د ويکيپېډيا خبرې اترې:ليکنه ورگډول/موضوع

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د تعویذ او جادو (کوډو) تر منځ فرق وپیژنئ

ليکوال: اصغر صلاح

دا چې تعويذ جواز لري او کنه دا يوه جلا مسأله ده .

دلته مو موضوع صرف دا ده چې د جادو (کوډو) او تعويذ تر منځ فرق وکړو، جادوګر او کوډګر زمونږ ټولنې ته د مسلمان او ښه انسان په جامه کې راننوتی د پټګي په پلمه يي له ځان نه ملا هم جوړ کړی. ساده او غريب خلک يې ولوټل او د تعويذ په نوم يې خلک وغولول او هم يې له اسلامه وويستل.

دلته يو څو نښې ذکر کوم که چيرته تاسې د تعويذ په ګومان چاته ورځئ او دا نښې مو وليدلې نو پوه شئ چې کوډي او جادو دی او کوونکي او ورتلونکي د دواړو د کفر سبب کېږي چې مرتکب يې مسلمان نه ګڼل کېږي حتی که د علاج لپاره هم وي.

1. دمور او د پلار نوم پوښتنه.

2. که د جامو، ويښتانو يا کوم بل څه ټوټه يا هم کومه نښه درڅخه وغواړي.

3. کله چې دم کوي نو اواز يې واضح او مفهوم دار نه وي او ځان سره غړمبيږي.

4. که چېرته يې خبر کړې چې په تا کوډې شوي او فلاني ځای کې دي.

5. که قراني ايتونه ولولي او بيا خاموش او پټ ورپسې څه ولولي نو پټ جادو لولي.

6. د اغوستلو او فرش يعني کښيناستلو لپاره خاص رنګ درته وښايي.

7. که دوه درې کسان وي او د مريض يواځې پاتي کيدل وغواړي د دم لپاره.

8. که چېرته يې په ډېره اندازه پيسې وغوښتې چې مصرف يې ډېر دی. او يا هم د پيريانو مشروط ويستلو دعوه وکړي.

9. که کوم خاص صفتونو والا حيوان وغواړي لکه توره چرګه، چاغ پسه او نور… دا ددې لپاره چې شيطان ته يي ذبح کړي او نوموړی فرمايش د شيطان وي. (وان الشياطين ليوحون الی اوليائهم)

10. داسې څه ليکل د څاښتونو يا تعويذ په نوم چې هيڅ مفهوم ونه لري او واضح نه وي لکه کرښې اعداد وغيره.

11. داسې ليکنه چې مربع خانې وي او په هغې کې خاص اعداد ليکل شوي وي.

12. د مريض څخه غوښتنه کول چې يو څو ورځې به د خلکو څخه ګوښه کېږي.

13. د مريض څخه غوښتنه کول چې يو خاص وخت لپاره به اوبو ته نه نږدې کيږي.

14. مريض ته يو څه ورکول تر څو په ځمکه کې يې دفن (خښ) کړي.

15. . د پيريانو د تابع کولو دعوه يې که ولرله.

16. . مريض ته ورقه ورکول تر څو ويې سوځوي او لوګی يي کړي.

17. . کار په ګرنټي او ضمانت سره کوي چې دا خپله په حقيقت دی که دالوهيت دعوه ده ( د خدايي دعوه يي وکړه).

18. . که چېرته کوم چا تاسو ته ستاسو په هکله معلومات درکړل ددې نه مخکې چې تاسو ورته څه ووايي يا يې ستا نوم يا هم د پلار نوم واخيست نو دا سړی جادوګر دی او مسلمان نه دی. او يا هم که چېرته يې ستا د مرض تشخيص بدون له دې چې وسائل ورسره وي او يا هم ته ورته ووايې وکړي نو بيا هم جادوګر دی.

پورته نښې يا اعمال په شرع کې هېڅ ديني بڼه نه لري او نه يې کوم مسلمان تر سره کوي او نه دغه نقطې د قراني شفا لپاره شرط دی نه د نبي صلی الله عليه وسلم نه ثابتې دي نه د صحابه ؤ او نه د تابعينو څخه، هر کله مو که پورته نښې په کوم تعويذ کوونکي کې وليدلې نو پوه شئ چې کوډګر او جادوګر دی.