د ټولیزو مايعاتو اړتياوې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د يو نوي زيږيدلي ماشوم د وجود د مجموعي مايعاتو اړتياوې (Total fluid requirement) د هغه اندازه مايع څخه دی چې د يو نوي زيږيدلي ماشوم د ۲۴ ساعتونو لپاره ضرورت وي. مخکې د مايعاتو د اندازه کولو څخه د ماشوم په هکله لاندې معلومات بايد ثبت شي.

Gestation Age Term or preterm. Date of Birth for example 26/2/88. Weight : 3 kgفرضا Time of Birth 9: 00 AM فرضا

مثلا د نن ورځې تاريخ 29/2/88 ده نو د نــــوموړې ماشوم عمر + (Three day positive) day 3 څخه ده په دې معنی چې ماشوم درې ورځې بشپړ کړي دي او په څلورمه ورځ کې روان ده نو ماشوم ته د يو څلور ورځني ماشوم په ډول مايعات سنجول کېږي.

د نوي زيږيدلي ماشوم لپاره د ضرورت وړ مايعات[سمول]

(Total fluid Requirement) د ټولو روغو په مودې (Well term) او ټولو بې مودې (Preterm) ماشومانو ته د مور د سينې شيدې څومره چې امکان لري يو اهم ضرورت ده.

Fluid Balance[سمول]

د بدن عمومي مايعات د Fluid I.C.F, او E.C.F څخه عبارت دي په Neo born کې ۴۰٪ I.C.F او ۶۰٪ E.C.F او په Adult کې بېا I.C.F زيات او E.C.F کم وي او په Full term کې I.C.F ۵۰٪ وي نو په دې بنسټ Intake او Out put يې بايد برابر وي چې بېا دي ته Balance وايي.

چې په Out put کې ټول هغه مايعات چې د ادرار مواد غايطووو پوستکي او د تنفس له لارې خارجېږي شامل دي (Skin, Respiration , Stool ,Urine) او Intake کې I.V intake او Oral intake شامل دي. د پوستکي Out put په premature کې ډير مهم ده ځکه چې زيات مايعات له دې لارې ضايع کېږي او دلايل يې په لاندې ډول دي.

۱:څرمن يې ډيره نرۍ ده او او به ورڅخه ژر ژر خارجېږي . ۲: Subcutaneous fat موجود نه وي نو بېا هم د اوبو ضياع ورڅخه زياته وي. ۳:د پوستکي د سطحې اندازه (Surface area) يې نسبتا د وجود وزن (Body weight) ته زياته ده. د اخل وريدي مايعاتو ته په لاندې حالاتو کې ضرورت دي کله چې د ماشوم د تنفس شميره د نارمل حالت څخه زياته وي يعنې Tachypnic وي. کله چې ماشوم د تغذيې توان و نلري لکه Sepsis, Asphyxia, Prematurity, او نور د مايعاتو ضرورت د يو ماشوم نظر بل ماشوم ته فرق کوي.

د يو ماشوم د ضرورت وړ مايعات په لاندې حالاتو کې زياتېږي که چېرې ما شوم د Warmer لاندې وي. که چېرې ماشوم Tachypnea ولري. که ماشوم د Photo therapy لاندې وي. که د ماشوم تبه موجوده وي.

که د ماشوم وزن د داخلي رحمي ژوند په نسبت کم وي(Small for gestation Age (S.G.A) که د ماشوم د وينې د سيروم د سودېم اندازه د 150 mEq/Liter څخه زياته وي. د نوي زيږيدلي ماشوم د ضرورت وړ مايعات په لاندې حالاتو کې کمېږي که د ماشوم ادرار کم وي (Oliguria) چې دا اکثرا په IRDS کې واقع کېږي. که ماشوم په Asphyxia اخته وي په دې کې Stress پيدا او Stress په ماشوم کې د ADH او Cortisone افراز زياتوي او د مايعاتو د احتباس لامل گرځي نو Asphyxia او د مايعاتو احتباس په گډه سره د ماغي اذيما منځ ته راوړي. کله چې ماشوم په قلبي عدم کفايه اخته وي چې ممکن د نوي زيږيدلي ماشوم قلبې عدم کفايه تر Asphyxia, PDA او يا نورو ولادي قلبې ناروغيو پورې اړه ولري. که ماشوم په Hyponatremia ( 130 mEq/Liter ښکته وي) باندې اخته وي.

دريم جدول ـ[سمول]

د نوو زيږيدلو ماشومانو د ضرورت وړ نارمل مايعات په لاندې ډول دي

PRETERM TERM Days SGA AGA SGA AGA 70-90 60-80 80 CC 60 CC 1 90-110 80-100 100 80 2 100-120 100-110 120 100 3 130-140 120-135 135 120 4 150-180 150-165 150-165 140-150 5 150-200 Til 3 Months 150-200 3 Months Age 150-200 Til 3 Months 150-180 3 Months Age >5

بايد ووايو چې د ماشوم د ضرورت وړ مايعات نظر د ماشوم حالت او د ماشوم عمر ته فرق کوي لکه څرنگه چې پورته تشريح شوه . د نوو زيږيدلوو ماشومانو د ضرورت وړ مايعات د پورته چوکاټ په بنسټ سنجول کېږي او لاندې حالات د مايعاتو په سنجولو کې په نظر کې نيول کېږي. که چېرې ماشوم د گرم کوونکې بخاري (Warmer) لاندې وي او هوا هم گرمه وي نو د ټولو سنجول شوو مايعاتو څخه علاوه لس فيصده نور مايعات ورباندې علاوه کېږي.

که ماشوم د Phototherapy لاندې وي نو شل فيصده پرې علاوه کېږي. که ماشوم (Na+>150mEq/L) Hypernatremia ولري نو شل فيصده مايعات ور باندې علاوه کېږي. که ماشوم PDA ولري نو شل او يا د يرش فيصده مايعات د مجموعي مقدار څخه کمېږي. که ماشوم Birth Asphyxia ولري نو پنځلس څخه ترديرش فيصده مايعات کمېږي. که قلبي عدم کفايه موجوده وي نو ۴۰-۳۰ فيصدو پورې مايعات ور څخه کمېږي. که ماشوم Hyponatremia لري (Na+< 130 m Eq/L) نو ۲۰٪ فيصده مايعات د مجموعي مقدار څخه کمېږي.

نوټ[سمول]

په لنډ ډول د قلبې عدم کفايي علامې د Tachypnea, tachycardia (که په ماشوم تهويه اجرا کېږي نو Tachypnea به موجوده نه وي) لوی او حساس جگر او د O2 د ضرورت د زياتوالی څخه ده. په عمومي ډول سره د مايعاتو ډول د لس فيصده گلوکوز څخه دی او ورسره د ضرورت وړ الکتروليت پرې علاوه کېږي که چېرې ماشوم Hypoglycemia ولري نو پدې صورت کې بېا لوړ غلظت درلودونکې گلوکوز ته ضرورت وي چې ځينې وخت نظر د ماشوم په ضرورت ۲۵٪ فيصده گلوکوز د لس فيصده گلوکوز سره مخلوط کېږي (لس فيصده گلوکوز يو گرام د يکستوز په لس سي سي او بو کې ده). پنځه ويشت فيصده گلوکوز دوه نيم گرامه ديکستوز په لس سي سي او بو کې لري. دولسم نيم فيصده ديکستروز 1,25 g گرامه د يکستروز په لس سي سي اوبو کې دی. نو په دې ډول د محلولاتو د جوړلو لپاره په دې پوهيدل ضروري دي چې څومره ديکستروز د څومره او بو سره يو ځای شي تر څو چې د ضرورت وړ فيصدي ديکستروز لاس ته راشي.

دا هم وگورئ[سمول]

سرچینې[سمول]