د پولنډي ملت پر ضد د نازيانو جنايات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پر پولنډ د يرغل پر مهال د نازي المان او محوري مرستندويه قدرتونو له خوا د پولنډي ملت پر ضد جنايتونو کې، په دویمه نړیواله جګړه کې او وروسته د پولنډ د نيولو پر مهال د مرستندويه لواء ګانو سره يوځای، د پولنډ د ميليونونه خلکو نسل وژنه، په ځانګړي ډول د يهودي پولنډيانو منظمه ټولوژنه شامله وه. دا ډله ييزې وژنې د نازيانو له خوا د نورو پلانونو په ګډون پلې شوې، کوم چې د دوی د توکميزو تيوريانو پر بنسټ توجيه کړای شوې وې، کومو چې پولنډيان او نور سلاويان او په ځانګړي ډول يهوديان  له توکميزه اړخه غېر اريايي او کمتر بلل.[۱][۲]

تر 1942ز کال پورې، نازيانو د المانيانو له خوا په اشغال شوې اروپا کې د هر يهودي د وژلو پلان پلې کاوه، او همدا راز يې پلانونه جوړ کړي وو، تر څو د ډله ييزې وژنې، توکميزې تصفيې، مريي کولو او د جبري کار له لارې له منځه وړلو، او په الماني هويت کې د هغو پولنډي لږکيو په ضم کولو سره چې له توکميز اړخه ارزښتمن بلل کېدل، د پولنډيانو شمېر کم کړي. د دويمې نړیوالې جګړې پر مهال، نه يوازې دا چې المانيانو ميليونونه پولنډيان ووژل، بلکې د جبري تبعيد له لارې يې له توکميزه اړخه ميليونونه نور تصفيه هم کړل، تر څو د الماني مېشتېدونکو لپاره ځای پيدا کړي. د پولنډ د «National Remembrance» انستيتيوت په وينا، په دې اقداماتو کې له 2.7 څخه تر درې ميلیونه پورې پولنډي يهوديانو او 1.8 څخه تر 2.77 ميليونه پورې توکميز پولنډيانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. په پولنډ کې د المان د نېواک تګلارې په اروپا کې د نسل وژنې په توګه پېژندل کېږي، چې په لوېديځو اروپايي هېوادونو کې د نازيانو د ظلمونو په پرتله د ډېر لوړې مړينې په ځانګړتيا سره پېژندل کېږي.[۳][۴][۵][۶]

د المان د حکومت استعماري پلان چې د «Generalplan Ost» (GPO) په نوم پېژندل کېږي، د ټولوژنې تګلارې، له 1939 څخه تر 1945ز کال پورې د جنګي جنايتونو او انسانيت پر وړاندې د جنايتونو يوه لومړۍ طرحه وه چې د پولنډي ملت پر ضد تر سره شوه. د نازي د جامعې طرحې تر مخې په پولنډ کې شا اوخوا 85 سلنه (له 20 ميليونه څخه زيات) د توکميزو پولنډيانو محروميت او په پراخه کچه وژل شامل وو، پاتې پنځلس سلنه يې د مريانو په مزدورانو بدل کړل. په داسې حال کې چې د لوږې پلان او GPO وروستۍ موخې د تل لپاره د نازي حکومت له خوا پلې کېدې، ويې نه شول کولای چې په دويمه نړيواله جګړه کې د المان د ماتې له امله دا پروګرامونه بشپړ کړي. په 2000ز کال کې، د پولنډ د پارلمان د يو قانون په مټ، د نازي المان او شوروي اتحاد له خوا په پولنډ کې د دويمې نړيوالې جګړې د جنايتونو په اړه د پوهې لېږدول د National Remembrance انسيټيټيوټ ته وسپارل شول.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د پولنډ پر ضد د جګړې له پيل راهيسې، المان د اډولف هټلر د پلان د پلې کولو نيت درلود، چې د Mein Kampf په نوم د نوموړي په کتاب کې ترتيب شوی و، تر څو د المان نېواکګر په پراخه کچه د مېشتېدو لپاره په ختيځ کې "د اوسېدو ځای" (الماني: Lebensraum) تر لاسه کړای شي. د هټلر پلان له نازي توکميزو نظرياتو سره د کلاسيکي امپرياليزم سره تړل شوی و. د «Obersalzberg» په وينا کې چې د 1939ز کال د اګست د مياشتې په دوه ويشتمه تر سره شوې وه، پر پولنډ له يرغل څخه لږ مخکې، هټلر خپلو قوماندانانو ته "له وېرې او رحم پرته، د پولندي توکم يا ژبې د ټولو نارينه، مېرمنو او ماشومانو" د وژلو څرګنده اجازه ورکړه.[۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۷]

د پولنډ د خلکو پر ضد په منظم ډول توکميزه تصفيه تر سره کېده. د 1939ز کال د سپتمبر په اومه نېټه، د Sicherheitsdienst رئیس «Reinhard Heydrich» وويل چې ټول پولنډي اشراف، پادریان او يهوديان به وژل کېږي. د سپتمبر په دولسمه نېټه، د Wehrmacht لوی درستيز «Wilhelm Keitel» د پولنډ روښانفکران هم په دې نوملړ کې شامل کړل. د 1940ز کال د مارچ په پنځلسمه نېټه، د SS رئيس «Heinrich Himmler» وويل: "زموږ په پوځي صنعتي کمپلکس کې به د ټولو پولنډي پوهانو څخه ګټه واخيستل شي. وروسته به ټول پولنډيان له دې نړۍ ورک شي. اړينه ده چې د لوی المان ټولنه د ټولو پولنډيانو ختمول خپل مهم کار وبولي". د 1940ز کال په پای سره، هټلر "د پولنډ د ټولو مخکښو عناصرو" د ختمولو پلان تاييد کړ.[۱۶][۱۷]

د 1939ز کال د سپتمبر بريد[سمول]

د جګړې د پيل کېدو څخه د یو کال څخه هم له کمې مودې مخکې، د 1938ز کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه، المانی پوځ د ميونخ د تړون سره سم «Sudetenland» ته داخل شو. دا عملیات د اکتوبر تر لسمې نېټې بشپړ شول. دوه اونۍ وروسته، د 1938ز کال د اکتوبر په څلور ويشتمه نېټه، Ribbentrop د پولنډ سفير Berchtesgaden احضار کړ، او هغه ته يې د پولنډ د دهليز او «Free City of Danzig» په اړوند د هټلر «Gesamtlösung» وړاندې کړ. سفير Lipski رد کړ. درې ورځې وروسته، له نازي المان څخه د پولنډي اتباعو لومړی ډله ييز تبعيد پيل شو. دا د هغو يهوديانو انخلاء وه، څوک چې د پولنډ پاسپورټونو په لرلو سره په المان کې مېشت شوي وو. د 1938ز کال د نومبر په 9-10 نېټه، د Kristallnacht بريد د SA د نيمه ځواکونو له خوا تر سره شو؛ د پولنډ تابعيت لرونکي زرګونه يهوديان ونيول شول او د اورګاډي په مټ د پولنډ پولې او نازي توقيفي پنډغالو ته واستول شول. په دې راټولولو کې 2000 توکميز پولنډيان شامل وو چې هلته اوسېدل او کار يې کاوه.[۱۸][۱۹][۲۰]

همدا راز، پر يولنډ له يرغل مخکې، نازيانو په دويم پولنډي جمهوريت کې د اوسېدونکو الماني لږکيو په مرسته له61000 څخه زياتو پولنډي اهدافو (چې ډيری يې ملکيان وو) د پېژندګلو يو تفصيلي نوملړ چمتو کړی و. دا نوملړ په پټ ډول د 192 پاڼو لرونکي کتاب په ډول چاپ شوی و، کوم چې د «Sonderfahndungsbuch Polen» (د تعقيب ځاکړی کتاب-پولنډ) په نوم پېژندل کېدو، او يوازې نومونه او د زېږېدو نېټې پکې ليکل شوې وې. په دې کې سياتوال، پوهان، اداکاران، ډاکټران، وکيلان، اشراف، پادريان، افسران او ګڼ نور شامل وو – چې دا د Selbstschutz د جلادانو له مرستې برخمن د  SS نيمه پوځي مرګ د ډلګيو د له منځه وړلو د وسيلې وسيلې په توګه و. د دويمې نړيوالې جګړې Einsatzgruppen د يرغل پر مهال د SS له خوا جوړ شوي وو. دوی د هغو خلکو د وژلو د ډلو لپاره د لومړيو ليکو شاته ګومارل شوي وو، کوم چې د دوی د ټولنيز حيثيت له امله د المانيانو پر ضد د مقاومت د هڅو د ملاتړ وړتيا لرونکو په توګه بلل کېدل. د مرګ د ګرځنده ډلو په مټ بې توپيره وژنو د توجيه د وړاندې کولو لپاره تر ټولو ډېر استعمالېدونکي دروغ په الماني ځواکونو د جوړ شوي بريد (چې تل به يو ډول وه) ادعا وه.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

په ټوليز ډول، د 1939ز کال د سپتمبر د يوې مياشتې د بريد په اوږدو کې نږدې 150000 څخه تر 200000 پورې پولنډيان ووژل شول، د يرغلګرو ځواکونو له خوا ملکي وګړي په بې توپیره ډول او اکثره په قصدي ډول په نښه کېدل. د Luftwaffe تروريستي بمباريو په عملياتو کې له 100000 څخه زیات پولنډيان ووژل شول، لکه په Wieluń کې. په هغو ښارګوټو په پراخه کچه هوايي بريدونه وشول، کومو کې چې هېڅ پوځي ودانۍ نه وې. له Lublin سره نږدې، د Frampol پر ښارګوټي د Luftwaffe د بمبارۍ د تکتيک د ازمايښتي مضمون په توګه سختې بمبارۍ تر سره شوې؛ او د غوره کېدو لامل يې د هغې د سرکونو شبکه يي طرحه او په اسانۍ سره پېژندل کېدونکي د ښار مرکزي تالار و. Frampol په اويا ټنه بارودو په نښه شو، کوم چې تر 90٪ پورې ودانۍ ويجاړې کړې او نيمايي استوګن يې ووژل. د تښتېدونکو کډوالو په ليکو د الماني جنګي او غواصي بم غورځونکو الوتکو په مټ په منظم ډول بريد وشو.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

د جګړې په پيل کې چې په کومو پولنډي ښارونو او ښارګوټو بمباريانې شوې په هغې کې دا شامل وو: Brodnica, Bydgoszcz, Chełm, Ciechanów, Częstochowa, Grodno, Grudziądz, Gdynia, Janów, Jasło, Katowice, Kielce, Kowel, Kraków, Kutno, Lublin, Lwów, Olkusz, Piotrków, Płock, Płońsk, Poznań, Puck, Radom, Radomsko, Sulejów, Warsaw, Wieluń, Wilno,  او  Zamoś. په ځانګړي ډول وارسا ته د هوايي بمبارۍ او توپونو د مرميو له خوا په شريکه سخت زيان ورسېد، کومو چې د دې تاریخي مرکز ډېره برخه په ويرانه بدله کړه، په داسې حال چې له 60000 څخه زیات تلفات پکې ورسېدل.[۳۲][۳۳][۲۵][۳۴][۳۵][۳۶]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Gushee 2012، صص. 313–314.
  2. Kulesza 2004، PDF, p. 29.
  3. "Poland | www.yadvashem.org". poland-historical-background.html (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  4. "Project InPosterum: Poland WWII Casualties". www.projectinposterum.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Timothy Snyder, Bloodlands: Europe between Hitler and Stalin, New York, Basic Books, 2010, pp. 411–12, 416
  6. Kiernan, Ben; Lower, Wendy; Naimark, Norman; Straus, Scott, المحررون (2023). "15: The Nazis and the Slavs - Poles and Soviet Prisoners of War". The Cambridge World History of Genocide. 3: Genocide in the Contemporary Era, 1914–2020. Cambridge University Press. doi:10.1017/9781108767118. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-108-48707-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Kulesza 2004.
  8. "Generalplan Ost (General Plan East). The Nazi evolution in German foreign policy. Documentary sources". Versions of the GPO. Alexandria, VA: World Future Fund. 2003. Resources: Janusz Gumkowski and Kazimierz Leszczynski, Hitler's Plans for Eastern Europe. Ibid. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Timothy Snyder, Bloodlands: Europe between Hitler and Stalin, New York, Basic Books, 2010, pp. 416
  10. IPN 2013، صص. 5, 21، Guide.
  11. Tismaneanu, Vladimir; Iacob, Bogdan (2015). Remembrance, History, and Justice: Coming to Terms with Traumatic Pasts in Democratic Societies. Central European University Press. د کتاب پاڼې 243. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-963-386-092-2. In April 1991, the Polish Parliament changed a statute in force since 1945 about the Main Commission for the Investigation of Nazi Crimes in Poland. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) – "More important than the change of the name was that the activity of the [earlier] commission was... totally controlled by the communists." Jerzy Halbersztadt (31 December 1995). "Main Crimes Commission in Poland". H-Net Humanities and Social Sciences Online (Email list). د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Rs
  12. Janusz Gumkowski and Kazimierz Leszczynski, "Hitler's War; Hitler's Plans for Eastern Europe", 1961, in Poland under Nazi Occupation, Polonia Publishing House, Warsaw, pp. 7–33, 164–78.
  13. Lukas, Richard C. (2013). Out of the Inferno: Poles Remember the Holocaust. University Press of Kentucky. د کتاب پاڼې 2. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8131-3043-9. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Jan Moor-Jankowski (2013). "Poland's Holocaust: Non-Jewish Poles during World War II". Polish American Congress. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ اگسټ ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Gordon 1984، ص. 100.
  16. Piotrowski 2007، p. 23. See also: Europa für Bürger original in the German language — Script error: The function "lang" does not exist..
  17. Piotrowski 2007، ص. 23.
  18. Janusz Osica (10 February 1998), Żądania Hitlera wobec Polski, październik 1938 – marzec 1939. Historia. PolskieRadio.pl.
  19. Jan Moor-Jankowski (2013). "Poland's Holocaust: Non-Jewish Poles during World War II". Polish American Congress. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ اگسټ ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Yad Vashem (2014), Nazi Germany and the Jews 1933–1939, د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ نومبر ۲۰۱۱ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۱۶ نومبر ۲۰۱۷ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة). Also in: Gilbert, Martin (2002). The Routledge Atlas of the Holocaust. Psychology Press. د کتاب پاڼي 25–27. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-415-28146-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Sląska Biblioteka Cyfrowa (2013). "Digital version of the Sonderfahndungsbuch Polen" [Special Prosecution Book-Poland]. Katowice, Poland: Silesian Digital Library. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Browning, Christopher R. (2007). "Poland, laboratory of racial policy". The Origins of the Final Solution: The Evolution of Nazi Jewish Policy September 1939 – March 1942. U of Nebraska Press. د کتاب پاڼي 31–34. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8032-5979-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Holocaust Timeline. The History Place.
  24. Crowe, David M. (2007). Einsatzgruppen in Poland. Oskar Schindler: The Untold Account of His Life, Wartime Activities, and the True Story Behind the List. Basic Books. د کتاب پاڼې 71. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-465-00849-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ Ministry of Information 1941، ص. 10.
  26. (په 29 August 2008 باندې). Wielun, czwarta czterdziesci. Onet.
  27. Bruno Coppieters, N. Fotion, eds. (2002) Moral constraints on war: principles and cases, Lexington Books, p 74.
  28. Dariusz Tyminski; Grzegorz Slizewski (8 August 1998). "Poland 1939 – The Diary of the Luftwaffe Atrocities". WW II Ace Stories. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ اگسټ ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Davies, N (2009) Europe at War 1939–1945: No Simple Victory, Pan Macmillan, P297
  30. Hempel, Andrew (2000). Poland in World War II: An Illustrated Military History. Hippocrene Books. د کتاب پاڼې 14. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7818-0758-6. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Piotrowski 2007، ص. 301.
  32. Norman Davies (1986) God's Playground Volume II, Oxford University Press, کينډۍ:ISBN. Page 437.
  33. Cyprian 1961، ص. 63.
  34. O.Halecki A History of Poland Routledge & Kegan, 1983 کينډۍ:ISBN Page 310
  35. Datner، Gumkowski او Leszczynski 1962، ص. 18.
  36. Gilbert 1986، ص. 85.