د پيراميدن د چورلکې ناستځای

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د پيراميدن د چورلکې ناستځای
د پيراميدن د چورلکې ناستځای
د پيراميدن د چورلکې ناستځای

آی‌اِی‌ټي‌اِیاي‌كاو: ENPY  د (P239) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لنډیز
کاروونکي اﺭکتيکګول   د (P137) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هیواد ناروې   د (P17) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوړوالی ٢ متره (د سمندر څخه)
کورډېناټونه ۷۸°۴۱′۰۰″شمال ۱۶°۲۴′۰۰″ختیځ / 78.6833°شمال 16.4°ختيځ / 78.6833; 16.4   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نقشه
Map

د پيراميدن د چورلکې ناستځای ( ناروېژي: Pyramiden helikopterhavn) یو چورلک ځایناستی دی چې د سوالبرد په پيراميدن سيمه کې موقعیت لري. ددغه هوايي ډګر چارسمبالی او څښتن د آرکټيکوګل شرکت دی، د همدې شرکت ښار څښتن هم همدغه شرکت دی.

دا هوايي ډګر يوه ځغاست لیکه لري، چي اوږدوالی يې ٩٠ متره او پلنوالی ۴۰ متره دی، نوموړی سړک بشپړ پوخ نه بلکې يوازې جغل دي. دا هوايي ډګر همدارنګه د ٣ طيارو د پارکينګ وړتیا لري. الوتنې د Spark+ لخوا ترسره کیږي، او ددې لپاره دوی ۲ ميل می ۸ چورلکې کاروي.

د Spark+ ميل می ۸ الوتکه د پيراميدن د چورلکې د ناستځای په دباندې برخه کي

ددې ځای څخه د بارینتسبورګ د چورلکې ناستځای، هروددن او د سوالبرد هوايي ډګر، لانګیر ته پروازونه ترسره کېږي. دا الوتنې کوم ځانګړی وخت نه لري، او وخت ناوخته ترسره کېږي.

دا هم وګورئ[سمول]

سرچينې[سمول]