د ځمکې د سطحې تودوخه
د ځمکې په علومو کې د ځمکې د سطحې تودوخه (GST) چې کله ناکله د ځمکې د سطحې متوسطه تودوخه (GMST) هم بلل کېږي، د سمندر د متوسطې تودوخې او پر وچه د هوا په تودوخې سره محاسبه کېږي. له تخنیکي پلوه، ساینسپوهان د ځمکې د سطحې په تودوخه کې اوږدمهالي بدلونونه نړیوال سړښت یا نړیواله ګرمي بولي. د دواړو دورې د ځمکې د تاریخ په اوږدو کې په منظم ډول پېښې شوې دي.
په ۱۸۸۰ ز کال کې د سطحې د تودوخې له پیله تر ۱۹۴۰ ز کال پورې تودوخه هر کال په متوسط ډول ۰.۲ درجې سانتیګراد زیاته شوې ده. ورپسې د ۱۹۴۰ او ۱۹۷۰ ز کلونو تر منځ تودوخه ثابته وه. او له ۱۹۷۰ کال را وروسته بیاځلي په هره لسیزه کې ۰.۱۸ درجې سانتیګراد زیاته شوې ده. د ځمکې د کرې متوسطه تودوخه د اصلي تودوخې په پرتله چې ۱۴ درجې سانتيګراد ده، ۰.۹ درجې سانتیګراد (۱.۵ درجې فارنهایټ) زیاته شوې ده. که څه هم د ۱۹۹۸ او ۲۰۱۳ ز کلونو تر منځ یو مکث یا ځنډ لیدل کېږي، خو د ځمکې د سطحې ګرمي له هماغه وخته په خپل پخواني سرعت روانه ده.[۱]
ساینسپوهان وايي چې د ځمکې په ۴.۶ میلیارد کلن تاریخ کې د سمندر د اوبو کچه په شدت سره ښکته او پورته تللې ده. له دې سره سره، د سمندرونو د اوبو د کچې وروستی ډېروالی د تېرو دوو یا درې زره کلونو تر متوسطې کچې اوښتی او هر کال د یوه اېنچ د لسمې برخې په اندازه د ډېرېدو په حال کې دی. د دغه بهیر دوام یا چټکېدل ښايي د نړۍ په ساحلي کرښو کې لوی بدلونونه راولي.
مخینه
[سمول]په ۱۸۶۰مه ز لسیزه کې فزیکپوه «جان ټینډال» د ځمکې طبیعي ګلخانهيي اغېز تشخیص کړ او ویې ویل چې په اتومسفیري ترکیب کې کوچني بدلونونه هم اقليمي بېلابېوالی پېښولی شي. په ۱۸۹۶ کال کې سویډني ساینسپوه «سوانټ ارنیوس» یوه مهمه مقاله خپره کړه او په لومړي ځل یې وړاندوېینه وکړه چې په اتومسفیر کې د کاربن ډای اکسایډ په کچو کې بدلون کولای شي د ګلخانهيي اغېزو له لارې د ځمکې د کرې تودوخه په پام وړ ډول بدله کړي.[۲]
په تېره پېړۍ کې د ځمکې د کرې په تودوخه کې بدلونونه د ګلخانهيي ګازونو د اغېزو د ډېرېدو شواهد وړاندې کوي. کله چې اقلیمي سیستم دغسې بدلونونو ته غبرګون ښيي، په پایله کې یې اقليمي بدلونونه پېښېږي. د نړیوالې سطحې تودوخه اندازه کول د ګڼو شواهدو له ډلې ده چې د اقلیمي بدلونونو په اړه علمي اجماع پیاوړې کوي او هغه دا ده چې انسانان د ځمکې د اقلیمي سیستم د ګرمېدو لامل کېږي.
د سمندرونو ګرمېدل
[سمول]د ځمکې د تودوخې په ډېرېدو سره سمندرونو د دغې ډېرې شوې ګرمۍ ډېره برخه جذب کړې ده، یعنې سمندر په ۷۰۰ متره لوړوالي سره له ۱۹۶۹ ز کال راهیسې د ۰.۲۲ درجو سانتیګراد (۰.۴ درجې فارنهایټ) په اندازه ګم شوی دی. د ګرمو اوبو ډېروالی د کنګلونو له ویلې کېدو سره یوځای د دې لامل کېږي چې د سمندر کچه پورته راشي.[۲]
په سمندرونو کې د اضافي ګرمۍ وېش نابرابر دی چې د سمندر تر ټولو ډېره ګرمي په سوېلي نیمکره کې پېښېږي او د سوېلي قطب د کنګلونو له ویلې کېدو سره مرسته کوي. د سمندر د اوبو ګرمېدل د کنګلونو له تاخچو او د سمندر له کنګلونو سره هم اړه لري چې دواړه د ځمکې پر اقلیمي سیستم ډېره اغېزه لري. بالاخره د سمندرونو ګرمېدل سمندري ایکوسیستمونه او د انسان روزي یا معیشت ګواښي. د بېلګې په توګه ګرمې اوبه د مرجانونو روغتیا له ګواښ سره مخامخوي چې دا چاره هغه ټولنې ګواښي چې د سرپناه او خوړو لپاره په مرجانونو تکیه دي. په پایله کې ښايي هغه کسان د سمندرونو د ګرمېدو له منفي اغېزو سره مخامخ شي چې د روزۍ د ګټلو او بوختیاوو لپاره پر سمندري کبنیونه تکیه دي.[۳][۴]
د شلمې پېړۍ په جریان کې د سمندر د سطحې تودوخه د یوې پېړۍ لپاره زیاته شوه او لا هم د زیاتېدو په حال کې وه. له ۱۹۰۱ څخه تر ۲۰۱۵ ز کال پورې تودوخه په متوسط ډول په هره لسیزه کې ۰.۱۳ درجې فارنهایټ ډېره شوه. کله چې په ۱۸۸۰ ز کال کې باوري مشاهدات پیل شول، د سمندر د سطحې تودوخه په تېرو درېیو لسیزو کې تر بل هر وخت لوړه وه. لکه څرنګه چې ګلخانهيي ګازونه له لمر څخه ډېره انرژي جذبوي، سمندرونه زیاته ګرمي جذبوي چې په پایله کې یې د سمندر د سطحې تودوخه ډېرېږي او د سمندر کچه هم لوړېږي. د اقلیمي بدلونونو له امله د سمندري جریانونو او سمندري تودوخې بدلون د نړیوال اقلیم په نښو کې د بدلون د پېښېدو لامل کېږي. د بېلګې په توګه ګرمې اوبه ښايي په استوايي سیمو کې د څه ناڅه قوي توپانونو د رامنځته کېدو لامل شي چې په پایله کې یې د مالي او ځاني زیانونو د رامنځته کېدو امکان شته. د سمندر په کچه کې د ډېروالي او شدیدو توپانونو اړوندې اغېزې په ځانګړي ډول د ساحلي ټولنو اړوندې دي.[۵]
د کنګلیزو تختو کوچني کېدل
[سمول]د سوېلي قطب او ګرینلنډ د کنګلونو تختې د حجم له پلوه په تصاعدي ډول کوچنۍ شوې دي. د ناسا ادارې «د جاذبې د بیاموندنې او اقلیمي ازمېښت» د پروژې پر بنسټ، دا چاره ښيي چې ګرینلنډ په متوسط ډول هر کال ۲۸۶ میلیارده ټنه کنګل له لاسه ورکړی دی. د ګرمو اوبو ډېرېدل او د کنګلیزو تختو ویلې کېدل د سمندري کچې د لوړېدو لامل کېږي.[۶]
کنګل د ځمکې په ټولو ځایونو کې د بدلون په حال کې دی. له ۱۹۱۲ کال راهیسې د «کلیمانجارو» غره مشهوره واوره څه باندې ۸۰ سلنه ویلې شوې ده. په هند کې د «ګرهوال» همالیاوو د طبیعي کنګل لویې ټوټې په ډېرې چټکۍ سره شا ته روانې دي او څېړونکي په دې باور دي چې تر ۲۰۳۵ کال پورې به ډېری مرکزي او ختیځې همالیاوې په بشپړ ډول ورکې شي. د نیمې پېړۍ لپاره یې لمنه په تېرو دېرشو کلونو کې شاوخوا ۱۰ سلنه کمه شوې ده. د ناسا د لیزري ارتفاعسنج پرلهپسې موندنو وښوده چې د ګرینلنډ د کنګلیزې تختې څنډه د کوچني کېدو په حال کې ده. دا مهال په شمالي نیمکره کې د پسرلي د خوږو اوبو کنګلونه د ۱۵۰ کاله مخکې مهال په نسبت ۹ ورځې وړاندې ماتېږي، په داسې حال کې چې د مني کنګلونه ۱۰ ورځې وروسته دي. د کنګل شویو ځمکو د ویلې کېدو له امله د الاسکا په ځینو برخو کې د ځمکې د ډوبېدو یا کېناستو کچه څه باندې ۱۵ فوټو (۴.۶ مترو) ته رسېدلې ده. له شمالي قطب څخه تر پیرو او له سویس څخه نیولې د اندونیزیا په مانجایا کې تر استوايي طبیعي کنګلونو پورې لوی کنلګیزو میدانونه، د هیولا طبیعي کنګلونه او د سمندر کنګلونه په چټکۍ سره د ورکېدو په حال کې دي. [۷]
کله چې تودوخه لوړېږي او کنګلونه ویلې کېږي، له لویو کنګلونو څخه سمندر ته ډېرې اوبه ور بهېږي، د سمندر اوبه ورسره ګرمېږي او حجم یې زیاتېږي. د اقلیمي بدلونونو حکومتمنځي پلاوی (IPCC) وايي چې دغې چارې په تېرو ۱۰۰ کلونو کې د سمندرونو د سطحې په ډېروالي کې ډېر رول لرلی دی چې له ۴ تر ۸ اینچو (له ۱۰ تر ۲۰ سانتي مترو) پورې کېږي.[۸]
ګلخانهيي اغېزې
[سمول]د سمندرونو د کچې د لوړېدو لوی علت د نړیوالې ګرمۍ اغېز دی او په تېره پېړۍ کې د دغې ګرمۍ لوی لامل ګلخانهيي ګازونه وو. د اتومسفیر په ګرمېدو سره د سمندر اوبه د تودوخې د ډېرېدو له امله منبسطېږي او په وچه کې د لویو طبیعي کنګلونو د ویلې کېدو په سبب د سمندرونو کچه لوړېږي. که په اتومسفیر کې موجود کاربن ډای اکسایډ تر حد زیات شي، دا د ګلخانهيي اغېزو له قوي کېدو سره معادل دی چې له امله یې د سطحې تودوخه لوړېږي او د سمندر کچه ډېروي.
هغه ګازونه چې د ګلخانهيي اغېزو لامل کېږي، دا دي:
د اوبو بخار
[سمول]د اوبو بخار تر ټولو پرېمانه ګلخانهيي ګاز دی، خو تر دې مهمه دا ده چې د اقلیم لپاره د عکسالعمل په توګه کار کولی شي. کله چې د ځمکې اتومسفیر ګرم شي، د اوبو بخار ډېرېږي او په دې سره د ورېځو او ورښت امکان هم زیاتېږي چې په دې توګه د ګلخانهيي اغېز لپاره د عکسالعمل په تر ټولو مهم میکانیزم بدلېږي.
کاربن ډای اکسایډ
[سمول]کاربن ډای اکسایډ د اتومسفیر کوچنی خو ډېر مهم عنصر دی. د طبیعي پروسو لکه تنفس او اتشفشانونو راخوټېدو او نورو انساني فعالیتونو لکه ځنګلوهنې او فوسیلي سونتوکو د سوځولو په پایله کې ازادېږي. د صنعتي انقلاب له پیل راهیسې د انسان د اتومسفیریک کاربن ډای اکسایډ غلظت ۴۷ سلنه زیات شوی دی. دا د اقلیمي بدلونونو تر ټولو مهم اوږدمهالی «اجبار» دی.[۹]
میتان
[سمول]میتان د ډبرو سکرو، طبیعي ګاز او تېلو د تولید او لېږد په جریان کې خپرېږي. د دې تر څنګ میتان د مالدارۍ او نورو کرنیزو فعالیتونو د عضوي ضایعاتو د تجزیې له امله هم خپرېږي.[۱۰]
نایتروجن اکسایډ
[سمول]نایتروجن اکسایډ د کاربن ډای اکسایډ په نسبت ۳۰۰ برابره ډېر اغېزناک دی او اوزون لایه هم تخریبوي. دا چې عمر یې کم دی، د عمر کموالی یې هم ښايي د ځمکې د کرې پر ګرموالي ډېر او چټک اغېز ولري. له دې سره سره، د نایتروجن اکسایډ تر ټولو لویه سرچینه کرنه او په ځانګړي ډول حیواني کود دی چې له دې امله یې کنترولېدل هم سختېږي.[۱۱]
سرچينې
[سمول]- ↑ World of change: Global Temperatures The global mean surface air temperature for the period 1951-1980 was estimated to be 14°C (57°F), with an uncertainty of several tenths of a degree.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ "Climate Change Evidence: How Do We Know?". Climate Change: Vital Signs of the Planet. NASA. کينډۍ:PD-notice
- ↑ "Ocean warming". IUCN (in انګليسي). 2017-11-01. بياځلي په 2020-09-28.
- ↑ "Climate Change: Ocean Heat Content | NOAA Climate.gov". www.climate.gov (in انګليسي). بياځلي په 2020-09-28.
- ↑ US EPA, OAR (2016-06-27). "Climate Change Indicators: Sea Surface Temperature". US EPA (in انګليسي). بياځلي په 2020-10-11.
{{cite web}}
: CS1 maint: url-status (link) - ↑ "Climate Change Evidence: How Do We Know?". Climate Change: Vital Signs of the Planet. NASA. کينډۍ:PD-notice
- ↑ Glick, Daniel. "The Big Thaw".
{{cite web}}
: CS1 maint: url-status (link) - ↑ Harvey, Chelsea. "Melting Ice Sheets Could Worsen Extreme Weather". Scientific American (in انګليسي). بياځلي په 2020-11-10.
{{cite web}}
: CS1 maint: url-status (link) - ↑ "The Causes of Climate Change". Climate Change: Vital Signs of the Planet. بياځلي په 2020-10-22.
{{cite web}}
: CS1 maint: url-status (link) - ↑ US EPA, OAR (2015-12-23). "Overview of Greenhouse Gases". US EPA (in انګليسي). بياځلي په 2020-10-22.
{{cite web}}
: CS1 maint: url-status (link) - ↑ "What Is Nitrous Oxide and Why Is It a Climate Threat?". InsideClimate News (in American English). 2019-09-11. بياځلي په 2020-10-22.
{{cite web}}
: CS1 maint: url-status (link)