Jump to content

د يهوديت ضد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د يهوديت ضد (Anti-Judaism) د يو دين په توګه له يهوديت سره د هغو خلکو د بشپړ يا يوې برخې مخالفت او د يهوديت د پيروانو په توګه د ټولو يهودانو يا د يهودانو د يوې برخې مخالفت ته وايي، چې د عقيدو او دودونو يا کارونې يو سيال نظام مني او ځيني رښتيني يهودي عقيدې او دودونه بې ارزښته يا ټيټ ګڼي. [۱]

د خدای به اړه د فکر د يوې ځانګړې لارې د نه منلو په توګه د يهوديت ضد د منځلارېتوب له ضد سره توپير لري، چې د توکم پالنې بڼې يو څه ورته دی. د پوهانو هغه هيله چې د ديني پوهې او نژادپالنې تر منځ د اړيکې کمزوري کول غواړي، له هغه وخت راهيسې د يهوديانو پر وړاندې د مذهبي دښمنۍ (religious antisemitism) اصطلاح رامنځته کړې ده.

د الغا اصالت عيسوي اصول او د تحريف اسلامي اصول دواړه د يهودي متنونو په ټاکلو يا تخصيص او سمون سره د مذهبي پېژندنې جوړښت روښانه کوي، په داسې حال کې چې يهوديت د يو جوړښتي بل او اړين دښمن په توګه راپېژني. [۲][۳]

له عيسويت څخه مخکې د روم سترواکي

[سمول]

په لرغوني روم کې مذهب د مدني حکومت يوه بشپړونکې برخه وه. له ميلاد څخه مخکې د ۴۲ کال د جنوري پر لومړۍ نېټه د روم د مشرانو جرګې يا سنا د جوليس سترواک (Julius Caesar) د خدايۍ يا الوهيت د اعلان په پيل سره، ځيني سترواکان پر ځمکه باندې خدايان اعلان شول او د روم له ټولې سترواکۍ څخه يې د هغوی د عبادت غوښتنه وکړه. دې حالت هغو يهودانو او د يو خدای پالونکو لپاره مذهبي ستونزې وزېږولې، چې د خپل دوديز قانون کلکه پيروي يې کوله او د “Mithras”، “Sabazius” عبادت کوونکي او لرغوني عيسويان وو. د حضرت عيسی عليه السلام د وزارت په وخت کې د روم سترواکۍ يهودان هغه د احترام وړ او امتياز لرونکي لږه کي وو، چې اغېزه يې د لوست د يو څه لوړې کچې له لورې لوړه شوې وه. يهودانو ته د روميانو له لورې يو شمېر امتيازونه ورکړل شوي وو (د Sabbath د نمانځلو حق او د سترواکۍ په نمانځنه کې د ګډون پر ځای سترواک لپاره د لمونځ ادا کول). د بېلګې په ډول: دوی د Sabbath پر ورځ له فوځي خدمت څخه بخښل شوي وو. جولييس سيزار (Julius Caesar) چې هيڅکله يې هغه پور هېر نه کړ، چې د پلوزيوم په جګړه (Battle of Pelusium) کې د (Antipator the Idumaean) پوروړی شوی و او په دې ډول يې د هغه ژوند او مسلک وژغوره؛ د يهودانو ملاتړی و او هغوی ته يې د ټولنې او بيت المقدس لپاره د تمويل راټولولو بې ساری حق ورکړ. د “Pompey” پر وړاندې دښمنۍ يې د هغوی تر منځ دريځ پياوړی کړ؛ لکه څرنګه چې نوموړي د د “Pompey” له لورې له رامنځته شوې ويجاړۍ څخه وروسته د بيت المقدس د دېوالونو د بيا رغولو امر وکړ. پومپي “Pompey” هغه څوک و، چې بيت المقدس يې ونيوه او د سپېڅلو د سپېڅلي ځای بې عزتي يې وکړه. جولييس ښايي په ختيځ کې د وروستي پر وړاندې پر خپل دريځ باندې د تکيه کولو په موخه يهودان هم د پېرېدونکو په توګه پاللي وي. په هغه وختونو کې نوموړي د ستر پادري دويم هيرکانس (Hyrcanus II) سره په برابرو شرايطو کې هغه ته د روم د (Pontifex maximus) په توګه د ليکنې له لارې خبرې اترې (مفاهمه) وکړې. يهودانو د نوموړي د وژنې په غبرګون په روم کې عمومي ماتم وکړ. [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

له (۳۷ – ۴۱ ز کالونو پورې) د درېيم رومي سترواک کاليګولا “Caligula” تر سترواکۍ لاندې کړکېچ د روم او يهودانو تر منځ د لومړۍ پرانيستې ماتېدنې په توګه وړانديز شوی دی، که څه هم ستونزې وار له مخه په ۶ ز کال کې د “Quirinius” د سرشمېرنې پر مهال او له ۳۱ ز کال څخه مخکې د رومي پوځي Sejanus تر واک لاندې څرګندې وې.

له ۶۶ ز څخه تر ۱۳۵ ز کالونو پورې د يهودانو او روميانو تر منځ له جګړو څخه وروسته هادريان “Hadrian” سيمې سره د يهودي وګړو د تاريخي تړلتياوو د له منځه وړلو په هڅه کې، د “Iudaea” ولايت نوم د سوريې فلسطين او د بيت المقدس نوم ايليا کاپيټولينا “Aelia Capitolina” ته بدل کړ. له ۷۰ ز کال څخه وروسته يهودانو او يهودي مذهب ته نوي ورګرځېدلو يهودانو ته يوازې د يهودي ماليې د ورکړې په بدل کې د خپل مذهب د عملي کولو اجازه ورکول کېده او له ۱۳۵ ز کال څخه وروسته د “Tisha B’Av” له مذهبي ورځې څخه پرته له بيت المقدس څخه منعه شول. د يهودانو پرله پسې پاڅونونه (په الکساندريا “Alexandrai” او “Cyrene” کې د پاڅونونو تر څنګ له ۶۶ څخه تر ۷۳ او له ۱۳۳ څخه تر ۱۳۶ ز کالونو پورې دوه سترې جګړې)، بېګانه پالنه او يهودي امتيازونه او ځانګړتياوې د رومي ټولنې په ځينو برخو کې د يهوديت ضد احساساتو په رېښه کې وو. ياد مخالفتونه يا مخامخ کېدنې بايده ده چې په سترواکۍ کې د يهودانو په دريځ کې د لنډمهاله خرابۍ لامل شول. په اړيکه کې بدلونونه لنډمهالي وو او تل پاتې يا ثابت اغېز يې نه درلود. [۱۶][۱۷]

فلاوېس کليمينس (Flavius Clemens) په ۹۵ ز کال کې د «يهودي ژوند کولو» يا يهودو لارو چارو باندې د تګ» له امله ووژل شو. دا هغه تور و، چې پر لومړنيو عيسويانو باندې په پرله پسې ډول لګول شوی و او ښايي د “Domitian” تر واک لاندې د يهودي ماليې په ادارې پورې يې تړاو درلود. [۱۸]

رومي سترواکۍ د ۳۸۰ ز کال د فبروري پر ۲۷ نېټه عيسويت د “Thessalonica” په فرمان سره د خپل دولت د رسمي مذهب په توګه ومانه.

د يهوديت ضد عيسوي

[سمول]

لومړنی عيسويت او يهودان

[سمول]

عيسويت په يهوديت کې دننه د يوه مذهب په توګه پيل وکړ، چې د يهودي عيسويت په توګه پېژندل کېږي. دا د لومړنيو عيسويانو او په ټوله کې د يهودانو له لورې دا ډول ګڼل کېدل. د روم يو څه پراخې ادارې ښايي د دواړو تر منځ کوم توپير نه وي درک کړی. تاريخپوهان په دې اړه بحث کوي، چې ايا د روم حکومت له ۹۶ عيسوي کال څخه مخکې د عيسويانو او يهودانو تر منځ توپير وکړ که نه. دا په اصل کې هغه مهال و، چې عيسويانو په کې په برياليتوب سره له رومي سترواک “Nerva” څخه غوښتنه وکړه، چې دوی له يهودي مالیې څخه معاف کړي او د غوښتنې بنسټ يې دا و، چې دوی يهودان نه دي. له هغې وخت څخه راوروسته يهودانو ماليه ورکړه، په داسې حال کې چې عيسويانو دا کار ونه کړ. عيسويت د يهوديت د يو پالنې، سپېڅلو کتابونو (په عمومي ډول يوناني لرغونی وصيت ليک يا صحيفه يا د عبراني انجيل “Targum” ژباړه) د عبادت مراسمو او پرهېزګارۍ پر بنسټ دی. [۱۹][۲۰][۲۱]

له خپلو يهودي ريښو څځه د لرغونې عيسوي ټولنې اصلي توپير هغه باور يا عقيده وه، چې عيسی عليه السلام د اوږدې مودې منتظر مسيح و (لکه څرنګه چې د پيټر په منښت يا اعتراف (Confession of Peter) کې وه)، مګر دې ښايي په خپله يهودي اړيکه نه وې پرې کړې. د اختلاف يو بل ټکی د موسی عليه السلام (تورات) د قانون د پلي کېدلو د پرله پسې وړتيا په اړه د عيسويانو له لورې پوښتنې وې، که څه هم د عيسويت د رسالتي دورې د پاپ اړوند رسالتي فرمان (Apostolic Decree) د يهوديت د نواهايد قانون (Noahide Law) سره برابر ښکاري. دوه مسئلې په عيسوي ټولنه کې په ديني بحثونو کې يو له بل سره تړاو لري، چې ايا د مسيح راتګ (لومړني يا دويم راتګ) په هغه څه کې ځيني (ځايناستی اصالت) يا ټول يهودي قوانين (د پخواني تړون قوانينو له منځه وړنه) باطل کړل، چې د نوي تړون (New Covenant) په نوم يادېږي. [۲۲]

د سنتې مخالفت ښايي د مسيح په توګه د عيسی عليه السلام له مسئلې څخه وروسته دويمه مسئله وه، چې پر مهال يې د يهوديت ضد اصطلاحاتو کې ديني بحث تر سره شوی و. ياد بحث له هغو خلکو سره شوی و، چې د د دې نظريې استدلال يې کاوه چې انجيلي قانون د يهودانو يا فاريسيانو [دا هم د يهودانو يوه ډله ده، چې د يهودي ظاهري دودونو پلوې ده] په نښې سره د پلې کېدلو وړتيا ته دوام ورکړ (لکه: ۱۵:۵ قوانين). د پاول (Paul) لارښوونې چې مقالې يې د نوې صحيفې يا وصيت ليک زياته برخه رانغاړي، د يهودي کېدلو يا کولو پر وړاندې اوږده جګړه په ګوته کوي. که څه هم “James the Just” د حضرت عيسی عليه السلام له مړينې څخه دېرش کالونه وروسته د ۶۲ کلنۍ په عمر تر خپلې مړينې پورې د بيت المقدس په دويم عبادتځای (معبد) کې عبادت وکړ. نوموړی د حضرت عيسی عليه السلام له مړينې نه وروسته د بيت المقدس عيسويانو د مشر په توګه په پراخ ډول پېژندل شوی و. [۲۳][۲۴][۲۵]

په ۷۰ عيسوي کال کې د دويم عبادتځای ويجاړي به د دې لامل شوې وي، چې عيسويان د لرغوني قانون پر اغېزناکتوب باندې شک وکړي، که څه هم ebionism به تر ۵ پېړۍ پورې دوام وکړي. که څه هم د ساينوپ مارسيون (Marcion of Sinope) چې پر عيسوي عقيده باندې د يهودي اغېز د بشپړتوب د نه منلو پلوي يې وکړه؛ ښايي په ۱۴۴ ز کال په روم کې د کليسا له لورې تکفير شوی وي. د يادونې وړ ده چې د ايبونيزم پيروان په اصل کې يهودي عيسوي ډله ده، چې بې وزلي سپېڅلې ګڼي، څاروي نه قرباني کوي او په عمومي ډول سبزي خوړونکي دي. [۲۶][۲۷][۲۸]

سرچينې

[سمول]
  1. Langmuir (1971, 383), [۱] cited by Abulafia (1998, part II, 77).
  2. Nirenberg 2013، Ch. 4, "To every prophet an adversary": Jewish Enmity in Islam.
  3. Nirenberg 2013، Ch. 3, The Early Church: Making Sense of the World in Jewish Terms.
  4. Andrew J. Schoenfeld,"Sons of Israel in Caesar's Service: Jewish Soldiers in the Roman Military", Shofar Vol. 24, No. 3 (Spring 2006), pp. 115–126, p.117: "As a larger corpus of Jewish inscriptions and artifacts from the ancient world has become available, it has become clear that the observance of Judaism in the Roman world was far more variegated than previously supposed."
  5. (Lazare 1903، م. 64)
  6. (Lazare 1903، م. 63)
  7. Wilson Stephen G. Related Strangers: Jews and Christians (1995) 20–21 which elaborated on Gager J. The Origins of Antisemitism (1983) 35–112.
  8. Ashbrook, Harvey Susan; DesRosiers, Nathaniel; Lander, Shira L.; Pastis, Jacqueline Z.; Ullucci, Daniel, eds. (2015). A most reliable witness: Essays in honor of Ross Shepard Kraemer. Part I: Jews and Christians in the Greco-Roman World.کينډۍ:Page needed
  9. Bibliowicz Abel M., Jewish-Christian Relations: The First Centuries (Mascarat, 2019); Wilson Stephen G., Related Strangers: Jews and Christians (1995) 20–21
  10. Dora Askowith, The Toleration of the Jews Under Julius Caesar and Augustus Part 1, Wipf and Stock Publishers, 2014 کينډۍ:Isbn pp.201–202.
  11. Trotter 2019 p.27
  12. Schoenfeld, 2006, p.115–116: "The participation of Jews in the Roman military is a topic that is underemphasized or frankly ignored by historians".
  13. Luciano Canfora,Julius Caesar: The Life and Times of the People's Dictator, University of California Press, 2007 کينډۍ:Isbn pp. 209–217, 209–213.
  14. Jonathan Trotter, The Jerusalem Temple in Diaspora: Jewish Practice and Thought during the Second Temple Period, BRILL 2019 کينډۍ:Isbn pp. 29–32, 32, n.55.
  15. Canfora p. 213.
  16. Gager, John (1985). John Attitudes Toward Judaism in Pagan and Christian Antiquity. New York: Oxford University Press. pp. 88, 98. ISBN 0195036077.
  17. Bibliowicz, Abel M. (2019). Jewish-Christian Relations' The First Centuries. Washington: Mascarat. pp. 39–40. ISBN 978-1513616483.
  18. Judaism and Christianity in First-century Rome, Wm. B. Eerdmans Publishing, 1998 کينډۍ:Isbn p. 225. No known Christians are recorded for having been put to death on these grounds however. Giorgio Jossa,Jews Or Christians?: The Followers of Jesus in Search of Their Own Identity, Mohr Siebeck 2006 کينډۍ:Isbn pp.141–143
  19. Wylen, Stephen M., The Jews in the Time of Jesus: An Introduction, Paulist Press (1995), ISBN 0809136104, Pp 190-192.
  20. Dunn, James D.G., Jews and Christians: The Parting of the Ways, A.D. 70 to 135, Wm. B. Eerdmans Publishing (1999), ISBN 0802844987, Pp 33-34.
  21. Boatwright, Mary Taliaferro & Gargola, Daniel J & Talbert, Richard John Alexander, The Romans: From Village to Empire, Oxford University Press (2004), ISBN 0195118758, p. 426.
  22. (Taylor 1995، مم. 127–128)
  23. Elshtain, Jean Bethke (2004-05-18). "Anti-Semitism or anti-Judaism?". Christian Century. Archived from the original on 2016-03-05. نه اخيستل شوی 2007-02-01. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  24. (Lazare 1903، م. 49)
  25. Hopkins, Keith. A World Full of Gods. Great Britain: Weidenfeld & Nicolson, 1999.
  26. (Lazare 1903، م. 50)
  27. (Taylor 1995، م. 128)
  28. Tertullian, Adversus Marcionem.