د پرتګال تاریخ
د پرتګال تاریخ د شاوخوا ۴۰۰.۰۰۰ کاله نه مخکې ارزول کېدای شي، یعنې له کله چې د اوسني پرتګال سیمه د هایدلبرګینسیس انسان په وسیله د استوګنې وړ شوې وه.
له میلاد نه مخکې درېیمه پیړۍ کې د رومیانو یرغل څو پیړۍ دوام وکړ، چې په سویل کې د لوسیتانیا او په شمال کې یې د ګالاسیا رومي سیمې ونیولې. د روم له سقوط وروسته د تیارې دورې په لړ کې الماني ټبرونو د پنځمې او اتمې پیړیو ترمنځ دا سیمه کنترول کړه، چې د براګا په مرکزیت سوئیبي سلطنت او دغه راز په سویل کې د ویزیګوتیک سلطنت هم په کې شامل و. د اسلامي اموي خلافت په وسیله د ۷۱۱ ـ ۷۱۶ ز کلونو یرغل د ویزیګوت سلطنت فتح کړ او د اندلس اسلامي دولت یې تاسیس کړ، چې په تدریجي توګه د ایبیریا له لارې یې پرمختګ وکړ. په ۱۰۹۵ز کال کې پرتګال د ګالیشیا له سلطنت نه جلا شو. د هنري زوی افونسو هینریکز په ۱۱۳۹ز کال کې ځان د پرتګال پاچا اعلان کړ. الګارو په ۱۲۴۹ز کال کې د بېړیو (Moors) له لارې فتح شو او په ۱۲۵۵ز کال کې لیزبون د پرتګال پلازمینه شو. له هغه وخته تر ننه پورې د پرتګال ځمګنۍ پولې تقریباً ټولې بې بدلونه پاتې دي. د پاچا لومړي جان د واکمنۍ پر مهال پرتګاليانو په ۱۳۸۵ز کال کې د تخت او واک پر سر جګړه کې کاستیلیانو ته ماتې ورکړه او له انګلستان سره یې (په ۱۳۸۶ز کال کې د ویندسر تړون له مخې) سیاسي اتحاد رامنځته کړ.
د منځنیو پېړیو په وروستیو کې، په ۱۵ او ۱۶ز پېړیو کې پرتګال د اروپا د «د اکتشافاتو زمانې» په لړ کې د یو نړیوال ځواک مقام ته ورسید، ځکه چې یوه پراخه سترواکي یې جوړه کړه. د نظامي زوال نښې یې په ۱۵۷۸ز کال کې په مراکش کې د الکاسر کویبیر له جګړې او دغه راز په ۱۵۸۸ز کال کې د هسپانیایي بېړیو په وسیله د انګستان د سوبې په موخه د هسپانیې له هڅو سره پیل شوې. پرتګال هغه مهال له هسپانیا سره په یوه سلطنتي اتحادیه کې یوځای و، اوهسپانوي بیړیو سره یې د ځینو کښتیو مرسته کړې وه. نورې ماتې یې د ۱۷۵۵ز کال په زلزله کې د ډېریو برخې ویجاړېدل، د ناپلیون د جګړو په لړ کې اشغال او په ۱۸۲۲ز کال کې یې د تر ټولې لویې مستعمرې یعنې برازیل له لاسه ورکولو اړوند موارد دي. د ۱۹مې ز پېړۍ له نیمایي نه د ۱۹۵۰ز لسیزې تر وروستیو پورې، نږدې دوه میلیونه پرتګالیانو پرتګال پریښود، چې په برازیل او متحده ایالاتو کې ژوند وکړي. په ۱۹۱۰ ز کال کې یوه انقلاب د پرتګال پاچاهي له منځه یوړه. په ۱۹۲۶ز کال کې یوې نظامي کودتا دیکتاتوري تاسیس کړه، چې دې دیکتاتورۍ په ۱۹۷۴ز کال کې تر یوې بلې کودتا پورې دوام وکړ. د ۱۹۷۴ز کال کودتا په وسیله نوي رامنځته شوي حکومت پراخ ډیموکراتیک اصلاحات رامنځته کړل او په ۱۹۷۵ ز کال کې یې د پرتګال ټولو افریقایي مستعمرو ته خپلواکي ورکړه. پرتګال د ناتو یا د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (NATO)، د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان (OECD) او دغه راز د اروپا د اقتصادي ټولنې (EFTA) له مؤسسینو او اصلي غړو نه دی او دا هېواد په ۱۹۸۶ ز کال کې د اروپا د اقتصادي ټولنې (اوسنۍ اروپایي ټولنه) غړی شو. [۱]
ریښه پېژندنه / د اشتقاق علم
[سمول]د پرتګال کلمه د رومي ـ سلتیکي سیمې له نوم (Portus Cale) نه اخیستل شوې ده. کیل (Cale) یا کیلیچ (Cailleach) د سلتیک د یو خدای نوم او دغه راز د یو لومړني استوګنځي نوم و، چې د دورو سیند (اوسنی Vila Nova de Gaia) په خوا کې پروت و او اتلانتیک سمندر یعنې د اوسني پرتګال شمالي برخې ته بهیږي. له میلاد نه شاوخوا ۲۰۰ کاله مخکې د پیونیکک دویمې جګړې په لړ کې رومیانو له کارتاژینیانو نه د ایبري شبه الجزیره ونیوله او په بهیر کې یې د کیل سیمه فتحه کړه او هغه یې د (Portus Cale یا د کیل بندر) په نامه ونوموله. د منځنیو پیړیو په لړ کې د کیل بندر شاوخوا سیمه د سویبي Suebi او ویزیګوت Visigoths په وسیله د پورتکال Portucale په نامه وپېژندل شو. د پورتکال نوم د ۷مې او ۸مې پېړۍ په لړ کې په پرتګال بدل شو او په ۹مه پېړۍ کې دا اصطلاح په پراخه توګه د Douro او Minho اړوند سیندونو ترمنځ سیمې ته د اشاره کولو لپاره کارول کېده، چې د پرتګال او هسپانیا په شمالي پولو کې بهېدل. په ۱۱مه او ۱۲مه ز پېړیو کې پورتکال لا مخکې د پرتګال په نامه پېژندل کېده. [۲]
د کیل Cale کلمې سپړنه او ریښې پېژندنه یې ښيي، چې کیل د سلتيکي ژبې یو نوم دی، لکه د ډېریو هغو نورو نومونو په څېر چې په دې سیمه کې موندل کیږي. د Cale یا Cala کلمه د «بندر»، «خوله یا مدخل» یا هم «پناهګاه» معنی لري، چې زاړه سلتيکي بندر یا پناهګاه ته اشاره کوي. د پناهګاه یا بندر لپاره د نن ورځې ګیلیکي کلمه لاهم Cala ده. ځینې بیا داسې استدلال کوي، چې دا د Gallaecia یوه برخه ده، چې بیا هم له سلیتیکي ژبې څخه اخیستل شوې ده. بله نظریه بیا ادعا کوي، چې دا د Caladunum له کلمې څخه اخیستل شوې کلمه ده.[۳][۴][۵][۶]
په هر حالت کې د پورتکال په کلمه کې د پورتو بڅرکی د پورتو د بنسټ په توګه کارول کېده، چې د هغه ښار عصري نوم دی، چې د دوورو سمندر په خوا کې د کال د لرغوني ښار په سیمه کې موقعیت لري او پورت د شرابو انګلیسي نوم شو، چې په حقیقت کې د پورتو دورو په سیمه کې تولید کېده؛ خو د پورتو له لارې صادر کېده. د کیل نوم نن ورځ په ګیا (Vila Nova de Gaia) کې منعکس شوی، چې د سیند د سویلي څنډې ښار دی.
لومړنی تاریخ
[سمول]ماقبل التاریخ
[سمول]د اوسني پرتګال سیمه شاوخوا ۴۰۰.۰۰۰ کاله مخکې کله چې د هایدلبرګینسیس انسانان دې سیمې ته ننوتل د استوګنې وه. په پرتګال کې تر ټولو زوړ موندل شوی انساني فوسیل د ارویرا هایدلبرګینسیس (Aroeira 3 H. Heidelbergensis) ۴۰۰.۰۰۰ کلنه کوپړۍ ده، چې په ۲۰۱۴ ز کال کې د ارویرا په سمڅ کې وموندل شوه. نور پخواني انسانان د شمالي ایبیریا په شبه الجزیره کې ګرځیدلي او د استریرا (Estremadura) په کولمبیرا (Nova da Columbeira) سمڅ کې یې یو غاښ موندلی دی. د هوښیار انسان نسل (Homo sapiens sapiens) شاوخوا ۳۵۰۰ کاله وړاندې پرتګال ته ورسید او په چټکۍ سره ټول هېواد کې خپور شو.[۷][۸][۹]
له سلیتیک څخه مخکې هم ځینې قومونه په پرتګال کې اوسیدل، چې د پام وړ کلتوري نښې یې له ځانه پر ځای پرېښي دي. سینیتیانو لیکلې ژبه دود کړه او ګڼ شمېر لیکل شوې ډبرې یې له ځانه پرځای پرېښي چې تر ډېره د پرتګال په سویل کې موندل کیږي.
له میلاد نه دمخه د لومړنۍ زریزې په پیل کې د سېلتیانو څو څپو له مرکزي اروپا نه پر پرتګال برید وکړ او له ځایی خلکو سره یې واده وکړ، ترڅو بېلابېلې قومي او توکمیزې ډلې رامنځته کړي. په عمومۍ توګه پرتګال کې د سېلتیکیانو موجودیت د لرغون پېژندنې او ژبپوهنې اړوندو شواهدو له لارې په پراخه کچه د موندلو وړ دي. دوی د پرتګال په ډېریو شمالي او مرکزي برخو واکمني کوله؛ خو په جنوب کې ونه توانیدل، چې خپل سنګر جوړ کړي، په دې توګه د پرتګال جنوب د روم تر فتحې پورې خپل غیر هندو اروپایي ځانګړتیا وساتله. د پرتګال په سویل کې ځینې کوچني، نیمه دایمي او سوداګریز ساحلي استوګنځایونه هم د فنقي کارتاګینانو په وسیله تاسیس شول.[۱۰]
لرغونی تاریخ
[سمول]ډېری خلک له روم نه دمخه د پرتګال په ایبري شبه الجزیره کې اوسېدل، چې له میلاد نه درېیمه پیړۍ مخکې د رومیانو یرغل پیښ شو او د هسپانیا رومي کېدو څو پیړۍ وخت ونیوه. هغه رومي ایالتونه چې اوسنی پرتګال یې پوښلی دی، لوسیتانیا په جنوب او دغه راز ګالاسیا په شمال کې دي. بېلابېلې رومي سیمې د اوسني پرتګال په شاوخوا کې وېشل شوي دي. ځینې ښاري پاتې شونې لکه کونېمبریګا او میروبریګا سیمې یې ډېرې سترې دي. د جوړښتونو یا انجینرۍ ډېری کارونه لکه حمامونه، معبدونه، پلونه، سړکونه، سرکسونه، تیاترونه او د خلکو کورونه یې په ټول هیواد کې ساتل کیږي. همدارنګه سکې، ډبرین انځور شوي تابوتونه او د کلالي صنعت بېلګې هم بې شمېره دي.
د روم له سقوط وروسته د سویبي سلطنت او د ویزیګوتیک سلطنت د ۵مې او ۸مې پېړیو تر منځ یاده سیمه کنترول کړه.
سرچينې
[سمول]- ↑ "Portugal Seeks Balance of Emigration, Immigration". Migrationinformation.org. 2002-08-09. بياځلي په 2010-08-22.
- ↑ Cale, the mother goddess of the Celtic people, the one who armed with a hammer formed mountains and valleys. She hides in the rocks. She is Mother Nature. Her other name is Cailleach (Gallaecia/Galiza)
- ↑ Charnock, Richard Stephen (1859). Local etymology: a derivative ... – Google Books. بياځلي په 2010-08-22.
- ↑ Pezron, Paul (1706). Celtic Linguistics. ISBN 978-0-415-20479-8. بياځلي په 2010-08-22.
- ↑ Dwelly, William Robertson, Michael Bauer, Edward. "Am Faclair Beag – Scottish Gaelic Dictionary". www.faclair.com. بياځلي په 14 April 2018.
{{cite web}}
: CS1 maint: multiple names: authors list (link) - ↑ Smith, Sir William (1856). Dictionary of Greek and Roman Geography. Walton and Maberly. p. 477. بياځلي په 2010-08-22.
Cale, name Porto greek.
- ↑ "400,000-year-old fossil human cranium is oldest ever found in Portugal". phys.org. بياځلي په 14 April 2018.
- ↑ David Birmingham (2003), p.11
- ↑ (Disney 2009، م. 5)
- ↑ (Disney 2009، م. 15)