د پیسو نړیوال صندق

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د پیسو نړیوال صندق
Coat of arms
لنډ نومIMF
جوړښت27 ډسمبر 1945
ډولInternational financial institution
مقصدPromote international monetary cooperation, facilitate international trade, foster sustainable economic growth, make resources available to members experiencing balance of payments difficulties[۱]
مرکزWashington, D.C., United States
کوارډينېټونه۳۸°۵۳′۵۶٫۴۲″ شمال ۷۷°۲′۳۹٫۲۱″ لویدیځ / 38.8990056°شمال 77.0442250°لويديځ / 38.8990056; -77.0442250
سيمه
نړیوال
غړي توب189 هېوادونه
سرکاري ژبه
English[۲]
Managing Director
Christine Lagarde
مهمه برخه
Board of governors
بنیادي تنظیم
United Nations[۳]
کارګره ډله2,600[۱]
وېبپانهwww.imf.org

د پیسو نړیوال صندق انګلیسي: International Monetary Fund یا IMF یو نړیوال سازمان دي چې په ۱۹۴۵ میلادي کال یې بنسټ په امریکې کې کیښودل شو چې اوس 189 غړي لري. ددې صندق موخې په مختلفو جهتونو کې شتون لري یعنې د نړیوالې پولي همکارۍ پیاوړتیا، مالي ثبات ساتنه، نړیواله سوداگري اسانول، کار او اشتغال کچه لوړول، باثباته اقتصادي پرمختگ رامنځ ته کول او د نړۍ په سطح د غربت کچه راټیټول.

د صندق دندې[سمول]

د دولتونو اقتصادي، مالي او پولي سیاستونو جوړونه او ارزونه ، د تسهیلاتو ( پور ) ورکړه. کله چې د تادیاتو بیلانس توازن موجود نه وي، د غړي هیواد د اړتیا او غوښتنې په اساس لازم تسهیلاتو ( پور ) ورکول کیږي خو شرایط لري. متقاضي هیواد باید د صندق غوښتنې او شرایط ومني او کړنې د صندق د شرایطو په اساس عیارې کړي او ددې ترڅنگ دریېمه دنده یې تخنیکي او فني مرستې او روزنیز پروگرامونه د دولتونو مرکزي بانکونو او اړونده ادارو ته دي. ددې په خواکې، ځینې نورې اهمې دندې هم پرمخ وړي. د مالي او پولي ثبات او پرمختگ لپاره لازمې مشورې او توصې کول، له اړونده چارو څارنه کول، د اړونده مقرراتو او بانکي ساختارونو بیا کتنه او سمون، د ارزي عملیاتو سمبالښت او د تادیاتو د سیستمونو سمون او پرمختگ او هم په مالي نظام کې د سیستمونو ملاتړ او داسې توصې وړاندې کول ترڅو مالیاتي او گمرکي امور، بودجه جوړونه، د مخارجو مدیریت او د کورنیو او بهرنیو قرضو سمبالښت او په ټوله کې د اقتصادي او مالې قوانینو او طرحو سمون او ترتیب د پیسو د نړیوال صندق بنسټیزې دندې او موخې دي. ددې چارو پر مخ بیولو کې، د پیسو نړیوال صندق د دولتونو په چارو کې لاسوهنه کوي او د واکمنۍ د نقض سبب گرځي. د بیلگې په توگه، دا صندق د پیسو د تبادلې رژیمونه ټاکي. د اساس نامې پر بنسټ یې، Floating Regime منلی دی چي د بازار د قووتونو له لوري ټاکل کیږي او غړو هیوادونو دا ورسره منلي دي که کوم تغیر په کې راوړي د صندق خوښه او سلا به مني او هم د پولي سیاستونو په ابزارو کې گوتې وهي یعنې که معین مبلغ ډالر لیلامیږي ترڅو د ملي پیسو ارزښت وساتل شي، د پیسو مبلغ چې باید لیلام شي، د صندق له خوا ټاکل کیږي.

شرایط او توصې[سمول]

د پیسو د نړیوال صندق شرایط او توصې په مختلفو برخو سرخي لکه دولتونه باید مصارف کم کړي او په عام المنفع پروژو ډېره پانگونه ونه کړي، د لیبرال سوداگرۍ اصول او پرنسیپ باید ومنل شي، بهرنۍ مستقیمې پانگې اچونې ته لاره پرانستل شي، د قیموتونو کنټرول له منځه ولاړ شي او د حکومت له لوري سبسایډي موجوده نه وي، دولتي تصدۍ باید خصوصي شي او ښه حکومتوالي رامنځ ته شي او د فساد پر وړاندې مبارزه وشي او دې ته ورته نور شرایط لري چې غړي دولتونه او د مرستو متقاضي هیوادونه اړ دي چې دا شرایط و مني. د پیسو نړیوال صندق د غړو هیوادونو په سهم روان دی. د یو دولت چې څومره سهم وي په هماغه اندازه یې رایه وي. د امریکا متحده ایالات ډېر سهم لري ځکه خو یې تصامیم هم منل کیږي خو له اروپايي ټولنې سره داسې یو غیر رسمي تفاهم شته چې د صندق مشري اروپا وکړي او د نړیوال بانک مشر امریکايي واوسي.

نور ولولئ[سمول]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱
  2. Boughton 2001, p. 7 n.5.
  3. "Factsheet: The IMF and the World Bank". IMF. 21 September 2015. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)

بهرنۍ تړنې[سمول]

کينډۍ:Trade کينډۍ:Central banks کينډۍ:International organizations کينډۍ:United Nations کينډۍ:Economics