د ځمک‌لاندې اوبو ککړتیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ځمک‌لاندې اوبو ککړتیا هغه وخت رامنځته کېږي چې ککړوونکي ځمکې ته خوشي کړل شي او ځمک‌لاندې اوبو ته لاره پیدا کړي. د اوبو دا ډول ککړتیا په طبیعي ډول په ځمک‌لاندې اوبو کې د کوچني عنصر، ککړوونکي یا ناپاکۍ د موجودیت له امله هم رامنځته کېدای شي چې په دې صورت کې د ککړتیا پر ځای ناپاکي بلل کېږي. د ځمک‌لاندې اوبو د ککړتیا لامل ښايي په سیمه کې د فاضلابو د تخلیې سیستمونه، د کثافاتو د خښولو ځایونه، د فاضلابو د تصفیې له ځایونو څخه وتونکي مواد، تویېدونکي یا خپرېدونکي فاضلاب، د تېلو پمپونه، هایدرولیکي ماتېدنې یا په کرنه کې د ډېرې کیمیاوي سرې استعمال وي. ککړتیا (ناپاکي) د طبیعي ککړوونکو لکه ارسینیک یا فلورایډ له امله هم رامنځته کېدای شي. که ککړې ځمک‌لاندې اوبه وکارول شي، د زهري کېدو یا (د اوبو له لارې د لېږدېدونکو ناروغیو) د خپرېدو له لارې عامې روغتیا ته خطرونه پېښولی شي.[۱][۲][۳]

د ککړوونکو ډولونه[سمول]

په ځمک‌لاندې اوبو کې موجود ککړوونکي فزیکي، غیر عضوي کیمیاوي، عضوي کیمیاوي، باکتریولوژیکي او راډيواکټیو پارامترونه لري. په اصل کې ډېری هغه ککړوونکي چې د سطحي اوبو په ککړتیا کې رول لري، ښايي په ککړو ځمک‌لاندې اوبو کې هم وموندل شي، که څه هم چې اهمیت یې ښايي توپیر ولري.

ارسینیک او فلورایډ[سمول]

ارسینیک او فلورایډ په نړیواله کچه د روغتیا د نړیوال سازمان له‌خوا د څښاک په اوبو کې د جدي ککړوونکو په توګه پېژندل شوي دي.[۴][۵]

غیر عضوي ارسینیک په خاوره او اوبو کې د ارسینیک تر ټولو عام ډول دی. فلز ته ورته ارسینیک ښايي په طبیعي ډول په ځمک‌لاندې اوبو کې وي، لکه څرنګه چې تر ډېره په اسیايي هېوادونو لکه چین، هند او بنګلدېش کې لیدل کېږي. د هند او بنګلدېش په شمال کې د طبیعي ارسینیک له امله د ګنګ په جیلګه کې د ځمک‌لاندې اوبو شدیدې ککړتیا د دوو سیمو پر ۲۵ سلنه لږو ژورو څاه‌ګانو اغېز کړی دی. په دغو سیمو کې ځمک‌لاندې اوبه هم د ارسینیک لرونکو افت وژونکو د کارولو له امله ککړې شوې دي.[۶][۷][۸]

په ځمک‌لاندې اوبو کې موجود ارسینیک په هغو ځایونو کې موندل کېدای شي چې کاني عملیات یا کاني کثافات هلته موجود وي او ارسینک هلته وینځل کېږي.

په ژورو ځمک‌لاندې اوبو کې د طبیعي فلورايډ زیاتوالی یوه لویه اندېښنه ده، ځکه «څه باندې ۲۰۰ میلیونه کسان د څښاک د داسې اوبو له خطر سره مخ دي چې د فلورایډ لوړ غلظت لري». کله چې د اوبو سختي کمه وي، فلورایډ له تېزابي اتشفشاني ډبرو او پاشل شویو اتشفشاني ایرو څخه ازادېدای شي. په ځمک‌لاندې اوبو کې د فلورایډ د کچې لوړوالی د ارجنټاین په پمپای، چیلي، مکسیکو، هند، پاکستان، د ختیځې افریقا په ریفټ او ځينو اور غورځوونکو جزیروکې یوه جدي ستونزه ده.[۹][۱۰]

په هغو سیمو کې چې ځمک‌لاندې اوبه یې د څښاک لپاره کارېږي، په طبیعي ډول د فلورایډ لوړې کچې موجودې وي، هلته ښايي د غاښونو د فلوروزیس او د هډوکي د فلوروزیس په نامه دوې ناروغۍ موجودې او شدیدې وي.[۱۱]

پتوجنونه[سمول]

د حفظ الصحې د مناسبو تدابیرو نشتوالی او د اوبو نامناسب څاه‌ګان کیندل د غایطه موادو او ادرار له لارې په لېږدېدونکو میکروبونو د ککړو اوبو د څښاک لامل کېږي. په دا ډول لېږدېدونکو ناروغیو کې توره تبه یا د لویانو تبه، کولرا او اسهال یا نس ناستی شامل دي. په غایطه موادو کې څلورو ډولونه (باکتریاوې، ویروسونه، پروتوزوا او د کولمو چینجي یا د دغو چنجیو هګۍ) شامل وي چې په دې کې دا لومړي درې ډولونه معمولاً په ککړو ځمک‌لاندې اوبو کې موندل کېږي، په داسې حال کې چې د کولمو د چنجنیو یو څه لویې هګۍ معمولاً د خاورې د ماټرېکس په مرسته فېلټر کېږي.[۱۲][۱۳]

ژورې او محدودې اوبه معمولاً میکروبونو ته په پام د څښاک د اوبو تر ټولو خوندي سرچینه ګڼل کېږي. له تصفیه شویو او ناتصفیه مصرف شویو اوبو څخه میکروبونه کولی شي ځمک‌لاندې اوبه په ځانکړې توګه لږ ژورې اوبه ککړې کړي.[۱۴][۱۵]

نایټرېټ[سمول]

نایټرېټ په نړۍ کې په ځمک‌لاندې اوبو او لږو ژورو اوبو کې تر ټولو عام کیمیاوي ککړونکی دی. په ځينو کم عاید لرونکو هېوادونو کې په ځمک‌لاندې اوبو کې د نایټرېټ کچه ډېره لوړه ده چې د روغتیايي ستونزو لامل کېږي. نایټرېټ د لوړ اکسیجن په شرایطو کې ډېر پایدار دی (یعنې نه کمېږي).[۱۶][۱۷]

په ځمک‌لاندې اوبو کې په لېتر کې تر لس ملي ګرام نایټرېټ څخه لوړه کچه د «بلو بې بي سنډروم» لامل کېږي. په اروپايي اتحادیه کې د څښاک د اوبو د کیفیت معیارونو په یوه لېتر کې د نایټرېټ کچه تر ۵۰ ملي ګرامه کمه ټاکلې ده.[۱۸][۱۹]

له دې سره سره، د څښاک په اوبو کې د نایټرېټ د موجودیت او د دغه سندروم تر منځ د اړیکې په اړه په نورو څېړنو کې بحثونه شوي دي. د دغه سنډروم د رامنځته کېدو لامل ښايي د څښاک په اوبو کې د نایټرېټ د غلظت له ډېرېدو پرته کوم بل څه هم وي.[۲۰][۲۱][۲۲]

دا چې ولې په ځمک‌لاندې اوبو کې د نایټرېټ کچه لوړېږي، ښايي لامل یې په سیمه کې د فاضلابو د تصفیه کولو ځایونه، د فاضلابو خښول او کرنیز فعالیتونه وي. له دې امله ویلی شو چې کېدای شي سرچینه یې ښاري یا کرنیزه وي.[۲۳][۲۴]

عضوي مرکبات[سمول]

تښتېدونکي یا الوتونکي عضوي مرکبات د ځمک‌لاندې اوبو خطرناک ککړوونکي دي. دغه ککړوونکي معمولاً د بې دقته صنعتي فعالیتونو له لارې چاپېریال ته ننوځي. ډېری دا مرکبات د ۱۹۶۰مې لسیزې تر وروستیو پورې مضر نه وو پېژندل شوي او د ځمک‌لاندې اوبو تر منظمې کتنې وروسته دا مواد د څښاک د اوبو په سرچینو کې تشخیص شول.

عضوي ککړوونکي د حشره وژونکو او واښه وژونکو په توګه په ځمک‌لاندې اوبو کې موندلی شو. ډېری افت وژونکي د ډېریو نورو مصنوعي عضوي مرکباتو په څېر ډېر پېچلی مالیکولي جوړښت لري. دا پېچلیتوب یې په اوبو کې د منحل‌والي کچه، د جذب ظرفیت او د ځمک‌لاندې اوبو په سیستمونو کې د افت وژونکو متحرکیت ټاکي. له همدې امله ځينې افت وژونکي د نورو په پرتله ډېر فعال دي او په اسانۍ سره د څښاک د اوبو یوې سرچینې ته رسېدای شي.[۲۵]

نور ککړوونکي[سمول]

نور عضوي ککړونکي لکه عضوي هالیډونه او نور کیمیاوي مرکبات، نفتي هایدروکاربونونه او بېلابېل کیمیاوي مرکبات دي چې د شخصي حفظ الصحې، سینګار توکو، روغتیايي محصولاتو او درملیزو میتابولیتونو کې موجود دي. په غیر عضوي ککړوونکو کې ښايي نور غذايي مواد لکه امونیاک او فوسفاټ او راډيونوکلیډونه لکه یورانیم یا راډون موجود وي چې په طبیعي ډول د ځمک‌پېژندنې په ځينو جوړښتنو کې شته. د تروشو اوبو نفوذ هم د طبیعي ککړتیا یوه بېلګه ده، خو ډېری وخت د انساني فعالیتونو له امله لا ډېرېږي.

د ځمک‌لاندې اوبو ککړتیا یوه نړیواله ستونزه ده. د ۱۹۹۱ او ۲۰۰۴ کلونو تر منځ د متحدو ایالتونو د ځمکنیو اوبو د کیفیت په اړه یوه څېړنه وشوه او دې څېړنې وښوده چې ۲۳ سلنه کورني څاه‌ګان د انساني روغتیا له معیارونو پورته ککړونکي مواد لري. یوې بلې څېړنې وښوده چې په افریقا کې د ځمک‌لاندې اوبو د ککړتیا لویې ستونزې په لاندې ډول دي: (1) د نایټرېټ له امله ککړتیا، (2) میکروبونه، (3) عضوي ککړتیا، (4) مالګین کېدل او (5) د کان د تېزابو ایستل.[۲۶][۲۷]

سرچينې[سمول]

  1. Michael, Adelana, Segun (2014). Groundwater : Hydrogeochemistry, Environmental Impacts and Management Practices. Nova Science Publishers, Inc. OCLC 915416488. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-63321-791-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Costall, A. R.; Harris, B. D.; Teo, B.; Schaa, R.; Wagner, F. M.; Pigois, J. P. (2020). "Groundwater Throughflow and Seawater Intrusion in High Quality Coastal Aquifers". Scientific Reports (په انګلیسي ژبه کي). 10 (1): 9866. Bibcode:2020NatSR..10.9866C. doi:10.1038/s41598-020-66516-6. ISSN 2045-2322. PMC 7300005. PMID 32555499. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Han, D.M.; Song, X.F.; Currell, Matthew J.; Yang, J.L.; Xiao, G.Q. (2014). "Chemical and isotopic constraints on evolution of groundwater salinization in the coastal plain aquifer of Laizhou Bay, China". Journal of Hydrology (په انګلیسي ژبه کي). 508: 12–27. Bibcode:2014JHyd..508...12H. doi:10.1016/j.jhydrol.2013.10.040. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. World Health Organization (WHO) (2006). "Section 1:Managing the Quality of Drinking-water Sources" (PDF). In Schmoll O, Howard G, Chilton G (المحررون). Protecting Groundwater for Health: Managing the Quality of Drinking-water. IWA Publishing for WHO. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Brindha, K., and L. Elango. "Fluoride in groundwater: causes, implications and mitigation measures." Fluoride properties, applications and environmental management 1 (2011): 111-136.
  6. Johnson LR, Hiltbold AE (1969). "Arsenic Content of Soil and Crops Following Use of Methanearsonate Herbicides". Soil Science Society of America Journal (په انګلیسي ژبه کي). 33 (2): 279–282. Bibcode:1969SSASJ..33..279J. doi:10.2136/sssaj1969.03615995003300020032x. ISSN 1435-0661. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Ravenscroft P (2007). "Predicting the global extent of arsenic pollution of groundwater and its potential impact on human health" (PDF). UNICEF. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۹ مارچ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Abedin MJ, Feldmann J, Meharg AA (March 2002). "Uptake kinetics of arsenic species in rice plants". Plant Physiology. 128 (3): 1120–8. doi:10.1104/pp.010733. PMC 152223. PMID 11891266. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Smith M, Cross K, Paden M, Laben P, المحررون (2016). Spring - managing groundwater sustainably (PDF). IUCN. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2-8317-1789-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Custodio E, المحرر (2013). Trends in groundwater pollution: Loss of groundwater quality & related services - Groundwater Governance (PDF). Global Environmental Facility (GEF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۱ سپټمبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Fawell J, Bailey K, Chilton J, Dahi E (2006). Fluoride in drinking-water (PDF). Geneva: IWA for WHO. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9241563192. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Wolf L, Nick A, Cronin A (2015). How to keep your groundwater drinkable: Safer siting of sanitation systems. Sustainable Sanitation Alliance Working Group 11. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Wolf J, Prüss-Ustün A, Cumming O, Bartram J, Bonjour S, Cairncross S, et al. (August 2014). "Assessing the impact of drinking water and sanitation on diarrhoeal disease in low- and middle-income settings: systematic review and meta-regression" (PDF). Tropical Medicine & International Health. 19 (8): 928–42. doi:10.1111/tmi.12331. PMID 24811732. S2CID 22903164. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Bacteria and Their Effects on Ground-Water Quality". Michigan Water Science Center. Lansing, MI: United States Geological Survey (USGS). 2017-01-04. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. کينډۍ:Cite report
  16. Ross N, المحرر (2010). Clearing the waters a focus on water quality solutions. Nairobi, Kenya: UNEP. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-807-3074-6. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ جون ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. World Health Organization (WHO) (2006). "Section 1:Managing the Quality of Drinking-water Sources" (PDF). In Schmoll O, Howard G, Chilton G (المحررون). Protecting Groundwater for Health: Managing the Quality of Drinking-water. IWA Publishing for WHO. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Knobeloch L, Salna B, Hogan A, Postle J, Anderson H (July 2000). "Blue babies and nitrate-contaminated well water". Environmental Health Perspectives. 108 (7): 675–8. doi:10.1289/ehp.00108675. PMC 1638204. PMID 10903623. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Council Directive 98/83/EC of 3 November 1998 on the quality of water intended for human consumption, ANNEX I: PARAMETERS AND PARAMETRIC VALUES, PART B: Chemical parameters". EUR-Lex. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Fewtrell L (October 2004). "Drinking-water nitrate, methemoglobinemia, and global burden of disease: a discussion". Environmental Health Perspectives. 112 (14): 1371–4. doi:10.1289/ehp.7216. PMC 1247562. PMID 15471727. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. van Grinsven HJ, Ward MH, Benjamin N, de Kok TM (September 2006). "Does the evidence about health risks associated with nitrate ingestion warrant an increase of the nitrate standard for drinking water?". Environmental Health. 5 (1): 26. doi:10.1186/1476-069X-5-26. PMC 1586190. PMID 16989661. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Ward MH, deKok TM, Levallois P, Brender J, Gulis G, Nolan BT, VanDerslice J (November 2005). "Workgroup report: Drinking-water nitrate and health--recent findings and research needs". Environmental Health Perspectives. 113 (11): 1607–14. doi:10.1289/ehp.8043. PMC 1310926. PMID 16263519. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. AGW-Net (2016). Integration of Groundwater Management into Transboundary Basin Organizations in Africa: Groundwater Hazards - a Training Manual by AGW-Net, BGR, IWMI, CapNet, ANBO, & IGRAC (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Custodio E, المحرر (2013). Trends in groundwater pollution: Loss of groundwater quality & related services - Groundwater Governance (PDF). Global Environmental Facility (GEF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۱ سپټمبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Smith M, Cross K, Paden M, Laben P, المحررون (2016). Spring - managing groundwater sustainably (PDF). IUCN. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2-8317-1789-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. DeSimone LA, Hamilton PA, Gilliom RJ (2009). Quality of water from domestic wells in principal aquifers of the United States, 1991-2004: overview of major finding s (PDF). Reston, VA: USGS. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781411323506. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Xu Y, Usher B, المحررون (2006). Groundwater pollution in Africa. Taylor & Francis. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-41167-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)