Jump to content

د پاکستان بهرنۍ اړیکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د پاکستان بهرنۍ اړيکې
ټوليز مالومات
هېواد

د پاکستان اسلامي جمهوریت د ۱۹۴۷ کال د اګسټ په میاشت کې د هند په وېشل کېدو سره د یوه خپلواک هېواد په توګه رامنځته او د ۱۹۴۷ کال په سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو غړی هېواد شو. د وګړو د شمېر له مخې په اسلامي هېوادونو کې پاکستان په دویم مقام راځي او همداشان په نړۍ کې یوازینی مسلمان هېواد دی چې اټومي وسلې لري. دا هېواد له هند، ایران، افغانستان او چین سره ځمکنۍ ګډه پوله لري.[۱][۲][۳]

پاکستان له اروپايي ټولنې او په نړیواله کچه له ګڼو نورو هېوادونو سره پراخې سوداګریزې اړیکې لري. تر ۲۰۲۳ کال پورې، پاکستان د ملګرو ملتونو دوه نور غړي هېوادونه (ارمنستان او اسراییل) په رسمیت نه پېژني او له هند سره یې هم اړیکې له ۲۰۱۹ کال راهیسې په ټپه ولاړې دي.[۴][۵][۶][۷]

له جیوپولیټیکي اړخه، د پاکستان موقعیت ستراتیژيک اهمیت لري، ځکه چې دا هېواد د سمندري ترانزیټي اصلي تګلورو او د منځني ختیځ او سویلي اسیا تر منځ په ځمکنۍ څلورلاره کې پروت دی، په داسې حال کې چې د عرب سمندرګي او له نفتو څخه بډایه مرکزي اسیا تر منځ پروت دی. د هند له وېش راهیسې، د کشمیر شخړه د هند او پاکستان اړیکې تعریفوي: دا دواړه هېوادونه د یوه بل هېواد د کشمیر سیمې د خپل ځان بولي، چې د اوربند د پولې چې د کنټرول کرښه هم ورته وايي له یوه بل څخه بېل شوي دي. پاکستان له چین او اسلامي نړۍ له هغې ډلې له ترکیې، سعودي عربستان او خلیج هېوادونو سره ښې اړيکې لري.  د سړې جګړې پر مهال، پاکستان د شوروي اتحاد د نړیوال اغېز سره د مبارزې په برخه کې له نږدې له متحده ایالاتو سره همکاري درلوده، که څه هم دا اړیکې بیا وروسته له ترهګرۍ سره د جګړې په اوږدو کې پیکه شوې. پاکستان د همګټو هېوادونود سازمان، د اسلامي همکاریو د سازمان او د شانګهای د همکارۍ سازمان یو فعال غړی دی.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د پاکستان بهرنۍ پالیسي

[سمول]

د پاکستان بهرنۍ پالیسي د « دولتونو تر منځ د پېژندل شوو نړیوالو نورمونو ترویج، یعنې د ټولو هېوادونو حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته په درناوي کولو و د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې پر نه لاسوهنې؛ تېرې نه کولو او په سوله ییزه بڼه د شخړو پر هواري باندې ولاړه ده. له همدې امله پاکستان تل د نړۍ له ټولو هېوادونو سره له ملګرتیا ډکو او صمیمانه اړیکو د پراختیا په لټه کې ده».[۱۵]

د پاکستان بهرنۍ پالیسي له بهرنیو هېوادونو سره د خپلو تعاملاتو رسمي کولو او تعریفولو او له سازمانونو، شرکتونو او انفردي وګړو سره د تعاملاتو معیاري کول دي. پاکستان د خپل نیمه کرهڼيز او نیمه صنعتي اقتصاد په مرسته، ۴۷ ستر هېواد (د ۲۰۲۱ کال د کورني ناخالص تولید) او ۲۳ اقتصادي ځواک (د اخیستلو له مخې) او د نړۍ شپږم ستر پوځ لرونکی دی چې کلنۍ بودیجه یې ۱۱.۴ میلیارد امریکايي ډالر دي (۲۰۱۸ کال) چې د کورني ناخالص تولید یا جي ډي پي ۴ سلنه جوړوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هغه دنده ده چې له دولت سره د دولت د ډيپلوماسي دنده پر غاړه لري، که څه هم لومړی وزیر پر بهرنۍ پالیسۍ باندې اصلي خبره کوي. د دولت بهرني سیاست کې د ملي ګټو تعریف او همداشان اقتصادي او ستراتیژیکي ګټې شاملي دي چې هم د هغو د ساتنې او هم د سیاسي موخو د تر لاسه کولو لپاره ټاکل کېږي. د ۲۰۱۳ کال د مۍ په میاشت کې د عمومي ټاکنو له تر سره کېدو وروسته، طارق فاطمي او NSA سرتاج عزیز د نواز شریف په حکومت کې د بهرنۍ او سترایتژیکو پالیسیو په برخه کې د سلاکارانو په توګه وټاکل شول. د ۲۰۱۷ کال د جولای په میاشت کې د نواز شریف د حکومت په له منځه تلو سره، خواجه محمد اصف د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي په حکومت کې د بهرنیو چارو وزارت څوکۍ تر لاسه کړه. د ۲۰۱۸ کال د پاکستان په عمومي ټولټاکنو کې د عمران خان نیازي له بریا وروسته، شاه محمود قریشي د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شو. له دې وروسته د یوه سیاسي کړکېچ په ترڅ کې بلاول بوټو زرداري د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شو – چې دا څوکۍ پخوا د هغه نیکه ذوالفقار علي بوټو او د هغه نامشروع شریکې، حنا رباني کهر په اختیار کې درلوده.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د محمد علي جناح لیدلوری

[سمول]

په ۱۹۴۷ کال کې، محمد علي جناح چې د پاکستان د حکومت بنسټ ګر و په یوه خپریدونکي پیغام کې په ښکاره ډول د پاکستان د بهرنۍ پالیسي اصول او مقاصدو بیان کړل، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د وېب پاڼه کې په برجسته ډول سره لیکل شوي دي: «زموږ د بهرنۍ پالیسۍ بنسټ د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ملګرتیا ده».[۲۵]

«زموږ مقصد باید په باطن او ظاهر کې سوله وي. موږ غواړو چې په سوله ییز ډول ژوند وکړو او له خپلو ګاونډیو او په پراخه کچه له نړۍ سره صمیمانه او دوستانه اړیکې وساتو. موږ د هېچا پر وړاندې تېرې کوونکې پلانونه نه لرو. موږ د ملګرو ملتونو منشور ته تابعدار یو او په خوښۍ سره به د نړۍ د سولې او سوکالۍ لپاره مرسته او همکاري وکړو». [۲۶]

تاریخي عمومي کتنه

[سمول]

په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان له خپلواکۍ راهیسې، د پاکستان بهرنۍ پالیسۍ له ګاونډي شوروي اتحاد سره بېلابېلې اړیکې درلودي کوم چې له ګاونډیو هېوادون په تېره بیا افغانستان (په ختیځ) او هند (په لویدیځ) کې یې نږدې پوځي او ایډیالوژيکي تعاملات درلودل. له ۱۹۴۷ تر ۱۹۹۱ کال پورې، د شوروي اتحاد زیاتره مرستې هند ته ورکول کېدې، چې په دې دوره کې یې پر کشمیر باندې دری ځلې جګړه وکړه. د ۱۹۶۰مې لسیزې په دوره کې، د پاکستان اړیکې له ګاونډي افغانستان سره هم د ډیورنډ کرښې له امله په کلکه سره خړې پړې شوې. له ایران، ترکیې، سعودي عربستان او چین سره د پاکستان بهرنۍ اړیکې مهمې او په خلیج هېوادونو کې د ملي امنیت او اقتصادي ګټو د همکاریو د پراختیا له مخې وي. په سیمه کې د شوروي اتحاد د مخ پر زیاتیدونکي اغېز سره، پاکستان د سړې جګړې پر مهال په اسیا کې له چین او په اروپا کې له پولنډ، بریتانیا او جرمني سره اړیکې زیاتې کړي. پاکستان د امریکا له متحده ایالاتو سره ګډې وډې اړیکې درلودې. پاکستان په ۱۹۷۰یمه لسیزه کې د امریکا او چین تر منځ د اړیکو په ټینګولو کې مهم رول تر سره کړ چې د هینري کیسنجر او ماو زیډونګ تر منځ یې درېیمګړتوب وکړ. په ورته وخت کې یې د ختیځې اسیا له نورو هېوادونو سره یې هم د اړیکو په ټینګولو کې مرسته وکړه.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

په وروستیو کلونو کې، له روسیې سره د پاکستان اړیکې د سړې جګړې له خصومتونو څخه را واوښتې او د پاکستان او امریکا د اړیکو په ساړه کېدو سره یې دا هېواد لا زیات د روسیې او چین پر خوا ور ټیله کړ. لومړي وزیر عمران خان هغه مهال په مسکو کې له پوتین سره ولیدل چې روسیې پر اوکراین پراخ پوځي عملیات پیل کړل.عمران خان پخوا هم د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکا پر جګړې ګوتنیونه کوله. په ۲۰۲۲ کال کې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند په مشرۍ د ایتلافي حکومت له ړنګیدو وروسته، د ګڼو کړکېچونو رامنځته کېدل، د دې هېواد د بهرنۍ پالیسۍ بې ثباتي لا پسې ژوره کړه.[۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

د پاکستان او چین اړیکې

[سمول]

چین د پاکستان په پراختیا، اقتصاد او امنیت کې د پام وړ رول لوبولی دی، دا هغه اړیکه ده چې په ۱۹۵۰ کال کې پیل شوه، کله چې یو له هغو لومړنیو هېوادونو څخه و چې د چین له جمهوریت (ټایوان) سره یې رسمي ډیپلوماتیکي اړیکې رامنځته کړې او د چین د خلکو جمهوریت یې د چین د یوازیني او مشروع حکومت په توګه په رسمیت وپېژانده. له هغه وخت راهیسې، دواړه هېوادونه له یوه بل سره د نږدې ځانګړو اړیکو او مرستو لپاره تابعدار دي. دواړو هېوادونو په پر له پسې توګه په لوړه کچه لیده کاته کړي دي چې د بېلابېلو هوکړه لیکونو لامل ګرځیدلي دي. د چین د خلکو جمهوریت له پاکستان سره اقتصادي، پوځي و تخنیکي مرستې کړي دي او هر یو هېواد خپل ځان د بل هېواد ستراتیژيک متحد بولي. د ۲۱مې پېړۍ په راتلو سره، پاکستان او چین خپلې اړیکې د دوه اړخیزې سوداګرۍ، پوځي هوکړه لیکونو او په مهمو موضوعګانو کې له یوه بل څخه د ملاتړ له لارې پیاوړي کړي دي. د امریکا او چین تر منځ د ستراتیژیکي سیالۍ زیاتوالی، پاکستان له همدې دواړو هېوادونو سره د اړیکې ساتلو په خاطر له یوه ستونزمن حالت سره مخ کړی دی. [۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱]

د چین د کمربند او سړک نوښت (BRI) د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز (CPEC) لپاره یوه د بریا خبره ده. په CPEC کې د ټولټال ۶۲ میلیارد امریکايي ډالرو په ارزښت نوښتونه شامل دي چې په هغو کې د زیربینا، انرژي، اقتصادي زونونو او د ګواډر بندر پراختیا شاملیږي. په ۲۰۲۲ کال کې د چین د حکومت یوه ویاند وویل چې د چین او پاکستان د خلکو تر منځ د ملګرتیا پیوند او متقابله مرسته تر سروزرو زیات دی او د دواړو هېوادونو اوسپنیزه ملګرتیا په خلکو کې ژورې ريښې او پياوړې ځواکمنتيا لري.[۵۲]

سرچينې

[سمول]
  1. "Pakistani Nuclear Forces". Atomic Archive. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. "Pakistan". NTI. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. "By 2050, India to have world's largest populations of Hindus and Muslims". 21 April 2015. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. "EU trade relations with Pakistan. Facts, figures and latest developments". European Commission. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. "Pakistan trade balance, exports and imports by country 2020". World integrated trade solution. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. "Pakistan downgrades diplomatic ties with India over Kashmir". AP News (په انګليسي ). 2019-08-07. لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. "Pakistan prepares for crucial elections in 2024 as ties with India remain frozen". The Hindu (په انګليسي ). 2023-11-27. لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. "Strategic Significance of Pakistan: Challenges and Way Forward". ISSI. February 24, 2022. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. "Strategic location of Pakistan: Challenges and Opportunities". Pakistan today. November 19, 2022. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. "Strategic Significance of Pakistan: Challenges and Way Forward". ISSI. February 24, 2022. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. "Strategic location of Pakistan: Challenges and Opportunities". Pakistan today. November 19, 2022. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. "Conflict Between India and Pakistan". Global conflict tracker. April 25, 2023. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. "Foreign Relations of Pakistan" (PDF). CIDOB. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. "Pakistan committed to expanding trade ties with US". DAWN. March 2, 2023. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. "Foreign Policy". Ministry of Foreign Affairs - MOFA. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. "Military expenditure by country, in constant (2017) US$ m., 1988-2018" (PDF). Stockholm International Peace Research Institute. 2019. لاسرسي‌نېټه ۰۲ جولای ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Ahmad, Hafeez Ashfaq (19 November 2012). "Determinants of Foreign Policy of Pakistan". لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۱۲ – په وسيله Scribd. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. "Ministry of Foreign Affairs". Pakistan Government. Official policy statements. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۲ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Ahmad, Hafeez Ashfaq (19 November 2012). "Determinants of Foreign Policy of Pakistan". لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۱۲ – په وسيله Scribd. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. "Ministry of Foreign Affairs". Pakistan Government. Official policy statements. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۲ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. "Military expenditure by country as percentage of gross domestic product, 1988-2018" (PDF). Stockholm International Peace Research Institute. 2018. لاسرسي‌نېټه ۰۲ جولای ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Govt. Pakistan. "Special Assistant to the Prime Minister". Govt. Pakistan. Ministry of Foreign Affairs. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ جولای ۲۰۱۸ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۶ اکتوبر ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. Govt. Pakistan. "National Security Adviser (NSA) Sartaj Aziz". Govt. Pakistan. Govt. Pakistan (NSA Secretariat). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ جون ۲۰۱۸ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۶ اکتوبر ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. "Pakistan general elections 2018: Analysis of results and implications". ORF - Observer Research Foundation. December 18, 2018. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. "Ministry of Foreign Affairs Homepage". MoFA.gov.pk. Government of Pakistan. 2013. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ مارچ ۲۰۱۹ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۴ اگسټ ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. Ali, Mehrunnisa (1990). "Jinnah's Perception of Pakistan's Foreign Policy and the Kashmir Issue". Pakistan Horizon. 43 (2): 57–70. JSTOR 41403967 – په وسيله JSTOR. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. United States Government. "History of Foreign policy of Pakistan". United States Government. US country studies. لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. "Durand Line boundary, Asia". Britannica. 14 July 2023. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. "Pakistan-Afghanistan relations". Friedrich-Ebert-Stiftung. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. Mushtaq, Nadia (2004). "Pak-Turkey Relations: Towards a Cooperative Future". Strategic Studies. 24 (2): 89–116. ISSN 1029-0990. JSTOR 45242527. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. "Pakistan-Saudi Arabia Relations". Consulate General of Pakistan, Jeddah (په انګليسي ). لاسرسي‌نېټه ۰۵ جولای ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  32. "How China and Pakistan Forged Close Ties". Council on Foreign Relations (په انګليسي ). لاسرسي‌نېټه ۰۵ جولای ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  33. "Rethinking US-Pakistan Relations in the Age of Great Power Competition". United States Institute of Peace (په انګليسي ). لاسرسي‌نېټه ۰۵ جولای ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. Reporter, The Newspaper's Staff (2021-03-22). "Kissinger recognises Pakistan's role in establishing China-US ties". DAWN.COM (په انګليسي ). لاسرسي‌نېټه ۰۵ جولای ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  35. alpha.singh (2021-11-06). "How Kissinger's Secret Trip to China Paved Way for Sino-US Relations". Wondrium Daily (په انګليسي ). لاسرسي‌نېټه ۰۵ جولای ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)[مړه لينکونه]
  36. "Foreign relations 1969-1976". US department of state. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  37. "Russia–Pakistan Relations and the Constraints of Geoeconomics". online.ucpress.edu. لاسرسي‌نېټه ۱۱ جولای ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  38. "Blinken, Bilawal discuss bilateral ties in first contact since formation of new government in Pakistan". The Hindu. 7 May 2022. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  39. Sarmad Ishfaq, سمونګر (18 March 2022). "The Pakistan-Russia-China Bloc: A Consequence of US Actions". www.paradigmshift.com (په انګليسي ). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  40. Hashim, Asad. "Pakistani PM Khan meets Putin amid Ukraine invasion". www.aljazeera.com (په انګليسي ). لاسرسي‌نېټه ۱۱ جولای ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  41. (په 2022-02-25 باندې). Pakistani Prime Minister's 'Ill-Timed' Moscow Visit Overshadowed By Ukraine Invasion. Radio Free Europe/Radio Liberty.
  42. "Pakistan's foreign policy reset hits a dead end". The Australian Strategic Policy Institute. 13 July 2022. لاسرسي‌نېټه ۱۳ جولای ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  43. "Pakistan's always-troubled democracy is on the brink once again". Brookings. May 26, 2023. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  44. "Imran criticises war on terror as misguided venture" (په انګليسي ). 2022-02-13. لاسرسي‌نېټه ۱۵ جولای ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  45. (په 17 May 2011 باندې). Pakistani PM hails China as his country's 'best friend'. BBC News.
  46. (په 13 October 2008 باندې). Pakistan President to Visit China, a Valued Ally. The New York Times.
  47. "Pakistan's foreign policy reset hits a dead end". The Australian Strategic Policy Institute. 13 July 2022. لاسرسي‌نېټه ۱۳ جولای ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  48. (په 17 May 2011 باندې). Pakistan cements China ties amid tension with U.S. CNN.
  49. . China, Pakistan joined in bonds of brotherhood. People's Daily.
  50. "Pakistan supports China's efforts for peace and socio-economic development in Xinjiang: FO". DAWN. 6 September 2022. لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  51. "We're tired of conflict': Pakistan treads carefully on Ukraine war; hails relationship with China". CNA. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  52. "How China and Pakistan Forged Close Ties". Council on Foreign Relations (په انګليسي ). لاسرسي‌نېټه ۰۷ اگسټ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)