د پایدارې پراختیا اتمه موخه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پایدارې پراختیا اتمه موخه ( یا نړیواله ۸ موخه) د ۱۷ پایدارو موخو له ډلې یوه موخه ده چې په ۲۰۱۵ز کال کې د ملګرو ملتونو سازمان ټاکلې دي. بشپړ سرلیک یې دا دی: «دوامداره، ټول ګډونه او پایښت لرونکې اقتصادي وده، بشپړه او مولده کارموندنه په بشپړ ډول ګټوره په کار ګمارنه او  ټولو ته د ښې دندې زمینه برابرول».[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

مخینه[سمول]

د نږدې درېیو لسیزو راهیسې، د هغو کارګرانو شمېر چې په خورا بې وزلۍ کې ژوند کوي د پام وړ کم شوی. سره له دې، دا اغېزې د ۲۰۰۸ز کال د دوامداره اقتصادي بحران او د نړیوال اقتصادي ناورین له کبله رامنځته شوې دي.[۷][۸][۹][۱۰]

نښې، شاخصونه او پرمختګ[سمول]

ملګرو ملتونو د SDG 8 لپاره ۱۲ نښې او ۱۷ شاخصونه تعریف کړي. دا ۱۲ نښې نورې موخې په ګوته کوي او شاخصونه هغه معیارونه معلوموي، چې نړۍ د اعلام شویو او ثبت شویو کلونو په پام کې نیولو سره د شاخصونو په واقعي توګه د لاسته راوړلو لپاره خپلې موخې څاري او که نه.[۱۱]

۱.۸ نښه: دوامداره اقتصادي وده[سمول]

د ۱.۸ نښې بشپړ سرلیک دا ډول دی: «د ملي شرایطو سره سم د سړي سر اقتصادي ودې دومداره ساتل او په ځانګړې توګه په لږ پرمختللو هېوادونو کې په کال کې لږ تر لږه ۷ سلنه د ناخالص کورني محصول وده».[۱۲]

دا یو شاخص لري: ۱.۱.۸ شاخص «پر سړي سر، د اصلي GDP کلنۍ وده».[۱۳]

۲.۸ نښه: د اقتصادي تولیداتو لپاره تنوع، نوښت او پرمختګ[سمول]

د ۲.۸ نښې لپاره رسمي عبارت دا ده: «د توپير له لارې د اقتصادي ګټور توب لوړې کچې ته رسېدل، ټیکنالوژیکي لوړوالی او نوښت، د لوړ ارزښت اضافه شوې برخې په ګډون د کارګرانو د ډېروالي پر برخو تمرکز کول».[۱۴][۱۵]

دا یو شاخص لري: ۱.۲.۸ شاخص «د اصلي GDP کلنۍ وده، د استخدام شوي کارکوونکي کس پر اساس».[۱۶]

۳.۸ نښه: د کارموندنې او د ودې په حال شرکتونو د پالیسیو څخه ملاتړ کول.[سمول]

د ۳.۸ نښې لپاره رسمي عبارت دا ده: «د پراختیا پر بنسټ پالیسۍ، چې له تولیدي فعالیتونو، کارموندنې، خلاقیت او نوښت څخه ملاتړ کوي، وده ورکړل شي».[۱۷][۱۸]

دا یو شاخص لري: د ۱.۳.۸ شاخص «د غیر زراعتي کارموندنې په برخه کې د غیر رسمي ګمارنې تناسب، د جنسیت له مخې ده».[۱۹][۲۰]

۴.۸ نښه: په مصرف او تولید کې د سرچینو موثریت او ښه والی[سمول]

د ۴.۸ نښې رسمي سرلیک دا دی: «تر ۲۰۳۰ز کاله پورې، په تدریجي ډول د مصرف او تولید په برخه کې د نړیوالو سرچینو موثریت ته وده ورکول، او کوښښ وشي چې اقتصادي وده د چاپېریال له تخریب څخه جلا شي. د دوامدار مصرف او تولید په اړه د پروګرامونو لس کلن چوکاټ سره سم او د هغو هېوادونو چې ددې رهبري پر غاړه لري».[۲۱][۲۲][۲۳]

دا دوه شاخصونه لري:

  • ۱.۴.۸ شاخص: د موادو اثر، د موادو اثر پر سړي سر او د موادو اثر پر GDP.
  • ۲.۴.۸ شاخص: د کورني موادو مصرف، پر سړي سر د کورني موادو مصرف او د ناخالص تولید لپاره د کورني موادو مصرف.

۵.۸ نښه: بشپړه ګمارنه او ښه کار له برابر معاش سره[سمول]

د ۵.۸ نښې بشپړ سرلیک دا دی: «تر ۲۰۳۰ز کاله پورې، د ټولو ښځو او نارینه وو لپاره بشپړه او ګټوره ګمارنه او د ښه کار زمینه برابرول، د ځوانانو په ګډون معلولیت لرونکو کسانو لپاره د برابر ارزښت لرونکي کار لپاره برابر مساوي معاش».

۵.۸ نښه دوه شاخصه لري:[۲۴]

  • ۱.۵.۸ شاخص: د دندې، عمر او معلولیت لرونکو کسانو له مخې د ښځینه او نارینه کارکوونکو د منځینۍ کچې د عوایدو لاس ته راوړنه په ساعت کې.
  • ۲.۵.۸ شاخص: د بېکارۍ کچه د جنس، عمر او معلولیت لرونکو کسانو له مخې.

۶.۸ نښه: د ځوانانو په دندې ګمارنه، ښوونې او روزنې ته وده ورکول[سمول]

د ۶.۸ نښې بشپړ سرلیک دا دی: «تر۲۰۳۰ز کاله، د هغو ځوانانو په کچه کې چې له دندې، ښوونې او روزنې څخه لرې دي د پام وړ کموالی راوستل». د ۲۰۳۰ز کال لپاره د SDG د ډېریو موخو پر خلاف، دا ټاکل شوې چې دا موخې تر ۲۰۲۰ز کاله پورې ترلاسه شي.

دا یو شاخص لري: ۱.۶.۸ شاخص «د ځوانانو تناسب (۱۵ څخه تر ۲۴ کلونو عمرونه) چې له دندې، ښوونې او روزنې څخه لیرې دي.

۷.۸ نښه: د عصري غلامۍ، قاچاق او د ماشومانو کار پای ته رسول[سمول]

د ۷.۸ نښې بشپړ سرلیک دا دی: «د اجباري کار له منځه وړلو لپاره سمدستي او اغېزمن ګامونه پورته کول، د عصري غلامۍ او انساني قاچاقو پای ته رسول او د ماشومانو په ناوړه توګه د کار د ډولونو له منځه وړل، د ماشومانو ګمارنه د سرتېرو په توګه چې دا ټول ډولونه باید د ۲۰۲۵ کال تر پایه پای ته ورسېږي».[۲۵]

دا یو شاخص لري: ۱.۷.۸ شاخص «له ۵ څخه تر ۱۷ کالونو عمر لرونکو ماشومانو تناسب او شمېر دی چې د جنس او عمر له مخې په کار کې ښکېل دي».

۸.۸ نښه: د کارګرانو د حقونو ساتنه او د کار کولو لپاره خوندي چاپېریال ته وده ورکول[سمول]

د ۸.۸ نښې بشپړ سرلیک دا دی: «د کارګرانو د حقونو ساتنه او د ټولو کارګرانو لپاره مطمئن او خوندي چاپېریال ته وده ورکول، په ګډون د مهاجرو کارګرانو، په ځانګړې توګه د ښځینه مهاجرینو او هغه کسان چې په خطرناکو کارونو کې ښکېل دي».[۲۶][۲۷]

دا دوه شاخصونه لري:

  • ۱.۸.۸ شاخص: د جنسیت او مهاجرت پر اساس د وژونکو او غیر وژونکو شغلي زیانونو پراخه کچه.
  • ۲.۸.۸ شاخص: د جنسیت او مهاجرت پر اساس د کار نړیوال سازمان (ILO) او ملي قانون پر بنسټ د کارګر حقونو سره د ملي موافقت کچه.

۹.۸ نښه: ګرځندویي ته په ګټوره او دوامداره توګه وده ورکول[سمول]

د ۹.۸ نښې بشپړ متن دی «تر ۲۰۳۰ز کاله، د پایښت لرونکې ګرځندويۍ د ودې لپاره پالیسي جوړه او پلي شي، چې د دندې د رامنځته کېدو، د محلي کلتور او د محصولاتو د ودې لامل ګرځي».[۲۸][۲۹]

دا موخه دوه شاخصونه لري:

  • ۱.۹.۸ شاخص: د ګرځندویي د مستقیم ناخالص تولید د ودې کچه د ټول داخلي ناخالص تولید په تناسب.
  • ۲.۹.۸ شاخص: د دوامداره  ګرځندوی صنعت د دندو تناسب د ګرځندوی د ټولو دندو څخه.

۱۰.۸ نښه: بانکوالۍ، بیمې او مالي خدمتونو ته نړیوال لاسرسی[سمول]

د ۱۰.۸ نښې رسمي متن دا دی: «د ټولو لپاره د بانکوالۍ، بیمې او مالي خدماتو ته د لاسرسي د هڅولو او پراخولو لپاره د کورنیو مالي موسسو ظرفیت پیاوړي کول».

۱۰.۸ نښه دوه شاخصونه لري.

ساتونکې ادارې[سمول]

ساتونکې ادارې د لاندې شاخصونو د راپور ورکولو مسوولیت لري:

  • ۱.۱.۸ شاخص: د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزو چارو څانګه(UN-DESA) او د ملګرو ملتونو د احصایې څانګه(UNSD).
  • ۱.۲.۸، ۱.۳.۸، ۱.۵.۸، ۲.۵.۸، ۱.۶.۸، ۱.۸.۸، ۲.۸.۸ او ۸.ب.۱ شاخصونه: د کار نړیوال سازمان (ILO).
  • ۱.۴.۸ او ۲.۴.۸ شاخصونه: د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرام (UNEP).
  • ۱.۷.۸ شاخص: د کار نړیوال سازمان (ILO) او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د بېړنۍ وجهې صندوق (UNICEF).
  • ۱.۹.۸ او ۲.۹.۸ شاخصونه: د ملګرو ملتونو نړیوال ګرځندوی سازمان (UNWTO).
  • ۱.۱۰.۸ شاخص: د پیسو نړیوال بسپنه (صندوق) (IMF).
  • ۲.۱۰.۸ شاخص: نړیوال بانک (WB).
  • ۸. الف. ۱ شاخص: د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان (OECD).

سازمانونه[سمول]

د نړیوال بانک ډله: د نړیوالو اهدافو د پیل راهیسې، نړیوال بانک د بېوزلۍ د کمولو او د دواړو جنسونو پیاوړي کول د روزنې له لارې مرسته کوي او د منابعو سمبالولو څخه ملاتړ کوي.

  • د بهرنۍ فضا چارو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر (UNOOSA).
  • د کار نړیوال سازمان (ILO) .
  • د ملګرو ملتونو د ګرځندوی نړیوال سازمان (UNWTO).

په متحده  ایالاتو کې د ملګرو ملتونو  SDG 8 پورې اړوند مسئلو باندې له درې دېرش زرو څخه ډېر له مالیې څخه معاف شوي سازمانونه کار کوي. د معلوماتو له مخې چې د کورني عوایدو خدماتوIRS- سره ثبت شوي او د X4Impact  له خوا راټول شوي دي، X4Impact، د راکلفر بنسټ، فورډ بنسټ، هیولټ بنسټ او د Giving Tech Labs په مرسته، په متحده ایالاتو کې د ښه کار او اقتصادي ودې لپاره وړیا انلاین متقابله وسیله جوړه کړې.

ګواښونه[سمول]

د COVID-19 وبا اغېزې[سمول]

له خپرېدو دمخه، د تېرو کلونو په پرتله نړیوال اقتصاد د کار په تولید او د بېکارۍ سره COVID-19د

مبارزې په برخه کې د ښه والي سره سره په ورو ډول وده کړې. وبا په چټکۍ سره او په پراخه کچه یې هر څه بې نظمه کړل او نړۍ یې د ناورین خواته یوړه.[۳۰]

سرچینې[سمول]

  1. United Nations (2015) Resolution adopted by the General Assembly on 25 September 2015, Transforming our world: the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/70/1)
  2. United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
  3. "Sustainable Development Goal 8". SDGs UN Organisation. د لاسرسي‌نېټه September 19, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Goal 8: Decent work and economic growth". UNDP (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "The SDG Report 2020". UN Stats Open SDGs Data Hub. د لاسرسي‌نېټه October 3, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. United Nations Economic and Social Council (2020) Progress towards the Sustainable Development Goals Report of the Secretary-General, High-level political forum on sustainable development, convened under the auspices of the Economic and Social Council (E/2020/57), 28 April 2020
  7. "Goal 8: Decent work and economic growth". UNDP (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Goal #8: Decent work and economic growth (The 2030 development agenda)". www.ilo.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Goal 8 Pdf Upload on SDG Compass" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۹ جنوري ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "17 Companies Helping Meet the 17 UN Sustainable Development Goals". The Founder Institute (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۳ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "SDG Compass Goal 8". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ فبروري ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
  13. Ritchie, Roser, Mispy, Ortiz-Ospina (2018) "Measuring progress towards the Sustainable Development Goals." (SDG 8) SDG-Tracker.org, website
  14. United Nations (2020). "United Nations World Economic Situation and Prospects". undocs.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "The SDG Report 2020". UN Stats Open SDGs Data Hub. د لاسرسي‌نېټه October 3, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. United Nations Economic and Social Council (2020) Progress towards the Sustainable Development Goals Report of the Secretary-General, High-level political forum on sustainable development, convened under the auspices of the Economic and Social Council (E/2020/57), 28 April 2020
  17. United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
  18. Ritchie, Roser, Mispy, Ortiz-Ospina (2018) "Measuring progress towards the Sustainable Development Goals." (SDG 8) SDG-Tracker.org, website
  19. "United Nations Economic and Social Council - E/2020/57 Progress towards the Sustainable Development Goals, Report of the Secretary-General". undocs.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Adeniji, Anthonia; Osibanjo, Adewale; Salau, Odunayo; Atolagbe, Tolulope; Ojebola, Oluwatunmise; Osoko, Abisola; Akindele, Remilekun; Edewor, Ogheneofejiro (2020-01-01). Amoo, Emmanuel O (المحرر). "Leadership dimensions, employee engagement and job performance of selected consumer-packaged goods firms". Cogent Arts & Humanities. 7 (1): 1801115. doi:10.1080/23311983.2020.1801115. S2CID 225484250. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
  22. Ritchie, Roser, Mispy, Ortiz-Ospina (2018) "Measuring progress towards the Sustainable Development Goals." (SDG 8) SDG-Tracker.org, website
  23. Promote inclusive and sustainable economic growth, employment and decent work for all, (SDG 8) SDG-Tracker.org, website
  24. Ritchie, Roser, Mispy, Ortiz-Ospina (2018) "Measuring progress towards the Sustainable Development Goals." (SDG 8) SDG-Tracker.org, website
  25. United Nations (2020). "United Nations World Economic Situation and Prospects". undocs.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "United Nations Development Programme Official Websie". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Ritchie, Roser, Mispy, Ortiz-Ospina (2018) "Measuring progress towards the Sustainable Development Goals." (SDG 8) SDG-Tracker.org, website
  28. United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
  29. Ritchie, Roser, Mispy, Ortiz-Ospina (2018) "Measuring progress towards the Sustainable Development Goals." (SDG 8) SDG-Tracker.org, website
  30. United Nations (2020). "United Nations World Economic Situation and Prospects". undocs.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)