الومېنيم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

الومېنيم یا المونیم د کيمياوي توکو (عناصرو) د دوراني جدول په درېيم گروپ کې ځای لري. کيميايي سمبول يې Al، اتومي وزن يې ۲۷، اتومي شمېره يې ۱۳ او د آکسيډېشن درجه يې +۳ ده. په طبيعت کې المونيم په نږه يا خالصه توگه نه پيدا کېږي، بلکې د نورو عناصرو سره په ترکيبي بڼه موندل کېږي. د الومېنيم زياته برخه د بوکسيټو له ډبرو نه لاس ته راځي او بوکسيټ هغه رسوبي ډبرې دي چې په ميخانيکي او يا هم په کيمياوي ډول د الومنيمو د آکسايډ د ترتيب نه جوړېږي. رنگ يې ثابت نه دی، زياتره نسواري رنګه وي کله خاکستري او کله هم سپين وي.

د الومنيمو مرکبات په بېلابېلو بڼو او ډولونو ميندل کېږي، د غرنيو ډبرو نه نيولې تر ډېرو قيمتي کاڼو په ترکيب کې هم المونيم ونډه لري.

د الومېنيم اکسايډي مرکبات

د الومېنيم له اکسايډي مرکباتو نه کرونوم، لعل، ياقوت، د فاسفيټي مرکباتو نه يې فيروزه، د سليکاتونو نه يې ژېړ توپاز او زبرجد ډېر مشهور دي. المونيم د ځينو نباتاتو په ايرو کې هم موندل کېږي.