د پاکستان او متحده ایالاتو اړیکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کله چې برتانوي هند ووېشل شو او پاکستان خپلواک شو، امریکا له هغو لومړنیو هېوادونو نه وه چې د ۱۹۴۷ز کال د اکټوبر په ۲۰مه یې د پاکستان له خپلواکۍ دوه میاشتې او شپږ ورځې وروسته له دغه هېواد سره اړیکې جوړې کړې. د متحده ایالاتو د حکومت په ټولیزه تګلاره کې له جنوبي او مرکزي اسیا او همدا راز له ختیځې اروپا سره اړیکې ډېر مهم فکټور دی.

د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د نږدې همغږۍ او لوړو او ژورو دوه اړخیزو ناندریو د توصیف په وسیله په نښه شوې دي او وضاحت یې د «رولر کوسټر» په ډول شوی دی. متحده ایالاتو له ۱۹۴۸ز کال نه تر ۲۰۱۳ز کال پورې له پاکستان سره ۳۰ ملیارډه ډالر مرسته وکړه، په دې مرسته کې نیمه هغه یې په پوځي برخه کې شوې ده. پر دې سربېره د پاکستان د بازار لپاره چین تر ټولو لوی واردوونکی او صادروونکی هېواد دی، خو پاکستان اړ و چې د امریکا له خوا په ورکړل شوو پیسو امریکايي توکي، خوراک او نور وسایل وپېري. د چین پر شتون سربېره متحده ایالات د پاکستان تر ټولو لوی صادراتي بازار جوړوي او د بهرنۍ پانګونې هغه مستقیمه سرچینه ده چې په پاکستان کې پانګونه کوي. پاکستاني چارواکو هغه وخت له نورو هېوادونو مرسته وغوښته، کله چې ملکي مرستې په ۲۰۲۲ز کال کې کابو ۳۰۰ میلیونو ډالرو ته راښکته شوې، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۸ز کال کې د متحده ایالاتو پوځي مرستې ځنډول شوې وې. امریکا او پاکستان په ۱۹۷۹ او ۱۹۸۹ز کال د افغان مجاهدینو په تمویل او مالي ملاتړ کې مرسته وکړه، په دې جګړه کې افغان مجاهدین او شوروي اتحاد سره ښکېل وو. کله چې د متحده ایالاتو له خوا د اټومي وسلو د پټې پراختیا په تړاو یو اړخیز پوځي بندیزونه ولګېدل؛ نو د دوې اړیکې نورې هم ژورې شوې. پاکستاني چارواکو په ۱۹۹۰ز کال کې د هند د لوی پوځي کنوانسوني برید پر وړاندې د خپل ملت دفاع یوازې همدا اټومي وسلې ګڼلې. کله چې پاکستان په ۱۹۹۴ز کال کې له امریکا سره د سومالیا او بوسنیا په جګړو کې د ګډون لېوالتیا وښوده، د امریکا متحده ایالاتو په ۱۹۹۸ز کال کې پر هندوستان خپلې مرستې وځنډولې او بندېزونه یې پرې ولګول. کله چې په ۲۰۰۱ز کال کې متحده ایالات په افغانستان کې په جګړه کې ښکېله شوه؛ نو له هندوستانه یې دا بندیزونه لرې کړل. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

په افغان جګړه کې ځینې عوامل لکه بېړني عملیات، بې باوري او د دواړو هېوادونو بېلابېل لومړیتوبونه شامل وو؛ نو له دې امله یې پر یو بل نیوکې وکړې. دا نیوکې ځکه رامنځته شوې چې دواړو لورو هڅه کوله تر څو د ترهګرۍ ضد جګړه کې خپلې موخې ترلاسه کړي. د امریکا په کانګرس کې ځینې سیاستوال وو چې پر پاکستان یې د اسامه بن لادن او افغان طالبانو د پټنځایونو او د «کویټې شورا» د شتون تور پورې کړ. له بلې خوا د پاکستان د پارلمان وکیلانو د افغانستان د ختیځې پولې د کنټرول په موخه امریکا په کم کار کولو تورنه کړه. هغوی شکمن وو چې په دې ځای کې د پاکستان ترټولو مهم ترهګر ملا فضل الله او د هغه سازمان پټ دی. له دې علاوه د ډرون بریدونه، په سلاله کې د دوستانه ډزو پېښه او په لاهور کې د جاسوس نیول هغه لاملونه وو، چې اړیکې یې نورې هم خرابې کړې. متحده ایالاتو د پاکستان پر پوځ د طالبانو په شمول د نا دولتي عناصرو د ملاتړ تورې پورې کړ. دا هغه موضوعات وو چې په ۲۰۱۳ز کال کې یې د دواړو هېوادونو عامه افکار خراب کړ او د دوی عامه افکار د یو بل پر وړاندې په کم خوښه درجه بندۍ کې وشمېرل شول. [۷][۸][۹]

دا چې پاکستان له ۲۰۰۲ز کال راهیسې د امریکا یو لوی غیر ناټو متحد پاتې شوی او بېلابېلو وختونو او کړکېچونو ته په کتو یې یو وخت د امریکا په جیوپولیټیک ستراتیژۍ کې مهم ځای نیولی و، خو د افغان سولې په بهیر کې د پاکستان له ونډې او په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته زیاتره امریکايي تګلارې جوړوونکي له پاکستان سره د امریکا په اړیکو بیا غور کوي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په ۲۰۱۲ز کال کې ۷۴٪ پاکستانیانو متحده ایالات خپل دښمن ګاڼه، خو دا شمېره تر ۲۰۱۴ز کال پورې ۵۹٪ ته راټيټه شوه. د پیو څېړنیز مرکز له خوا د متحده ایالاتو په تړاو سروې ترسره شوه، چې زیاتره پاکستانیانو په کې د امریکا په اړه له نورو هېوادونو ښه نظر درلود. د ۱۹۹۹ او ۲۰۱۲ز کلونو ترمنځ د متحده ایالاتو په اړه خوښي له ۲۳ (۲۰۰۵ز) نه تر ۱۰ (۲۰۲۲ز) پورې ده. د ګالپ په یوه نظرپوښتنه کې راغلي چې ۷۲٪ پاکستانیان متحده ایالاتو ته د ملګري پر ځای د دښمن په سترګه ګوري. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د اټکل له مخې کابو ۵۲۴۸۶ امریکایان په پاکستان کې ژوند کوي او په همدې ډول په متحده ایالاتو کې ۵۵۴۲۰۲ ځان پېژاندي پاکستان الاصله امریکایان اوسېږي. پر دې سربېره د پاکستان په اسلام اباد کې د امریکا یو لوی او د ډېرو خونو لرونکی سفارت شته او د امکاناتو او پرسونل دواړو له پلوه یوه لویه قونسلګري په کراچۍ ښار کې واقع ده.  [۲۱][۲۲][۲۳]

۲۰۱۱: په پاکستان کې د امریکا تورونه او بریدونه[سمول]

بي بي سي د پاکستان او امریکا لپاره ۲۰۱۱ز کال د « ناورین کال» په توګه وارزاوه. د ریمونډ الن ډیوس پېښه، د اسامه بن لادن مړینه او د سلاله پېښه هغه درې لاملونه وو، چې د دوی پر اړیکو یې اغېز وکړ. پر پاکستان ډېرو اروپايي او امریکايي سیاسي خبریالانو نیوکې وکړې او د ۲۰۰۵ز کال په لومړیو کې دا نیوکې لا ډېرې شوې. « ده اکانومیست، چې په لندن پورې اړوند و، دوی ولیدل، چې « دا د متحده ایالاتو لپاره د شرم ځای دی چې د پاکستان په څېر متحد لري». رېمونډ الن ډیویس د ۲۰۱۱ز کال په جنورۍ کې له یوې داسې پېښې سره مخ شو، چې په هغه کې یې د نوموړي د ځانګړي امنیت د یوه قراردادي په وینا دوه ځايي پاکستانیان وویشتل. دا چاره د دې سبب شوه، چې د مرستو د بهیر په ګډون د پاکستان او امریکا اړیکې خرابې کړي او په پاکستان کې لاریونونه را وپاروي. امریکا غوښتل چې یاد کس باید ازاد شي، ځکه چې ډیپلوماټیک خوندیتوب لري، خو نوموړی د پاکستان له خوا محاکمه شوه. کله چې متحده ایالاتو د وژل شوو کسانو خپلوانو ته په بدل کې پیسې ورکړې؛ نو یاد کس یې ازاد کړ. په ټوله کې دا هغه پېښه وه، چې د امریکا او پاکستان اړیکې یې خرابې کړې. د اړیکو پر ټولو خنډونوسربېره امریکا بیا هم ویلي وو، چې دې ته ژمنه ده، څو په پاکستان کې د پراختیا، ثبات او امنیت په برخو کې د پاکستان له نوي ډیموکراټیک حکومت سره مرسته وکړي. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

هند او امریکا طالبانو ته د پټنځایونو د ورکولو له امله پر پاکستان تور لګوي. CIA هم له ډېرې مودې راهیسې دا شک درلود چې اسامه په پاکستان کې پټ دی، خو پاکستان د دغو هېوادونو تورونه په کلکه رد کړي دي. [۲۸][۲۹][۳۰]

کله چې په کابل کې د امریکا پر سفارت او د ناټو پر مرکزي دفتر حمله شوه، پړه یې پر حقاني شبکې واچول شوه. د امریکا اډمیرل مایک مولن ویلي وو، چې په دې حمله کې « د پاکستان د استخباراتي ادارې د داخلي خدمت رښتینی لاس و». د پاکستان د مالیې وزیر چې ملګرو ملتونو ته په سفر و، د دې وینا په غبرګون کې بېرته خپل هېواد ته وروغوښتل شو. پاکستان په دې موخه له چین او سعودي عربستان سره خپلې اړیکې پیاوړې کړې چې له امریکا سره مقابله وکړي. د چین حکومت پاکستان ته د دوی د اړیکو په اړه مشوره ورکړه. د هرې هغې ژمنې په مقابل کې یې پاکستان ته مشورې ورکړې چې له چین سره د هند او امریکا اړیکې زیانمنولی شي. متحده ایالاتو پر پاکستان د حقاني شبکې پر ضد د اقدام کولو غږ وکړ، د اقدام نه کولو په صورت کې یې ګواښ وکړ چې امریکا به د مجبوریت له مخې په یوه اړخیزه توګه د دغه ګواښ مخنیوی وکړي. په مقابل کې یې پاکستان هم د امریکا د دا ډول اقدام پر ضد د غچ اخیستنې ګواښ کړی و. د دې ترڅنګ د پاکستان اسلامي ډلو هم د امریکا پر ضد د جهاد فتوا ورکړه. [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

سرچينې[سمول]

  1. Schaffer, Howard B.; Schaffer, Teresita C. (2011). How Pakistan Negotiates with the United States: Riding the Roller Coaster (په انګلیسي ژبه کي). US Institute of Peace Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-60127-075-7. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Pakistan: U.S. Foreign Assistance" (PDF). www.fas.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "U.S. Relations With Pakistan". United States Department of State. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. . U.S-Pakistan Military Cooperation. Council on Foreign Relations
  5. (په July 15, 2011 باندې). Sixty years of US aid to Pakistan: Get the data. The Guardian.
  6. "US-Pakistan Relations Ebb After Afghanistan Withdrawal". VOA. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Ashraf, Sajjad. "Pakistan and the United States are turning into strangers". NUS. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "2014 BBC World Service poll" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Inc, Gallup (2015-03-13). "Canada, Great Britain Are Americans' Most Favored Nations". Gallup.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "'Allah, army and America': How Pakistan's Khan played anti-U.S. card". Nikkei Asia. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "UNITED STATES DESIGNATES PAKISTAN AS MAJOR NON-NATO ALLY OF AMERICA IN SOUTH ASIA: An Analysis". 2012-04-24. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ اپرېل ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Riedel, Bruce O. (2013), Avoiding Armageddon: America, India, and Pakistan to the Brink and Back, Brookings Institution Press, د کتاب پاڼي 170, 216, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8157-2408-7 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Ashraf, Sajjad. "Pakistan and the United States are turning into strangers". NUS. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "US-Pakistan Relations Ebb After Afghanistan Withdrawal". VOA. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Russell Heimlich (2010-08-11). "Pakistanis See U.S. as an Enemy". Pew Research Center (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۷ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Frohlich, Alexander E. M. Hess, Vince Calio and Thomas C. (2014-04-10). "24/7 Wall St.: Countries that hate America most". USA TODAY (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۷ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Kitfield, James (2012-06-30). "Despite The Millions America Spent Trying To Win Them Over, Most Pakistanis Still Hate The US". Business Insider. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "10 Countries That Love (and Hate) America the Most". finance.yahoo.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. By (2013-07-18). "Chapter 1. Attitudes toward the United States". Pew Research Center's Global Attitudes Project (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Sattar, Uzair (7 May 2022). "Anti-Americanism in Pakistan". The Diplomat. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "National Foods attracts overseas Pakistanis with Brainchild second-party data marketplace". ARY NEWS (په انګلیسي ژبه کي). 2021-06-14. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Explore Census Data". data.census.gov. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Karachi has witnessed 43% decrease in target killing: Nisar". The Express Tribune (په انګلیسي ژبه کي). 2015-07-30. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په 31 December 2011 باندې). 2011: New low for US-Pakistan relations. BBC.
  25. "Ties between U.S. and Pakistan suspended". 2011-02-08. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ سپټمبر ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "The United States Embassy". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ ډيسمبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. CIA chief says bin Laden in Pakistan, The Boston Globe, 2009-06-11 (link broken)
  28. (په 2009-06-11 باندې). CIA says Bin Laden is in Pakistan, CBS News/AP, 2009-06-11. Cbsnews.com
  29. "Pakistan and Taliban, Brothers or Rivals?". Theworldreporter.com. 2010-09-14. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ سپټمبر ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. (په 2011-09-22 باندې). Pakistan 'backed Haqqani attack on Kabul' – Mike Mullen. BBC News.
  31. Reuters Editorial (22 September 2011). "U.S. blames Pakistan agency in Kabul attack". Reuters. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Pakistan hosts top Chinese security official and war games with Saudi as ties with US plunge[مړه لينکونه]کينډۍ:Cbignore
  33. "Pakistani PM calls back FM over U.S. charge". د اصلي آرشيف څخه پر September 21, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Pakistan wants more fire, but China has commitment issues". dna. 28 September 2011. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Karen DeYoung (په 20 September 2011 باندې). U.S. sharpens warning to Pakistan.
  36. Fatwa for Jihad against America Archived 2011-09-28 at the Wayback Machine.
  37. "Pak will retaliate to any US misadventure: Report". IBNLive. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Filkins, Dexter (September 19, 2011). "The Journalist and the Spies". The New Yorker. د لاسرسي‌نېټه September 5, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)