برخه د ځنګل وهنې له امله تولید کېده. ورته مهال په ګرمو سیمو کې د ځنګلونو له وهلو څخه د کاربن خپراوی هم مخ پر زیاتوالي و. د کاربن د زېرمو په توګه مخ پر ودې ځنګلونه د اقلیمي بدلون د اغېزو په کمښت کې پام وړ اضافي پوتنشیل لري. د زیاتو ځنګلي اورلګېدنو، د حشراتو د را پیدا کېدو، برید کوونکو نوعو او طوفان په څېر د اقلیمي بدلون یو شمېر اغېزې له هغو عواملو څخه دي چې د ځنګلونو د له منځه تلو کچه لوړوي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

ځنګلونه د بېلابېلو لارو چارو له مخې له منځه ځي؛ په دغو کې ځنګلي اورلګېدنې، کرهڼیزه پاک کاري، مالداري او د لرګیو او نورو مواردو په موخه د ونو وهل شاملېږي. ځنګلونه د ځمکې د ټولیز مساحت ۳۱ سلنه برخه پوښي چې په کلنۍ کچه ۷۵۷۰۰ کیلومتر مربع (۱۸.۷ میلیون انګلیسي جریبه) ځنګلونه له منځه ځي. د نړیوالو منابعو د انستیتیوت (World Resources Institute) د راپور له مخې له ۲۰۱۹ زکال څخه تر ۲۰۲۰ زکال پورې د اصلي استوايي ځنګلونو د له منځه تلو په کچه کې ۱۲٪ زیاتوالی راغلی. په پراخه کچه د ځنګلونو له منځه تګ په هغو کې بېلابېل بوټي، د ژوندیو موجوداتو تنوع او هغه ایکوسیسټم چې پر مټ یې رامنځته شوی؛ ګواښي. د ځنګلونو د له منځه تلو د اصلي اندېښنې ځای هم باراني استوايي ځنګلونه دي ځکه چې دغه ځنګلونو د ځمکې د کرې ډیری ژوندیو موجوداتو ته په خپله لمن کې ځای ورکړی. د ځنګل وهنې له امله د ځنګلونو له منځه تګ د ژوندیو موجوداتو په نړیوالې تنوع پام وړ اغېزې لري، ځکه چې له امله یې ګڼ شمېر هغه بوټي او حیوانات له انقراض سره مخ کېږي چې دغو اکوسیسټمونو ته ځانګړي دي او په دې سره د ژوندیو موجوداتو د تنوع اړوند جاري کړکېچ لا پسې پیاوړی کوي. د یوې پان – استوايي څېړنې پر مټ چې د ۲۰۲۳ زکال په مارچ میاشت کې خپره شوه، څرګنده شوه چې د استوايي سیمو د ځنګلونو له منځه تلو په پام وړ کچه د بارانونو په کمښت کې اغېز لرلی. څېړونکي اټکل کوي چې تر ۲۱۰۰ زکال پورې به په کانګو کې ځنګل وهنه د منطقوي ورښت کچه له ۸٪ څخه تر ۱۰٪ راکمه کړي. د بورنئو په استوايي تورب (د ډبرو د خامو سکرو لرونکي) ځنګل کې د ترسره شوې څېړنې پر مټ څرګنده شوې چې ځنګل وهنه د اورلګېدنو سره هم مرسته کوي. د اقلیمي بدلون او ځنګل وهنې څخه سرچینه اخیستونکې نورې اغېزې په ګډه سره ځمکه تخریب کوي، د اوبو د کمښت او د سېلابونو د زیاتوالي لامل ګرځي او همدارنګه په ځانګړو برخو کې په لږ کچه د مړینې موارد هم رامنځته کوي. په بالقوه توګه د دغو مسایلو د له منځه وړو او د چټکتیا د کمښت په موخه حل لارو کې د ځنګلونو بیاځلي جوړول، ځنګل کاري او کرنیز بدلونونه شامل دي چې د امازون د صندوق او همدارنګه د روغتیا د پوهنتوني شبکې د موخو پر مټ یې مالي ملاتړ کېږي. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

اقلیمي بدلون

[سمول]

د اقلیمي بدلونونو اړوند د بین الدولتي پلاوي په خبره د ځمکې د کرې په ټوله وچه او سمندري سطح کې له ۱۸۸۰ زکال څخه تر ۲۰۲۰ زکال پورې تودوخه شاوخوا یوه سانتي ګراد درجه (۱.۸ فارنهایت درجې) لوړه شوې ده. ورته مهال شمالي نیمې کرې له ۱۹۸۳ زکال څخه تر ۲۰۱۲ زکال پورې تر ټولو ګرمه ۳۰ کلنه دوره تجربه کړې چې په تېرو ۱۴۰۰ کلونو کې بې مخینې وه.

د ځنګلونو د له منځه وړو عوامل

[سمول]

مالداري

[سمول]

په مالدارۍ کې د حیواناتو د پالنې او همدارنګه د مصرفي اړتیاوو لپاره د مالدارۍ د محصولاتو د تولید په موخه پریمانه کچې ځمکې ته اړتیا شتون لري. د طبیعي ژوند د نړیوال صندوق (World Wildlife Fund) په خبره «د غویانو پراخه مالداري د امازون په نږدې ټولو هېوادونو کې د ځنګلونو د له منځه وړو لومړۍ ګڼه لامل دی چې اوسنۍ ۸۰٪ ځنګل وهنه ورته اړوندېږي». په تکزاس کې د مالدارۍ چارې له ۱۸۲۰ زکال څخه تر ۱۸۶۵ زکال پورې په دغه سیمه کې د هسپانوي استعمار پر مهال رامنځته شوې چې تر ډېره د مکسیکویي کوبایانو له خوا مخته وړل کېدې. هغه مهال چې د دوی ماموریت پای ته ورسېد، دغه غویان همداسې پرېښودل شول او شخصي خلکو د هغو مسئولیت پر غاړه واخیست. هغه مهال به چې غویان را ټولول کېدل او تکزاس ته به یې کډه ورکوله، ځمکې به په بشپړه توګه ترې خالي پاتې شوې. د چاپېریال په برخه کې د غیر دولتي نړیوال سازمان، ګرینپیس (Greenpeace) په خبره د غویانو صنعت په هوا کې په پام وړ کچه د میتان ګاز د خپراوي لامل دی ځکه چې د ځمکې پر سر د موجودو تي لرونکو حیوانانو ۶۰٪ برخه غویان جوړوي.

د کرهڼیزو چارو پراختیا

[سمول]

د ځنګل وهنې او د ځنګلونو د شدید تخریب یو له لویو عواملو څخه کرهڼه ده. د واګینګن پوهنتون د څېړنیز مرکز د راپور پر بنسټ د ځنګل وهنې څه باندې ۸۰٪ برخه د کرهڼیزو چارو له امله ده. اوس مهال ځنګلونه د قهوې، چایو، د خرما د غوړیو، وریژو، رابړ او نورو بازار لرونکو محصولاتو په کروندو اوښتي. د دغه ډول ځانګړو محصولاتو لپاره د تقاضا زیاتوالی او د هغو لپاره د نړیوالې سوداګرۍ ترتیبات لامل ګرځېدلي څو دغه ځنګلونه د یادو توکو په کروندو بدل شي چې بالاخره د ځمکې د تخریب لامل ګرځي. د ځنګلونو له وهنې وروسته د خاورې پورتنۍ برخه راڅرګندېږي چې دا بیا په سیندونو او ویالو کې د رسوباتو د زیاتوالي لامل ګرځي. د وخت په تېرېدو سره په کرنیزو چارو کې کارول کېدونې دغه ځمکې تخریب کېږي او بالاخره له ګټنې پاتېږي چې له امله یې د کرنیزو توکو تولید کوونکي د نویو تولید کوونکو ځمکو لټون کوي. سربېره پر دې په جوړه سیسټمونو کې د کرهڼې پراختیا د پام وړ اقلیمي اغېزو لامل ګرځي چې کچه یې د عادي کرنیزو ځمکو له اغېزو څخه ډېره زیاته ده.

ورته مهال ډیری ځنګل وهنې په ګرمو سیمو کې کېږي. په کرهڼیزو چارو کې د کارول کېدونکې ځمکې کچه د ټولې ځمکې ۳۸٪ برخه اټکل شوې. د کرهڼیزو چارو په موخه د ځنګل وهنې په اصلي محرکاتو کې د نفوسو زیاتوالی او د کرهڼیزو چارو د پراختیا په موخه فشارونه دي. ځنګل وهنه د کاربن ډای اکساید له خپراوي سره هم اړیکه لري، ځکه چې کرنیزې ځمکې بیا د ځنګلي ځمکو په پرتله د لږ کاربن د زېرمه کولو وړتیا لري. د کرهڼیزو موخو لپاره ځنګل وهنه بېلابېل ډولونه لري چې تر ټولو پام وړ یې په ګرمو سیمو کې د سوداګریزو کروندو جوړول دي.

د کرهڼیزې ځنګل وهنې بل معمول ډول هم غوڅول او سوزول دي، چې په معمول ډول په استوايي سیمو کې د استوګنو بزګرانو له خوا کېږي، خو اوس مهال یې کچه په مخ پر زیاتوالي بڼه راکمه شوې ده. په دغه کړنلار کې د کرهڼې د دوامداره تولید په موخه ځمکې خالي نه پاتې کېږي، بلکې په ځنګلونو کې د کوچنیو کوچنیو برخو ونې پرې کوي او هغه سوزوي چې په دې سره وروسته بیا په کرهڼیزو ځمکو اوړي. وروسته بیا دغه بزګران د سوزېدلو بوټو په ایرو کې له پاتې شوو جوړو موادو (زغالو) هم ګټنه کوي. ورته مهال په قصدي ډول اور اچونه کولای شي په ناغوښتلې بڼه زیاتو ځمکو ته اور ورسوي او هغه بیا کولای شي ځنګلي پوښ کوونکې ونې هم زیانمنې کړي. دا یوه دوام موندونکې کړنلار نه ده او بزګران کولای شي دلته یوازې د دوه یا دریو کلونو لپاره کرونده وکړي، همدا ده چې بزګران له یوځای څخه بل ته کډه کوي او بیا هلته هم ورته بهیر تکرار کوي. دغه ډول ځمکه وړاندې له دې چې بېرته په ځنګل واوړي له ۵ تر ۱۰ ځلو پورې په کې کرونده کېدلای شي. که چېرې ځمکه لاسرسي وړ نه وي د دغو دورو ترمنځ فاصله را لنډېږي او په دې سره په ځمکه کې مغذي مواد کمېږي. د دغو مغذي موادو کمښت بیا د لږ محصول د تولید لامل ګرځي او همدارنګه اړتیا رامنځته کوي چې زیاتې ځنګلي ځمکې په کرهڼیزو ځمکو واړول شي.

سرچينې

[سمول]
  1. Sutter, John D. (13 August 2015). "10 climate change villains". CNN. بياځلي په 2020-03-20.
  2. Heidari, Hadi; Warziniack, Travis; Brown, Thomas C.; Arabi, Mazdak (February 2021). "Impacts of Climate Change on Hydroclimatic Conditions of U.S. National Forests and Grasslands". Forests (in انګليسي). 12 (2): 139. doi:10.3390/f12020139.
  3. US EPA, OAR (2022-10-19). "Climate Change Impacts on Forests". www.epa.gov (in انګليسي). بياځلي په 2023-03-03.
  4. Climate Change and Land: Summary for Policymakers (PDF) (Report). IPCC. August 2019.
  5. "Main sources of carbon dioxide emissions | [[:کينډۍ:CO2]] Human Emissions". www.che-project.eu. بياځلي په 2020-03-20. {{cite web}}: URL–wikilink conflict (help)
  6. Feng, Yu; Zeng, Zhenzhong; Searchinger, Timothy D.; Ziegler, Alan D.; Wu, Jie; Wang, Dashan; He, Xinyue; Elsen, Paul R.; Ciais, Philippe; Xu, Rongrong; Guo, Zhilin (2022-02-28). "Doubling of annual forest carbon loss over the tropics during the early twenty-first century". Nature Sustainability (in انګليسي). 5 (5): 444–451. doi:10.1038/s41893-022-00854-3. ISSN 2398-9629. S2CID 247160560.
  7. Greenfield, Patrick (2022-02-28). "Deforestation emissions far higher than previously thought, study finds". The Guardian (in انګليسي). بياځلي په 2022-03-02.
  8. "How the UK contributes to global deforestation". BBC News (in بريتانوی انګلیسي). 2020-08-26. بياځلي په 2020-08-26.
  9. Heidari, Hadi; Arabi, Mazdak; Warziniack, Travis (August 2021). "Effects of Climate Change on Natural-Caused Fire Activity in Western U.S. National Forests". Atmosphere (in انګليسي). 12 (8): 981. Bibcode:2021Atmos..12..981H. doi:10.3390/atmos12080981.
  10. Seymour, Frances; Gibbs, David (2019-08-08). "Forests in the IPCC Special Report on Land Use: 7 Things to Know". World Resources Institute (in انګليسي). بياځلي په 2020-03-20.
  11. "U.S. Environmental Protection Agency | US EPA". www.epa.gov (in انګليسي). بياځلي په 2023-04-08.
  12. "Deforestation and Forest Degradation". World Wildlife Fund. بياځلي په 2018-04-18.
  13. Seymour, Frances (2021-03-31). "2021 Must Be a Turning Point for Forests. 2020 Data Shows Us Why". World Resources Institute (in انګليسي).
  14. Allen, Craig D.; Macalady, Alison K.; Chenchouni, Haroun; Bachelet, Dominique; McDowell, Nate; Vennetier, Michel; Kitzberger, Thomas; Rigling, Andreas; Breshears, David D.; Hogg, E.H. (Ted); Gonzalez, Patrick; Fensham, Rod; Zhang, Zhen; Castro, Jorge; Demidova, Natalia (February 2010). "A global overview of drought and heat-induced tree mortality reveals emerging climate change risks for forests". Forest Ecology and Management (in انګليسي). 259 (4): 660–684. doi:10.1016/j.foreco.2009.09.001. S2CID 4144174.
  15. Bajželj, Bojana; Richards, Keith S. (2014). "The Positive Feedback Loop between the Impacts of Climate Change and Agricultural Expansion and Relocation". Land (in انګليسي). 3 (3): 898–916. doi:10.3390/land3030898. ISSN 2073-445X.