د وېلس برج

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د وېلس برج (په اصل کې د سیرز برج) د متحده ایالاتو د ایلینوی ایالت د شیکاګو د لوپ ټولنې په سیمه کې  یو ۱۱۰- طبقه‌يي اسمان څکالی دی چې ۱۴۵۱ فوټه لوړوالی لري. دا وداني د سکېډمور، اوینګز او مریل (SOM) ساختماني شرکت معمار بروس ګراهام او انجنیر فضل‌الرحمن خان طراحي کړې، چې په ۱۹۷۳ کال کې د نړۍ د تر ټولو لوړې ودانۍ په توګه پرانیستل شوه، چې نږدې ۲۵ کاله یې د نړۍ د تر ټولو لوړې ودانۍ لقب له ځان سره ساتلی و. دا په لویديځه نیمه‌کره کې درېیمه او په نړۍ کې ۲۳مه لوړه وداني ده. هر کال له ۱.۷ میلیون څخه ډېر خلک د سکای‌ډېک د کتنې له عرشې/پورتني انګړ څخه چې په متحده ایالاتو کې تر ټولو لوړه عرشه ده لیدنه کوي، دا په شیکاګو کې د سیلانیانو د جذب له موخو څخه بلل کېږي.  [۱]

ودانۍ د فرانکلن، بلوار جکسون، واکر ډرایو او ادامز سړکونو تر منځ پرته سیمه اشغال کړې ده. ګراهام او خان ودانۍ په ۹ مربعو «تیوبونو[1]» کې چې په ۳×۳ مترېکس کې راټول شوي وو طرح کړه؛ ۷ تیوبونه په پورتینو پوړونو کې ځای پر ځای شول. برج د سټندردو طریقو د شمېر له مخې ۱۰۸ طبقې لري، حال دا چې د ودانیو مالکان اصلي بام ۱۰۹مه طبقه او د بام میخانیکي چتر ۱۱۰مه طبقه شماري.  

باندنۍ نما یې له انودایز المونیم او تورې شیشې څخه جوړه شوې ده. د ودانۍ په بېخ کې د کاټالوګ په نوم یوه مختلطه پرچون فروشي ده. د برج لاندینۍ نیمه برخه د سیزر په نوم د پرچون فروشۍ یو شرکت اشغال کړې وه، چې تر ۱۹۹۴ کال پورې يې هلته مرکزي دفتر و، حال دا چې پورته طبقې يې په کرایه ورکړل شوې وې. [۲]

دا ساختمان د خپل جوړښت له وخت څخه تر هغه چې په ۲۰۰۹ز کال کې یې وېلیس ګروپ ته په اجاره ورکړ او د نوم اېښولو حقوق یاد شرکت ته ورکړل شول، د سیرز برج په نوم یادېده. سیمه‌ییز اوسېدونکي لا هم دا وداني په‌خپل پخواني نوم یادوي. د ۲۰۱۸ کال د اپرېل راهیسې د ودانۍ تر ټولو لوی اجاره‌ دار یونایټېد ایر لاینز دی چې شاوخوا ۲۰ طبقې يې نیولې دي. نور عمده اجاره داران یې وېلیس ټاور واټسون او د شېف هارډېن او سېفرث شاو حقوقي شرکتونه وو. په ۲۰۱۷ کال کې مورګان سټېنلي د ودانۍ څلورم لوی اجاره دار شو. [۳][۴][۵][۶][۷]

تاریخ[سمول]

پلان جوړونه[سمول]

د سیمې انتخاب[سمول]

د سیرز، روباک انډ کو شرکت په ۱۹۰۶ کال کې د شیکاګو په لویديځه څنډه کې یوه اداري مجتمع اشغال کړې وه. تر ۱۹۶۶ کال پورې شته دفترونه کافي نه وو او د سیرز شرکت مدیران یې د نوې سیمې لټون ته اړ کړل. سیرز تر ۱۹۶۹ کال پورې د ۳۵۰۰۰۰ کارکوونکو له لرلو سره په نړۍ کې تر ټولو لوی پرچون پلورنځی و. د سیرز مدیرانو په سرعت دا تشخیص کړه چې له ښار څخه لرې د مرکزي دفتر جوړول ناممکن دي، ځکه هغه د ۷۰۰۰ کارکوونکو ځای پر ځای کولو ته اړتیا لري. په بدل کې د سیرز مدیرانو پرېکړه وکړه چې په ټوله شیکاګو کې خپل زرګونه خواره شوي کارکوونکي د شیکاګو د لوپ په لویدیځه څنډه کې راټول کړي.   [۸][۹][۱۰]

سیرز له خپل خارجي مشاور ارنسټین، ګلک، وېټنفېلډ او مینو (چې اوس‌ مهال د ارنسټین او لیهر، LLP په نوم پېژندل کېږي) څخه غوښتنه وکړه چې ځای ورته وړاندیز کړي. یاد شرکت له سیمه‌ییزو او فېدرال چارواکو سره د اجرا وړ قوانینو په رڼا کې مشوره وکړه، چې سیرز ته یې دوه انتخابه ورکړل. لومړی انتخاب د لوپ په شمال لویدیځ کې د ګوس ټاپو وه خو د سیرز د املاکو د رییس مرستیال میتیو جې سټاکوم دا وړاندیز رد کړ. بله په لوپ کې یوه دوه-بلاکه سیمه وه، چې په ختیځ کې فرانکلین سړک په سویل کې د جیکسن بولیوارډ په لویدیځ د واکر ډاریو او په شمال کې د ادامز سړک احاطه کړې وه. که څه هم دې سیمې په مرکز کې موقعیت درلود خو د شاوخوا ۵۵۰۰۰ مربع فوټه (۵۱۰۰ متر مربع) مساحت له درلودلو سره په نسبي ډول کوچنۍ وه. برنارډ فاینبرګ، البرت آي. روبېنشټاین او فلیپ تینوویټز په تېرو پنځو کلونو کې دا سیمه راټوله کړې وه خو د هغې په ګاونډ کې د ګرې هانډ لاینز د بسو شرکت څخه د ۷۴۰۰۰-مربع-فوټه (۶۹۰۰ مبر مربع) په اندازه ځمکې په ترلاسه کولو کې بریالي نه شول.  [۱۱][۱۲]

وروسته فېنبرګ روبینسټین او ټیینوېټز د درېیو مجاورو لاټونو د اخیستلو پر غوراوي کار وکړ. د هر انتخاب له شرایطو سره سم؛ دوی به درې واړه انتخابونو له لاسه ورکړي مګر که چېرې درې تنه د ۹۰ ورځو په ترڅ کې لږ تر لږه یو لاټ ترلاسه کړي. په پای کې سیرز په ۱۹۷۰ کال کې د لوپ سیمه ترلاسه کړه. سیرز وروسته د کوینسي سړک د یو بلاک د تړلو اجازه لیک ترلاسه کړ، چې سیمه يې له ختيځ څخه د لویديځ پر لور په دوه برخو وېشله. د انډو اډېست په مشرۍ د ارنشتاین شرکت وکیلانو د ټوټه ټوټه املاکو اخیستل پیل کړل. سیرز له ۱۰۰ مالکانو څخه ۱۵ ودانۍ واخیستې او د شیکاګو دولت ته یې د کوینسي سړک بلاک لپاره چې نږدې وو وتړل شي ۲.۷ میلیونه ډالر ورکړل. [۱۳][۱۴][۱۵]

د طراحۍ بهیر/پروسه[سمول]

د سیرز مدیرانو اټکل کړی و چې د هغوی نوې وداني به ۴۲ میلیون مربع فوټ (۳۹۰.۰۰۰ متر مربع) مساحت ته اړتیا ولري، چې په ۷۰ طبقو به وویشل شي داسې چې هر یو به ۶۰۰۰۰۰ مربع فوټ (۵.۶۰۰ متر مربع) او یا که په ۶۰ طبقو وویشل شي د هرې طبقې لپاره به ۷۰.۰۰۰ مربع فوت (۶.۵۰۰ متر مربع) مساحت ته اړتیا ولري. سیرز د سکېډمور، اوینګز او مریل (SOM) شرکت معمارانو ته د برج د طراحۍ دنده وسپارله. SOM د ساختماني انجنیرۍ مخکښ هم و او جاروی، بوم او بولس شرکت د اېم‌اېف‌پي/ MEP (د میخانیک، برېښنا او لوله‌کشۍ) انجنیري برابره کړه.   [۱۶][۱۷]

سیرز پلان درلود چې لومړی خپله د تجارت ډله ودانۍ ته راولېږدوي او پاتې ځمکه د اړتیا تر وخت اجاره دارانو ته په کرایه ورکړي. د سیرز مدیران د لږ تر لږه ۱۰۰.۰۰۰ مربع فوټ (۹.۳۰۰ متر مربع) مساحت لرونکو لویو ځمکو سره عادت وو، خو د SOM معمارانو خپلې اندېښنې وړاندې کړې او ويې ویل چې لویې ودانۍ کوچنیو اجاره دارانو ته جذابیت نه لري. بل پروپوزل/وړاندیز په ترتیب د ۵۰۰۰۰ فوټ مربع (۴.۶۰۰ متر مربع) او ۳۰۰۰۰ فوټ مربع (۲۸۰۰ متر مربع) مساحت سره د دوو جلا ودانیو د جوړېدو غوښتنه وکړه چې د پیاده رو د یو پل په واسطه به سره وصل شوې وې، خو دا هم ممکن نه و. [۱۸]

ځینې طبقات له کوچنیو پلونو سره طراحي شوي تر څو لوی اجاره داران جذب کړي، په دې توګه د سیرز د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ودانۍ ارتفاع زیاته شوه. معمار بروس ګراهام او ساختماني انجنیر فضل الرحمن خان چې دواړه د SOM له شریکانو څخه وو،  د ودانۍ په لاندینۍ برخه کې د ۵۵۰۰۰ فوټه مربع (۵.۱۰۰ متر مربع) په اندازه د یو برج او همدارنګه د یو لړ حریمي په شاتلنو د جوړولو وړاندیز وکړ. چې د غولي هوارې سطحې ته يې په ورو ورو نرۍ‌والی ورکاوه او د برج ظاهري برخې ته ښکلا یې وربښله. د راپورونو له مخې د طراحۍ د پروسې پرمهال یوه معمار نهه سیګرټ راوړل او هغه يې په عمودي ډول وښورول تر څو دواړه لوري هوکړې ته سره ورسېدل. دې چارې سیرز ته اجازه وکړه چې لاندیني طبقات اشغال کړي، حال دا چې معمولې اداري  فضا يې برابروله او په پورتنیو طبقاتو کې هم اجاره کېدی شوی. د سفییر، لېرنر شېنلر شرکت د سیرز لپاره د فضا اړتیاوې او د شرکت لپاره د فرنیچر د طراحۍ مسولیت درلود. دا یوه یو کلنه مطالعه وه تر څو دا مشخصه کړي چې څه ډول د شرکت ۱۶ برخې په ودانۍ کې ځای پر ځای کړي. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. "Willis Tower owner seeks thousands of new visitors per day, as $500 million expansion takes shape". Chicago Tribune. د لاسرسي‌نېټه October 19, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "History and Facts - Willis Tower". willistower.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. McClelland, Edward (June 5, 2019). "Chicagoans Refuse to Call These Places by Their Real Names". Chicago Magazine. Chicago Magazine. د لاسرسي‌نېټه May 19, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. [۱] Archived August 15, 2012, at the Wayback Machine.
  5. Snyder, Brett (December 16, 2013). "A Day with United Management: Elite Status, Mileage Devaluation, and Increasing Change Fees". The Cranky Flier. د لاسرسي‌نېټه December 18, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Ecker, Danny (April 16, 2018). "Morgan Stanley moving second office to Willis Tower". Crain's Chicago Business (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه October 3, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "20 years after 9/11, a new crisis looms for Willis Tower". Crain's Chicago Business. September 1, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 25, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په May 25, 1973 باندې). [{{{url}}} Sears Tower of tubes sets bundle of records: Unique structure]. The Christian Science Monitor.
  9. Kerch, Steve (October 20, 1991). "This job is a tall order: Sears Tower project is the height of redevelopment." Chicago Tribune.
  10. (په August 26, 1973 باندې). [{{{url}}} The Tallest Building]. The Washington Post, Times Herald.
  11. Arnstein & Lehr, The First 120 Years
  12. (په October 18, 1970 باندې). The World's Tallest: Saga of a Chicago Skyscraper. The New York Times.
  13. (په October 18, 1970 باندې). The World's Tallest: Saga of a Chicago Skyscraper. The New York Times.
  14. (په July 28, 1970 باندې). Sears to Construct Tallest Building In World, 110 Stories. Chicago Tribune.
  15. Chicago Tribune, December 28, 2003.
  16. (په August 2, 1970 باندې). Sears Tower: New Heights of Design: Will Blend Advanced Concepts. Chicago Tribune.
  17. (په May 25, 1973 باندې). [{{{url}}} Sears Tower of tubes sets bundle of records: Unique structure]. The Christian Science Monitor.
  18. (په August 2, 1970 باندې). Sears Tower: New Heights of Design: Will Blend Advanced Concepts. Chicago Tribune.
  19. (په August 2, 1970 باندې). Sears Tower: New Heights of Design: Will Blend Advanced Concepts. Chicago Tribune.
  20. "The Tallest Skyscraper - TIME". March 8, 2008. د اصلي آرشيف څخه پر March 8, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه September 12, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په August 30, 1970 باندې). Tower Will Withstand High Wind. Chicago Tribune.
  22. "The Tallest Skyscraper - TIME". March 8, 2008. د اصلي آرشيف څخه پر March 8, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه September 12, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Pridmore & Larson 2018, p. 182
  24. (په October 18, 1970 باندې). The World's Tallest: Saga of a Chicago Skyscraper. The New York Times.
  25. (په September 20, 1970 باندې). [{{{url}}} Building Sears Tower--A Real "Inside" Job]. Chicago Tribune.