د پراګ پسرلی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د پراګ پسرلی
برخه دhistory of Czechoslovakia
Named afterپراګ
ځایچیکوسلواکيا
Point in time۱ی جنوري ۱۹۶۸
OrganizerCommunist Party of Czechoslovakia

د پراګ پسرلی (په چکي کې: Pražské jaro، سلواکي کې: Pražská jar) د چکسلواکي په سوسیالیسټي جمهوریت کې د ډله‌ییز اعتراض او سیاسي آزادونې دوره وه. د ۱۹۶۸م کال د جنوري په ۵مه، کله چې اصلاح غوښتونکی الکسانډر ډوبچک د چکسلواکي کمونیسټ ګوند (KSČ) لومړي منشي په توګه وټاکل شو، پیل شو او د ۱۹۶۸م کال د آګسټ تر ۲۱مې، کله چې د شوروي اتحادیې او د ورشو تړون نورو غړو د اصلاحاتو ځپلو لپاره په دې هېواد برید وکړ، پورې یې دوام وموند.

د پراګ پسرلي اصلاحات په یوه غیر متمرکز اقدام کې د چکسلواکي وګړو لپاره اضافي حقونو ورکړې لپاره ډوبچک قوي هڅې د اقتصاد او ډیموکراټایزېشن برخې وې. ورکړل شوې آزادي ګانو کې په رسنیو، خبرو او سفر کې د محدودیتونو کمېدل شامل وو. له درې ګونو جمهوریتونو جوړ فډراسیون باندې د هېواد وېش په هکله له ملي بحث څخه وروسته، بوهېمیا، موراویا-سیلېسیا او سلواکیا، ډوبچک په دوه؛ یانې د چک سوسیالیسټي جمهوریت او سلواکیا سوسیالیسټي جمهوریت د وېش پرېکړه خوښه کړه. دا دوه ګونی فډراسیون یوازېنی رسمي بدلون وو چې له برید څخه یې ځان روغ وژغوره.[۱]

اصلاحات، په ځانګړې توګه له اداري واک څخه غیرمرکزي کول، د شوروي لخوا استقبال نشوه او شوروي له ماتې خوړلو مذاکراتو څخه وروسته، د ورشو تړون نیم میلیون سرتېري او ټانک یې د دې هېواد اشغال لپاره ولېږل. نیویارک ټایمز ترټولو مډرن او پېچلو وسلو سمبال د شوروي پوځ ۶۵۰۰۰۰ کسانو ته اشاره وکړه. هېواد کې د مهاجرت پراخه څپه رامنځته شوه. په ټول هېواد کې مقاومت پیاوړی شو چې په هغه کې ورورولي لپاره هڅه، د سړکونو ټابلوګانو ویجاړونه، له مقاماتو څخه سرغړونه او نور شامل وو. په داسې حال کې چې د شوروي پوځ وړاندوینه کړې وه چې د څلورو ورځو په اوږدو کې به دا هېواد په خپل واک کې ونیسي، مقاومت د اتو میاشتو لپاره وغځېد ترڅو بلآخره ډیپلوماټیکو مانورونو هغه څخه مخنیوی وکړ. دا د ملکي خلکو پر بنسټ د دفاع یوه لویه بېلګه شوه؛ له تاوتریخوالي ډک ناڅاپي عملونه او ګڼې اعتراضي ځان وژنې له ځان سوځونې (ترټولو نامتو یې د یان پالاچ وه) سره ترسره شوې، خو نظامي مقاومت ترسره نشو. چکسلواکي تر ۱۹۸۹م کاله د شوروي اتحاد تر کنټرول لاندې پاتې شو، ترهغو چې د مخمل انقلاب په سوله‌ییز ډول کمونیسټي رژیم ته پای ټکی کېښود. د شوروي وروستني سرتېرو په ۱۹۹۱م کال کې دا هېواد پرېښود.[۲]

له برید وروسته، چکسلواکي یوې دورې ته د ننه شوه چې د عادي سازي (په چکي کې:normalizace ، سلواکي کې: normalizácia) په توګه پېژندل کېږي، چې په هغه کې نویو رهبرانو هڅه وکړه ترڅو هغه سیاسي او اقتصادي ارزښتونه چې له ډوبچک مخکې په KSČ حاکم وو، بېرته راژوندي کړي. ګوسټاو هوساک چې د لومړي منشي په توګه د ډوبچک ځای ناستی شو او همدارنګه ولسمشر شو، کابو ټول اصلاحات برعکس کړل. د پراګ پسرلي موسیقي او ادبیات وهڅول چې په هغو کې د واسلاو هاول، کارل هوسا، کارل کرېل او میلان کوندېرا ناول؛ د نه زغملو وړ رڼا؛ شامل وو.

پس منظر[سمول]

د بې سټالینه کولو پروسه په چکسلواکي کې د آنټونین نووټني په رهبرۍ د ۱۹۵۰مې لسیزې په وروستیو او ۱۹۶۰مې لسیزې په لومړیو کې پیل شوې وه، خو د ختیځ بلوک ډېری نورو هېوادونو په پرتله ورو مخته تللې وه. د نیکیتا خروشچف رهبرۍ وروسته، نووتني د سوسیالیزم بشپړېدل اعلان کل او د نوي اساسي قانون په اساس یې د چکسلواکي سوسیالیسټي جمهوریت نوم ومانه. په هرحال، د بدلونونو سرعت ورو وو؛ د سټالین دورې قربانیانانو بیارغونه، لکه هغه کسان چې د اسلانسکي په محکمو کې محکوم شول، کېدای شي د ۱۹۶۳م کال په لومړیو کې په پام کې نیول شوي وي، خو تر ۱۹۶۷م کاله ترسره نشول.[۳][۴][۵]

د ۱۹۶۰مې لسیزې په لومړیو کې، چکسلواکي له اقتصادي ناورین سره مخ شو. د چکسلواکي په هکله د شوروي د صنعتي کېدو موډل ضعیفه کارونه لرله ځکه چې دا هېواد له دوهمې نړیوالې جګړې مخکې په بشپړ ډول صنعتي وو او د شوروي موډل په عمده توګه هغه اقتصادونه په بر کې نیول چې لږ وده یې کړې وي. د اقتصاد بیارغونې لپاره د نووتني هڅه، د ۱۹۶۵م کال نوی اقتصادي موډل، د سیاسي اصلاحاتو لپاره د تقاضا د زیاتوالي لامل هم شو.[۶][۷]

د ۱۹۶۳م کال لیبلیس کنفرانس[سمول]

د ۱۹۶۳م کال په مې کې، ځینو روڼ اندو مارکسیسټانو د لیبلیس کنفرانس تنظیم کړ چې په هغه کې د فرانټس کافکا ژوند تر بحث لاندې ونیول شو، چې د چکسلواکي د ډیموکراټیک کېدو د پیل نښه وه چې بلآخره په ۱۹۶۸م کال کې د سیاسي ازادۍ یوې دورې، پراګ پسرلي، رامنځته کېدو لامل شوه. دا کنفرانس ځانګړی وو، ځکه چې له شدید انتقاد وروسته په ختیځ بلوک کې د کافکا د بیا رغونې سمبول وو، د رژیم پر نسبي بیا پیلېدو او د سانسور د کمېدو باندې یې اغیزه پرېښوده. همدارنګه کنفرانس ته د ختیځ بلوک ټولو هېوادونو استازو په بلنې سره، نړیواله اغیزه لرله؛ یوازې شوروي اتحاد هیڅ استازی نه وو رالېږلی. دې کنفرانس انقلابي اغیزه لرله او اصلاحاتو لپاره یې لاره هواره کړه او کافکا یې د چکسلواکي د هنري او فکري آزادۍ د رنسانس په سمبول بدل کړ.[۸]

د ۱۹۶۷م کال لیکوالانو کانګرس[سمول]

لکه څنګه چې سخت رژیم خپل قوانین را کم کړل، د چکسلواکي د لیکوالانو اتحادیې (Cs: Svaz československých spisovatelů) په احتیاط سره په نارضایتۍ پیل وکړ. په Literární noviny، د اتحادیې پخوانۍ کمونیسټي اوونیزه، کې غړو سپارښتنه وکړه چې ادبیات باید د ګوند عقیدې څخه خپلواک وي.[۹]

د ۱۹۶۷م کال په جون کې، له راډیکاله سوسیالیسټانو سره د اتحادیې یوه کوچنۍ برخه، په ځانګړې توګه لوډویک واکولیک، میلان کونډرا، یان پروچازکا، آنټونین یاروسلاو لیهم، پاول کوهوټ او ایوان کلیما همدردي وکړه.[۹]

څو میاشتې وروسته، د ګوند رهبرانو په جلسه کې، پرېکړه وشوه چې د هغو لیکوالانو په وړاندې دې اداري اقدام وشي چې په ښکاره ډول یې خپل ملاتړ له اصلاحاتو څخه ښکاره کاوه. له هغه ځایه چې د اتحادیې یوه کوچنۍ ډله داسې باورونه درلودل، پاتې غړي د خپلو همکارانو تنبیه لپاره د باور وړ وګرځېدل.[۹]

پر Literární noviny او څو نورو لیکونکو کنټرول د کلتور وزارت ته ولېږدول شو او ان د ګوند ځینې رهبران چې وروسته په اصلي اصلاح غوښتونکو بدل شول – له هغې جملې څخه دوبچیک – دا اقدامات تایید کړل.[۹]

د ډوبچیک واک ته رسېدل[سمول]

په داسې حال کې چې ولسمشر آنټونین نووټني د خپل ملاتړ د له لاسه ورکولو په حال کې وو، الکسانډر ډوبچیک، د سلواکیا د کمونیسټ ګوند لومړی منشي، او اوتا شیک، اقتصادپوه، د ګوند مرکزي کمیټې په جلسه کې هغه وننګاوه. وروسسته بیا نووټني، د هغه کال په ډسمبر کې د شوروي اتحاد کمونیسټ ګوند عمومي مشر، لئونیډ برژنیف، پراګ ته راوبله او د ملاتړ په لټه کې وو. په هرحال، برژنیف له نووټني سره د پراخ مخالفت په لیدو حیران شو او له همدې کبله یې د هغه له لرې کېدو یې ملاتړ وکړ. د ۱۹۶۸م کال د جنوري په ۵مه ډوبچک د لومړي وزیر په توګه د نووټني ځای ناستی شو. د مارچ په ۲۲مه نووټني استعفا ورکړه او لوډویک سوبوډا د هغه ځای ناستی شو چې وروسته یې له اصلاحاتو سره توافق وکړ.[۱۰][۱۱][۱۲]

ادبي لړلیک (Literární listy)[سمول]

د بدلون لومړنۍ نښې لږ وې. د KSČ رهبرۍ هیات له غړي، جوزف سمرکوفسکي سره په مرکه کې چې د Rudé Právo ګوند په مجله کې د «هغه څه چې راتلونکي دي» په نوم خپره شوه، هغه ټینګار درلود چې د جنورۍ پلنوم کې د ډوبچیک ټاکل کېدل د سوسیالیزم موخو او د ګوند کارګر طبقې ماهیت ساتنې سره مرسته کوي.[۱۳]

په هرحال، واک ته د ډوبچیک تر رسېدو سمدستي وروسته، څېړونکي اډوارډ ګولډسټکر، د چکسلواکي د لیکوالانو اتحادیې مشر چې وروسته بیا د Literární خپرندویې، چې د نووټني په وخت کې د ګوند د وفادارانو څخه ډک وو، عمومي مشر شو. ګولډسټکر د رسنیو آزادۍ ته د ډوبچیک د ژمنې سرحدونه هغه وخت چې د فبروري په ۴مه په یوه ټلویزیوني مرکه کې د اتحادیې نوي رئیس په توګه څرګند شو، آزمېښت کړل. د مرکې په اوږدو کې هغه په ښکاره توګه له نووټني څخه نیوکه وکړه او د نووټني ټول پخواني سیاستونه چې رپوټ شوي نه وو یې افشا کړل او توضیح یې کړه چې هغو سیاستونو څنګه د چکسلواکي له پرمختګ څخه مخنیوی کوي.[۱۴][۱۵][۱۶]

ګولډسټکر هیڅ عواقب ونه زغمل، برعکس ډوبچیک د رسنیو، دولت او وګړو په منخ کې د باور حس رامنځته کېدو باندې پیل وکړل. د ګولډسټکر تر نظر لاندې چې د مجلې نوم Literární listy ته بدل شو او د فبروري په ۲۹مه، اتحادیې د دې مجلې لومړنۍ نسخه له سانسور پرته خپره کړه. د آګسټ په میاشت کې، Literární list ۳۰۰۰۰۰ چاپ درلود چې هغه یې په اروپا کې یې ترټولو زیاته چاپ شوې مجله باندې بدله کړه.[۱۷][۱۸][۱۹]

سرچينې[سمول]

  1. Czech radio broadcasts 18–20 August 1968
  2. "New York Times September 2, 1968". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Williams (1997), p. 170
  4. Williams (1997), p. 7
  5. Skilling (1976), p. 47
  6. "Photius.com, (info from CIA world Factbook)". Photius Coutsoukis. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جنوري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Williams (1997), p. 5
  8. Bahr, E. (1970). "Kafka and the Prague Spring". Mosaic: A Journal for the Interdisciplinary Study of Literature. 3 (4): 15–29. ISSN 0027-1276. JSTOR 24776229. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ ۹٫۲ ۹٫۳ Williams (1997), p. 55
  10. "Antonin Novotný Biography". Libri publishing house. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Navazelskis (1990)
  12. Navrátil (2006), pp. 18–20
  13. Navrátil (2006), p. 46
  14. Williams, p. 69
  15. Bren, Paulina (2010). [[[:کينډۍ:Google books]] The Greengrocer and His TV: The Culture of Communism after the 1968 Prague Spring] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Ithaca, NY: Cornell University Press. د کتاب پاڼي 23ff. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8014-4767-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Williams, p. 68
  17. Holý, Jiří. Writers Under Siege: Czech Literature Since 1945. Sussex: Sussex Academic Press, 2011, p. 119
  18. Williams, p. 68
  19. Bren, Paulina (2010). [[[:کينډۍ:Google books]] The Greengrocer and His TV: The Culture of Communism after the 1968 Prague Spring] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Ithaca, NY: Cornell University Press. د کتاب پاڼي 23ff. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8014-4767-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)